د اسلامي همکاريو سازمان په جده کې ځانګړې غونډې سره د هنيه وژنه ارزوي

د اسلامي همکاریو سازمان په تهران کې د حماس د سیاسي دفتر د پخواني مشر اسماعیل هنیه د وژل کېدو او پر غزې د اسراییل د بریدونو د ارزولو لپاره د سعودي په جده ښار کې ځانګړې غونډه کوي.

د اسلامي همکاریو سازمان په تهران کې د حماس د سیاسي دفتر د پخواني مشر اسماعیل هنیه د وژل کېدو او پر غزې د اسراییل د بریدونو د ارزولو لپاره د سعودي په جده ښار کې ځانګړې غونډه کوي.
د اسلامي همکاریو د سازمان د اعلامیې له مخې، د دې سازمان ځانګړې غونډه سبا پر غزه تړانګه د اسراییل د بریدونو، د اسماعیل هنیه د وژل کېدو او د ایران له حاکمیت د سر غړونې په اړه د ارزونې په موخه تر سره کيږي.
د اسلامي همکاریو سازمان وايي، پر غزه د اسراییلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۴۰ زره کسان وژل شوي او ۹۱ زره نور ټپیان شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.
د اسلامي همکاریو د سازمان په وینا په غزه کې ۴۳۰ زره کورونه ویجاړ شوي او دوه میلیونه خلک بې کوره شوي دي.
اسماعیل هنیه د ایران د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې له ګډون وروسته په تهران کې په یوه برید کې ووژل شو.
د ایران اسلامي جمهوريت د هنيه د وژنې مسولیت منلی؛ خو تل ابيب په رسمي ډول د هنيه په وژنه کې د خپل لاس لرل نه دي تاييد کړي.


رویټرز په یو ځانګړي راپور کې ویلي، چې د پوځ قوماندان د بنګله دېش لومړۍ وزیرې شیخ حسینې ته د هغې د تېښتې په شپه خبر ورکړی و، چې نور نه شي کولای د خلکو پر تګ راتګ بندیز پلی کړی.
د رویټرز د دغه راپور له مخې، د دغه خبر ورکولو مانا دا وه چې شیخ حسینه نور د پوځ له ملاتړه برخمنه نه وه.
دغه اژانس د پوځ د دوو افسرانو له خولې لیکلي، په هغې شپه چې مېرمن حسینه له هېواده وتله جنرال واقرالزمان د څو نورو جنرالانو سره غونډه لرله او داسې پرېکړه یې کړې وه چې نور دې پوځي ځواکونه په ولسي خلکو ډزې نه کوي او ګرځبندیز دې هم لرې کړي.
دا رنګه یو باخبره هندي چارواکي رویټرز ته ویلي، چې د بنګله دېش د پوځ مشر له دغې غونډې وروسته د لومړۍ وزیرې له دفتر سره اړیکه ټینګه کړه او ورته یې وویل، چې پوځي ځواکونه نور نه شي کولای ګرځبندیز پلی کړي، هغه څه چې شیخ حسینې یې هم غوښتنه کړې وه.
دغه هندي چارواکي دا رنګه ویلي، لومړۍ وزیرې ته د دغه پیغام رسول په دې مانا و چې له هغې سره نور د پوځ ملاتړ نه شته.
په دې توګه، د شیخ حسینې پنځلس کلنه دوره چې ډېره ارامه وه، پای ته نږدې شوې وه.
هند ته د هغې له تګه وروسته، د بنګله دېش په ځینو برخو کې ګډوډي او ناقانونه کړنو ټولیز امنیت له ګواښ سره مخامخ کړ.
هند ته د شیخ حسینې له تګه یوه ورځ مخکې له ۹۰ څخه زیات کسان په لاریونونو کې ووژل شول او سلګونه تور ټپیان شول، چې په دې توګه دا د لاریونونو پر مهال تر ټولو خونړۍ ورځ وه.
د زدهکړیالانو په دغو لاریونونو کې د وژل شویو کسانو ټول شمېر ۳۰۰ تنو ته ورسېد.
مېرمن حسینې د ناامنیو د پراخېدو د مخنیوي په موخه په ټول هېواد کې ګرځبندیز اعلان کړی و؛ خو وروسته له څو ساعتونو هر څه بدل شول، چې په پایله کې په خپله تېښتې ته اړه اېستل شوه.
لاریون کوونکو زدهکړیالانو په دولتي دندو کې د ونډو د لغوه کولو غوښتنه کوله.
د شیخ حسینې حکومت دا ومنله، چې د پاکستان سره د جګړې د قربانیانو ۳۰ سلنه ونډه د محکمې په حکم پنځه سلنې ته راټیټه کړي؛ خو له دې کار سره هم زدهکړیالان سلا نه شول.

د بنګله دېش پخوانۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینه ۷۶ کلنه ده، چې د دوشنبې په ورځ د زمري په ۱۵مه یې له خپلې دندې استعفا وکړه او له هېواده وتښتېده، د بنګله دېش او نړۍ په تاریخ کې د تر ټولو اوږدې مودې د لومړۍ وزیرې په توګه د پاتې کېدو رېکارډ جوړ کړ.
د ۱۵ کلونو دوامداره واکمنۍ او جلا پنځه کلنې دورې سره هغې د زندان، جبري کډوالۍ او د خپلو خپلوانو د وژلو تجربه هم کړې ده.
حسینه چې د خپل پلار او مور له کورنۍ څخه عراقۍ عربه ده، په خپلو ډېرو مرکو او ویناو کې د ژوند د سختو شرایطو یادونه کړې ده چې، پلار یې سیاسي زنداني و.
پلار یې شیخ مجیب الرحمان دی، چې په ۱۹۷۱ کال کې له پاکستان څخه د بنګله دېش د خپلواکۍ بنسټ ایښودونکی مشر او د بنګله دېش لومړی ولسمشر و او مور یې بېګم فتح النسا مجیب ده.
په بنګله دېش کې شیخ مجیب ته د ملت پلار ویل کیږي.
مجیب او د کورنۍ ځینې غړي یې په ۱۹۷۵ کال کې په یوه پوځي کودتا کې ووژل شول.
د خپل پلار له وژلو وروسته حسینه او خور یې د ډېرو کلونو لپاره په هند کې په جلاوطنۍ کې ژوند وکړ.
هغه وروسته بنګله دېش ته راستنه شوه او د عوامي لیګ ګوند مشره شوه.
حسینه د حسین محمد ارشاد د استبدادي رژیم له پای ته رسېدو وروسته د عوامي لیګ (AL) د مشرې په توګه د ۱۹۹۱ په ټاکنو کې برخه اخیستې وه او پایله کې یې خالد ضیا ته ماته ورکړه، چې د ارشاد رژیم پر وړاندې یې ورسره همکاري کړې وه.
د اپوزیسیون د مشرې په توګه هغې د ضیا د بنګله دېش نشنلست ګوند (BNP) په ټاکنیزو درغلیو تورن کړ او پارلمان څخه یې بایکاټ وکړ.
د حسینې دغه کړنه له تاوتریخوالي ډکو مظاهرو او سیاسي ناکراریو سره مخ شوه او بالاخره ضیا له موقت حکومت څخه استعفا وکړه او حسینه د ۱۹۹۶ کال د جون له انتخاباتو وروسته لومړی وزیره شوه.
که څه هم بنګله دېش د لومړۍ وزیرې په توګه د هغې د لومړۍ دورې په جریان کې له ډیرو سیاسي ناکراریو سره مخ شوه، کوم چې د ۲۰۲۱په جولای کې پای ته ورسید، دا په ۱۹۷۱ کې د هېواد د خپلواکۍ راهیسې د بنګله دېش د لومړۍ وزیرې په توکه لومړنۍ بشپړه پنځه کلنه دوره وه.
په ۲۰۰۷ په ډاکه کې د کړکېچونو له زیاتېدو وروسته، هغه د بنګله دېش څخه امریکا او بریتانیا ته لاړه.
د هغه وخت حکومت هغه په قتل او فساد تورن کړه او په ډېرو خنډونو سره یې د بېرته ستنېدو د مخنیوي هڅه وکړه.
حسینه له راستنیدو څه موده وروسته ونیول شوه؛ خو بالاخره پر هغې لګیدلي تورونه پر ځای نه شول.
په ۲۰۱۴ کې، هغې د درېیم ځل لپاره په پرله پسې ټاکنو کې د اپوزیسیون له خوا تحریم شوه او د نړۍ والو څارونکو له خوا نیوکه هم پرې وشوه خو بیا هم قدرت ته ورسېده.
روهینګیا او شیخ حسینه
په ۲۰۱۷ کې حسینه په میانمار کې د نسل وژنې څخه تښتیدلي نږدې یو میلیون روهینګیا ته د پناه ورکولو او مرستې لپاره ډېره وستایل شوه.
روهینګیا مسلمانان دي، چې د میانمار په لویدیځ راخین ایالت کې ژوند کوي او د میانمار د ټول نفوس څلور سلنه جوړوي.
ملګري ملتونه او ډېری نړۍوالې رسنۍ او د بشري حقونو سازمانونه د روهینګیا خلک د نړۍ تر ټولو مظلوم اقلیت بولي.
د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۴ په ټاکنو کې د حسینې بریا یو ځل بیا د تاوتریخوالي، درغلیو او لاریونونو سره مله وه، او داسې ښکاري چې د هغې د لومړۍ وزیرې په موده کې بنګله دېش د ډېموکراسۍ شاته تګ تجربه کړ.
بشري حقونو سازمانونو د هغې د حکومت په دوران کې پراخې جبري ورکې او غیر قضایي وژنې مستند کړي دي.
ډیری سیاستوال او ژورنالیستان په سیستماتیک او قصدي توګه د هغه د نظرونو ننګولو لپاره مجازات شوي.
په ۲۰۲۱ کې بې سرحده خبریالانو په بنګله دېش کې د مطبوعاتو د ازادۍ محدودولو لپاره د حسینې د رسنیو پالیسي منفي ارزونه خپره کړه.
په بنګله دېش کې حسینه تل هند ته د نږدې کېدو له امله پرې نیوکه شوې ده.
هغې ته د بنګله دېش په سیاست کې د هند د ښکېلتیا یوه مجسمه ویل کیږي او منتقدینو په تېرو کلونو کې د حسینې د واک اصلي لامل له هغې سره د هند ملاتړ بللی دی.
حسینه په ۲۰۱۸ کال کې د ټایمز مجلې له خوا د نړۍ د ۱۰۰ با نفوذه کسانو په نوملړ کې شامله شوه او په ۲۰۱۵، ۲۰۱۸ او ۲۰۲۲ کلونو کې د فوربس مجلې له خوا د نړۍ د ۱۰۰ ځواکمنو ښځو په نوملړ کې د هغې نوم خپور شو.
له بنګله دېش څخه تېښته
رويټرز خبري اژانس د هند د دولتي سرچينو په حواله د زمري په ١٦مه خبر ورکړى، چې د بنګله دېش مستعفا شوې لومړۍ وزيرې، چې له خپل هېواده تښتېدلى، په هند کې پاتې کېږي.
هندي رسنیو راپور ورکړی، چې حسینه د لومړۍ وزیرې له څوکۍ تر استعفا وروسته په ډیلي کې د هیندن هوايي اډې کې راښکته شوه او احتمال لري چې لندن ته پرواز وکړي.
د نړۍوالو رسنیو د راپورونو له مخې؛ نوموړی د بنګله دېش له پلازمېنې ډاکا څخه تر تښتېدو وروسته د هند شمال ختیځ اګرتالا ښار ته ولاړه.
له هېواد څخه د هغه تېښته په نړۍواله کچه په رسنیو کې په پراخه کچه منعکس شوه.
له بنګله دېش څخه د شیخ حسینه وتل په داسې حال کې کېږي، چې د دغه هېواد په وروستیو مظاهرو کې ګڼ شمېر اتباع وژل شوي دي.
د حکومت د مخالفینو او د بشري حقونو د مدافعینو په وینا؛ شیخ حسینه په ناحقه د خپلې اصلي سیالې په زنداني کولو او د مطبوعاتو د ازادۍ په محدودولو تورنه ده.
هغې د ټولو اپوزیسیون د له منځه وړلو په لټه کې وه، په ځانګړې توګه د مخالفو فعالانو په وژلو سره.
د لاریونونو ریښه
د لاریونونو د دې پړاو اور د بنګله دېش د خپلواکۍ په جګړه کې د ګډون کوونکو کورنیو لپاره د دولتي دندو لپاره د ۵۶ فیصده کوټې په تخصیص سره روښانه شو.
که څه هم د بنګله دېش سترې محکمې د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۳۱مه) د دولتي دندو لپاره زیاتره کوټې لغوه کړې؛ خو لاریونونه، چې په پایله کې یې سلګونه کسان مړه، ټپیان او زنداني شول دوام لري، چې مرکزي خلک یې محصلین او ځوانان دي.
د شیخ حسینه عامه بښنه او د هغو پوهنتونونو بیا پرانېستل چې د تاوتریخوالي د پیل پر مهال تړل شوي وو، د اعتراض کوونکو له غوښتنو څخه وو.
د ۱۷۰ میلیونو وګړو په دغه مسلمان اکثریتي هېواد کې وروستي لاریونونه د پوهنتونونو د فارغانو تر منځ د پراخې بیکارۍ له امله وشول.

د تاجکستان د بهرنیو چارو د وزارت مطبوعاتي سکرتر اعلان وکړ، چې د دغه هېواد او ایران تر منځ د وېزې د لغوه کولو تړون به د زمري په ۲۰مه نافذ شي. شاهین صمدي وویل، چې ایرانیان او تاجکان کولی شي، چې د راتګ له وخته له وېزې پرته د یو بل په هېوادونو کې ۳۰ ورځې تېرې کړي.
د هغه په وينا؛ د دواړو هېوادونو اتباع په ايران او تاجکستان کې د ٩٠ ورځو په موده کې ٣٠ ورځې تېرولى شي.
د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلان له مخې؛ په لومړي پړاو کې به د وېزې پرته د سفر سیسټم یوازې د هغو کسانو لپاره تطبیق شي، چې د دوشنبې او تهران ترمنځ د هوايي شرکتونو له لارې سفر کوي.
د ایران او تاجکستان چارواکو په ۱۴۰۲ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ویزو د لغوه کولو تړون لاسلیک کړ.

د اسراييل ورځپاڼې يروشلم پوسټ د عربي سرچينو له قوله راپور ورکړى، چې د ايران او اسراييل ترمنځ د پوځي شخړې په صورت کې پاکستان پلان لري، چې د ایران اسلامي جمهوريت ته د منځني واټن بالستيک توغندي ورکړي. په دې راپور کې د "شاهین ۳" په نوم د پاکستان د توغندیو یادونه شوې ده.
د اسلامي همکاریو د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو بېړنۍ غونډه پرون په جده کې د اسماعیل هنیه د وژل کېدو په اړه د تهران او اسلام اباد په غوښتنه جوړه شوه.
تر دې مخکې پاکستان او ایران په ګډه د اسلامي همکاریو د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو بېړنۍ غونډه رابللې وه، څو اسلامي جمهوریت په تهران کې د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه د وژل کېدو په اړه خپل غبرګون له سره غور وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له دې مخکې د اسماعیل هنیه د وژنې په اړه په یوه بیان کې د "غیرقانوني او له خاورې بهر وژنې" برید بللی او غندلی و.
پاکستان هم د جمعې په ورځ (د زمري ۱۲مه) د حماس د سیاسي دفتر د مشر د مړینې په مناسبت عمومي ماتم اعلان کړ.
د یروشلم پوسټ د راپور له مخې؛ په سعودي عربستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان استازي ویلي، چې په جده کې د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د «اسراییل د اشغال د جنایتونو» او د اسماعیل هنیه د وژنې په اړه خبرې وشوې.
په ورته وخت کې وال سټریټ ژورنال د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې امریکا د روانې اونۍ له پای څخه پر اسراییل د برید لپاره د چمتووالي په موخه د خپلو توغندیو د ویشتلو او پوځي تمرینونو په برخه کې د اسلامي جمهوریت اقدامات څاري.
خو امریکايي چارواکو ویلي دي، چې دوی د اسراییل پر ضد د ایران اسلامي جمهوریت د احتمالي برید د څرنګوالي او وخت په اړه معلومات نه لري.
په ورته وخت کې نیویارک ټایمز د دوو ایراني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې روسیې هم ایران ته د پرمختللو رادار او هوايي دفاعي تجهیزاتو استول پیل کړي دي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې په عراق کې پر یوې امریکایي پوځي اډې توغنديز برید کې څو تنه امریکايي پوځیان ټپیان شوي دي. امریکايي چارواکو د برید پخلی کړی او ویلي یې دي، چې برید د عین الاسد پر هوايي اډې شوی دی.
په دغه برید کې دوه توغندي پر دغه هوايي اډې توغول شوي، چې یو یې د اډې دننه لګېدلی چې ګڼ شمېر امریکايي سرتېري په کې ټپیان شوي دي.
خو له بل پلوه بیا العربیه خبري اژانس د عراقي امنیتي سرچینو په حوالې راپور ورکړی، چې پر دغې اډې اته توغندي توغول شوي چې د ځینو یې هدف ته له رسېدو مخکې مخه نیول شوې ده.
امریکايي چارواکو ویلي، چې له برید وروسته د دوی پلټنې او ارزونې روانې دي.
لاتراوسه د دغه برید پړه چا په غاړه نه ده اخیستې.
دا برید په داسې حال کې کېږي، چې په منځني ختیځ کې د اسراییل لهخوا پر فلسطینیانو له برید وروسته په سیمه کې کړکېچ زیات شوی دی.
تېره اونۍ هم اسراییل په تهران کې د حماس سياسي مشر اسماعيل هنيه وواژه، چې وروسته ايران د اسراییل پر ضد د غچ اخېستنې اعلان وکړ.