• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کماله هریس، د طالبانو - القاعده د یوه ملاتړي مجرم، مدافع وکیل د ټاکنیز کمپاین سلاکار ټاکلی

۱۴ زمری ۱۴۰۳ - ۴ اګست ۲۰۲۴، ۰۵:۱۲ GMT+۱

امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې کماله هریس د «طالبانو او القاعدې» د یوه ملاتړ کوونکي مجرم، مدافع وکیل ټوني ویسټ، د خپلې ټاکنیزې ډلې د سلاکار په توګه ټاکلی دی. ویسټ د هریس د خور خاوند دی.

نوموړي په ۲۰۰۲ کال کې د یوه وکیل په توګه د یوه داسې امریکايي وکالت وکړ، چې له طالبانو او القاعدې سره د همکارۍ په تور نیول شوی و.

۵۸ کلن ټوني ویسټ د کماله هریس د ټاکنیزو منډو ترړو د مشر سلاکار ټاکل شوی دی.

کماله هریس د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د ګډون لپاره د ډیموکراټ ګوند له استازو څخه کافي رایې ګټلې او په راتلوونکو څو ورځو کې به په رسمي توګه د ګوند د نوماندې په توګه اعلان شي.

نوموړی د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال د ګوانتانامو په زندان کې د ترهګرۍ په شک د بندیانو لپاره د دغه هېواد د عدلیې وزارت د پالیسیو د څارنې لپاره په دنده ګمارل شوی و.

د امریکایي رسنیو په وینا، ویسټ پخوا په سان فرانسسکو کې په یوه حقوقي شرکت کې کار کاوه، او هلته یې د یوه امریکايي وګړي جان واکرلینډ چې د طالبانو او القاعده ملاتړ کوونکی و، له قضیې دفاع وکړه.

جان واکرلینډ د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې د القاعدې او طالبانو له مشر اسامه بن لادن سره د بیعت لپاره افغانستان ته ولاړ او له طالبانو سره یو ځای شو.

د راپورونو له مخې نوموړی د ۲۰۰۱ کال په نومبر میاشت کې د امریکايي ځواکونو له خوا د «دښمن جنګیالي» په توګه او له القاعده او طالبانو سره د همکارۍ په تور نیول شوی و.

جان واکرلینډ د امریکایي وګړو د وژلو په دسیسه او له القاعده او طالبانو سره د مرستې په ګډون له څو تورونو سره مخامخ شوی و.

خو په ۲۰۰۲ کال کې، ټوني ویسټ په محکمه کې د جان واکرلینډ دفاع وکړه او ویې ویل: «لینډ ترهګر نه دی.»

ویسټ هغه وخت ویلي وو، چې جان واکرلیند «افغانستان ته د امریکایانو د وژلو لپاره نه و تللی»

جان واکرلینډ په محکمه کې طالبانو ته د خدمتونو د برابرولو او هغوی ته د چاودیدونکو توکو د رسولو په تورونو اعتراف وکړ او په شل کاله بند محکوم شو.

که څه هم جان واکرلینډ په ۲۰۱۹ کې د څو کلونو بښنې سره له بند څخه خوشې شو، خو هغه په ۲۰۲۱ کې د اېف بي ای لخوا د داعش ملاتړ کوونکي سره د لیدو په تور ونیول شو.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د ایران ډیپلومات طالبانو ته: له ټولګډونه حکومت موخه ټلواله یا د مخالفو ټولګه جوړول نه دي

۱۴ زمری ۱۴۰۳ - ۴ اګست ۲۰۲۴، ۰۳:۵۶ GMT+۱

یوه ایراني ډیپلومات د ایران د نوي حکومت او طالبانو ترمنځ د اړیکو د بیا کتنې لپاره د غونډې هرکلی وکړ او ویې ویل تهران په خپل ګاونډ کې یو ټيکاومن هیواد غواړي.

رسول موسوي په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړولو د ایران د ټینګار نیوکې ته په اشارې سره وویل، له ټولګډونه حکومت موخه ټلواله یا د مخالفانو ټولګه جوړول نه دي.

رسول موسوي په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د غونډې په یوه برخه کې د ټولګډونه حکومت په اړه عمومي بحث شوی دی. هغه وويل: «د دې غونډې ويناوال په دې اړه سم معلومات او تحليل نه لري.»

موسوي د طالبانو په غونډې کې د ویناوال نوم وانه خیست، خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د ولسي جرګې د پخواني غړي او دغې ډلې ته نږدې شخص جعفر مهدوي ویلي، چې ایران باید په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړولو موضوع پرېږدي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دمهدوي په حواله ویلي چې په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت جوړول «نه عملي او نه د منلو وړ دی» هغه زیاته کړه چې د حکومت بڼه د افغانانو کورنۍ مسله ده.

خو جعفر مهدوي په خپله ایکس پاڼه کې په یوه یادښت کې لیکلي چې د هغه خبرې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ویاند له خوا لنډې شوې او بشپړې نه دي خپرې شوې.

ښاغلي مهدوي په یادښت کې ویلي، چې په افغانستان کې د ټولو توکمونو په ګډون د یوه ملي اسلامي حکومت جوړول حتمي دي.

هغه زیاته کړه، چې د یوه ټولګډونه حکومت لپاره د هېوادونو طرحه او د فاسدو څېرو نوملړ د طالبانو او افغانانو دواړو له خوا رد شوی دی.

خو رسول موسوي وویل، له ټولګډونه حکومت موخه ټلواله او یا د مخالفو ټولګه جوړول نه دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت دغه لوړپوړي چارواکي وویل، حکومت هغه مهال ټولګډونه دی چې په اغېزمنه توګه د ټولنې ټول غړي په کې د کار لپاره ګډون وکړي.

هغه لیکلي، «که د قوانینو جوړول او پلي کول پاک، بې پرې او د هېواد ټولو غړو ته حساب ورکوونکی وي، هغه حکومت ټولګډونه او حساب ورکوونکی دی.»

د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر زیاته کړه چې ټولګډونه حکومت د افغانستان یوه ملي او کورنۍ مسله ده. هغه وویل ایران په خپل ګاونډ کې د یو ټیکاومن حکومت په لټه کې دی.

ښاغلي موسوي په دې وروستیو کې د طالبانو د رییس الوزرا له مرستیال عبدالکبیر سره له کتنې وروسته له دغې ډلې سره د اړیکو اداره کول «په دیپلوماتیکو اړیکو کې تر ټولو ستونزمن او پیچلی سیاسي مدیریت» بللی دی. رسول موسوي وویل، په ایران او افغانستان کې ډېر «داخلي او بهرني ننګونکيلاملونه» شتون لري.

ټرمپ د فاکس نیوز وړاندیز منلی، چې د کمیلا هریس سره بحث کې ګډون وکړي

۱۳ زمری ۱۴۰۳ - ۳ اګست ۲۰۲۴، ۱۸:۳۵ GMT+۱

ډونلډ ټرمپ د فاکس نیوز وړاندیز ومانه، چې د سپټمبر په څلورمه له کمیلا هریس سره بحث کې ګډون وکړي. مخکې، د جو بایډن او ټرمپ ترمنځ مناظره د سپټمبر په ۱۰مه په ای بي سي ټلویزيون کې پلان شوې وه. له نوماندۍ څخه د بايډن د تلو وروسته هاريس وويل، چې هغه د مناظرې لپاره چمتو ده.

مګر ټرمپ ویلي و، چې د نوماندۍ څخه د بایډن له تلو سره د ای بي سي په شبکه کې بحث پای ته رسېدلی او اوس باید هريس د فاکس نيوز وړانديز ته ځواب ووايي.

د جمعې په ورځ د ډیموکراټ ګوند له خوا د کمیلا هريس د نوماندۍ رسمي اعلان سره، هغه د نومبر د اتمې په ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند له نوماند ټرمپ سره سیالي کوي.

که د فاکس نیوز مناظره له پلان سره سم تر سره شي دا به د امریکا د ولسمشرۍ د کاندیدانو ترمنځ دوهمه او د ټرمپ او هریس ترمنځ لومړۍ مناظره وي.

ټرمپ په خپل اېکس پاڼه لیکلي: « که د هر دليل له مخي کمیلا په دې نېټه بحث کولو نه غواړي او یا نه شي کولی، ما د فاکس نيوز سره ژمنه کړې، چې د سپټمبر د څلورمې نېټې په ماښام د لوی ښار په طالار کې حاظر شم.»

تر دې مخکې ټرمپ ویلي و، چې له هریس سره به بحث ونه کړي او د دې لپاره هېڅ دلیل نه ویني.

هغه د ځينو د نظرونو او رايو ته په اشارې پر دې ټينګار کړی، چې هغه تر کمیلا هريس څخه مخکي دی.

نوموړي وويل: «د منانظرې علت څه دی؟ هر څوک ما هم پېژنې او هغه هم پېژني.»

هغه په ​​وروستۍ مرکه کې د فاکس ټلویزوني شبکې ته وویل، چې د بایډن ټیم د جون په میاشت کې د مناظرې په ترسره کولو ټینګار وکړ او د دې مناظرې پایلې د دې لامل شوې، چې هغوی له بايډن څخه وغوښتل څو له ټاکنو څخه په شا شي.

بایډن د جولای په ۲۱ ټرمپ سره په لومړۍ مناظره کې د هغه د کړنو له امله له انتقادونو سره له مخامخ کیدو وروسته له سیالۍ څخه په شا شو.

شننه؛ ولې هره ورځ شاوخوا ۷۴۰۰ د افغانستان اولادونه د وطن له غېږې تښتي؟

۱۳ زمری ۱۴۰۳ - ۳ اګست ۲۰۲۴، ۱۸:۰۹ GMT+۱

لیکوال: رحمت الله نبیل د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵، نه چې کله طالبانو واک تر لاسه کړ، تر اوسه (۳ اګست ۲۰۲۴، چې ۱۰۸۴ ورځې کیږي)، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (UNHCR) راپور ورکړی چې اته ملیونه هیواد وال مو اړ شوي چې خپل هیواد پرېږدي.

په اوسط ډول، هره ورځ ۷۴۰۰ کسان له خپلو کورونو او بانډو څخه د طالبانو د به اصطلاح اسلامي امارت له سیوري څخه تېښته کوي او له بده مرغه دا لړۍ لا هم روانه ده. دا زړه بوږنونکي ډله ییزه کډوالي هغه خراب او بې ثباته وضعیت ښيي چې د طالبانو حکومت د افغانستان پر خلکو تپلی دی.

د طالبانو واکمنۍ د وېرې او ناڅرګند راتلونکي فضا رامنځته کړې ده. طالبانو په سختو او محدودو قوانینو سره، د افغانستان د خلکو لپاره ژوند زغمل ناشونی کړی دی. د خشونت چلند، شکنجه او بې محاکمې اعدامونه، هغه موارد دي چې د عامو خلکو ترمنځ وېره او وحشت رامنځته کوي، په ځانګړي ډول هغو کسانو لپاره چې د پخواني حکومت، بهرنیو ځواکونو یا نړیوالو سازمانونو سره یې همکاري کړې ده.
طالبانو د قدرت انحصار، هر ډول اپوزیسیون حذف کړی، او د هېواد سیاسي فضا یې شدیداً محدوده کړې ده. دا قدرت انحصار نه یوازې چی مخالفین سرکوب کړي، بلکې هر ډول متفاوت او مخالف غږونه یې هم خاموشه کړي دي. د فکري او سیاسي تنوع نه زغمل، د سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي فعالینو پراخه مهاجرت ته زمینه برابره کړې ده.
په افغانستان کې یو له مهمو ستونزو څخه قومي اختلافات دي. طالبان یو ځانګړي قوم ته ترجیح ورکوي او د نورو قومونو حقوق او ارزښتونه په پام کې نه نیسي، چې قومي اختلافاتو ته یې شدت ورکړی دی. دا تبعیضونه د مختلفو قومونو جدي ناراضایتي رامنځته کړې او ډېر یې مجبور شوي چې مهاجرت وکړي.
طالبانو په خپلو ځانګړو افکارو او ارزښتونو سره، د نورو ټولنیزو توکمو ارزښتونه او فرهنګونه نادیده نیولي دي. دا چلند د دې سبب شوی چې ډېری د افغانستان وګړي احساس کړي چې کلتوري او ټولنیز هویت یې په خطر کې دی او مجبور دي چې وطن پرېږدي.
د طالبانو د واکمنۍ څخه وروسته د افغانستان اقتصاد په شدید بحران کې ښکیل شوی دی. نړیوال بندیزونه، د بهرنیو مرستو بندیدل، او د ډېرو کاروبارونو او پراختیايي پروژو تړل، په هېواد کې د بیکارۍ او پراخې بې وزلۍ سبب شوي دي. دا اقتصادي بحران هم یو له اصلي عواملو څخه دی چې افغانان یې مجبور کړي چې بهر ته مهاجر شي.
هغه برخه د خلکو چې مجبور شوي چې افغانستان پرېږدي، د هېواد علمي، فرهنګي او اقتصادي نخبگان دي. دا کسان چې په پخواني حکومت کې یې مهم رولونه ترسره کړي وو، اوس د مستقیمو او غیر مستقیمو ګواښونو سره مخامخ دي. ډېری یې د ځان او کورنۍ د ژغورلو لپاره مجبور دي چې هېواد پرېږدي.
طالبانو په ښځو او نجونو باندې سخت او محدود سیاستونه تحمیل کړي، چې د دوی اساسي حقوق یې په شدت سره نقض کړي دي. ښوونځي او پوهنتونونه یې د نجونو پر مخ تړلي او د ښځو د ټولنیزو او شغلي فعالیتونو په برخه کې سخت محدودیتونه وضع کړي دي. دا سیاستونه نه یوازې د ښځو او نجونو راتلونکی په خطر کې اچوي، بلکې د افغانستان ټولنه یې له نیمایي استعدادونو او ظرفیتونو څخه محرومه کړې ده.
د باسواده کسانو او نخبگانو پراخه مهاجرت، د افغانستان ټولنې لپاره لویه ضایعه ده. دا کار د هېواد علمي، فرهنګي او اقتصادي ظرفیتونه کم کړي او د افغانستان د پرمختګ او پرمختیا په برخه کې ډېرې ستونزې رامنځته کړي دي. همدارنګه، دا پراخه مهاجرت د ډېرو کورنیو د وېشل کېدو سبب شوی او محلي ټولنې یې په شدت سره اغېزمنې کړې دي.
د طالبانو حکومت دوام به په قطعیت سره افغانستان د یوه نا قابل تلافې حالت ته بوځي. د اوسني وضعیت په دوام سره، د تېرو لاسته راوړنو په بشري حقوقو، اقتصادي پرمختګونو او ټولنیزو پرمختګونو کې، ټول په خطر کې دي. طالبان په خپل انحصاري او محدود سیاست سره، د افغانستان ټولنه له هر ډول پرمختګ او پرمختیا څخه محرومه کړې ده. دا مسیر نه یوازې د هېواد انساني او اقتصادي پانګو له منځه وړلو سبب ګرځي، بلکې سیمه‌ییزه او نړیواله امنیت او ثبات هم په خطر کې اچوي.
په دې شرایطو کې، یوازینۍ د افغانستان د نجات لاره د طالبانو په وړاندې عمومي قیام دی. یوازې د ټولنې د ټولو قشرونو، په شمول د مختلفو قومونو، ښځو، ځوانانو او نخبګانو د پراخ او همغږې حرکت په واسطه، د طالبانو حکومت ته پای ټکی کېدای شي.
قومي مشران او وطندوست علماء کولای شي په دې عمومي قیام کې ډېر مهم رول ولوبوي. د دې افرادو لوړ نفوذ او اعتبار په سنتي ټولنه کې، کولای شي چې د یو متحد ځواک په توګه عمل وکړي او خلک د طالبانو په وړاندې قیام ته وهڅوي. دیني علماء د اسلامي زده‌کړو په کارولو سره او د عدالت او بشري حقوقو په ټینګار سره، کولای شي د طالبانو حکومت مشروعیت تر سوال لاندې راولي او خلک د پاڅون لپاره وهڅوي.
د اوسني وضعیت په پام کې نیولو سره، هغه ورځ لرې نه ده چې د افغانستان خلک به په اتحاد او یو والي سره، د طالبانو د ظلم او انحصار په وړاندې قیام وکړي او د دوی د توری دورې تور ټغر به ور ټول کړي!

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی کوي؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

افغان منډې وهونکي شاه محمود نورزي د المپیک په لوبو کې په لږ توپير خپل پخوانی ریکارډ مات کړ

۱۳ زمری ۱۴۰۳ - ۳ اګست ۲۰۲۴، ۱۷:۱۴ GMT+۱

افغان منډه وهونکي شاه محمود نورزي د اولمپيک د نارينه وو د ۱۰۰ متره منډو په سياليو کې د ۴۶ کسانو په منځ کې څلورم مقام خپل کړ.

نوموړي دغه فاصله په ۱۰.۴۶ ثانيو کې ووهله او د يوې ثانيې د ۴۰۰مې برخې په توپير يې خپل پخوانۍ ريکارډ مات کړ.

نورزي د ۴۶ کسانو په منځ کې څلورم او په ټولیز ډول یوولسم مقام خپل کړی دی.

هغه د نورو ۲۵ لوبغاړو څخه مخکي د منډې ټاکل شوي خط ته ورسېد.

شاه محمود نورزي د ۲۰۲۴ کال د پاریس د المپیک د نارینه وو د ۱۰۰ مترو د ځغاستې په لومړني پړاو کې د ګامبیا، مالیزیا، سنګاپور، ګینه بیسایو، مارشال او تووالو ټاپوګانو له لوبغاړو سره سیالي وکړه او څلورم مقام یې خپل کړ.

د اولمپیک د ۱۰۰ مترو د ځغاستې د کوالیفای پړاو د شپږو قضاوت کوونکو او مختلفو هیوادونو د ۵۲ لوبغاړو په ګډون ترسره شو.

په دې سياليو کې د المپيک ريکارډ ۹ ثانيې او د يوې ثانيې ۶۳ برخه ده او نړيوال ريکارډ هم ۹ ثانيې او د ثانيې ۵۸ برخه ده.

په دې سياليو کې د نورزي تر ټولو ښه ريکارډ ۱۰ ثانيې او د ثانيې ۶۸ برخه وه، چې اوس يې نوی ريکارډ جوړ کړ او ۱۰ ثانيې او د ثانيې په ۶۴ برخه کې ټاکل شوي هدف ته ورسېد.

100%

کله چې نه تهران او نه کابل پناه درکوي؛ هغه ښځه چې له ۳۵ کلونو وروسته له ایرانه واېستل شوه

۱۳ زمری ۱۴۰۳ - ۳ اګست ۲۰۲۴، ۱۷:۰۱ GMT+۱

ایراني ورځپاڼې هم میهن په ایران کې د افغان کډوالو څیړونکې کبرا غلامي د ژوند او له ایرانه د هغې د ویستل کیدو په اړه ویلي، چې نومړې په ایران کې زیږدلې ده، ۳۵ کاله یې هلته ژوند کړی، زده کړې یې کړي، کار او مدني فعالیتونه یې کړي او بالاخره له هغه ځایه وېستل شوې ده.

د ایران پولیسو مېرمن غلامي ته په خپل شخصي موټر کې د حجاب د نه مراعت کولو په اړه په متني توګه تر خبرداري ورکولو وروسته دا پریکړه کړې ده.

د راپور له مخې، کبرا غلامي په ایران کې د استوګنې اسناد او د محصلۍ ویزه لري او موټر یې هم په خپل نوم ثبت دی، خو پولیسو ورته ویلي، چې «د شریعت خلاف» کړنو له امله دې د پاسپورټ دفتر ته ورشي.

هم میهن ورځپاڼې لیکلي، چې مېرمن غلامي وروسته له هغه چې د پاسپورټ دفتر ته ځي، مامورین یې پاسپورت اخلي او هغه د کرج استاندارد میدان کې یو کمپ ته انتقالوي.

د دې راپور له مخې، د مېرمن غلامي ملګرې او همکاره ستاره هاشمي د تېرې پنجشنبې په سهار د خپلې ملګري پیغامونه ګوري، چې په کې ویل شوي، چې د پاسپورټ له دفتر څخه یو کمپ ته لېږدول شوې ده. اغلې هاشمي په کرج کې کمپ ته ځي او خپله ملګرې ګوري چې «په بند» کې ده.

د هم میهن په راپور کې راغلي، چې کبرا غلامي د خپلې کورنۍ یوازینۍ غړې ده چې لوړې زده کړې لري.وروڼه یې په ایران کې کاریګر دي.

کبرا غلامي د الزهرا پوهنتون څخه په ټولنیزو علومو کې د ماسټرۍ سند لري. د هغې د تیزس موضوع د کډوالۍ د عواملو تر اغیز لاندې د افغان مېرمنو هویټ پیژندنه وه.

کبرا غلامي اوس چیرته ده؟

د هم میهن ورځپاڼې د راپور له مخې، د اړیکو څېړونکې او د نادولتي موسسو فعاله شیما وازايي د کبرا غلامي ملګرې ده، چې له ایرانه له ویستل کیدو وروسته د کبرا وضعیت څاري.

اغلې وزوایي ویلي، چې په غیر مستقیم ډول یې د ولایت مقام او هغو ادارو سره چې کبرا ورسره همکاري کړې، تماس نیولی او په دې اړه یې یو مکتوب هم استولی دی. هغې زیاته کړه: «موږ پوهیږو چې کبرا لا هم په ایران کې ده او د خراسان ولایت په یو کمپ کې اوسیږي.»

هغه افغانستان ته د اغلې غلامي د اېستلو د مخنیوي لپاره د ایران د وګړو د ادارې مداخله مهمه وبلله او ویې ویل، چې د دغې افغان کډوالې د اېستلو بهیر «په ډېره چټکۍ سره ترسره شو او هغې ته د راستنېدو او اعتراض هېڅ موقع نه ده ورکړل شوې.

شیما وزوایي وویل: «کبرا په ایران کې زده کوونکې وه، په مدني ټولنو کې یې فعالیت درلود او د استوګنې اسناد یې هم لرل، حتی د دې چانس یې هم نه درلود چې خپلې کورنۍ سره اړیکه ونیسي او یا وکیل ولري.»

هغې زیاته کړه: «کله ناکله وګړي مستقیم له اېستل کیږي ، خو موږ اوریدلي چې [کبرا غلامي] به د شنبې په سهار له ایرانه وویستل شي.»

یو شمېر مدني فعالان وايي، چې کبرا غلامي داسې هېواد ته لیږل کیږي، چې له ښځو یې د زده کړو، کار او ټولنیز فعالیت حق اخیستل شوی دی. ځینو دا هم لیکلي چې د کبرا غلامي اېستل به د طالبانو په لاس د هغې د مرګ خطر ډېر کړي.

تر دې مخکې هم، په څو مواردو کې په ایران کې مېشتو افغان کډوالو افغانستان انټرنشنل ته راپور ورکړی، چې ایراني چارواکي افغان کډوال د استوګنې رسمي اسنادو د لرلو سربیره له دغه هېواده اوباسي.