حامد کرزی: اروپایي ټولنه دې د ماشومانو تعلیم او روغتیا ته ډېره پاملرنه وکړي

پخواني ولسمشر د اروپایي ټولنې له شارژدافیرې رافایلا یودیچه سره لیدنه کې د افغان ماشومانو تعلیم او د روغتیا ته د ډېرې پاملرنې غوښتنه وکړه. حامد کرزي دغه لیدنه کې د افغانستان د ځان بسیاینې او پرمختګ لپاره بیا د نجونو پر زدکړو او دوی ته پوهنتونونو د دروازو پر خلاصېدو ټینګار وکړ.