• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني رسنۍ: پاکستاني امنیتي ځواکونو په بنو کې د وروستي برید په تړاو ۲۴ شکمن کسان نیولي

۷ زمری ۱۴۰۳ - ۲۸ جولای ۲۰۲۴، ۰۹:۱۷ GMT+۱

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، چې د دغه هیواد امنیتي ځواکونو د خېبرپښتونخوا په بنو ولسوالۍ د پوځ پر یوه مرکز د وروستي برید په تړاو ۲۴ شکمن کسان نیولي. ویل کیږي، دغه کسان له وسلو او نورو جګړه ییزو توکو سره نیول شوي.

پاکستاني رسنیو په خپل راپور زیاته کړې، چې دغه شکمن کسان په بنو کې د امن سیمه ییزې جرګې سره په همغږۍ نیول شوي دي.

‏راپور زیاتوي چې، له نیول شویو شکمنو کسانو سره وسلې او نور جګړه ییز توکي هم نیول شوي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې ته د څېړنو په موخه سپارل شوي.

تېره اوونۍ په خواله رسنیو کې یوه داسې ویډیو خپره شوه چې په کې ولسي خلک او پولیسو د بنو ښار په منځ کې ځینې کسان چې بڼه یې طالبانو ته ورته وه نیولي وو او په وهلو ټکولو یې د پولیسو ګاډو ته پورته کول.

که څه هم په بنو کې د پاکستاني پوځ پر مرکز موټربم او وسله والو بریدونو مسوولیت د تحریک طالبان پاکستان اړوند د حافظ ګل بهادر ډلې منلی و، خو د دغو نیول شویو ۲۴ شکمنو کسانو په اړه لا دغې ډلې څه نه دي ويلي.

‏د خېبرپښتونخوا په بنو کې د تېرې چنګاښ میاشتې په ۲۵مه پر یوه پوځي مرکز په موټربم او وسله والو بریدونو کې شاوخوا اته پاکستاني عسکر ووژل شول او تر ۷۰ ډېر نور ټپیان شول.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

طالبان: له پنځه زره ډېر افغان کډوال له پاکستان او ایرانه راستانه کړل شول

۷ زمری ۱۴۰۳ - ۲۸ جولای ۲۰۲۴، ۰۷:۴۱ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، یاد افغان کډوال په زور او خپله خوښه له دوه ګاونډیو هېوادونو څخه د نیمروز، کندهار، ننګرهار او هرات ولایتونو له له لارې راستانه کړل شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ د (زمري اوومه) نېټه د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي، چې تېره ورځ، پنځه زره او ۳۰۳ تنه افغان کډوال له پاکستان او ایران هېوادونو څخه د کندهار سپین بولدک، د ننګرهار تورخم، د نیمروز ورېښمو پله او د هرات اسلام کلا له لارې هېواد ته راستانه کړل شوي.

د کډوالو وزارت ویلي، چې ۳۰۹ تنه افغان کډوال په زور له پاکستانه او (۴۹۹۴) افغان کډوال په وزر او خپله خوښه له ایرانه راستانه کړل شوي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له ایرانه، درې زره ۲۵۳ تنه افغان کډوال د هرات ولایت د اسلام کلا او (۱۷۴۱) تنه بیا د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې راستانه کړل شوي.

طالبان وايي، تازه راستانه کړل شوي کډوال یې له نوم لیک لیکنې وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړېوال سازمان، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د خوراک نړېوال پروګرام ته ور پيژندلي دي.

دغه افغان کډوال په داسې حال له ګاوندیو هېوادونو څخه راستنیږي، چې تېره ورځ د طالبانو د کډوالو وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ له نوي مشر سره په لیدنه کې د کډوالو د راستنېدو د «بیا مېشتیدو او دایمي یو ځای کېدو لپاره» د یادې ډلې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان په پلي کولو کې د ملګرو ملتونو څخه د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

له تېر کال راهیسې د پاکستان او ایران حکومتونه هره اوونۍ زرګونه کسان افغانستان ستنوي او له ایران څخه بیا د افغان کډوالو سره د ناوړه چلند راپورونه هم ورکړل کیږي.

امریکا چین ته د روسیې د دفاعي صنعت د مرستې په اړه خبرداری ورکړی

۷ زمری ۱۴۰۳ - ۲۸ جولای ۲۰۲۴، ۰۵:۰۶ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له خپل چینايي سیال سره په لیدنه کې خبرداری ورکړ، چې که چیرې دغه هیواد د روسیې د دفاعي صنعت سره مرستې ته دوام ورکړي امریکا به «مناسب ګامونه» واخلي. ښاغلي بلینکن په تایوان کې د چین پر «پارونکو کړنو» هم نیوکه وکړه.

بلینکن د شنبې په ورځ په سیمه ییزه سرمشریزه ناسته کې چې د روسیې، هند، چین، اسټرالیا او جاپان د ډیپلوماټانو په ګډون جوړه شوې وه، برخه اخیستې او خبرې وکړې او د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګیي سره یې هم وکتل.

د چين د بهرنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې له مخې، وانګيي بلينکن ته وويل، سره له دې چې د چين او امريکا ترمنځ اړيکې ټينګې شوې دي، خو واشنګټن پر بېجينګ د بنديز او جبر مخه نه ده نيولې او نور یې هم سخت کړي دي.

وانګيي وويل: «د چين او امريکا د اړيکو پر وړاندې ګواښونه لا زیاتېږي او ننګونې مخ په زیاتېدو دي.»

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې وانګیي بلینکن ته وویل، چې متحده ایالات د چین په اړه «ناسم درک» لري، «منطقي او عملي تګلارې» ته د راستنېدو غوښتنه یې کړې.

وړاندې په یوه ګډه خبرپاڼه کې، د ناټو ډیری مشرانو چین «د روسیې د صنعتي او دفاعي اډې قوي ملاتړی» بللی.

انټوني بلینکن د روان کال په غوايي میاشت کې ویلي، و چې امریکا د روسیې د دفاعي صنعت په بیارغونه کې د چین له مرستې اندېښمنه ده.

په سربیا کې د کډوالو موټر د چپه کېدو له امله لږ تر لږه ۳۰ افغان او نیپالي کډوال ټپیان شوي

۷ زمری ۱۴۰۳ - ۲۸ جولای ۲۰۲۴، ۰۳:۴۹ GMT+۱

د کډوالو لېږدونکي موټر د اوښتو پېښه د سربیا په سوېل ختیځ کې شوې، چې له امله یې لږ تر لږه ۳۰ افغان او نيپالي کډوال ټپیان شوي. د راپورونو له مخې، دغه موټر چې کډوال په کې سپاره وو، د بلا پلانکا ښار ته څېرمه په یوه لویه لاره له سړکه ونلی او اوښتی.

دغه پېښه د جمعې په ورځ شوې او د سربیا دولتي رسنۍ «ار ټي اېس» د شنبې په ورځ راپور ورکړ چې درې کډوال په روغتون کې بستر شوي او پاتې نور تر درملنې لاندې دي.

دغې رسنۍ په سربیا کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ په حواله ویلي، چې دغه ټول نارینه کډوال د نیپال او افغانستان اوسیدونکي دي.

سربیا د بالکان لارې په اوږدو کې پرته ده او اروپا ته د کډوالۍ لاره ده.

د شمېرو له مخې په ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا سل زره کډوالو اروپا ته د تګ لپاره دغه لاره کارولې ده.

په نیویارک کې پولیسو د یوه مسلمان د کور له دروازې د طالبانو بیرغ راښکته کړ

۷ زمری ۱۴۰۳ - ۲۸ جولای ۲۰۲۴، ۰۳:۱۶ GMT+۱

په نیویارک کې پولیسو د یوې مسلمانې کورنۍ له بهرنۍ دروازې د طالبانو بیرغ راښکته کړ. نیویارک پوسټ راپور ورکړی چې پولیسو د طالبانو بیرغ پورته کولو له امله دغه کورنۍ ورغوښتې ده.

ویل کیږي چې د کور خاوند نه پوهېده چې دا بیرغ د طالبانو دی.

د امریکا د بروکلین د ښاري شورا غړې اینا ورنیکوف د یوې ویډیو په خپرولو سره د دغه مسلمان کور بهر د طالبانو د بیرغ په لګولو سخته نیوکه وکړه.

هغې وويل: «موږ په خپل منځ کې د ترهګرۍ ملاتړي لرو.»

په دې ویډیو کې لیدل کېږي چې د طالبانو د بیرغ ترڅنګ د فلسطین بیرغ هم ځوړند شوی دی.

د ښاري شورا دغه غړې د فلسطین د بیرغ یادونه نه ده کړي.

د دې ويډيو له خپرېدو وروسته سيمه ييزو پوليسو ياده کورنۍ ورغوښتې او د هغوی د کور له دروازې يې د طالبانو بيرغ لرې کړی.

نیویارک پوسټ د کورنۍ د هویت له ښودلو پرته خبر ورکړی، چې د کور خاوند نه پوهیده، چې بیرغ د طالبانو دی.

د کور خاوند ادعا وکړه چې له کومې ډلې سره همکاري نه لري، خو د بروکلین د ښاري شورا د غړي له خوا د ویډیو له خپرېدو وروسته له جدي ګواښونو او ان په مرګ ګواښلو سره مخامخ شوې ده.

ورنیکوف وویل چې د طالبانو د بیرغ پورته کول «د هر هغه امریکایي سرتیري په مخ یو کلکه څپیړه ده چې تر دې بیرغ لاندې وژل شوي.»

هغه د طالبانو د بيرغ د لرې کولو په اړه د دغې مسلمانې کورنۍ د پرېکړې هرکلى وکړ او ويې ويل: «خلک بايد د ترهګرۍ ملاتړ ونه کړي.»

په ایران کې د تودوخې د زیاتیدو له امله ټول دولتي دفترونه او بانکونه رخصت شوي

۶ زمری ۱۴۰۳ - ۲۷ جولای ۲۰۲۴، ۱۷:۰۲ GMT+۱

د ایران دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، د "سختې او بې ساري تودوخې" له دوام وروسته به په ټول ایران کې ټول دولتي دفترونه او بانکونه د یکشنبې په ورځ رخصت شوي دي.

د شنبې په ورځ هم د دولتي ادارو کاري ساعتونه د سهار تر لسو بجو پورې راکم شوي وو.

دولتي خبري اژانس وویل، چې دا پریکړه د "د وګړو روغتیا ساتنې او د انرژي مصرف اداره کولو په موخه شوې ده."

بیړني خدمتونه د معمول په څیر خپل فعالیت ته دوام ورکوي.

تر دې مخکې په ایران کې د تودوخې او د برېښنا د مصرف د بې ساري لوړوالي له امله په ۱۵ ولایتونو کې رخصتي اعلان شوې وه.

په همدې حال کې د ایران د انرژۍ وزیر وویل، چې د برښنا د مصرف د زیاتوالي له امله د دغه هیواد د بریښنا تولید او د بریښنا رسولو شرایط ډیر ستونزمن شوي دي.

علي اکبر محرابیان وايي، چې د تودوخې د هرې درجې زیاتوالی د برېښنا پر شبکې ۲۳۰۰ میګاواټه فشار راوړي.

د هوا پېژندنې ادارې په وینا، په تهران کې د شنبې په ورځ د پرله پسې دوهمې ورځې لپاره د تودوخې درجه ۴۰ درجو ته رسیدلې.

د سیستان او بلوچستان ایالت دیلغان ښار د جمعې په ورځ د تودوخې د ۵۰ درجو په لرلو سره د ایران تر ټولو ګرم ښار بلل شوی او د یزد ولایت د باغ ښار کې د تودوخې درجه ۴۹.۳ درجو ته ورسیده چې په تیرو ۵۰ کلونو کې یې نوی ریکارډ جوړ کړی دی.

د هوا پېژندنې ادارې مخکې اعلان کړی و، چې د تودوخې درجه به د زمري له ۳مې څخه تر ۷مې پورې لوړه وي.