د روغتیا نړۍوال سازمان د بیزو چیچک (اېم پاکس) ناروغۍ له امله بېړنی حالت اعلان کړ

د روغتیا نړۍوال سازمان دغه پرېکړه د کانګو په ګاونډیو هېوادونو کې د ویروس له خپرېدو وروسته کړې ده. د بیزو چیچک کولای شي، چې د نږدې تماس له لارې خپور شي.

د روغتیا نړۍوال سازمان دغه پرېکړه د کانګو په ګاونډیو هېوادونو کې د ویروس له خپرېدو وروسته کړې ده. د بیزو چیچک کولای شي، چې د نږدې تماس له لارې خپور شي.
د بیزو چیچک د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ته رسېدلی، چېرې چې ویروس د لومړي ځل لپاره په ۱۹۷۰کال کې په انسانانو کې کشف شو او بیا وروسته نورو هېوادونو ته خپور شو.د روغتیا نړۍوال سازمان مشر بېډروس اډانوم غیبریوس وویل، چې سږکال تر دې دمه په کانګو کې د ۱۴زرو څخه ډېرې قضیې او ۵۲۴ مړینې راپور شوې دي.د روغتیا نړۍوال سازمان تر دې وړاندې د ۲۰۲۲کال په مې میاشت کې د بیزو چیچک د خپرېدو له امله په ټوله نړۍ کې د عامې روغتیا بېړنی حالت اعلان کړی و.د دغه سازمان د راپور له مخې، دغه وبا چې اوس په لویه کچه کمه شوې، د شاوخوا ۹۰زرو قضیو څخه د ۱۴۰ تنو د مړینې لامل شوې وه.له بل پلوه د روغتیا نړۍوال سازمان د معافیت متخصصینو لهخوا د بیزو چیچک لپاره دوه واکسینونه وړاندیز شوي هم دي.


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، د اکټوبر په ۱۱م د پښتنو قامي جرګې لپاره یې د پاکستان جمعیت علمای اسلام له مشر مولانا فضل الرحمان سره مشورتي ناسته کړې. پښتین روانه اوونۍ په ټولو پښتني ګوندونو غږ کړی و چې د جرګې لپاره دې له خپلمنځي مخالفتونو تېر شي.
منظور پښتین څو ورځې مخکې د خپلې فیسبوک پاڼې له لارې له ټولو پښتني سیاسي ګوندونو وغوښتل چې د داسې لویې جرګې لپاره دې له خپلمنځي مخالفتونه تېر شي او د پښتنو په دغې تاریخي غونډه کې دې ګډون وکړي.
په دې وروستیو کې مولانا فضل الرحمان هم د پاکستان حکومت له ځینو رازونو پرده پورته کړې او د ولس په وړاندې د پاکستاني حکومت پر تګلارو نیوکې کوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وايي، د اکټوبر په ۱۱م د پښتنو قامي عدالت جرګه کې به د پښتنو د هرې ولسوالۍ او هر کلي مشران ګډون ولري او بیا به دغه مشران په قامي عدالت کې د پښتنو لپاره پرېکړې وکړي.
تر دې وړاندې منظور پښتین ویلي و، چې د پښتنو د راټولولو لپاره به هره یوه ته جلا، جلا ورځي او د قامي عدالت غونډې ته د ورتګ بلنه به ورکوي.
پښتون ژغورنې غورځنګ د خپل یوه مخکښ غړي لیکوال او شاعر ګیلهمن وزیر د جنازې په مراسمو کې اعلان وکړ، چې د اکټوبر په ۱۱مې نېټې به د قومي عدالت لپاره په پښتني سیمو کې د وژل شویو، ټپي شویو، ورکو شویو کسانو او ویجاړو شویو کورونو، هټیو، کلیو، سړکونو په اړه به شمېرې او معلومات دغې جرګې ته وړاندې کړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ له شپږو کلو راهیسې د پښتنو د حقونو ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي، په دغې موده کې د یاد غورځنګ یو شمېر غړي وژل شوي، ټپیان شوي او نږدې هره ورځ بندیان شوي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري د قومي عدالت جرګې د رابللو سره همهاله د پاکستان حکومت له لوري د یاد غورځنګ د مهمو غړو د نیولو لړۍ هم پیل شوې او داسې انګېرل کیږي چې د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو په نیولو سره پر یاد غورځنګ فشارونه زیات کړي، چې یاده لویه غونډه او جرګه په ښه توګه ترسره نه شي.

د فلسطین ولسمشر محمود عباس ویلي:« موږ به په هیڅ ډول د منځني ختیځ د کړکېچ په هواري کې د روسیې څنډې کولو ته اجازه ور نه کړو.»
ښاغلي عباس روسیې ته د خپل سفر په ترڅ کې د روسیې له خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې روسیه یو رښتینی منځګړی دی او باید په منځني ختیځ کې د سولې په خبرو کې رغنده برخه ولري.
د فلسطین ولسمشر وویل، چې امریکا غواړي روسیه په منځني ختیځ کې د سولې له خبرو لیرې وساتي.
د هغه په وینا، روسیې تل هڅه کړې چې د منځني ختیځ ستونزه په سولهییزه توګه هواره کړي.
محمود عباس وویل، چې دوی به په هیڅ توګه د منځني ختیځ د کړکېچ په هوارولو کې د روسیې ګوښه ساتل ونه زغمي.
هغه زیاته کړه، چې روسیه د نړۍوالو قوانینو له مخې د منځني ختیځ په شخړه کې روښانه دریځ لري.

د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنیز راپور پر بنسټ؛ د پخواني جمهوري نظام په تېرو شلو کلونو کې د ناټو په چوکاټ کې ۳۶۱۲ بهرني سرتېري وژل شوي او ۲۷۹۶۴ ټپیان شوي دي. په وژل شویو کې ۲۴۶۱ امریکايي سرتېري هم شامل دي.
افغانستان ته د بهرنیو ځواکونو له راتګ سره سم په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د مرګ ژوبلې مساله هم پیلیږي او له مخامخ جګړو نیولې تر چادونو او ځانمرګو بریدونو پورې په نښتو کې د ناټو په چوکاټ کې ۳۶۱۲ وژل شوي او ۲۷۹۶۴ ټپیان شوي دي.
دغه مرګ ژوبله په مخامخ جګړو، ځانمرګو او چریکي بریدونو او دغه راز د سړک غاړې بمونو په چاودنو کې رامنځته شوې ده، چې تر ټولو لویه برخه سرتېري د امریکا وژل شوي دي.
د افغانستان په شل کلنه جګړه کې ۲۴۶۱ امریکايي سرتېري وژل شوي، ورپسې ډېر سرتېري د برېتانیا او بیا د کاناډا دي.
په لاندې بڼه یې شرحه کوو:
امریکا: ۲۴۵۶وژل شوي او ۲۰۷۱۳ ټپیان شوي
برېتانیا: ۴۵۷ وژل شوي او ۲۱۹۱ ټپیان شوي
کاناډا: ۱۵۹ وژل شوي او ۱۴۱۲ ټپیان شوي
فرانسه: ۹۰ وژل شوي او ۱۳۱ ټپیان شوي
جرمني: ۶۲ وژل شوي او ۲۴۵ ټپیان شوي
ایټالیا: ۵۳ وژل شوي او ۱۹۳ ټپیان شوي
پولنډ: ۴۴ وژل شوي او ۲۳۱ ټپیان شوي
ډنمارک: ۴۳ وژل شوي او ۲۱۴ ټپیان شوي
اسټرالیا: ۴۱ وژل شوي او ۲۶۱ ټپیان شوي
اسپانیه: ۳۵ وژل شوي او ۲۸۱ ټپیان شوي
جورجیا: ۳۲ وژل شوي او ۴۳۵ ټپیان شوي
رومانیا: ۲۷ وژل شوي او ۱۳۱ ټپیان شوي
نېدرلنډ: ۲۵ وژل شوي او ۱۴۰ ټپیان شوي
ترکیه: ۱۴ وژل شوي او ۹۲ ټپیان شوي
چک: ۱۴ وژل شوي او ۲۶ ټپیان شوي
نیوزېلنډ: ۱۰ وژل شوي او ۶۱ ټپیان شوي
ناروی: ۱۰ وژل شوي او ۹۴۰ ټپیان شوي
استوانیا: ۹ وژل شوي او ۹۲ ټپیان شوي
هنګري: ۷ وژل شوي او ۱۴ ټپیان شوي
سوېډن: ۵ وژل شوي او ۱۳ ټپیان شوي
لتیوا: ۴ وژل شوي او ۱۱ ټپیان شوي
سلواکیا: ۳ وژل شوي او ۸ ټپیان شوي
سلوانیا: ۲ وژل شوي وژل شوي او ۸ ټپیان دي
فنلنډ: ۲ وژل شوي او ۱۱ وژل شوي
جوردن: ۲ وژل شوي او ۳ ټپیان شوي
پرتګال: ۲ وژل شوي او ۱۹ ټپیان شوي
سویلي کوریا: ۲ وژل شوي او ۱۶ ټپیان شوي
البانیا: ۱ وژل شوی او ۲ ټپيان شوي
بلجیم: ۱ وژل شوی او ۱۴ ټپیان شوي
بلغاریا: ۱ وژل شوی او ۷ ټپیان شوي
کړاوسیا: ۱ وژل شوی او ۹ ټپیان شوي
لېتوانیا: ۱ وژل شوی او ۱۳ ټپیان شوي
مونټینیګرو: ۱ وژل شوی او ۱ ټپي شوی
یونان: ۲ ټپیان شوي
ایسلینډ: ۳ ټپیان شوي
شمالي مقدونیه: ۳ ټپیان شوي
د دندې پرمهال د بهرنیو سرتېرو د ځانوژنو شمېر:
د فرانسې ۲ سرتیري
د امریکا ۲ سرتېري
د کاناډا ۱ سرتېری
د برېتانیا ۱ سرتېری
د اسپانیا ۱ تېری
د رومانیا ۱ سرتېری
د افغانستان انټرنشنل - پښتو څېړنیز راپور دلته ولولئ:
د افغانستان د شل کلنې جګړې د ښکېلو اړخونو مرګ ژوبله (۲۰۰۱-۲۰۲۱)

سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ويلي، چې نن د اګسټ ۱۴مه د پاکستان د خپلواکۍ ورځ د خیبرپښتونخوا په ځینو سیمو کې د تورې ورځې په توګه ونمانځل شوه. د لوی وزیرستان په یو شمېر سیمو او د خیبر په جمرود کې کلیوالو د تورو بیرغونو په لیږدولو سره دغه ورځ توره بللې.
له خیبرپښتونخوا څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته نن چهارشنبه د (زمري ۲۴مه) ويلي، چې تېره شپه او نن سهار د خیبر درې په جمرود کې ځینو کلیوالو د یوې غونډې پر مهال د اګسټ ۱۴مه د پاکستان د خپلواکۍ ورځ د تورې ورځې په توګه نمانځلې او ویلي یې دي چې د پاکستان حکومت د دوی حقونه نه دي ورکړي او هره ورځ د نا امنۍ له امله وژل کیږي.

وزیرخان اپریدی چې په دغې غونډه او لاریون کې یې ګډون درلود، افغانستان انټرنشنل پښتو ته وويل، چې کومه خپلواکي ونمانځي چې حکومت یې امن لا نه شي ساتلی، هغه وايي: «حکومت مو حق نه راکوي، موږ د پوځي عملیاتو له وجې سلګونه کورنۍ چې دوولس کاله مخکې د تیرا سیمې له خپلې مېنې راکډه کړل شوي یو او تر اوسه پورې مو پوځ خپلې سیمې ته نه پرېږدي او نه دلته خیبر کې سم او معلوم ځای لرو. موږ غواړو بیرته خپلې سیمې ته ولاړ شو.»
تر دې وړاندې ټي ټي پي د یوې خبرپاڼې له لارې د پاکستان په ولسونو غږ کړی و چې دغه ورځې دې د خپلواکۍ په توګه نه بلکې د تورې ورځې په توګه ونمانځي.
بل خوا د شمالي وزیرستان د اسدخیلو کلي یو شمېر اوسېدونکو هم د یوه لاریون په ترڅ کې چې تور بیرغونه یې هم له ځان سره لرل، دغه ورځ د تورې ورځې په توګه ونمانځله.

په خیبرپښتونخوا کې خپلواک خبریال لال وزیر هم افغانستان انټرنشنل ته ويلي، چې د لوی وزیرستان د ځینو سیمو تر څنګ د انګور اډې پرلتوالو هم د پاکستان له حکومته د ناخوښۍ له امله د پاکستان د خپلواکۍ ورځ د تورې ورځې په توګه نمانځلې او پرلتوالو یې تور بیرغونه پورته کړي دي.
په سیمه کې د افغانستان انټرنشنل پښتو خبریال هم وايي، چې په جمرود کې د کوکي خيلو په نوم یوه قبېله چې دغه ورځ یې د تورې ورځې په توګه نمانځلې له ځان سره تور بیرغونه لیږدول.
د پاکستان حکومت تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي، او نه هم د دغه هیواد امنیتي کسانو د داسې خلکو په وړاندې چې دغه ورځ یې د تورې ورځې په توګه نمانځلې غبرګون ښودلی.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د یوې خبري غونډې پر مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، هیله لري چې ایران به د غزې تر اوربنده د حماس د مشر اسماعیل هنیه د وژل کېدو غچ نه اخلي.
هغه وویل، چې د اوربند په اړه خبرې اترې ستونزمنې دي.
له بلې خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویدانت پټېل هم ویلي، چې د یرغمل شویو بندیانو خوشې کول او په غزه کې د اوربند هوكړه به داسې فضا رامنځته کړي چې سیمه له تاوتریخوالي څخه ووځي.
د اسرابیلي رسنیو په وینا، د ایران حکومت له لویدیځو هېوادونو او امریکا سره د غچ اخیستنې د څرنګوالي په اړه په خبرو بوخت دی.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن په دې هڅه کې دی، چې کړکېچ کم کړي.
په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر اسراییل د ۲۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د پوځي تجهیزاتو پلور منظور کړی دی.
د اسراييلي رسیو د راپورونو له مخې، د جګړې په زياتېدو سره چين له ايران سره د ورېښمو بله لار جوړوي.
وروسته له هغه چې حماس د پنجشنبې په ورځ د اوربند په خبرو کې له ګډون څخه انکار وکړ، د امریکا، قطر او مصر په منځګړیتوب په غزه کې د اوربند لپاره د خبرو هڅې روانې دي.
حماس د نورو خبرو پر ځای په تېرو خبرو کې د منل شویو شرطونو د عملي کېدو غوښتنه کړې ده.
تمه کېږي، چې په غزه کې د اوربند د خبرو بل پړاو به د پنجشنبې په ورځ په قطر کې ترسره شي.
اسراييل له یوې خوا په غزه کې د اوربند په اړه د خبرو اترو لپاره د خپل پلاوي د لېږلو غوښتنه کړې؛ خو له بلې خوا پر غزې د بريدونو لړۍ هم روانه ده.
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې د اسراییل د بریدونو په پایله کې ۳۲ تنه فلسطینیان وژل شوي دي.