• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د پوهنتونونو په فراغت غونډو کې د ځانګړې چپنې اغوستل او خولۍ پر سر کول منع کړل

۷ زمری ۱۴۰۳ - ۲۸ جولای ۲۰۲۴، ۱۵:۱۵ GMT+۱تازه شوی: ۸ زمری ۱۴۰۳ - ۲۹ جولای ۲۰۲۴، ۰۳:۲۲ GMT+۱

د طالبانو د لوړو زده وزارت د دعوت او ارشاد رییس یو غږیز پېغام چې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسېدلی، د هېواد د ټولو پوهنتونونو په فراغت غونډو کې د ځانګړې تورې چپنې اغوستل او خولۍ پر سر کول منع کړل.

شاکرالله وحدت وايي، چې د رسنیو له وېرې نه شي کولی په دې اړه پوهنتونونو ته مکتوب ولېږي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت دعوت او ارشاد ریاست رییس په دغه غږیږ پېغام چې دولتي پوهنتونو کې د دې ریاست امرینو ته یې لېږلی خبردارۍ ورکوي، چې د دې کار تکرار به د بغاوت اعلان وي.

ملا شاکرالله وحدت په دولتي پوهنتونونو کې د دعوت او ارشاد امرینو ته سپارښتنه کوي: « د فراغت غونډې راروانې دي؛ نو زما له طرفه جدي غوښتنه دا ده، چې دا ما ته د مقام له خوا ویل شوي دي، دا مساله به جدي نیسئ، چې د فراغت په غونډو کې سپینې چپنې او خولۍ پر پوهنتونونو باندې ومنۍ او که دا څوک نه مني نو دا به د اطاعت خلاف وي او له امارت نه به بغاوت وي.»

ملا شکرالله وحدت په دغه غږیږ په پېغام کې زیاتوي: « تاسې مونږ څخه ځیني کتبي مطالبه کوئ، چې مکتوب راولېږئ که مونږ مکتوب ولېږو داسې رسنۍ دي، چې بیرون ته را وځي او غوغا ورسره جوړیږي او سبا مشکل جوړوي نو د مشرانو هدایت دی، چې مکتوب مه لېږئ او غږیږ پېغام ولېږئ.»

څو ورځې وړاندې د پکتیا ځینو محصلینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ویلي وو، چې طالبانو فراغت غونډو کې تورې چپنې اغوستل او خولۍ پر سر کول منع کړې دي.

دوی زیاتوي؛ طالبانو ورته ویلي چې تورې چپنې او خولۍ د غربیانو فرهنګ دی او د دې کار په کلکه مخنیوی کوي.

په ورته وخت کې افغانستان انټرنشنل - پښتو هغه مکتوب هم تر لاسه کړی، چې د پکتیا پوهنتون رییس پکې له ټولو پوهنځیو غوښتي، چې ځانګړې چپنې او خولۍ دې په فراغت غونډو کې منع کړه.

100%

طالبانو تر دې مخکې د پوهنتونونو او ښوونځیو په فراغت غونډو کې د افغانستان د درې رنګه ملي بیرغ رپولو، ملي سرود غږولو او پر بدن د یادګاري امضا او د رنګونو شیندلو په جرم ځیني زده کوونکي په ننګرهار، کونړ او خوست کې هم نیولي وو.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د روغتیا نړۍوال سازمان له افغانانو وغوښتل، چې د زېړي ناروغۍ درملنې او واکسین ته پام وکړي

۷ زمری ۱۴۰۳ - ۲۸ جولای ۲۰۲۴، ۱۲:۲۷ GMT+۱

په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان د دغه هېواد له خلکو وغوښتل، چې د زېړي ناروغۍ معایناتو، درملنې او واکسین کولو ته پام وکړي. د روغتیا د نړۍوال سازمان د شمېرو له مخې، په تېره یوه لسیزه کې په افغانستان کې تر یو لکو ډېر کسان په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

د زېړي ناروغۍ د نړۍوالې ورځې په مناسبت د روغتیا نړۍوال سازمان اعلان وکړ، چې غواړي سږ کال په افغانستان کې د دغې ناروغۍ پر له منځه وړلو تمرکز وکړي.

د روغتیا نړۍوال سازمان په خپله رسمي پاڼه کې د یوې ویډیو په خپرولو سره د افغانستان له خلکو غوښتي، چې له دغه سازمان سره په ګډ کار کې د زېړي ناروغۍ د له منځه وړلو بهیر په واقعیت بدل کړي.

یاد سازمان وویل: «اوس د عمل کولو وخت دی او په ګډه موږ کولی شو دې ناروغۍ ته ماتې ورکړو.»

د روغتیا د نړۍوال سازمان د شمېرو له مخې، په ټوله نړۍ کې ۳۰۴ مېلیونه کسان په زیړي ناروغۍ اخته دي.

دا ناروغي په هرو ۳۰ ثانیو کې یو کس وژني.

د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، په تېره یوه لسیزه کې په افغانستان کې تر سل زره ډېر کسان په دې ناروغۍ اخته شوي، چې له دې ډلې ۷۰ زره د هپاتیت (بي) په ناروغۍ او نور ۳۰ زره ناروغان د هپاتیت (سي) په ناروغۍ اخته دي.

زېړی د ځيګر التهابي ناروغي ده، چې د بېلابېلو عواملو له امله رامنځته کیږي.

د ډاکترانو په وینا، د ځینو درملو اخیستل، په باکتریا یا ویروس اخته کېدل او یا د ډېر الکولو څښل د دې ناروغۍ لاملونه دي.

په ورته وخت کې هپاتیت یوه د درملنې وړ ناروغي ده او د واکسین په واسطه يې مخه نیول کېدای شي.

ایرانی ډیپلومات وايي، په ایران کې د افغانانو د شمېر په اړه ډېر معلومات «اوازې او ناسم» دي

۷ زمری ۱۴۰۳ - ۲۸ جولای ۲۰۲۴، ۱۱:۰۱ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وايي، ډېری هغه معلومات چې په ایران کې د افغانانو د شمېر په اړه خپرېږي «اوازې او ناسم» دي. رسول موسوي په ایران کې د کډوالو د ملي ادارې له دندو څخه یوه، په ایران کې د افغانانو د کره شمېر وړاندې کول ګڼي.

نوموړي د جمعې په ورځ د (زمري پنځمه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې په ایران کې د افغانانو د شتون په اړه کره تحلیلي شمېري به په ایران کې د «اوازو او ناسمو معلوماتو د خپرېدو مخه ونیسي».

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې په دې وروستیو کې په ایران کې له افغان کډوالو سره د پراخ ناوړه چلند راپورونه خپاره شوي دي.

د ایران بهرنیو چارو دوزیر مرستیال د جمعې په ورځ د (زمري پنځمه) په خپله اېکس پاڼه په یوه بل یادښت کې لیکلي، چې د کډوالۍ موضوع د کډوالۍ په ضد، د دیوال جوړولو او ناانساني چلندونو سره نه شي حل کېدای.

ښاغلي موسوي وویل، تر هغه چې فقر او بې عدالتي وي، کډوالي به هم روانه وي.

د ایران دغه ډیپلومات لیکلي: «کډوالي یوه لویه نړیواله ستونزه ده. حکومتونه د دیوال په جوړولو او د کډوالۍ ضد سختو پالیسیو، ناانساني چلندونو او د کډوالو ضد ټولنو د تګلارو له لارې دا ستونزه نه شي حل کولای.»

د ایران نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د ټاکنیز کمپاین پر مهال ویلي و، چې له افغانستان سره پر پوله به دیوال جوړ کړي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت چارواکي ټینګار کړی: «دا یو تریخ حقیقت دی خو باید پوه شو چې تر کله د هیوادونو تر منځ فقر، وروسته پاتې والی او نامتوازن پرمختګ روان وي د کډوالۍ ستونزه به هم وي.»

په دې وروستیو ورځو کې د تهران په ختیځ کې یو شمېر افغان کډوالو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د سیمې خلک د دې سیمې په پارکونو، کوڅو او تمځایونو کې پر افغان کډوالو بریدونه کوي.

یو بل افغان کډوال د تهران د ۱۵ سیمې څخه افغانستان انټرنشنل د یو خبرتیا عکس لیږلی، په کې افغان کډوالوته خبرداری ورکوي چې سملاسي دې دا سیمه پریږدي.

دغه خبرتیا چې څرګنده نه ده، د چا او یا کوم سازمان له لوري خپره شوې، افغان کډوالو ته په کې ګواښ شوی چې که له پنځلسمې سیمې څخه ونه وځي، «نو له ايران څخه به په زوره و اېستل شي.»

په وروستیو میاشتو کې د ایران پولیسو هم د افغان کډوالو د اېستلو بهیر ګړندی کړی دی.

د راپورونو له مخې، پولیس ان د قانوني اسنادو سره افغانان نیسي او په زوره یې له دغه هېواده باسي.

اروپايي ټولنې په افغانستان کې د اوبو ناورین د پراخېدو خبرداری ورکړی

۷ زمری ۱۴۰۳ - ۲۸ جولای ۲۰۲۴، ۰۹:۴۶ GMT+۱

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ په دغه هېواد کې د اوبو ناورین پر پراخېدو د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، وچکالي، ککړتیا او د اوبو زیاته کارونې د خلکو د اوبو سرچینې له ګواښ سره مخ کړې دي. دغه سازمان پر خلکو غږ کړی چې په افغانستان کې د اوبو د سرچینو ساتنه وکړي.

افغانستان ته د اروپايي ټولنې پلاوي د شنبې په ورځ د (زمري شپږمه) په ایکس پاڼه یوه یادښت کې لیکلي: «راځئ چې خپلو سیندونو، رودونو او د ځمکې لاندې اوبه د راتلونکو نسلونو لپاره خوندي کړو.»

دغه سازمان په یوه بیان کې ویلي: «موږ باید وکولای شو چې د اوبو له ستونزو څخه خوندي افغانستان او نړۍ جوړه کړو.»

ملګرو ملتونو له دې وړاندې هم خبرداری ورکړی وو، چې د افغانستان شاوخوا ۸۰ سلنه وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

د ۲۰۲۳ کال په پای کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له خوا د خپاره شوي راپور له مخې، تېر کال افغانستان د اقلیم د بدلون له امله د زیانمنونکو هېوادونو په کتار کې شپږم ځای درلود.

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د اوبو او فاضله اوبو د ناوریند حل لپاره ۴۷۹ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

تر دې وړاندې د سره صليب نړيوالې کمېټې هم د افغانستان د خلکو لپاره د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسى ستونزمن بللى و او ويلي يې و، چې په دغه هېواد کې د ميليونونو خلکو ژوند له ګواښ سره مخ دى.

طالبان: له پنځه زره ډېر افغان کډوال له پاکستان او ایرانه راستانه کړل شول

۷ زمری ۱۴۰۳ - ۲۸ جولای ۲۰۲۴، ۰۷:۴۱ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، یاد افغان کډوال په زور او خپله خوښه له دوه ګاونډیو هېوادونو څخه د نیمروز، کندهار، ننګرهار او هرات ولایتونو له له لارې راستانه کړل شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ د (زمري اوومه) نېټه د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي، چې تېره ورځ، پنځه زره او ۳۰۳ تنه افغان کډوال له پاکستان او ایران هېوادونو څخه د کندهار سپین بولدک، د ننګرهار تورخم، د نیمروز ورېښمو پله او د هرات اسلام کلا له لارې هېواد ته راستانه کړل شوي.

د کډوالو وزارت ویلي، چې ۳۰۹ تنه افغان کډوال په زور له پاکستانه او (۴۹۹۴) افغان کډوال په وزر او خپله خوښه له ایرانه راستانه کړل شوي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له ایرانه، درې زره ۲۵۳ تنه افغان کډوال د هرات ولایت د اسلام کلا او (۱۷۴۱) تنه بیا د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې راستانه کړل شوي.

طالبان وايي، تازه راستانه کړل شوي کډوال یې له نوم لیک لیکنې وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړېوال سازمان، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د خوراک نړېوال پروګرام ته ور پيژندلي دي.

دغه افغان کډوال په داسې حال له ګاوندیو هېوادونو څخه راستنیږي، چې تېره ورځ د طالبانو د کډوالو وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ له نوي مشر سره په لیدنه کې د کډوالو د راستنېدو د «بیا مېشتیدو او دایمي یو ځای کېدو لپاره» د یادې ډلې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان په پلي کولو کې د ملګرو ملتونو څخه د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

له تېر کال راهیسې د پاکستان او ایران حکومتونه هره اوونۍ زرګونه کسان افغانستان ستنوي او له ایران څخه بیا د افغان کډوالو سره د ناوړه چلند راپورونه هم ورکړل کیږي.

باوري سرچینې: پکتیا کې طالبانو د مخکیني حکومت یو پولیس وژلی

۷ زمری ۱۴۰۳ - ۲۸ جولای ۲۰۲۴، ۰۷:۲۳ GMT+۱

له پکتیا څخه سرچینې وايي، چې د دغه ولایت څمکنیو ولسوالۍ د مده خیلو وېش کلي اوسېدونکی رییس نومی چې په مخکیني حکومت کې سیمه ییز پولیس و، طالبانو وژلی. ویل کیږي، د سیمې طالبانو نوموړی دوه اوونۍ وړاندې له کوره بیولی و او تېره ورځ یې مړی موندل شوی.

د وژل شوي سرتیري د کورنۍ غړو افغانستان انټرنشنل پښتو ته وويل، چې ځايي طالبانو یې د کورنۍ دغه غړی چې په مخکیني حکومت کې د سیمه ییزو پولیسو سرتیری و دوه اوونۍ وړاندې له کوره په زور ویوست او دوی ته یې هیڅ معلومات نه و چې چیرته یې وړی خو وايي، تېره ورځ یې مړی موندلی دی. «بس زور یې دی، راغلل رییس یې په زور بوتلو او دوه هفتې ورک و، موږ ته هیڅ معلومات نه کېدل، ټوټه ټوټه یې کړی.»

په څمکنیو کې د وژل شوي سرتیري خپلوان وايي، چې د هغه په جسد یې د وهلو او ربړولو نښې لیدلې او له نښو نښانو داسې ښکاري چې هغه دې طالبانو په وهلو، شکنجې او ځورولو وژلی وي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي، او نه یې مخکې تر دې د پخواني حکومت د کارکونکو او سرتیرو د وژنو په اړه معلومات ورکړي.

د پکتیا ولايتي شورا پخوانی وکیل تاج محمد منګل وايي، د سیمه ییزو پولیسو پخواني دغه وژل شوي سرتیري د تېر جمهوري حکومت له پرځېدو وروسته په خپل کلي کې عادي ژوند کاوه.هغه وايي، «خاموشي او مظلومیت هم حد لري،دومره بې وسي چې د خپلې کورنۍ، کلیوال، خپلوان او وطندار پوښتنه نه شې کولای چې ولې یې وژنې؟ نن راشي په ماښام یې له کوره وباسي، بله ورځ یې ټوک ټوک جسد پروت وي او وژلی یې وي.»

واک ته د طالبانو له رسیدو وړاندې د طالبانو مشر ملا هبت الله، د پخواني حکومت ټولو ملکي او پوځي کارکوونکو ته عمومي بښنه وکړه، خو طالبانو د خپل مشر دغه امر په ډیرو پېښو کې نه دی منلی او ډیر شمیر پخواني امنیتي ځواکونه د طالبانو له خوا سخت ځورول شوي، ووژل شوي او یا هم تري تم دي، یو شمیر نور بیا د طالبانو له ویرې لا هم په پټه ژوند کوي.