د دې اعلامیې له مخې ملا برادر او رشید مرادوف «د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د عملي کېدو د لارو چارو، تورغنډۍ بندر کې د رېل پټلۍ سټېشن د پراختیا، ترانزیټ او ټرانسپورټ کې د اسانتیاوو د رامنځ ته کولو په اړه هراړخیزې خبرې وکړې.»
طالبان د ترکمنستان دبهرنیو چارو وزیر له قوله زیاتوي، چې هېواد یې چمتو دی «له افغانستان سره د خپلو سیاسي او اقتصادي اړیکو پراخولو په موخه په نږدې راتلونکي کې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې کارونه پیل کړي.»
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف په دې برخه کې د چارو د چټکتیا لپاره تېره میاشت پاکستان ته هم سفر درلود.
د پاکستان د پترولو وزیر مصدق ملک تېره اونۍ وویل، له ښاغلي مرادوف سره لیدنه کې یې د ټاپي پروژې په برخه کې د ګډې همکارۍ لپاره پرمختګ شوی او له مخې به یې د دې پروژې د پلي کولو چارې چټکې شي.
ټاپي پروژه د ترکمسنتان لوېدیځ کې له ګلکینش پیلېږي، د افغانستان له هرات او کندهار په تېرېدو سره د پاکستان کوټې او ملتان ته رسېږي او بیا د هند لوېدیځ کې فزیلکا ته رسېږي.
د دې پروژې د پلي کولو خبرې د طالبانو لومړنۍ واکمنۍ کې په ۱۹۹۰ کلونو کې پیل شوې.
د دې پروژې د رسمي کار پیل د ۲۰۱۵ کال په ډیسمبر کې د ترکمنستان پلازمېنه عشق اباد کې د افغان ولسمشر اشرف غني، د پاکستان د هغه وخت لومړي وزیر نواز شریف او هندي او ترکمن مشرانو له خوا پرانیستل شو.
تمه وه چې د لس میلیارد ډالرو په ارزښت دا اتلس سوه کیلومتره اوږده پروژه په ۲۰۱۹ کال کې پلې شي، خو په افغانستان کې د ناامنۍ له امله تر اوسه د کاغذ پرمخ پاتې ده.