ملګري ملتونه وايي، د داعش خراسان ډلې مالي او لوژیستیکي ځواکمنتیا ډېره شوې ده

د ترهګرۍ پر ضد د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال د پنجشنبې په ورځ امنیت شورا ته ویلي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې، «د داعش خراسان ډلې مالي او لوژیستیکي ځواکمنتیا» ډېره شوې ده.

د ترهګرۍ پر ضد د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال د پنجشنبې په ورځ امنیت شورا ته ویلي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې، «د داعش خراسان ډلې مالي او لوژیستیکي ځواکمنتیا» ډېره شوې ده.
ولادیمیر ورونکوف زیاته کړه، چې دغې ډلې په خپلو لیکو کې د نویو ځواکونو د جذبولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې ښايي د افریقا ډېره پراخه سیمه د داعش او پر هغې پورې د تړلو نورو ډلو په کنټرول کې راشي.ورونکوف دا هم ویلي، داعش خراسان د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د بریدونو په منلو سره دا وښوده چې دوی د نړۍ په هر ګوټ کې د بریدونو توان لري.د داعش خراسان ډله په افغانستان او پاکستان کې مرکزونه لري.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په خپل راپور کې ویلي، چې داعش خراسان ډلې د طالبانو په امنیتي ځواکونو کې نفوذ پیدا کړی او غواړي خپل دغه نفوذ د مرکزي اسیا هېوادونو ته هم وغځوي.
د دغې شورا د ارزونې له مخې، طالبان د داعش په کنټرولو کې پاتې راغلي.
طالبانو ویلي، چې دغه ډله افغانستان ته ګواښ نه شي پېښولای.
ورونکوف د امنیت شورا ته ویلي، چې د داعش نورو څانګو «خپل عملیات د افریقا په لویديځو برخو او نورو سیمو کې پراخه کړي دي.»
هغه ویلي: «که د هغو نفوذ همدغه شان د پراخېدو په حال کې وي؛ نو ګڼې سیمې له مالي څخه نېولې د نایجریا تر شمالي برخو پورې ټولې سیمې به د هغوی په کنټرول کې راشي.»
د ملګرو ملتونو مرستیال دا رنګه زیاته کړې، چې د موزمبیق، سومالیا او د کانګو د ډیموکراټیک جمهوریت ځینې برخې د «ترهګریزو بریدونو» شاهدې وې چې له امله یې ګڼو ولسي خلکو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د طالبانو په بند کې د دغه هېواد د درېیو وګړو پر وضعیت «ژوره اندېښنه» څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د هغوی خوشې کول د امریکا لومړیتوب دی. میتیو مېلر وویل، چې دا وګړي په ناحقه زنداني شوي دي.
د امریکا حکومت وايي، په تېرو درېیو کلونو کې یې تر ۵۰ ډېر امریکایان د نورو هېوادونو له زندانونو خوشې کړي او بېرته یې امریکا ته استولي دي.
په وروستي هغه کې روسیې او امریکا د ترکیې په منځګړیتوب په یوه تاریخي تړون کې (د زمري په ۱۱مه) خپل یو شمېر بندیان تبادله کړل.
د وال سټریټ ژورنال خبریال اېوان ګېرشکوویچ او د امریکا د سمندري ځواک سرتیېی پاول ویلان چې په روسیه کې بندیان وو، خوشې شول.
امریکا په وار، وار د خپلو خلکو د ازادۍ غوښتنه کړې؛ خو طالبانو د یادو امریکايي وګړو خوشې کېدل مشروط کړي او په بدل کې یې د متحده ایالاتو له زندانه د طالب غړو د خوشې کولو غوښتنه کړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د طالبانو د غوښتنو هیڅ ډول یادونه ونه کړه.
متیو مئلر په واشنګټن کې په یوه خبري کنفراس کې وویل: «موږ د محمود حبیبي، ریان کوربت او جورج ګلزمن د وضعیت په اړه په کلکه اندېښمن یو او دوی ناحقه بندیان شوي دي»
هغه زیاته کړه، چې د طالبانو سره په هره کتنه کې د دغه درېیو بندیانو د ازادۍ مسله غږېدلي دي.
تر دې دمخه، په دوحه کې د متحده ایالاتو استازو له طالبانو سره د امریکايي وګړو د خوشې کېدو په اړه خبرې کړې وې.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې واشنګټن باید د خپلو وګړو د خوشې کېدو په بدل کې د طالبانو غوښتنې او شرطونه ومني.
د دغې ډلې یوه غوښتنه د طالبانو د پخواني غړي محمد رحیم افغاني خوشې کول دي، چې په ګوانتانامو کې بندي دي.
ریان کوربت د ۱۴۰۱ کال په چنګاښ میاشت کې افغانستان ته د سفر پر مهال ونیول شو.
د نوموړي کورنۍ وايي، چې ریان په ډېر بد وضعیت کې په یوه تل خونه کې ساتل کېږي.
محمود حبیبي یو افغاني الاصله امریکایی وګړی دی، چې د افغانستان د هوا پېژندنې پخوانی رییس و.
هغه د ۱۴۰۱ کال په زمري میاشت کې د (ای ار اېکس کمیونکېشن) د ۲۹ نورو کارکوونکو په ګډون ونیول شو.
د حبیبي کورنۍ وايي، چې هغه د القاعده د پخواني مشر اېمن الظواهري تر وژنې یوه ورځ وروسته د کابل په شیر پور سیمه کې د طالبانو له لوري ونیول شو.
طالبانو دغه شرکت د اېمن الظواهري د اوسېدو د ځای په نښه کولو کې په لاس لرلو تورن کړی دی.
درېیم امریکايي وګړی جورج ګلزمن، د ۱۴۰۱ کال د لېندی په میاشت کې د طالبانو له لوري ونیول شو.
په زندان کې د نوموړي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
طالبان او متحده ایالات د بندیانو د تبادلې تجربه لري.
په وروستۍ تبادله کې، متحده ایالاتو د مخدره توکو یو لوی قاچاقبر او د طالبانو لومړنۍ تمویلونکی بشر نورزی له بنده خوشې کړ.
بشر نورزی د متحده ایالاتو د انجنیر مارک فاکس په بدل کې خوشې شو.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې، چې په تېرو درېیو کلونو کې ۸۷ کسان د طالبانو د استخباراتو په زندانونو کې د شکنجې له امله مړه شوي دي.
سرچينو زياته کړې، چې دغه کسان په بېلابېلو لارو مړه شوي، چې په کې برېښنایي شاک، ساه بندول، په اوبو کې ډوبول او د تناسلي الې شکنجې شاملې دي.
د طالبانو اکثره بندیان پخواني پوځیان، د ملي مقاومت جبهې غړي او د طالبانو پر ضد ټولنیز فعالان دي.
تېر کال یوناما د طالبانو د زندانونو وضعیت څېړلی و.
د یوناما د راپور له مخې؛ طالبانو د اعتراف اخیستلو لپاره بندیان د «برېښنایي شاکونو، ساه بندۍ، فشار او ګواښونو، په زور د اوبو څښلو، فزیکي وهلو او سخت درد» سره شکنجه کړي دي.
اوس سرچینو افغانستان انټرنشنل ته په ډاګه کړې، چې د زندانیانو د شکنجې او پلټنو پر مهال ۸۷ کسان مړه شوي دي.
د سرچينو د معلوماتو له مخې؛ د طالبانو د استخباراتو پخوانى غړى خالد حکمت چې له القاعدې سره يې نږدې اړيکې درلودې، د بنديانو په شکنجه کولو او وژلو کې لاس درلود.
سرچينو دا هم وویل، چې په يوه قضيه کې د کاپيسا ولايت اوسېدونکى ګلستان دوه کاله وړاندې د جدي په مياشت کې ونیول شو او څه موده وروسته د طالبانو په زندان کې په مرموز ډول مړ شو.
د هغه د کورنۍ له غوښتنې وروسته معلومه شوه، چې ګلستان د طالبانو د ۶۵ مې ادارې د استخباراتو د پخواني مشر خالد حکمت تر شکنجې لاندې مړ شوی دی.
د ۶۵ مې ادارې پخوانی مشر خالد حکمت القاعده ته نږدې کس و او کابل ته د ایمن الظواهري په لېږدولو کې یې رول درلود.
کابل ته د القاعدې د مشر په لېږدولو کې د خالد د رول تر افشا کېدو وروسته، هغه ونیول شو او په دې وروستیو کې له بنده خوشې شوی او پاکستان ته ستون شوی دی.
د سرچينو د معلوماتو له مخې؛ خالد حکمت د طالبانو د استخباراتي مامورينو په يوه غونډه کې د بنديانو په وژلو اعتراف کړى او ويلي يې دي، چې دغو کسانو د امارت پر ضد تبليغات کول او د مرګ مستحق وو.
د تر لاسه شویو معلوماتو له مخې؛ د زندانیانو په وژلو کې د طالبانو د استخباراتو یو بل کارمند خلیل همرار هم لاس درلود.
سرچينو زياته کړې، چې ارش د خلیل زوی او علي د رمضان زوی، د کابل د لوېديځ اوسېدونکي وو، په ټولنيزو شبکو کې د طالبانو پر ضد د تبليغ په تور ونيول شول او د خليل همرار په نوم د طالبانو د استخباراتي کارمند تر شکنجې لاندې مړه شوي دي.
د سرچينو د معلوماتو له مخې؛ خليل همرار غوښتل، چې شاعر او ليکوال عماد دوران چې پخوانى دولتي کارکوونکى هم و ووژني؛ خو وروسته له دې چې د هغه قضیه رسنیزه شوه، همرار د هغه له وژلو ډډه وکړه.
همدازار سرچینو وویل، چې د طالبانو په زندانونو کې د مرګ ژوبلې له زياتېدو وروسته د طالبانو د استخباراتو مشر عبدالحق وثيق په دې اړه غير رسمي څېړنې پيل کړې، چې په کې څرګنده شوه، چې ٨٧ کسان تر شکنجو لاندې مړه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې یوناما د تېر کال د وږي په ۲۹مه د طالبانو په زندانونو کې د بشري حقونو د پراخو سرغړونو په اړه په یوه راپور کې ټینګار وکړ، چې د دغو سرغړونو نږدې ۵۰ سلنه شکنجه او نور چلندونه یا «ظالمانه، غیر انساني او سپکاوي» دي.
په دې راپور کې راغلي دي، چې د شکنجې او غیر انساني چلند قضیې «په عمده توګه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت او استخباراتو د ریاست تر څارنې لاندې توقیف ځایونو کې ترسره شوي.» یوناما دا هم وايي، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې مدافع وکیلانو ته د لاسرسي د نه منلو په ګډون د محکمې له تضمینونو سرغړونه معمول ګرځېدلی دی.
طالبان د بندیانو د شمېر په اړه ضد او نقیضې احصایې وړاندې کوي.
په دې وروستیو کې د طالبانو د زندانونو څانګې مشر ویلي، چې د دې ډلې په زندانونو کې شاو خوا لس زره بندیان موجود دي.

د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر وايي، ترکمنستان غواړي «نږدې راتلونکي کې په افغانستان کې د ټاپي پروژې کارونه پیل کړي.» د دې دفتر د اعلامیې له مخې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر نن له ملا برادر سره خبرو کې د خپلمنځي سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراخولو ژمنه هم وکړه.
د دې اعلامیې له مخې ملا برادر او رشید مرادوف «د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د عملي کېدو د لارو چارو، تورغنډۍ بندر کې د رېل پټلۍ سټېشن د پراختیا، ترانزیټ او ټرانسپورټ کې د اسانتیاوو د رامنځ ته کولو په اړه هراړخیزې خبرې وکړې.»
طالبان د ترکمنستان دبهرنیو چارو وزیر له قوله زیاتوي، چې هېواد یې چمتو دی «له افغانستان سره د خپلو سیاسي او اقتصادي اړیکو پراخولو په موخه په نږدې راتلونکي کې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې کارونه پیل کړي.»
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف په دې برخه کې د چارو د چټکتیا لپاره تېره میاشت پاکستان ته هم سفر درلود.
د پاکستان د پترولو وزیر مصدق ملک تېره اونۍ وویل، له ښاغلي مرادوف سره لیدنه کې یې د ټاپي پروژې په برخه کې د ګډې همکارۍ لپاره پرمختګ شوی او له مخې به یې د دې پروژې د پلي کولو چارې چټکې شي.
ټاپي پروژه د ترکمسنتان لوېدیځ کې له ګلکینش پیلېږي، د افغانستان له هرات او کندهار په تېرېدو سره د پاکستان کوټې او ملتان ته رسېږي او بیا د هند لوېدیځ کې فزیلکا ته رسېږي.
د دې پروژې د پلي کولو خبرې د طالبانو لومړنۍ واکمنۍ کې په ۱۹۹۰ کلونو کې پیل شوې.
د دې پروژې د رسمي کار پیل د ۲۰۱۵ کال په ډیسمبر کې د ترکمنستان پلازمېنه عشق اباد کې د افغان ولسمشر اشرف غني، د پاکستان د هغه وخت لومړي وزیر نواز شریف او هندي او ترکمن مشرانو له خوا پرانیستل شو.
تمه وه چې د لس میلیارد ډالرو په ارزښت دا اتلس سوه کیلومتره اوږده پروژه په ۲۰۱۹ کال کې پلې شي، خو په افغانستان کې د ناامنۍ له امله تر اوسه د کاغذ پرمخ پاتې ده.

افغانستان کې د ایران اقتصادي اتشه وايي، دغه هېواد له ۸۰ سلنې ډېر اړتیا وړ توکي په وارداتو پوره کوي او دې وارداتو کې ۲۵ سلنه برخه هم د ایران ده. حسین روستايي د طالبانو واکمنېدو ته په اشاره زیاتوي: «افغانستان کې امنیت او مرکزي حاکمیت له دغه هېواد سره د ایران تجارت لا پراخ کړی دی.»
ښاغلي روستايي د ایران دولتي خبري اژانس یا صدا و سیما ته ویلي، ایران د سږ کال لومړیو څلورو میاشتو کې افغانستان ته ۷۲۴ میلیون ډالر صادرات درلودل، چې د تېر کال تر ورته مودې ۲۸ سلنه ډېر شوي
نوموړی وايي، خوراکتوکي، کرنتوکي او سونتوکي افغانستان ته د ایران د وارداتو اصلي برخه جوړوي، خو زیاتوي، که تهران په دې برخه کې منظم پلان ونه لري، قطر، امارات، ترکیه، پاکستان او چین به یې ځای ونیسي.
د پاکستان دولتي بانک هم تېره سې شنبه وویل، سږني مالي کال کې افغانستان ته د دغه هېواد صادرات ۴.۱۲ سلنه زیات شوي، چې له ۵۲۲ میلیون ډالرو ۵۴۴ میلیونه ډالرو ته رسېدلي دي.
د پاکستان نیشن ورځپاڼې نن خبر ورکړ، چې د پاکستان د دولتي بانک د میاشتنۍ احصایې له مخې، په جون میاشت کې افغانستان ته د دغه هېواد ټول صادرات له ۴۶ میلیونو ډالرو ډېر وو، چې تېر کال دغه شمېره ۴۳ میلیونه او ۶۵۷ زره ډالره وه.
د همدې کال په جون کې د پاکستان صادرات د تېر کال تر همدې وخت ۵.۵۳ سلنه ډېر شوي دي.
دغې رسنۍ لیکلي، چې نورو هیوادونو ته د پاکستان صادرات په عمومي ډول په یوه کال کې ۱۱.۵۳سلنه زیات شوي او څه باندې ۳۱ میلیارد ډالرو ته رسیدلي دي.
خو په مقابل کې له افغانستانه پاکستان ته واردات ۲۱.۹۵ سلنه کم شوي او له ۱۵ میلیونو ډالرو ۱۱ میلیونه ډالرو ته ټیټ شوي دي.

د خیبر پښتونخوا له مخورو او سوداګرو څخه جوړې شوې جرګې له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې په تورخم کې ولاړې بار لارۍ دې ژر تر ژره خوشې او هغه بندیزونه دې لرې کړای شي چې پر موټر چلوونکو لګول شوي دي.
دغه جرګې چې ګڼ ګډونوال یې سوداګر ول د چهارشنبې په ورځ د (زمري په ۱۷مه) ویلي، چې د تورخم دروازې تړل د دواړو خواوو سوداګرو ته زیانونه اړوي او په بازارونو کې ورسره بیې هم لوړې شوې دي.
دوی وايي، خلک نه شي کولای په ارزانه بیه میوې دانې او نور اړین توکي وپېري.
د دغې جرګې مشر خان بابا وايي، همدا اوس د پاکستان په بېلابېلو مارکېټونو کې د تازه میوو او سبو بیې لوړې شوې او عام خلک یې د اخیستو وس نه لري.
هغه له پاکستاني چارواکو وغوښتل، چې په تورخم کې دې افغان او پاکستاني سوداګرو لپاره په ګمرکي خدمتونو کې هم اسانتیاوې برابرې شي.
د جرګهوالو تر ټولو ستره غوښتنه دا وه، هغه بار لاریو ته دې ژر تر ژره اجازه ورکړل شي چې دا مهال د تورخم دروازې په دواړو خواو کې اېسارې پاتې دي او هغه توکي چې په کې بار دي د خوسا کېدو په حال کې دي.
پاکستان هغو لاریو ته تر اوسه اجازه نه ده ورکړې، چې موټر چلوونکي یې ویزې، پاسپورټونه او یا د تېرېدلو لنډمهاله کارټونه نه لري.
دغه کارټونه په کابل کې د پاکستان سفارت او په پېښور کې د طالبانو قونسلګرۍ لهخوا موټر چلوونکو ته ورکول کېږي.
په تورخم کې ځايي خبریال فرهاد شینواري افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې دا مهال په تورخم کې زرګونه لارۍ د موټر چلوونکو د اسنادو د نشتوالي له امله ولاړې دي چې ډېرې یې تشې لارۍ دي.
ښاغلي شینواري زیاته کړه، د عامو افغان وګړو له پاره چې قانوني ویزې لري د تورخم دروازه خلاصه ده؛ خو هغه کسان چې د روغتیايي ویزو په لرلو سره پاکستان ته راځي د هغوی د ناروغۍ اسناد کتل کېږي او هغه چې ناروغان نه وي او د ناروغۍ په ویزو راغلي وي هغوی نه پرېښودل کېږي.
دا رنګه ښاغلي شینواري زیاته کړه، هغه ځوانان چې په تعلیمي ویزو پاکستان ته تګ راتګ کوي د هغوی تحصیلي سندونه هم کتل کېږي او په جعلي سندونو د دغو زدهکوونکو او زدهکړیالانو لپاره هم بندیزونه لګول شوي دي.