د ایران اقتصادي اتشه: افغانستان د وارداتو ۲۵ سلنه برخه له ایران پوره کوي

افغانستان کې د ایران اقتصادي اتشه وايي، دغه هېواد له ۸۰ سلنې ډېر اړتیا وړ توکي په وارداتو پوره کوي او دې وارداتو کې ۲۵ سلنه برخه هم د ایران ده. حسین روستايي د طالبانو واکمنېدو ته په اشاره زیاتوي: «افغانستان کې امنیت او مرکزي حاکمیت له دغه هېواد سره د ایران تجارت لا پراخ کړی دی.»