منظور پښتین: د ۱۱م اکټوبر د جرګې لپاره مو له مولانا فضل الرحمان سره لیدلي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، د اکټوبر په ۱۱م د پښتنو قامي جرګې لپاره یې د پاکستان جمعیت علمای اسلام له مشر مولانا فضل الرحمان سره مشورتي ناسته کړې. پښتین روانه اوونۍ په ټولو پښتني ګوندونو غږ کړی و چې د جرګې لپاره دې له خپلمنځي مخالفتونو تېر شي.