سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، له ایران تازه اېستل شوي دوه پخواني نظامیان دوه ورځې وړاندې طالبانو په لغمان کې نیولي دي.
دوی زیاتوی دغه دوه پخواني نظامیان ګل نبي او پاچا ګل نومیږي او د لغمان د دولت شاه ولسوالۍ د شادمیر کلي اوسیدونکي دي.
د سرچینو په خبره، د تېر حکومت دغو دوو پخوانيو نظامیانو په سیمه ییزو پولیسو کې دنده درلوده او د جمهوریت له پرځېدو وروسته د ایران شېراز ښار ته کډوال شوي وو.
د ایران لخوا د افغانانو اېستلو په روانه لړۍ کې دغه دوه پخواني نظامیانو هم ستانه کړل شوي، خو په کور کې له څه مودې تېرولو وروسته طالبانو دوه ورځې وړاندې د دولت شاه لپاره د طالبانو استخباراتو د دوی پر کورونو چاپې اچولې او نیولي یې دي.
د ځايي سرچینو په خبره، دغه کسان اوس د لغمان په مرکز کې د طالبانو د استخباراتو په بند خونه کې بندیان دي.
اندېښنې دا دي، چې کومو نظامیانو د طالبانو له وېرې ګاونډیو هېوادونو په تېزه ایران ته پناه وړې ده، افغانستان ته اېستلو سره د مرګ له ګواښ سره مخ دي.
لغمان یو هغه ولایت دی چې د طالبانو واکمنېدو سره د پخوانیو نظامیانو د وهلو، بندیانولو، شکنجه کولو او وژلو خبرونه پکې زیات دي.
په دغه ولایت کې پر طالبانو د هغو کورنیو د ځورولو خبرونه هم ور کول کېږي چې غړي یې د پخواني نظام له پرځېدو وروسته امریکا یا نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.
د تېر حکومت د ملي امنیت یو افسر افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته څو ورځې وړاندې وویل، د لغمان د مرکز مهترلام ښار د لومړۍ حوزې لپاره د طالبانو جنايي امر صفت الله د نوموړي ورور حکمت الله په چړو وهلی دی.
د صفي الله په نوم دغه پخوانی افسر وايي، طالبان یې له څه مودې راهیسې کورنۍ ځوروي.
که څه هم د طالبانو مشر تر واکمنېدو مخکې د ټولبښنې خبره کړې وه، خو د دې ډلې له واکمنېدو راهیسې ملګري ملتونه او د بشري حقونو نورې څارډلې دا ډله د پخوانیو نظامیانو، پر بند، شکنجه او وژلو تورنوي.
د ملګرو ملتونو استازۍ یا یوناما څو ورځې مخکې هم په تازه راپور کې بیا ویلي چې طالبان لا هم پخواني نظامیان بندیانوي، شکنجه کوي او وژني یې.