• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د غزې چارواکي وايي، چې د اسراييل په بمباريو کې په یو روغتون کې پنځه تنه وژل شوي

۱۴ زمری ۱۴۰۳ - ۴ اګست ۲۰۲۴، ۱۵:۲۴ GMT+۱

د غزې روغتیایي چارواکو وویل، چې اسراییل په یو هوايي برید کې د غزې په مرکزي برخه کې د روغتون په انګړ کې خیمې په نښه کړې او لږ تر لږه پنځه کسان یې وژلي او اتلس نور ټپیان دي.

طبي چارواکو ویلي، چې هوايي برید د الاقصی روغتون په انګړ کې په هغه سیمه شوی چیرې چې خلکو د جګړې له ویرې پناه اخیستې وه او خیمې یې وهلې وې.

په دغه برید کې ۱۸ کسان ټپیان شوي هم دي.

100%

له برید وروسته په خیمو کې اورلګیدلی دی.

د اسراییل پوځ ویلي، چې برید کې یې یو وسله وال په نښه کړی چې "ترهګریز فعالیتونه یې ترسره کول" او دا چې له برید وروسته په سیمه کې دویمه چاودنه شوې چې هلته د وسلو پر شتون دلالت کوي.

100%

د اسراییلي پوځ خبرپاڼه زیاتوي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د وسله والو د مرکزونو په ګډون ۵۰ پوځي هدفونه په نښه کړي دي.

د روغتون دغه ودانۍ د دیر البلاح په سیمه کې ده، چېرې چې زرګونو کسانو د جګړې له ویرې پناه اخیستې ده.

100%

بل لور ته په دیر البلاح کې هم درې فلسطینیان هغه مهال ووژل شول، چې اسراییلي توغندی پر یو کور ولګېده.

د اسراییل په یو بل برید کې، اته نور کسان د غزې په شمال کې د جبالیه په کمپ کې وژل شوي او درې تنه نور پر موټر د اسراییل په جلا بریدونو کې وژل شوي دي.

د غزې د جنوبي ښار خان یونس ختیځ او د رفح شمال ته سیمو کې اوسېدونکو د اسراییلي پوځ له خوا له خپلو سیمو د وتلو امرونه ترلاسه کړل. په دغو سیمو کې تیره میاشت سخته جګړه شوې وه.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

ماهرنګ بلوڅ: پاکستاني حکومت مو ژوند له کواښ سره مخ کړی او نیولو ته مو پلمې لټوي

۱۴ زمری ۱۴۰۳ - ۴ اګست ۲۰۲۴، ۰۹:۳۲ GMT+۱

د بلوچستان ایالت په ګوادر کې د بلوڅو د پیوستون کمېټې له لوري د پیل شوي پرلت سرلارې ماهرنګ بلوڅ وايي، د دوی د غونډې پر مهال د نیول شويو کسانو خوشې کولو، د بلوڅو ځورولو، د کورونو ویجاړولو، د موټرو سوځولو د بهیر درولو او ور اوښتو زیانونو له ورکولو وروسته به حکومت سره خبرو ته کیني.

نوموړې وايي، د دې د همکارانو په ګډون یې ژوند له جدي ګواښ سره مخ دی او حکومت یې د نیولو پلمې لټوي.

د بلوڅ پیوستون کمېټې او په ګوادار کې د روان پرلت سرلارې ماهرنګ بلوڅ د یکشنبې په ورځ د (زمري ۱۴مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي؛ چې حکومت د دوی د غوښتونو منلو پر ځای له دوی سره له زوره کار اخلي.

نوموړې وايي: «زه، له زرګونو نورو بلوڅانو سره، اوس هم په ګوادر کې یم، دلته انټرنیټ بند شوی، سړکونه بند شوي، او پر رسنیو بشپړ سانسور لګول شوی. مهار شوې رسنۍ په دوامداره توګه کارول کیږي او موږ په تاوتریخوالي تورنوي چې ګواکې خبرو اترو ته لیوالتیا نه لرو.»

نوموړې زیاتوي چې، د دوی د غونډې برخه وال له لومړۍ ورځې د حکومت له بریدونو او تاوتریخوالي سره مخ دي.

ماهرنګ بلوڅ وايي، د تېرې جولای میاشتې په ۲۸مه، د پاکستاني حکومت له لوري د سړکونو، ، لویو لارو او انټرنیټ بندېدو، پر سوله‌ییزو لاریون کوونکو ډزو او نیول کېدو له امله یې ملي غونډه په پرلت واړوله.

اغلې بلوڅ وايي، ، په مستونګ، ګوادر، نوشکي، تربت، اتلار او د بلوچستان په نورو سیمو کې پر لاریون کوونکو د ډزو کوونکو پر ضد د قضیو ثبتولو، په ګوادر او د بلوچستان په نورو برخو کې د بندیزونو لرې کولو، د زورزیاتي څخه د کار نه اخیستلو، د حکومت له لوري د نیول شویو کسانو خوشې کولو، د ویجاړو شویو کورونو د زیان ورکولو وروسته د حکومت سره د خبرو اترو د چاپيریال رامنځته کولو لپاره خبرو اترو ترسره کېدو ته چمتو ده.

نوموړې وايي: «اوس، ټول حکومتي بنسټونه زموږ په وړاندې د کړکیچ د مشروعیت لپاره کارول کیږي، موږ په لوی خطر کې اچوي. حالات د نواب اکبر خان بګټي د وخت له پېښو سره ورته دي، چې په کې د خبرو اترو ادعا شوې وه، خو زور کارول شوی و.»

ماهرنګ بلوڅ د بشري حقونو پر سازمان او ډلو غږ کوي، چې د پاکستان حکومت او بلوڅانو تر منځ د رامنځته شویو مسایلو په اړه مداخله وکړي او د پاکستان حکومت له لوري د دغه سیاسي ناوړه کار مخه دې ونیول شي.

د بلوڅو د پیوستون کمېټې د جولای په ۲۸مه نېټه د بلوچستان ایالت ګوادر سیمې ته د پاکستان له هرې سیمې څخه د بلوچستان د یوې لویې او ملي غونډې لپاره وربللي وو، چې د پاکستان حکومت له لوري د بلوڅانو د ورتګ د مخنیوي تر څنګ پر غونډه هم برید وشو او اوس یاده غونډه کې په پرلت اوښتې ده.

د ایران بشري حقونو سازمان: ایران په اوو میاشتو کې د ۲۰ افغانانو په ګډون ۳۰۰ تنه په دار کړي

۱۴ زمری ۱۴۰۳ - ۴ اګست ۲۰۲۴، ۰۷:۳۲ GMT+۱

د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، د روان میلادي کال په لومړیو اوو میاشتو کې ایران ۳۰۰ کسان په دار کړي چې ۲۰ افغانان دي. دغه سازمان په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې یوازې په جولای میاشت کې د ایران حکومت له لوري ۴۹ کسان په دار ځړول شوي.

یاد سازمان له ایران څخه بهر فعالیت کوي.

له بهره فعالیت کوونکی د ایران د بشري حقونو سازمان د شنبې په ورځ په خپل وروستې راپور کې ویلي، چې د روان میلادي کال په لومړنیو اوو میاشتو کې د ایراني حکومت له لوري ۳۰۰ کسان په دار شوي چې په دغو کسانو کې ۲۰ تنه یې یوازې افغانان وو.

د ایران بشري حقونو سازمان وايي:«چې په دار شویو کسانو کې ۴۲ بلوڅان، ۲۰ کردان، ۲۰ افغانان او ۱۵ ښځې هم شاملې وې.»

په راپور کې ویل شوي، چې په دار ځړول شویو کسانو کې په ۱۷۲ تنو باندې د نشه یې توکو د قاچاقو تور وو.

راپور زیاتوي چې د تېر کال د لومړیو اوو میاشتو پرتله په ایران کې د اعدام سزا ورکول کم شوي، او په ایران کې پارلماني او د ولسمشرۍ ټاکنې او د دغه هېواد د پخواني ولسمشر ابراهیم رییسي وژنه یې لامل ښودل شوې.

د دغه سازمان مشر، محمود امیري مقدم وايي: «موږ په ځانګړې توګه په راتلونکو اونیو او میاشتو کې د کرد مدني فعالانو او د نشه یي توکو په جرمونو د تورنو کسانو د اعدامونو د نوې څپې په اړه اندیښمن یو. یوازې د مدني ټولنې د اعتراضونو او نړیوالو فشارونو له لارې د اعدامونو د دې څپې مخه نیول کېدای شي.»

د ایران د بشری حقوقو سازمان د ایران په زندانونو کې د اعدام د حکمونو د پلي کولو د شدت په وړاندې خبرداری ورکړی او په دغه هیواد کې د اعدامونو موضوع ته د نړیوالې ټولنې او عامو خلکو د خاصې پاملرنې غوښتنه کوي.

تر دې مهاله د طالبانو حکومت د ایراني حکومت له لوري د ۲۰ تنو افغانانو په دار ځړولو په اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان په چکوال کې د پولیو له نوې پېښې سره په دغه هېواد کې د پولیو ۱۲مه پېښه ثبت شوه

۱۴ زمری ۱۴۰۳ - ۴ اګست ۲۰۲۴، ۰۷:۰۸ GMT+۱

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې چې تازه د دغه هیواد په چکوال ولسوالۍ کې د پولیو ناروغۍ نوې پېښې له ثبت سره په روان کال کې د پولیو ۱۲مه پېښه ثبت شوه. تازه په دغې سیمې کې یو شپږ کلن ماشوم د پولیو په ناروغۍ اخته شوی دی.

د پاکستان د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې په چکوال ولسوالۍ کې د پولیو لومړۍ مثبته پېښه داسې مهال ثبت شوې چې تر دې وړاندې په یاده سیمه کې داسې کومه پېښه نه وه شوې.

تېره ورځ د بلوچستان په دوو جلا، جلا ولسوالیو کې تازه د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبتې شوې.

د پولیو لپاره د پاکستان د لومړي وزیر استازې عایشه رضا فاروق ویلي، چې په بلوچستان کې د پولیو د خپرېدو له امله تر اوسه پورې د دغې صوبې په بېلابېلو شپږو ولسوالیو کې نهه ماشومان پر دغې ناروغۍ اخته شوي دي.

د روان کال په اوږدو کې تر دې وړاندې پاکستان کې د پولیو ۱۱ پېښې ثبتې شوې او د ۵۷ سیمو په چاپېریالي نمونو کې هم د پولیو د شته‌والي پخلی شوی دی.

په پاکستان کې د پوليو د له منځه وړلو د ملي بېړنيو عملياتو د مرکز چارواکو ویلي، چې حکومت سږ کال د پوليو ضد شپږ کمپاينونه ترسره کړي دي.

دا مهال په دوو صوبو خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې وسله کسان د پولیو کمپاین د مخنیوي هڅې کوي چې ډیری مهال د پولیو واکسین پر امنیتي کسانو د وسله والو له لوري وخت ناوخت بریدونه کیږي او هغوی ته مرګ ژوبله اوړي.

د پاکستان حکومت له لوري له تېر نږدې یوه کال راهیسې له دغه هیواد څخه د افغان کډوالو له جبري ایستلو وروسته د افغانستان په ختیځو او سوېلي ولایتونو کې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ مثبتې پېښې ثبت شوې چې شنوونکي کې لامل افغانستان ته له پاکستان څخه د دغې ناروغۍ لېږد په ګوته کوي.

د هند په کيرالا کې د ځمکې ښوېیدنې په پېښه کې د مړو شمېر ۳۵۰ تنو ورسید

۱۴ زمری ۱۴۰۳ - ۴ اګست ۲۰۲۴، ۰۶:۰۶ GMT+۱

د هند په کيرالا ایالت کې د ځمکې ښوېیدنې پېښې په شپږمه ورځ له خاورو د راایستل شویو مړو شمېر ۳۵۰ تنو ته لوړ شوی. ځايي چارواکي وايي، په سیمه کې د نورو نادرکه کسانو د پیداکولو او ژغورلو عملیات روان دي.

د ځمکې ښوېیدنې پېښه د سه شنبې په ماښام ناوخته د کیرالا په وایاناد ولسوالۍ کې رامنځته شوه، چې له امله یې په سلګونو کورونه، سړکونه، پلونه او د سیل ځایونه ویجاړ کړل.

هندي رسنیو ویلي، چې د دغه ایالت چارواکو د پېښې په لومړۍ ورځ د ۹۳ مړو له پیدا کېدو وروسته ویلي، چې امکان لري د مړو شمېر ډیر وي.

خو د شنبې په ورځ رسنیو راپور ورکړی چې د مړو شمېر له ۳۵۰ څخه واوښت.

د ځمکې ښوېیدنې تر ټولو ډیر زیامن کلی منډکی کلی ښودل شوی، په راپورونو کې ویل شوي، چې د یاد کلي ۲۰۵ کسان مړه شوي او ډیری نور لا هم نادرکه دي.

هندي چارواکو ویلي، چې د لادرکه کسانو د ژغورنې عملیات روان دي.

د هند کیرالا ایالت کې ورته پېښه په ۲۰۱۸ کال کې هم رامنځته شوې وه، چې د سېلابونو او ځمکې ښوېیدنې له امله له ۴۰۰ ډير کسان مړه شوي وو.

کماله هریس، د طالبانو - القاعده د یوه ملاتړي مجرم، مدافع وکیل د ټاکنیز کمپاین سلاکار ټاکلی

۱۴ زمری ۱۴۰۳ - ۴ اګست ۲۰۲۴، ۰۵:۱۲ GMT+۱

امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې کماله هریس د «طالبانو او القاعدې» د یوه ملاتړ کوونکي مجرم، مدافع وکیل ټوني ویسټ، د خپلې ټاکنیزې ډلې د سلاکار په توګه ټاکلی دی. ویسټ د هریس د خور خاوند دی.

نوموړي په ۲۰۰۲ کال کې د یوه وکیل په توګه د یوه داسې امریکايي وکالت وکړ، چې له طالبانو او القاعدې سره د همکارۍ په تور نیول شوی و.

۵۸ کلن ټوني ویسټ د کماله هریس د ټاکنیزو منډو ترړو د مشر سلاکار ټاکل شوی دی.

کماله هریس د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د ګډون لپاره د ډیموکراټ ګوند له استازو څخه کافي رایې ګټلې او په راتلوونکو څو ورځو کې به په رسمي توګه د ګوند د نوماندې په توګه اعلان شي.

نوموړی د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال د ګوانتانامو په زندان کې د ترهګرۍ په شک د بندیانو لپاره د دغه هېواد د عدلیې وزارت د پالیسیو د څارنې لپاره په دنده ګمارل شوی و.

د امریکایي رسنیو په وینا، ویسټ پخوا په سان فرانسسکو کې په یوه حقوقي شرکت کې کار کاوه، او هلته یې د یوه امریکايي وګړي جان واکرلینډ چې د طالبانو او القاعده ملاتړ کوونکی و، له قضیې دفاع وکړه.

جان واکرلینډ د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې د القاعدې او طالبانو له مشر اسامه بن لادن سره د بیعت لپاره افغانستان ته ولاړ او له طالبانو سره یو ځای شو.

د راپورونو له مخې نوموړی د ۲۰۰۱ کال په نومبر میاشت کې د امریکايي ځواکونو له خوا د «دښمن جنګیالي» په توګه او له القاعده او طالبانو سره د همکارۍ په تور نیول شوی و.

جان واکرلینډ د امریکایي وګړو د وژلو په دسیسه او له القاعده او طالبانو سره د مرستې په ګډون له څو تورونو سره مخامخ شوی و.

خو په ۲۰۰۲ کال کې، ټوني ویسټ په محکمه کې د جان واکرلینډ دفاع وکړه او ویې ویل: «لینډ ترهګر نه دی.»

ویسټ هغه وخت ویلي وو، چې جان واکرلیند «افغانستان ته د امریکایانو د وژلو لپاره نه و تللی»

جان واکرلینډ په محکمه کې طالبانو ته د خدمتونو د برابرولو او هغوی ته د چاودیدونکو توکو د رسولو په تورونو اعتراف وکړ او په شل کاله بند محکوم شو.

که څه هم جان واکرلینډ په ۲۰۱۹ کې د څو کلونو بښنې سره له بند څخه خوشې شو، خو هغه په ۲۰۲۱ کې د اېف بي ای لخوا د داعش ملاتړ کوونکي سره د لیدو په تور ونیول شو.