پخواني ولسمشر ليکلي: « د خپلواکۍ وروسته د لسیزو په اوږدو کې دا د يوالي او ورورلۍ نښه او د افغانانو هويت دی. نن ورځ يوازی دا درې رنګه بیرغ په هر ځای کې د هويت استازیتوب کوي.»
د افغانستان د بهرنيو چارو پخواني وزير محمد حنيف اتمر هم پر خپله اېکس پانه د ملي بيرغ د ورځې مبارکي ليکلې او دا يې د ازادۍ، خپلواکۍ او ملي يوالې نښه ياده کړې.
اتمر ليکلي: « بيرغ زموږ د ازادۍ، خپلواکۍ او ملي يووالي سمبول او زموږ د وياړلي تاريخ او ګډ راتلونکي څرګندوی.»
د افغانستان د ملي دفاع وزارت پخواني سرپرست شاه محمود میاخېل هم پر خپلې اېکس پاڼې افغانانو ته د ملي بیرغ مبارکي ویلې او زیاته کړې یې ده، چې د ملي بیرغ د ورځ په یاد به له بیرغ سره د ګیله من وزیر مینه همېشه تلپاتې وي.
نوموړي پر خپلې اېکس پاڼې د ګیله من وزیر له بیرغ سره یو ځای ویډیو او د هغه شاعري هم خپره کړې ده.
د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې کپتان راشد خان هم پر خپلو ټولنیزو رسنيو کې د ملي بيرغ سره خپل تصوير خپور کړی او ليکلي يې دي: « ګرانو وطنوالو د ملي بيرغ ورځ مو مبارک شه.»
د افغانستان پخواني پوځ جنرال او د افغانستان د متحدې جبهې مشر سمېع سادات هم پر خپله اېکس پاڼه په نظامي لباس کې د ملي بیرغ سره خپل تصوير خپور کړی او ور سره ليکلي يې دي: «د ملي بيرغ ورځ دې ټولو افغانانو ته مبارک وي.»
ځینو جلا وطنه افغان چارواکو، ملي لوبغاړو، مدني فعالانو او وطنپالو ځوانانو په خواله رسنیو کې هم د ملي بیرغ عکسونه لګولي او دا یې د افغانستان ملي نښان او هویت یاد کړی.
د طالبانو د لوړو زده وزارت د دعوت او ارشاد رییس یو غږیز پېغام چې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسېدلی، د هېواد د ټولو پوهنتونونو په فراغت غونډو کې د ځانګړې تورې چپنې اغوستل او خولۍ پر سر کول منع کړل.
شاکرالله وحدت وايي، چې د رسنیو له وېرې نه شي کولی په دې اړه پوهنتونونو ته مکتوب ولېږي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت دعوت او ارشاد ریاست رییس په دغه غږیږ پېغام چې دولتي پوهنتونو کې د دې ریاست امرینو ته یې لېږلی خبردارۍ ورکوي، چې د دې کار تکرار به د بغاوت اعلان وي.
ملا شاکرالله وحدت په دولتي پوهنتونونو کې د دعوت او ارشاد امرینو ته سپارښتنه کوي: « د فراغت غونډې راروانې دي؛ نو زما له طرفه جدي غوښتنه دا ده، چې دا ما ته د مقام له خوا ویل شوي دي، دا مساله به جدي نیسئ، چې د فراغت په غونډو کې سپینې چپنې او خولۍ پر پوهنتونونو باندې ومنۍ او که دا څوک نه مني نو دا به د اطاعت خلاف وي او له امارت نه به بغاوت وي.»
د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وايي، ډېری هغه معلومات چې په ایران کې د افغانانو د شمېر په اړه خپرېږي «اوازې او ناسم» دي.
رسول موسوي په ایران کې د کډوالو د ملي ادارې له دندو څخه یوه، په ایران کې د افغانانو د کره شمېر وړاندې کول ګڼي.
نوموړي د جمعې په ورځ د (زمري پنځمه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې په ایران کې د افغانانو د شتون په اړه کره تحلیلي شمېري به په ایران کې د «اوازو او ناسمو معلوماتو د خپرېدو مخه ونیسي».
نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې په دې وروستیو کې په ایران کې له افغان کډوالو سره د پراخ ناوړه چلند راپورونه خپاره شوي دي.
د ایران بهرنیو چارو دوزیر مرستیال د جمعې په ورځ د (زمري پنځمه) په خپله اېکس پاڼه په یوه بل یادښت کې لیکلي، چې د کډوالۍ موضوع د کډوالۍ په ضد، د دیوال جوړولو او ناانساني چلندونو سره نه شي حل کېدای.
ښاغلي موسوي وویل، تر هغه چې فقر او بې عدالتي وي، کډوالي به هم روانه وي.
د ایران دغه ډیپلومات لیکلي: «کډوالي یوه لویه نړیواله ستونزه ده. حکومتونه د دیوال په جوړولو او د کډوالۍ ضد سختو پالیسیو، ناانساني چلندونو او د کډوالو ضد ټولنو د تګلارو له لارې دا ستونزه نه شي حل کولای.»
د ایران نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د ټاکنیز کمپاین پر مهال ویلي و، چې له افغانستان سره پر پوله به دیوال جوړ کړي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت چارواکي ټینګار کړی: «دا یو تریخ حقیقت دی خو باید پوه شو چې تر کله د هیوادونو تر منځ فقر، وروسته پاتې والی او نامتوازن پرمختګ روان وي د کډوالۍ ستونزه به هم وي.»
یو بل افغان کډوال د تهران د ۱۵ سیمې څخه افغانستان انټرنشنل د یو خبرتیا عکس لیږلی، په کې افغان کډوالوته خبرداری ورکوي چې سملاسي دې دا سیمه پریږدي.
دغه خبرتیا چې څرګنده نه ده، د چا او یا کوم سازمان له لوري خپره شوې، افغان کډوالو ته په کې ګواښ شوی چې که له پنځلسمې سیمې څخه ونه وځي، «نو له ايران څخه به په زوره و اېستل شي.»
په وروستیو میاشتو کې د ایران پولیسو هم د افغان کډوالو د اېستلو بهیر ګړندی کړی دی.
د راپورونو له مخې، پولیس ان د قانوني اسنادو سره افغانان نیسي او په زوره یې له دغه هېواده باسي.
له تېر کال راهیسې د پاکستان او ایران حکومتونه هره اوونۍ زرګونه کسان افغانستان ستنوي او له ایران څخه بیا د افغان کډوالو سره د ناوړه چلند راپورونه هم ورکړل کیږي.