• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د فرانسې سفارت شارژدافیر د دوحې درېیمې ناستې د پایلو په اړه د طالبانو له استازي سره وکتل

۸ زمری ۱۴۰۳ - ۲۹ جولای ۲۰۲۴، ۰۵:۰۲ GMT+۱

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د یکشنبې په ورځ وویل، چې د افغانستان لپاره د فرانسې سفارت له شارژدافیر سره یې کتلي دي. د هغه په وینا، دوی «د دوحې د درېیمې ناستې د پایلو په اړه» خبرې کړې.

شاهین، چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ته د طالبانو نوماند هم دی، په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې هغه له (ژان مارین شو) سره د «د کروندګرو لپاره د بدیل کرکیلې پروژو، خصوصي سکټور، روغتیا سکټور او د اقلیم د بدلون» په اړه خبرې وکړې.

د چنګاښ په میاشت کې د دوحې په وروستۍ غونډه کې ملګرو ملتونو د طالبانو په فشار د دوحې د غونډې له اجنډا څخه د بشري حقونو او ټولګډونه حکومت موضوع‌ګانو په لرې کولو هوکړه وکړه.

دغه غونډه یوازې د خصوصي سکټور، د افغانستان د بانکدارۍ سیسټم او د بزګرانو لپاره د بدیل کښت مسلو ته ځانګړې شوې وه.

طالبانو واک ته له رسیدو وروسته په افغانستان کې د کوکنارو په کښت بندیز ولګاوه او اوس دغه ډله د نړۍ له هېوادونو غواړي چې د کوکنارو د کرلو د مخنیوي په موخه له افغان کروندګرو سره مرسته وکړي.

د افغانستان د چارو کتونکي وايي، طالبان د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو او د داعش د ځپلو په بدل کې د امتیازونو په ترلاسه کولو سره غواړي د نړۍ له هېوادونو په ځانګړې توګه له لوېدیځو هېوادونو سره د لا زیات جوړجاړي لاره پرانیزي.

که څه هم د فرانسې په ګډون لوېدیځ هیوادونه د طالبانو له خوا د ترهګرو ډلو د ملاتړ او د ښځو له حقوقو د سرغړونې له امله د طالبانو له حکومت سره رسمي اړیکې نه لري، خو د دغه هیواد ډیپلوماټانو په پرله پسې ډول په قطر کې د دغې ډلې له استازیو سره کتلي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي، چین په افغانستان کې د خپلو پروژو له امنیت څخه خوښ دی

۸ زمری ۱۴۰۳ - ۲۹ جولای ۲۰۲۴، ۰۴:۰۷ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د یکشنبې په ورځ په کابل کې د چین له سفیر سره وکتل. د دغې ډلې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې ژاو شینګ په افغانستان کې د چینايي پروژو، ډیپلوماتیکو او مېشتو چینايي وګړو د امنیت برابرولو څخه «خوښي» څرګنده کړه.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، سراج الدین حقاني او ژاو شینګ د یکشنبې په ورځ «په سیمه کې د امنیت، ټیکاو، تخنیکي همکارۍ او د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا» خبرې وکړې.

د طالبانو په وینا، د چین سفیر د مس عینک پروژې د سړک پرانیستل د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان او چین ترمنځ د اړیکو د پراختیا په اړه څرګندونې وکړې.

د مس عینک پروژې سړک د چهارشنبې په ورځ د (زمري درېیمه) د طالبانو د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال او د چین د کلتور وزارت د مرستیال او د دغه هیواد د سفیر په ګډون، لوګر ولایت کې پرانیستل شو.

دا کتنه په داسې حال کې کېږي چې سراج الدین حقاني د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تور نوملړ کې دی او د امریکا حکومت د هغه د نیولو یا د هغه په اړه د معلوماتو ورکولو لپاره پنځه میلیونه ډالر انعام ټاکلی دی.

چین د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه د اندېښنو له امله له څو کلونو راهیسې د مس عینک کان د اېستلو چارې ځنډولې دي.

طالبان: یوه چینايي کمپنۍ غواړي په کونړ کې د برېښنا تولید پر درېیو بندونو پانګونه وکړي

۸ زمری ۱۴۰۳ - ۲۹ جولای ۲۰۲۴، ۰۳:۵۱ GMT+۱

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت ویلي، د ګوسان کمپنۍ د کنړ په بشل، ساګي او سرتاق بندونو کې د برېښنا تولید لپاره «پانګونې ته چمتو» ده. د دغه وزارت وزیر عبداللطیف منصور ادعا وکړه چې د کونړ د بندونو په جوړولو سره به د «افغانستان برېښنا نورو ګاونډیو هېوادونو ته صادره شي.»

د طالبانو د ابو او برېښنا وزارت د یکشنبې د (زمري اوومه) په ورځ وویل چې عبداللطیف منصور د یوې چینایي کمپنۍ له یوه چارواکي سره کتلي دي. طالبانو ویلي، چې دغه شرکت چمتو دی، چې هوکړه لیک لاسلیک کړي او بندونو جوړ کړي.

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزیر وايي، د کونړ سیند د «بشپړې برېښنا د تولید» وړتیا لري.

پاکستان تر دې مخکې د طالبانو د هغه پلان په اړه غبرګون ښودلی و چې غواړي د کونړ پر سیند بند جوړ کړي.

د بلوچستان پخواني د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي خبرداری ورکړی و چې د طالبانو له خوا پر کونړ سیند د اوبو بند جوړول به «کړکېچ جوړ او د احتمالي شخړو » لامل شي.

جان اڅکزي د بند د جوړولو لپاره د «طالبانو یو اړخیزه پریکړه» د «پاکستان پر ضد دښمنانه عمل» بللی و.

اڅکزي ویلي و، طالبان له یوې هندي کمپنۍ سره د کونړ پر سیند د بند جوړولو په اړه خبرې کوي. هغه دا هم ویلي و چې طالبان د امو سیند د اوبو د ګرځولو لپاره کار کوي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي افغانستان د برېښنا له ستر ناورین سره مخ دی. د دغه سازمان په وینا یوازې ۴۰ سلنه افغان کورنۍ برېښنا ته لاسرسی لري.

افغانستان د خپلې برېښنا شاوخوا ۷۵ سلنه له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له منځنۍ اسیا څخه واردوي.

سرچينې: په کندهار کې استخباراتو د "ملت غږ" سیمه ییزې راډيو خبريال نیولی دی

۷ زمری ۱۴۰۳ - ۲۸ جولای ۲۰۲۴، ۱۷:۵۷ GMT+۱

په کندهار کې د خبريالانو، مدني فعالانو او ځوانانو د نيونو په دوام طالب استخباراتو د «ملت غږ» راډیو خبريال او د خپرونو چلوونکی نيولی او بندي کړی دی. سرچينې زياتوي، چې هغه دا مهال په کندهار کې د استخباراتو په مرکزي زندان کې دی؛ خو طالبان يې کورنۍ او همکارانو ته معلومات نه ورکوي.

له کندهار څخه سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې شا او خوا څلور ورځې وړاندې طالب استخباراتو د محمد ابراهيم محتاج په نوم دغه محلي خبريال او د خپرونو چلونکی نيولی او زنداني کړی دی.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د نوموړي له کورنۍ او همکارانو سره په دې اړه خبري وکړې؛ خو هغوی د اندېښنې په ښودولو سره وویل: «خبر نه یو، چې هغه چيري دی.»

د محتاج له نږدې دوستانو څخه يو کس د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وويل: « تر څلور ورځو اوړي چې محتاج نادرکه دی، قوماندانۍ او استخباراتو کې مو پوښتنه وکړه، هغوی معلومات نه راکوي.»

محمد ابراهيم محتاج په کندهار کې د ملت غږ راډيو ټولنيزې او تاريخي خپرونې مخ ته وړلې.

نوموړي به ډېر وخت په کندهار کې د محلي طالب مسوولينو سره هم ويډيويې مرکې کولې او بيا به یې د راډيو له ټولنيزو پاڼو نشرولې.

د نوموړي خبريال کورنۍ د طالبانو له وېري په ښکاره ډول خبري نه کوي.

طالبانو تر اوسه د هغه د نيوني په اړه نه رسنيو او نه د خبريال کورنۍ ته معلومات ورکړي.

یولس ورځې وړاندې هم په کندهار کې طالب استخباراتو ازاد خبريال محمديار مجروح د نامعلوم دلیل له مخې نیولی او بې له پوښتنو يې عمومي زندان ته لېږلی.

تر اوسه لا هم د مجروح دوسيه معلومه شوې نه ده او کورنۍ يې سخته اندېښمنه ده.

سرچينې وايي، چې په کندهار کې نږدې ټول خبريالان، د رسنيو کارکوونکي او د ټولنيزو رسنیو کاروونکي د طالبانو له لوري تر سخت فشار او تهديد لاندې دي او هيڅوک د طالبانو له وېرې او اجازې پرته څه نه شي نشرولای.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته دې ډلې پر رسنيو او خبريالانو سخت بنديزونه لګولي او چا ته اجازه نه ورکوي، چې تر ډېره د خلکو ستونزې او غوښتنې انعکاس کړي.
د خبریالانو او مدني فعالانو په ګډون ډېر هغه کسان بندیان شوي هم دي، چې د طالبانو د حکومت پر پالیسۍ یې نیوکې کولې.

پخواني ولسمشر، مشهورو څېرو او سياسيونو د افغانستان درې رنګه بيرغ د ملي يوالي نښه یاده کړې

۷ زمری ۱۴۰۳ - ۲۸ جولای ۲۰۲۴، ۱۶:۰۴ GMT+۱

په جلا وطنۍ کې د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني، یو شمېر سياسیونو، د جمهوريت پر مهال نظامیانو او افغان ملي لوبغاړو د افغانستان درې رنګه ملي بيرغ د ملي يوالي سمبول ياد کړی.

د پخواني ولسمشر په ګډون ملي لوبغاړو هم د زمري اوومه د بيرغ د ملي ورځ مبارکي ټولو افغانانو ته ويلې ده.

پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د یکشنبې په ورځ (د زمري ۷مه) پر خپله اېکس پاڼه د ملي بيرغ ورځ د هغو «شهیدانو یاد ته درناوی یاد کړی، چې خپل سرونه يې قرباني کړي او د وطن په خپلواکولو یې په لویه اسيا کې د استعمار خلاف د ازادۍ غوښتنې څپه وخوځوله.»

پخواني ولسمشر ليکلي: « د خپلواکۍ وروسته د لسیزو په اوږدو کې دا د يوالي او ورورلۍ نښه او د افغانانو هويت دی. نن ورځ يوازی دا درې رنګه بیرغ په هر ځای کې د هويت استازیتوب کوي.»

د افغانستان د بهرنيو چارو پخواني وزير محمد حنيف اتمر هم پر خپله اېکس پانه د ملي بيرغ د ورځې مبارکي ليکلې او دا يې د ازادۍ، خپلواکۍ او ملي يوالې نښه ياده کړې.

اتمر ليکلي: « بيرغ زموږ د ازادۍ، خپلواکۍ او ملي يووالي سمبول او زموږ د وياړلي تاريخ او ګډ راتلونکي څرګندوی.»

د افغانستان د ملي دفاع وزارت پخواني سرپرست شاه محمود میاخېل هم پر خپلې اېکس پاڼې افغانانو ته د ملي بیرغ مبارکي ویلې او زیاته کړې یې ده، چې د ملي بیرغ د ورځ په یاد به له بیرغ سره د ګیله من وزیر مینه همېشه تلپاتې وي.

نوموړي پر خپلې اېکس پاڼې د ګیله من وزیر له بیرغ سره یو ځای ویډیو او د هغه شاعري هم خپره کړې ده.

د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې کپتان راشد خان هم پر خپلو ټولنیزو رسنيو کې د ملي بيرغ سره خپل تصوير خپور کړی او ليکلي يې دي: « ګرانو وطنوالو د ملي بيرغ ورځ مو مبارک شه.»

100%

د افغانستان پخواني پوځ جنرال او د افغانستان د متحدې جبهې مشر سمېع سادات هم پر خپله اېکس پاڼه په نظامي لباس کې د ملي بیرغ سره خپل تصوير خپور کړی او ور سره ليکلي يې دي: «د ملي بيرغ ورځ دې ټولو افغانانو ته مبارک وي.»

ځینو جلا وطنه افغان چارواکو، ملي لوبغاړو، مدني فعالانو او وطنپالو ځوانانو په خواله رسنیو کې هم د ملي بیرغ عکسونه لګولي او دا یې د افغانستان ملي نښان او هویت یاد کړی.

د نړۍ په په بېلابېلو رسمي دفترونو کې د افغانستان همدا درې رنګه بيرغ په رسميت پېژندل شوی او د ټولو نړۍوالو لوبو پرمهال هم همدا درې رنګه بيرغ رپيږي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره له ټولو ادارو او لوړو څوکو ملي بیرغ راښکته او پر ځای یې طالبانو خپل سپین بیرغ لګولی.

طالبانو په تېرو کلنو کې هم په ډېرو ولایتونو کې هغه ځوانان وهلي، بنديان کړي، شکنجه کړي او ګواښلي دي، چې درې رنګه ملي بيرغ ته به یې کمپاين کاوه او يا به ورسره ولیدل شو.

د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو د طالبانو له حکومته غوښتي، چې د افغانستان درې رنګه بیرغ د ملي بیرغ په توګه ومني.

طالبانو د پوهنتونونو په فراغت غونډو کې د ځانګړې چپنې اغوستل او خولۍ پر سر کول منع کړل

۷ زمری ۱۴۰۳ - ۲۸ جولای ۲۰۲۴، ۱۵:۱۵ GMT+۱

د طالبانو د لوړو زده وزارت د دعوت او ارشاد رییس یو غږیز پېغام چې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسېدلی، د هېواد د ټولو پوهنتونونو په فراغت غونډو کې د ځانګړې تورې چپنې اغوستل او خولۍ پر سر کول منع کړل.

شاکرالله وحدت وايي، چې د رسنیو له وېرې نه شي کولی په دې اړه پوهنتونونو ته مکتوب ولېږي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت دعوت او ارشاد ریاست رییس په دغه غږیږ پېغام چې دولتي پوهنتونو کې د دې ریاست امرینو ته یې لېږلی خبردارۍ ورکوي، چې د دې کار تکرار به د بغاوت اعلان وي.

ملا شاکرالله وحدت په دولتي پوهنتونونو کې د دعوت او ارشاد امرینو ته سپارښتنه کوي: « د فراغت غونډې راروانې دي؛ نو زما له طرفه جدي غوښتنه دا ده، چې دا ما ته د مقام له خوا ویل شوي دي، دا مساله به جدي نیسئ، چې د فراغت په غونډو کې سپینې چپنې او خولۍ پر پوهنتونونو باندې ومنۍ او که دا څوک نه مني نو دا به د اطاعت خلاف وي او له امارت نه به بغاوت وي.»

ملا شکرالله وحدت په دغه غږیږ په پېغام کې زیاتوي: « تاسې مونږ څخه ځیني کتبي مطالبه کوئ، چې مکتوب راولېږئ که مونږ مکتوب ولېږو داسې رسنۍ دي، چې بیرون ته را وځي او غوغا ورسره جوړیږي او سبا مشکل جوړوي نو د مشرانو هدایت دی، چې مکتوب مه لېږئ او غږیږ پېغام ولېږئ.»

څو ورځې وړاندې د پکتیا ځینو محصلینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ویلي وو، چې طالبانو فراغت غونډو کې تورې چپنې اغوستل او خولۍ پر سر کول منع کړې دي.

دوی زیاتوي؛ طالبانو ورته ویلي چې تورې چپنې او خولۍ د غربیانو فرهنګ دی او د دې کار په کلکه مخنیوی کوي.

په ورته وخت کې افغانستان انټرنشنل - پښتو هغه مکتوب هم تر لاسه کړی، چې د پکتیا پوهنتون رییس پکې له ټولو پوهنځیو غوښتي، چې ځانګړې چپنې او خولۍ دې په فراغت غونډو کې منع کړه.

100%

طالبانو تر دې مخکې د پوهنتونونو او ښوونځیو په فراغت غونډو کې د افغانستان د درې رنګه ملي بیرغ رپولو، ملي سرود غږولو او پر بدن د یادګاري امضا او د رنګونو شیندلو په جرم ځیني زده کوونکي په ننګرهار، کونړ او خوست کې هم نیولي وو.