• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي له افغان کډوالو سره د ایراني پولیسو چلند غندلی

۱۷ زمری ۱۴۰۳ - ۷ اګست ۲۰۲۴، ۱۶:۰۰ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست استازي له افغان کډوالو سره د ایراني پولیسو چلند د نړۍوالو اصولو، معیارونو او د کډوالۍ له قوانینو سره په ټکر کې وباله. نصیر احمد فایق ويلي، چې د ایران په دماوند ښار کې د پولیسو له خوا د افغان ځوان شکنجه غیر انساني او غیر اسلامي کړنه ده.

تر دې مخکې باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې د سید مهدي په نوم یو ۱۵ کلن افغان ځوان د ایراني پولیسو د شکنجو له امله ټپي شوی او غاړه یې پرې شوې ده.

هغه عکسونه او ویډیوګانې، چې موږ ته رالېږل شوي پکې معلوميږي، چې د دماوند ښار د ابسرد په کلي کې يو پوليس په شخصي جامو کې د سید مهدي لاسونه او پښې نیولي او بل افسر یې په غاړه زنګون ایښی دی.

د دغه افغان کډوال د شکنجې انځورونه په ټولنیزو رسنيو کې د پراخ غبرګون سره مخ شوي.

ښاغلي فایق د دې پېښې په غبرګون کې پر خپله اېکس پاڼه په يوه ياداښت کې ليکلي: «له افغان کډوالو او مهاجرینو سره د ایران د پولیسو چلند او کړنه په ځانګړې توګه له هغو کسانو سره، چې قانوني اسناد لري، د نړیوالو اصولو، معیارونو او کډوالۍ د قوانینو خلاف کړنه ده»

نوموړي د ايراني پوليسو له خوا د افغان کډوالو شکنجه «غير انساني» او «غير اسلامي» وبلله او د دغه ډول پېښو د مخنيوي لپاره يې د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.

فايق دغه راز له ايران څخه ميليونونو افغان کډوالو ته د پناه ورکولو له امله مننه وکړه او له ايراني مقاماتو يې وغوښتل، چې د دغه شان پيښو د تکرار د مخنيوي لپاره لازم تدبيرونه ونيسي.

د ایراني پولیسو له خوا له افغان کډوالو سره ناوړه چلند، په ځانګړې توګه د یوه ځوان پناه غوښتونکي د غاړې پرې کول د افغانانو په منځ کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

دایکندي ولایت دغه پناه غوښتونکی ځوان اوس په روغتون کې بستر دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

شننه؛ موږ او درېیمه نړۍواله جګړه

۱۷ زمری ۱۴۰۳ - ۷ اګست ۲۰۲۴، ۱۵:۱۴ GMT+۱
•
عبدالغفور لېوال

د جګړې په اړه د ویرې په ټولو تبصرو کې دا اندېښنه نغښتې، چې د پانګې، ګټو، پراختیاغوښتنې، وسلې تولیدولو، د اقتصادي سرچینو حرص او نړۍوال امنیت په نامه پوځي سیالیو کې نړۍ پر داسې پاڼ ولاړه ده، چې کوشنۍ بې‌احتیاطي یوه لویه نړۍواله جګړه راپیلولای شي.

د عامه افکارو ترشا دغه ویره تر هربل وخت جدي شوې ده او کارپوهان د پېښو بهیر داسې ګڼي، چې پوځي زبرځواکونه د یوې خونړۍ او پراخې جګړې خواته ورښوییږي.

دا ویره د یوکراین په قضیه کې د روسيې و لویدیځ ترمنځ ناندریو جدي راپیل کړه، تر هغه بریده چې د اټومي وسلې کارولو ګواښونه هم وشول. د فلسطین خونړۍ جګړې دا ویره لا پسې زیاته کړه، نور اړخونه یې پر تایوان د چین وربلوسل، د شمالي کوریا نوې وسله‌والې ازموینې، د لاتینې امریکا نارامۍ او د خلیج و سره سمندرګي په ستراتيژیکو څنډو کې د سمندري لارو ناخوندیتوب دي.

تر دې وړاندې، چې په دې شخړو کې موږ د خپلې سیمې جاج واخلو، د درېیمې پېښېدونکې نړۍوالې جګړې په اړه دوه ځانګړي توپیرونه په ګوته کول بویه، چې تر لومړۍ او دویمې نړۍوالې جګړې یې لري.

لومړۍ

د درېیمې نړۍوالې جګړې پیلیزه به د نیابتي ډلو او ان د لویو زبرځواکونو په نیابت د درېیمې نړۍ د هېوادونو جنګول وي، چې دا پیلیزه همدا اوس په شدت روانه ده. یوکراین له روسیې سره د ټول لویدیځ او ناټو په نیابت جنګول کیږي. ایران د اسرائیلو په وړاندې د حماس، حزب الله، حوثیانو او نورو ګڼو ډلو په اوږو ټوپک ایښی دی. لویدیځ هم د داعش، القاعدې او لسګونو اسلامي اورپکو ډلو، چې له سړې جګړې ورته په میراث پاتې دي، په چاغولو او ځای پرځای کولو تورن دی. زموږ په سیمه، منځني ختیځ او شرقي اروپا کې د درېیمې نړۍوالې جګړې پیلیزه همدا نیابتي ډلې و هېوادونه پرمخ بیایي.

دوېمه

که درېیمه نړۍواله جګړه له نیابتي مخامختیا ورلوړه شي او مخامخ د زبرځواکونو ترمنځ ونښلي، نو قطعاً به دا جګړه اټومي وي.

داسې بې احتیاطي به شمالي کوریا، پاکیستان یا هم روسیه راپیل کړي.

دغو دوه ځانګړنو ته په پام به ځیر شو، چې موږ چېرته یو؟

د افغانستان د معاصر تاریخ یوه استثنايي نېکمرغي دا وه، چې په دواړو نړۍوالو جګړو کې بې‌پرې پاتې شو او زیان ورونه رسېد. امیرحبیب الله خان په ۱۹۱۵ کې یوه ۵۴۰ کسیزه لویه جرګه راوغوښته او د نړۍوالې جګړې په وړاندې یې د افغانستان د دریځ مشوره ورسره وکړه او جرګې په دې پردۍ جګړه کې د ناپلوۍ پرېکړه وکړه.

په دویمه نړۍواله جګړه کې هم همداسې پېښه وشوه، افغانستان د ۱۹۴۱ کال په لویه جرګه کې خپله ناپلوي اعلان کړه او له جګړې یې ځان وساته. دا به یا د افغانستان د ولس حکومتونو او لویې جرگې هوښیاري وه، یا به د جګړې د قلمرو لرې والی و، خو په هرصورت بخت د افغانستان په لوري و.

د دویمې نړۍوالې جګړې میراث سړه جګړه وه، چې د شوروي تر سقوط یې دوام وکړ، په دې جګړه کې د افغانستان ناپلوي ماته شوه. شوروي پر افغانستان راوبلوسل او په دې توګه یې په افغانستان او سیمه کې خونړیو نیابتي ډلو جوړېدو، وسلوال کېدو او ريښه غځوونې ته لاره هواره کړه، چې دغه ډلې تر نن پورې فعالې او د بېلابېلو زبرځواکونو لپاره د استخدام وړ دي. لویدیځ د دغو نیابتي ډلو اغېز دې ته وهڅاوه، چې ساتنې و پالنې ته یې دوام ورکړي او دا دی درېیم نسل یې هم په سیمه کې فعال دی.

له دې مخینې سره ګورو، چې اوس له بده مرغه، موږ د درېیمې نړۍوالې جګړې د نیابتي پیلیزې په اصلي ډګر کې سوزو.پوښتنه دا ده، چې د درېیمې پېښېدونکې نړۍوالې جګړې په نیابتي پړاو کې زموږ هېواد او سیمه څنګه د دوزخ په کومي کې راغلې ده؟

د یوکراین جګړې ته په چمتووالي کې د دوحې بېړنۍ هوکره وشوه او افغانستان له یوه قانوني و په رسمیت پېژندلي حکومت څخه بې‌برخې کړای شو [ دا هغه څه دي، چې د دې سناریو د عملي کولو مامور دکتور زلمي خلیلزاد په وازکومي څرګنده کړې ده].

د پاکیستان اقتصادي و سیاسي بې‌ثباتي هم ورپسې د جنوبي اسیا په دغې سیمه کې د یاغي اسلامي اورپکو او نورو ترهګرو ډلو حضور، لېږد، تجهیز او پیاوړتیا لپاره د یوې پراخې وروسته پاتې او نالوستې جغرافیې رامنځته کولو ته اړتیا رابرسېره کړه.

اوس نوله یوکراین ورهاخوا د پښتونخوا، بلوچستان او افغانستان نه رانیولې کشمیر، ګېلګېت و بلتستان، ختیز تورکستان (د چین سینکیانګ ایالت)، منځنۍ اسیا، ایران، عراق، سوریې، تورکیې، لبنان، فلسطین، یمن، سعودي عربستان، قطر او بالاخره تر شمالي او مرکزي افریقا پورې ټوله جغرافیا د دغو نیابتي ډلو او جګړو په سره اورنۍ کرښه بدله شوې ده.

دا عجیبه نه ده، چې د روسانو رسمي یا اجیر (واګنر) وسله‌وال له سوریې و عراقه ان تر افریقا و بیا لاتینې امریکا پورې ځانونه رسوي او په هرهغه ځای کې پوځي حضور څرګندوي، چې ښايي د خپلو دوښمنو زبرځواکونو له کلابندۍ ځان وژغوري.

100%

د تاریخي افغانستان په جغرافیا (د ډیورند کرغېړنې کرښې دواړه غاړو) کې دومره ډېرې وسله‌والې مبهمې، مجهولې او مرموزې ډلې لرې برې کیږي، چې هیڅوک نه پوهیږي، له کومه راغلي او څه غواړي؟ دا ټوله جغرافیه وږې ده، کار و تولید په کې نشته، سوداګرۍ و صنعت په کې په ټپه ولاړ دي. برېښنا او اوبه نه‌لري، خو وسله په کې ښه پرېمانه ده او وسله‌والو ډلو ته میلیونونه ډالر رارسیږي، هيڅوک نه پوهیږي، چې له کومه؟

په سیمه کې د وسله‌والو اسلامي اورپکو له خوا په ځینو بمي بریدونو کې (C4 ) ډوله بارود کارول کیږي، چې د یوې کیلو بیه یې ۴۰۰امریکايي ډالرو ته رسیږي.ویل کیږي، چې په ځینو موټر بمونو کې تر درې نیم زره کیلو پورې دغه بارود کارول کیږي. دغه ډلې په زرګونو داسې ځانګړې لایزري وسلې کاروي، چې د یوې بیه یې تر ۱۷ لکه پاکیستانیو کالدارو پورې رسیږي.

له لومړۍ او دویمې نړۍوالو جګړو سره توپیر یوازې د نیابتي ډلو شتون نه، بلکې د ایډیولوژیک عنصر محوري ونډه هم ده. لویه برخه نیابتي ډلې د دین په نامه جنګول کیږي. دا د هغو شاو خوا شپېتو زرو مدرسو او معهدونو درې نسله تولید دی، چې د سړې جګړې په توده او خونړۍ شوروي ضد شخړه کې په پاکیستان کې وروزل شول. اوس چا تور بیرغونه رااخیستي، چا سپین و چا برګ یا شنه، هر یو ادعا کوي، چې تر هغه تېر دوی ښه او سوچه اسلام تنفیذوي. د سیمې خلک نه پوهېږي، چېد دوی د بیا بیا سوچه مسلمانېدو سریال به تر کومې روان وي؟

د اسلامي ايډیولوژۍ په مټ د جهاد په نامه د ځوانانو وړیا جنګول تر ټولو اسانه کار دی.دیوبندیان، سلفیان، اهل حدیث، پیران، صوفیان، پنجپیریان، تبلیغیان، اخوانیان او داسې نور، که بل څه نه وي د شیعه و سني ترمنځ وینې بهېدل خو هر وخت ممکن دي. کورمه، پاړه چنار، هنګو او نورې سیمې همدا اوس هم د هغو سُني و شیعه پښتنو په وینو سرې دي، چې پخپله هم نه پوهیږي ولې او د څه لپاره خپل وروڼه اود تره زامن وژني یا یې له لاسه وژل کیږي؟ دا یوازې همدا سیمه نه ده، بلکې له افغانستان څخه فاطمیون او له پښتونخوا څخه زینبیون په سوریه او عراق کې ډلې ډلې د منځني ختیځ په سلاخۍ کې قصابي کیږي او په هماغه منځني ختیځ کې له داعش، القاعدې یا نورو ډلو سره یې خپلوان د دوی په وړاندې جنګول کیږي.

که د نیابتي جګړو په مقیاس یې سنجوئ، نو درېیمه نړۍواله جګړه پیل شوې ده او د درېیمې نړۍ ولسونه په تېره بیا د اسلامي نړۍ فقیر ولسونه و هغه ځوانان یې وژل کیږي، چې ماغزه یې ورمینځل شوي دي.همدا څو ورځې وړاندې د حماس ډلې سیاسي مشر اسماعیل هنیه په تهران کې ووژل شو. له دې سره هممهال دلبنان د حزب الله لوړ پوړی بولندوی فواد شکرد بیروت په جنوب کې له منځه ولاړ. په تهران کې د هنیه وژل د ایران لپاره لوبه حیثیتي کړه، پر اسرائیلو د مخامخ برید ګواښ تر هربل وخت زیات دی، خبره تر دې ځایه رسېدلې ده، چې حداقل غبرګون به د نیابتي ډلو له خوا یوه بله خونړۍ شخړه له پراخو اړخونو سره راپیلول وي. ایران، روسیه، چین، تورکیه او ځینې عربي هېوادونه یوه خوا، امریکا، ناټوغړي هېوادونه او اسرائیل بله خوا د جګړې موزې په پښو کړي او برچه‌پک ولاړ دي. لویدیځ یوکراین ته F16 الوتکي ورکړې. دا د روسې په ګاونډ کې د دغو ګواښمنو الوتکو د الوځولو داسې ګام دی، چې روسان یې په وړاندې تر هر بل‌څه ډېر حساس دي. ښايي د همدې ګام په غبرګون کې روسانو پر یوکراین د ګڼ‌وسله‌ییزو بریدونو یوه بله څپه راپیل کړه، چې د لسګونو یوکراینیانو ژوند یې ترخاورو لاندې کړ.

د خواشینۍ خبره دا ده، چې نړۍ له دویمې نړۍوالې جګړې راپه دیخوا هیڅکله داسې د وحشت حماقت ته ورنږدې شوې نه وه، خو په دې کې د ژړا ځای دا دی، چې دا ځل افغانستان بې‌پرې او خوندي نه، بلکې د بلېدونکي دوزخ په تاترین کې ولاړ دی، چې یوازې او یوازې د خدای رحم او د معجزې په شان ملي اراده و هوښیارتیا یې مخه نیولای شي.

درغیر:

خدای دې مل شي د وطن او د ملګرو.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

د هوا پوهنې اداره: په ۷ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی

۱۷ زمری ۱۴۰۳ - ۷ اګست ۲۰۲۴، ۱۴:۴۵ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د هوا پوهنې ادارې د افغانستان په ۷ ولایتونو کې د چټکو بارانونو، سېلابونو، تېزو بادونو او دوړو اټکل کړی. د طالبانو دغه ادارې سیندونو ته نږدې کورنیو ته خبرداری ورکړی، چې د بارانونو او سېلابونو پرمهال خپل لومړني تدابير ونيسي.

د طالبانو د هوا پوهنې ادارې د چهارشنبې په ورځ په يوې اعلاميه کې ويلي، چې سبا پنجشنبه د نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پکتيا، پکتيکا او خوست ولایتونو کې د بارانونو، سېلابونو او تېزو بادونو د پېښېدو اټکل شوی دی.

په دې وروستیو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طبعیي پېښو له امله خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه اوښتي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان د اقلیمي بدلون د ځپل شویو هېوادونو په ډله کې شپږم هېواد شمېرل شوی، چې د موسمي بارانونو، زلزلو او طبیعي پېښو زرګونه کسان په مستقیم او غیر مستقیم ډول زیانمن کړي دي.

د اسلامي همکاريو سازمان په جده کې ځانګړې غونډې سره د هنيه وژنه ارزوي

۱۷ زمری ۱۴۰۳ - ۷ اګست ۲۰۲۴، ۱۲:۱۶ GMT+۱

د اسلامي همکاریو سازمان په تهران کې د حماس د سیاسي دفتر د پخواني مشر اسماعیل هنیه د وژل کېدو او پر غزې د اسراییل د بریدونو د ارزولو لپاره د سعودي په جده ښار کې ځانګړې غونډه کوي.

د اسلامي همکاریو د سازمان د اعلامیې له مخې، د دې سازمان ځانګړې غونډه سبا پر غزه تړانګه د اسراییل د بریدونو، د اسماعیل هنیه د وژل کېدو او د ایران له حاکمیت د سر غړونې په اړه د ارزونې په موخه تر سره کيږي.

د اسلامي همکاریو سازمان وايي، پر غزه د اسراییلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۴۰ زره کسان وژل شوي او ۹۱ زره نور ټپیان شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

د اسلامي همکاریو د سازمان په وینا په غزه کې ۴۳۰ زره کورونه ویجاړ شوي او دوه میلیونه خلک بې کوره شوي دي.

اسماعیل هنیه د ایران د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې له ګډون وروسته په تهران کې په یوه برید کې ووژل شو.

د ایران اسلامي جمهوريت د هنيه د وژنې مسولیت منلی؛ خو تل ابيب په رسمي ډول د هنيه په وژنه کې د خپل لاس لرل نه دي تاييد کړي.

تاجکستان د افغانستان پولې ته څېرمه د کډوالو کمپ جوړوي

۱۷ زمری ۱۴۰۳ - ۷ اګست ۲۰۲۴، ۱۱:۴۰ GMT+۱

د تاجکستان خبري اژانسونو د دغه هېواد د چارواکو له قوله ویلي، چې د افغانستان پولې ته څېرمه د کډوالو او طبیعي پېښو د قربانیانو لپاره یو کمپ جوړېږي. د راپورونو له مخې د دې پروژې مالي لګښت د اسیا پراختیايي بانک ورکوي.

د تاجکستان د بیړنیو حالاتو د کمیټې مشر رستم نظرزاده وویل، چې دغه کمپ به له افغانستان سره د پولې په ۵۰ کیلومترۍ کې جوړ شي.

د هغه د څرګندونو له مخې په ١٤٠٠ کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په دې سيمه کې د کډوالو لپاره خيمې برابرې شوې وې.

ویل کیږي، چې د طبیعي پیښو د قربانیانو او کډوالو لپاره د نویو تاسیساتو د جوړولو کار پیل شوی او شاوخوا دوه کاله وخت به ونیسي.

وروسته له هغه، چې طالبان په ۱۴۰۰ کال کې پر افغانستان واکمن شول زیات شمېر افغانانو د تاجکستان په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته ولاړل.

د تاجکستان د پناه غوښتنې د قانون له مخې پناه غوښتونکي لومړی د درې میاشتو لپاره د اعتبار وړ زرغون کارت ترلاسه کوي.

وروسته که د پناه غوښتنه ومنل شي، غوښتونکي ته سور کارت ورکول کیږي، چې په رسمي توګه په تاجکستان کې د کډوال په توګه پیژندل کیږي.

د طالبانو د احصایې اداره وايي، افغانستان ۳۵ میلیونه او ۷ لکه وګړي لري

۱۷ زمری ۱۴۰۳ - ۷ اګست ۲۰۲۴، ۱۱:۱۴ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د احصایې او معلوماتو ادارې د افغانستان د سرشمېرنې، کرنیزو محصولاتو، کانونو، ناخالصو تولیداتو او جغرافیاوي سروې په اړه شمېرې نن اعلان کړې. د دې ادارې مرستیال عصمت الله حکیمي وايي، په روان کال کې د افغانستان د وګړو شمېر ۳۵،۷ میلیونه اټکل شوی دی.

ښاغلی حکیمي د یوې سروي له مخې وايي، د افغانستان ۱،۵ میلیونه وګړي کوچیان دي، ۹،۲ میلیونه وګړي په ښارونو او ۲۵ میلیونه وګړي یې په کلیو کې ژوند کوي.

د طالبانو تر واک لاندې د احصايي او معلوماتو ادارې په خپل کلني راپور کې ویلي، چې د افغانستان تر ټولو ډیر وګړې کلیوالي ژوند لري او یوازې ۹،۲ میلیونه وګړي یې ښاري ژوند کوي.

د احصايي او معلوماتو ادارې مرستیال سرپرست عصمت الله حکیمي وايي، د یاد معنیت له لوري په افغانستان کې د سرشمېرنې د رسمي شمېر او تحلیل په برخو کې یې سروې ګانې کړې دي.

د افغانستان ناخالص تولیدات

د ښاغلي حکیمي د معلوماتو له مې سږکال د هېواد ناخالص تولیدات ۱۵،۷ میلیارده ډالره اټکل شوي، چې د تېر کال پرتله ۲،۷ سلنه ډېر شوي دي.

نوموړی وايي، سږکال په هېواد کې د سړي سر کلنی عاید ۴۰۳ډالره و، چې د تېر کال پرتله ۷۰ډالره ډېر شوی دی.

همدارنګه نوموړی زیاتوي چې، سږکال په افغانستان کې د توکو د بیو د ټیټېدو تر څنګ د ډالر په وړاندې د افغانۍ قیمت هم لوړ شوی دی.

نوموړی وایي، تېرکال صادرات ۱،۸ میلیارده ډالره وو، چې سږکال ۳،۷ سلنه کم شوي.

همدارنګه تېر کال د وارداتو ارزښت ۸،۷ میلیارډه ډالره و، چې د یوه کال وړاندې پرتله ۲۲،۴ سلنه ډېر شوي دي.

د غلو دانو محصولات

تېرکال د غلو دانو محصولات ۵ میلیونه ۲۰۶زره میتریک ټنه وو، او د دوی د سروي له مخې د تېر یوه کال پرتله ۱۳ سلنه ډېر شوي دي.

د کانونو اېستل

د احصايي او معلوماتو اداره وايي، په ۱۴۰۲ کال کې د کانونو استخراج شپږ میلیارډه او ۵۱ میلیونه افغانیو په ارزښت و، چې د یوه کال وړاندې پرتله ۴۰،۸ سلنه زیاتوالی په کې راغلی دی.

خو د یادو کانونو په اړه یې نور جزیات ور نه کړل.

تولیدات

د دغې ادارې معلومات ښيي، چې په ۱۴۰۲ کال کې د دولتي صنایعو د تولیداتو ارزښت درې میلیارده او ۲۰۴ میلیونه افغانی و، چې د یوه کال مخکې پرتله ۲۹ سلنه ډېر شوي دي.

افغانستان کې ملکي خدمتونه

په ۱۴۰۲ کال کې د ملکي خدمتونو د کارکوونکو شمېر درې لکه ۶۱ زره ۶۸۰ تنه وو، چې له دې جملې څخه ۸۰۲۴۱ ښځې دي، چې د یوکال وړاندې پرتله لس سلنه زیاتوالی په کې راغلی دی.

په ۱۴۰۲ کال کې ۹۱۲۲ ډاکټران په دولتي روغتونونو کې په دندو بوخت وو، چې له دې جملې۲۴۷۱ تنه ښځې دي، چې د یو کال مخکې پرتله ۱،۲ سلنه زیاتوالی په کې راغلی دی.

راستانه شوي کډوال

په ۱۴۰۲ کال کې ۹۳۴۶۰ افغان کډوالې کورنۍ له ګاونډیو او بهرنیو هېوادونو څخه راستنې شوې دي.

چې له دې جملې څخه ۸۰۹۵۵ کورنۍ له پاکستانه، ۱۲۴۵۴ کورنۍ له ایرانه او ۵۱ کورنۍ له نورو هېوادونو څخه هېواد ته راستنې شوې دي.

د احصايي او معلوماتو ادارې معلومات ښيي، چې د۱۴۰۱ کال پرتله شپږ برابره ډیر افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.

تر کار لاندې سروې

په ۱۴۰۴ کال کې د افغانستان د روغتیا په اړه د خوراکي توکو د خوندیتوب په برخه کې سروې طرحه او ډیزاین شوي ده.

دغه سروي د روغتیا وزارت او یوې موسسي په مرسته د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې ترسره کیږي.

د یادې سروې رسمي چارې به په راتلوونکې میاشت کې پیليږي.

د تازه زیږدولو او تر پنځه کلونو کم عمره ماشومانو د مړینې په اړه د کم وزنۍ، پاملرنې، تر زیږون مخکې، او د میندوارو میندو په اړه سروې ترسره شوې دي او په راتلوونکو څو ورځو کې به یې د روغتیا وزارت سره په ګډه پایلې شریکې شي.

د جغرافیاوي معلوماتو سروي

په ۱۴۰۲ کال کې د سولري کرنیزو څاګانو سروې ترسره شوې چې د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې ۳۱۰ زره سولري څاګانې په نښه شوې دي.

د یادې ادارې د سروې له مخې، ۳۵ سلنه سولري څاګانې په هلمند،۱۹ سلنه په کندهار، ۱۱ سلنه په فراه ۸ سلنه په غزني او ۶ سلنه په زابل ولایت کې فعالې دي.

د معلوماتو له مخې ۸۰ سلنه کرنیزې سولري څاګانې په یادو پنځو ولایتونو کې شته دي، او شل سلنه په ۲۱ ولایتونو کې کېندل شوې دي.

د احصايي او معلوماتو اداره وايي، په دې اړه يې د طالبانو کابینې ته خپل معلومات وړاندې کړي چې تر ځمکې لاندې اوبه د اړوندو وزارتونو له لارې مدریریت شي.

د ښاري او ودانیزو چارو نقشه کول

په ۱۴۰۲ کال کې د ۱۵ کلو پرتله د هېواد د۳۴ ولایتونو په مرکزونو کې ښاري او ودانیزو چارو پرتله پراختیايي نقشه اخیستلشوې ده.

دغه اداره وايي، د ۳۴ ولایتونو په مرکزي او ښاري سیمو کې یې په۳۰ زره هیکتاره ځمکه باندې پراختیا موندلې.

۱۶سلنه کابل، ۱۴ سلنه کندهار، ۵ سلنه هلمند، ۵ سلنه ننګرهار او ۴ سلنه په غزني کې.

د دغې سروې له مخې ۸۵۰۰ کرنیزه ځمکه ۵۵۰۰ څړځایونه په ۳۴ ولایتونو په مرکزونو او ښاري سیمو کې په ښاري او استوګنیزو سیمو بدلې شوې دي.

همدارنګه دغه اداره وايي، تېرکال په ۱۹ ولایتونو کې ۲۷ نوي ولسوالۍ رامنځته شوې دي.

کرنیز محصولات

تېرکال په ۱۶ ولایتونو کې د وریجو کښت شوی دی.

۲۱ زره ۹۰۰ هیکتاره ځمکه باندې، ۴ سوه زره میټریکه ټنه وریجې تولید شوې دي.

په ۱۴۰۳ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې په ټول هېواد کې ۳ میلیونه هیکټاره ځمکه باندې کښت شوی دی.

له دې ډلې ۲،۱ میلیونه هیکټاره ځمکه اوبیزه ۹۱۷ هیکټاره للمي ځمکه باندې کښت شوی دی.

چې د یوه کال وړاندې پرتله د کښت په برخه کې ۷ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

تر ټولو ډېر اوبیز کښت په هلمند، هرات، کندهار او کندوز کې شوی دی.

برېښنايي پېژندپاڼې

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ادارې مشر فقیر محمد زیار د حساب ورکولو په پروګرام کې وویل، چې دې ډلې له واکمنېدو تر دې مهاله یې ۷،۸ میلیونه هېوادوالو ته برېښنايي پیژندپاڼې ویشلې دي.

نوموړی زیاتوي، د برېښنايي پيژندپاڼو د بهیر له پیله تردې مهال ۱۳ میلیونه او ۸۶۸ زره برېښنايي پيژندپاڼې وېشل شوې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د احصايي او معلوماتو ملي ادارې چارواکو د چهارشنبې په ورځ د (زمري ۱۷مه) د حکومت د رسنیو په مرکز کې د خپل کلني راپور وړاندې کولو پر مهال وویل، چې د تېر کال پر مهال یې په ۷۹څانګو کې درې میلیونه او ۲۶۶ زره برېښنايي پيژندپاڼې وېشلې دي.

د دغې ادارې د مشر فقیر محمد زیار د معلوماتو له مخې د یوه کال مخکې پرتله د برېښنايي پيژندپاڼو په وېش کې ۲۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

ښاغلی زیار وايي، د برېښنايي پيژندپاڼو د بهیر له پیله تردې مهاله ۱۳ میلیونه او ۸۶۸ زره پيژندپاڼې وېشل شوې، چې له جملې یې ۷،۸ میلیونه یې د دغې ډلې د نږدې درې کلنې واکمنۍ پر مهال وېشل شوې دي.

نوموړی وايي، په پام کې لري چې د خلکو د اسانتیا لپاره د هېواد په یو شمیر ولسوالیو کې هم د برېښنايي پيژندپانو د وېش څانکې فعالې کړي.

فقیر محمد زیار وايي، د راتلوونکي کال لپاره څلور میلیونه پيژندپاڼې چاپ او ووېشي.

همدارنګه نوموړی وايي، تېر کال یې په کابل کې د کاغذې پيژندپاڼو په برخه کې۵۴۰ زره کسانو او ۲،۵ میلیونه کسانو ته په ولایتونو کې د خدمتونه وړاندې کولو تر څنګ ۶۱۳ زره د زیږون کارتونه هم وېشلي دي.

د دغې ادارې د مشر د معلوماتو له مخې، تېرکال هېواد ته نږدې ۲۸ زره بهرنیو وګړو تګ راتګ کړی دی.