• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران او تاجکستان د وېزو د معافیت تړون عملي کوي

۱۶ زمری ۱۴۰۳ - ۶ اګست ۲۰۲۴، ۱۷:۴۲ GMT+۱

د تاجکستان د بهرنیو چارو د وزارت مطبوعاتي سکرتر اعلان وکړ، چې د دغه هېواد او ایران تر منځ د وېزې د لغوه کولو تړون به د زمري په ۲۰مه نافذ شي. شاهین صمدي وویل، چې ایرانیان او تاجکان کولی شي، چې د راتګ له وخته له وېزې پرته د یو بل په هېوادونو کې ۳۰ ورځې تېرې کړي.

د هغه په ​​وينا؛ د دواړو هېوادونو اتباع په ايران او تاجکستان کې د ٩٠ ورځو په موده کې ٣٠ ورځې تېرولى شي.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلان له مخې؛ په لومړي پړاو کې به د وېزې پرته د سفر سیسټم یوازې د هغو کسانو لپاره تطبیق شي، چې د دوشنبې او تهران ترمنځ د هوايي شرکتونو له لارې سفر کوي.

د ایران او تاجکستان چارواکو په ۱۴۰۲ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ویزو د لغوه کولو تړون لاسلیک کړ.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

یروشلم پوسټ: د ایران او اسراییل د جنګ په صورت کې پاکستان پلان لري ایران ته توغندي ورکړي

۱۶ زمری ۱۴۰۳ - ۶ اګست ۲۰۲۴، ۱۶:۱۵ GMT+۱

د اسراييل ورځپاڼې يروشلم پوسټ د عربي سرچينو له قوله راپور ورکړى، چې د ايران او اسراييل ترمنځ د پوځي شخړې په صورت کې پاکستان پلان لري، چې د ایران اسلامي جمهوريت ته د منځني واټن بالستيک توغندي ورکړي. په دې راپور کې د "شاهین ۳" په نوم د پاکستان د توغندیو یادونه شوې ده.

د اسلامي همکاریو د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو بېړنۍ غونډه پرون په جده کې د اسماعیل هنیه د وژل کېدو په اړه د تهران او اسلام اباد په غوښتنه جوړه شوه.

تر دې مخکې پاکستان او ایران په ګډه د اسلامي همکاریو د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو بېړنۍ غونډه رابللې وه، څو اسلامي جمهوریت په تهران کې د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه د وژل کېدو په اړه خپل غبرګون له سره غور وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له دې مخکې د اسماعیل هنیه د وژنې په اړه په یوه بیان کې د "غیرقانوني او له خاورې بهر وژنې" برید بللی او غندلی و.

پاکستان هم د جمعې په ورځ (د زمري ۱۲مه) د حماس د سیاسي دفتر د مشر د مړینې په مناسبت عمومي ماتم اعلان کړ.

د یروشلم پوسټ د راپور له مخې؛ په سعودي عربستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان استازي ویلي، چې په جده کې د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د «اسراییل د اشغال د جنایتونو» او د اسماعیل هنیه د وژنې په اړه خبرې وشوې.

په ورته وخت کې وال سټریټ ژورنال د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې امریکا د روانې اونۍ له پای څخه پر اسراییل د برید لپاره د چمتووالي په موخه د خپلو توغندیو د ویشتلو او پوځي تمرینونو په برخه کې د اسلامي جمهوریت اقدامات څاري.

خو امریکايي چارواکو ویلي دي، چې دوی د اسراییل پر ضد د ایران اسلامي جمهوریت د احتمالي برید د څرنګوالي او وخت په اړه معلومات نه لري.

په ورته وخت کې نیویارک ټایمز د دوو ایراني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې روسیې هم ایران ته د پرمختللو رادار او هوايي دفاعي تجهیزاتو استول پیل کړي دي.

په عراق کې پر یوې امریکایي پوځي اډې توغندیز بريد ګڼ شمېر سرتېري ټپيان کړي دي

۱۶ زمری ۱۴۰۳ - ۶ اګست ۲۰۲۴، ۰۳:۳۳ GMT+۱

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې په عراق کې پر یوې امریکایي پوځي اډې توغنديز برید کې څو تنه امریکايي پوځیان ټپیان شوي دي. امریکايي چارواکو د برید پخلی کړی او ویلي یې دي، چې برید د عین الاسد پر هوايي اډې شوی دی.

په دغه برید کې دوه توغندي پر دغه هوايي اډې توغول شوي، چې یو یې د اډې دننه لګېدلی چې ګڼ شمېر امریکايي سرتېري په کې ټپیان شوي دي.

خو له بل پلوه بیا العربیه خبري اژانس د عراقي امنیتي سرچینو په حوالې راپور ورکړی، چې پر دغې اډې اته توغندي توغول شوي چې د ځینو یې هدف ته له رسېدو مخکې مخه نیول شوې ده.
امریکايي چارواکو ویلي، چې له برید وروسته د دوی پلټنې او ارزونې روانې دي.

لاتراوسه د دغه برید پړه چا په غاړه نه ده اخیستې.
دا برید په داسې حال کې کېږي، چې په منځني ختیځ کې د اسراییل له‌خوا پر فلسطینیانو له برید وروسته په سیمه کې کړکېچ زیات شوی دی.
تېره اونۍ هم اسراییل په تهران کې د حماس سياسي مشر اسماعيل هنيه وواژه، چې وروسته ايران د اسراییل پر ضد د غچ اخېستنې اعلان وکړ.

د شمالي کوریا مشر د نوي تاکتیکي بالیسټیک توغندیو له سپارلو څارنه کړې

۱۵ زمری ۱۴۰۳ - ۵ اګست ۲۰۲۴، ۱۷:۴۵ GMT+۱

د شمالي کوریا دولتي رسنۍ د دوشنبې په ورځ راپور ورکړی چې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د لومړۍ کرښې سرتیرو ته د ۲۵۰ نوي تاکتیکي بالیسټیک توغندیو له سپارلو څارنه کړې.

بل خوا سیول وايي، چې دغه توغندي د سویلي کوریا د ګواښولو لپاره کارول کیدی شي.

دغه توغندي د شمالي کوریا د دولتي رسنیو له خوا د دیوې عصري تاکتیکي بریدګرې وسلې په توګه تشریح شوي، چې په شخصي توګه د کیم له خوا ډیزاین شوي او د سویل سره په پوله کې د کوریا د خلکو د اردو واحدونو ته لیږدولو ته چمتو دي.

100%

شمالي کوریا تیره میاشت ویلي وو، چې د بالستیک توغندي نوی تکتیکي ازموینه یې کړې ده.

د سویلي کوریا د لوی درستیز ویاند لی سونګ جون، یوې خبري غونډې ته وویل: "موږ باور لرو چې (دغه توغندي) د بیلابیلو چارو لپاره کارول کیږي، لکه پر سویلي کوریا د برید یا ګواښ لپاره."

100%

د شمالي کوریا د دولتي رسنۍ له خوا خپاره شوي عکسونو کې د سرو بینرونو سربیره د توغندیو قطارونه ښودل شويږ د توغندیو د سپارلو دغه مراسم د شپې له خوا د کیم په ګدون ترسره شوې.

په یوه وینا کې، کیم متحده ایالات د "اټومي وسلو پر بنسټ د پوځي بلاک" په جوړولو تورن کړي او دا چې دغه چارې د هغه هیواد د پوځي وړتیاوو لا پیاوړي کولو ته اړ کړ دی.

100%

د سیول د کوریا چارو د اړوندې ادارې ویاند وویل، چې د شمالي کوریا غیر قانوني اټومي او توغندیز پروګرامونه د کوریا په ټاپووزمه کې د سولې او ثبات لپاره لومړنی ګواښ دی.

د پالیسي مطالعاتو لپاره د اسان انسټیټیوټ اصلي څیړونکي چا دو هیوګن وايي، چې پیونګ یانګ غواړي وښیې چې دا د دې وړتیا لري چې په ګاونډي برید وکړي.

100%

د سوېډن کمېټه: د فعالیتونو له بندېدو سره مو د ۱۴۰۰ افغان کارکوونکو دندې پای ته رسېدلي

۱۵ زمری ۱۴۰۳ - ۵ اګست ۲۰۲۴، ۱۶:۱۲ GMT+۱

د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته تایید کړه، چې د دوی د فعالیتونو له بندېدو سره په افغانستان کې یې شاوخوا ۱۴۰۰ افغان کارکوونکو کاري قراردادونه پای ته رسېدلي دي.

دغه کمېټې د «کب ۲۵مه» ویلي وو، چې د طالبانو د فشار د زیاتېدو له امله یې خپل فعالیتونه بند کړل.

د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې ویاندې ویکستروم افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د سوېډن مرستندویه ادارې ټول فعالیتونه په تېر مارچ میاشت کې پای ته رسېدلي دي.

په افغانستان کې د سوېډن پر کمېټې د طالبانو فشارونه له هغه وخته زیات شول، چې په سوېډن کې یو تن قران کریم ته سپکاوی کړی و.

دغې کمېټې یاده چاره غندلې وه او ویلي یې وو، چې د افغانستان لپاره دسویډن کمېټه؛ د قران کریم د سپکاوي ټولې کړنې په کلکه غندي او همدا رنګه دوی د مذهبي عقیدې، توکم، قومیت یا کوم بل ویش پر بنسټ د خلکو ترمنځ د شخړې یا دښمنۍ د رامنځته کولو هر ډول هڅه غندي.

ویکستروم زیاتوي، چې د دوی د فعالیت له بندېدا سره د ۱۴۰۰ افغان کارکوونکو کاري تړونونه د روان کال د جولای په ۳۱مه نېټه پای ته رسېدلي دي.

د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټه همدراز؛ وايي چې په ټپه ولاړې بېلابېلې پروژې به د نورو سازمانو په همکارۍ روانې وساتي.

د سوېډن کمېټې پخواني کارمند اکبر شاه ځدراڼ پر خپل فیسبوک کې د دې کمېټې د بندېدو په غبرګون کې لیکلي:«دې کار سره په سلګونه زره زده کوونکي، مریضان، معلولیت لرونکي انسانان او بې وزله وطنوال له مهمو ټولنیزو - پراختیايي پروژو او خدماتو محروم شول».

د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې له دې وړاندې ویلي وو، چې په سټاکُولم کې د قران کریم د سوځولو له پېښې وروسته د طالبانو تر فشارونو لاندې وه.

څو میاشتې وړاندې د سوېډن کمېټې عمومي رییس اندریاس استفانسون له سوېډن راډیو سره په مرکه کې ویلي، چې دغه پرېکړه د طالبانو په غوښتنه او د دغې کمېټې د کارکوونکو د خوندیتوب لپاره په پام کې نیولو سره شوې ده.

اندرياس استفانسون ویلي وو: « هغه کار او فعالیتونه، چې جواز ونه لري ښایي له ځان سره ډېر ګواښونه ولري.»

هغه همدراز؛ ویلي وو: «په استکُهلم کې د قران کریم له سوځولو راهیسې د سوېډن کمېټې ګڼو سیمو کې د په ځانګړو سیمه ییزو مرستو سره خپلو کارونو ته دوام ورکړی؛ خو اوس د طالبانو له خوا د رد قوي پیغامونه ترلاسه شوي دي.»

طالبانو د چنګاښ په میاشت کې اعلان وکړ، چې تر څو د سوېډن حکومت په استکُهلم کې د قران کریم د سوځولو له امله له مسلمانانو بښنه ونه غواړي د دغه هېواد ټول فعالیتونه به په افغانستان کې ودروي.

د طالبانو له دې پرېکړې او فشارونو وروسته د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې یوه اونۍ وروسته اعلان وکړ، چې په موقت ډول به په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودروي.

د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې په خپل رسمي ویب پاڼه کې لیکلي چې له ۸،۰۰۰ ډېر افغان کارکونکي لري او ټول یې په دی هېواد کې د ثبات د راوړلو لپاره مرسته کوي.

100%

په لویه کچه پروګرامونه یې د هېواد په کلیو کې پلې کېږي.

د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټه د دې هېواد په ۱۴ ولایتونو کې فعالیت درلود.

د افغانستان لپاره د سوېډن کمیټه له څه باندې ۴۰ کلونو راهیسې په دغه هېواد کې کار کاوه.

دغې کمېټې نه یوازې دا چې په زده کړه ییزه برخه کې یې فعالیت کاوه، بلکې د ګڼو ټولنیزو خدماتو تر څنګ یې معلولیت لرونکو وکړو سره د بدن د غړو د مصنوعي ترمیم، کارموندنې او ظرفیت لوړونې په برخه کې کار کاوه.

د ایران او سراییل کړکېچ؛ ایران وايي، سیمه ییزه جګړه نه غواړي خو اسراییل ته باید سزا ورکړي

۱۵ زمری ۱۴۰۳ - ۵ اګست ۲۰۲۴، ۱۵:۱۹ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د دوشنبې په ورځ په تهران کې د حماس د مشر اسماعیل هنیه له وژل کېدو وروسته وویل، چې هېواد یې د سیمه ییزو جګړو د زیاتولو په لټه کې نه دی؛ خو باور لري چې د نورې بې ثباتۍ د مخنیوي لپاره باید اسراییل ته سزا ورکړي.

ناصر کنعاني وویل: “ایران په سیمه کې د ثبات د رامنځته کولو په لټه کې دی؛ خو دا کار یوازې د تېري کوونکي په سزا ورکولو او د صهیونیسټي رژیم (اسراییل) د جرئت په وړاندې د مقاومت په کولو سره رامنځته کیږي.”

کنعاني پر امریکا غږ وکړ، چې د اسراییل له ملاتړه لاس واخلي او زیاته یې کړه، چې نړۍواله ټولنه په سیمه کې د ثبات د ساتلو په برخه کې په خپله دنده کې پاتې راغلې او باید د تېري کوونکي د سزا ملاتړ وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په تهران کې مېشت سفیران او د ډېپلوماټیکو ماموریتونو مشران د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر علي باقري کُني سره د کتنې لپاره راوبلل او ټینګار یې وکړ، چې د ایران اراده به اسراییل ته ځواب ورکړي.

کنعاني وویل، چې د اسلامي همکاریو د سازمان بېړنۍ غونډه به د چهارشنبې په ورځ د ایران په غوښتنه جوړه شي، چې د هنیه د وژنې او د ایران د ځواب په اړه به پکې خبرې وشي.

تهران او د ایران سره تړلې ډلې لکه حماس او حزب الله وايي، چې اسراییل د جولای په ۳۱مه د ایران په پلازمینه کې هنیه وژلی دی.

د هغه مړینه د حماس د لوړ پوړو شخصیتونو د وژنو د لړۍ برخه ده، چې په غزه کې د حماس او اسراییل ترمنځ د ۱۱ میاشتنۍ جګړې سره هم‌مهاله دوام لري.

اسراییلي چارواکو د هنیه د وژلو مسوولیت پر غاړه نه ده اخیستې.