• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو سوداګرۍ وزارت: د افغانستان، ازبکستان او ا‌ذربایجان تر منځ سوداګریزه همغږي کیږي

۲۵ زمری ۱۴۰۳ - ۱۵ اګست ۲۰۲۴، ۰۷:۴۴ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې د ازبکستان د اقتصاد وزارت یو پلاوی او د ا‌ذربایجان د اقتصاد وزارت مرستیال کابل ته رسېدلي او د درېیو هیوادونو تر منځ د سوداګرۍ هڅو د پیاوړتیا لپاره د همغږۍ ناسته کوي.

دغه وزارت وايي، چې راتلوونکي اوونۍ به په کابل کې د ازبکستان د کورنیو تولیداتو نندارتون هم جوړ شي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن پنجشنبه د (زمري ۲۵مه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د افغانستان، ازبکستان او اذربایجان د سوداګرۍ وزارتونه د دغو دریېو هیوادونو تر منځ د سوداګرۍ د لا غوړېدا په موخه د همغږۍ ناسته کوي چې په خبره یې دا مهال د دغو دواړو هیوادونو د اقتصاد وزارتونو پلاوي کابل ته رسیدلي دي.
دغه وزارت وايي، چې په دغې درې اړخیزه ناسته کې به د درې اړخیزو اړیکو او د ترانسپورټ او لوژستیک برخې پراختیا، د جیولوژیکي موندنو او جامدو کاني توکو او د افغانستان په شمال کې د سمنټو پروژې د پلي کېدو په تړاو خبرې وشي.
‏د طالبانو سوداګرۍ وزارت زیاتوي چې راتلونکې اوونۍ به د زمري میاشتې له (۲۸-۲۹مې) نېټې پورې په پلازمینې کابل کې د ازبکستان د کورنیو تولیداتو او محصولاتو دوه ورځنی نندارتون هم جوړ شي، چې موخه یې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ترانریټي اړیکو پراختیا ده.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د زمری په ۱۰مه ويلي و، چې تېر ۱۴۰۲ کال یې د افغانستان د سوداګرۍ کچه شاوخوا لس مېلیارډه ډالرو ته رسولې چې، د څه باندې اته مېلیارډه ډالرو په ارزښت یې واردات کړي او ۱.۸ مېلیارډه ډالرو په ارزښت یې هم له افغانستانه توکي صادر کړي دي.

دغه وزارت وايي، په وروستي یوه کال کې روسیې ته د افغانستان د صادراتو کچه ۵۴، ترکیې ته ۵۳، ایران ته ۱۹، چین ته ۱۶ او قزاقستان ته ۲،۵ سلنه زیاته شوې ده.

د طالبانو سوداګرۍ وزارت داسې مهال د سوداګرۍ په برخه کې د لاسته راوړنو خبره کوي، چې لا هم له پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو سره ډېری وخت افغان سوداګر د ستونزو په اړه شکایتونه کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

سرچينې: د تورخم دروازه له درې ورځو تړل کېدو وروسته نن د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه

۲۵ زمری ۱۴۰۳ - ۱۵ اګست ۲۰۲۴، ۰۵:۲۶ GMT+۱

له تورخم څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې نن پنجشنبه د زمري ۲۵مه د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه. دغه لاره د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو تر منځ د پوستو پر سر د جګړې له امله څلور ورځې وړاندې تړل شوې وه.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د تورخم بندر د کميسار عبدالجبار حکمت له قوله ویلي، چې پر ډیورنډ فرضي کرښې د تورخم لاره نن پنجشنبه د (زمري ۲۵مه) سهار ۷:۳۰ بجې د مساپرو او ټرانزیټ پر مخ خلاصه شوه.

کمېسار حکمت زیاته کړې، چې دغه لاره د پاکستاني اړوند چارواکو سره له خبرو اترو وروسته له درې ورځني ځنډ وروسته خلاصه شوه او په خبره یې چې مساپر کولای شي د پخوا په څېر تګ راتګ وکړي.

په سیمه کې د افغانستان انټرنشنل پښتو خبریال ته هم پاکستاني چارواکو د دغې لارې د خلاصون خبره منلې ده.

وړمه ورځ هم د دغې لارې د پرانېستلو خبرونه خپاره شول او ځینې لارۍ او د پاکستان له خوا یو شمیر کسان پرې پلي تللي وو، خو بیا وروسته د ځینو سیاسي او پوځي ملحوظلاتو له کبله د پوځیانو له خوا وتړل شوه.

له تورخم څخه سرچينې وايي، چې د سه شنبې په ورځ هم د دواړو غاړو د چارواکو ترمنځ ګډه غونډه د طالبانو حکومت د استازو د نه ګډون له کبله پاتې شوه.

څو ورځې وړاندې په تورخم کې د طالبانو د کمیسارۍ مشر عبدالجبار حکمت ويلي وو، چې د ډېورنډ کرښې پورې غاړه د پاکستان حکومت سوداګرو او د باروړونکو لاریو چلوونکو ته د تګ راتګ لنډ مهاله سند یا ټاډ په برخه کې ستونزې جوړې کړې دي.

خو وړمه ورځ بیا د پاکستان امنیتي چارواکو ويلي وو، د طالبانو حکومت له‌ لوري د پوستو جوړولو له امله ډزې وشوې چې له امله یې دغه لاره په بشپړ ډول وتړل شوه.

ملا هبت الله اخوندزاده افغانانو ته: ما ته دعا وکړئ د وخت امام او امیر ته دعا واجب ده

۲۴ زمری ۱۴۰۳ - ۱۴ اګست ۲۰۲۴، ۲۱:۲۱ GMT+۱

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د خپلې بریا د درېیمې کلیزې په وینا کې د خپلې ډلې له غړو یو ځل بیا غوښتي چې له نفاق څخه لاس واخلي او پر افغانانو یې غږ کړی، چې د وخت امیر ته دعا واجب ده او باید ده ته دعا وکړي.

نوموړی زیاتوي، چې په افغانستان کې امنیت د الله له اړخه راغلی دی او پر خپلو پلویانو یې غږ کړی، چې غفلت ونه کړي.

هغه زیاته کړه: " ګورئ چې زړونه په منصبونو کې بند نه کړئ، په خپل منځ کې دوستي او دښمني یوازې د الله لپاره وکړی او د قرابت لپاره دوستي مه کوئ، د قدرت او قومیت شوق په ځان کې مه پېدا کوئ".

ملا هبت الله په خپله وینا کې طالبانو ته په اشارې سره ویلي، چې په افغانستان کې عدالت راولئ او که چېرې مو ظلم او سفارش وکړ نو د دوی نظام به دوام ونه شي کړی.

هغه وايي: " څلوېښت کاله کیږي، چې د افغانستان پر مسلمانانو ظلمونه شوي دي، دغو خلکو سره مرسته وکړئ او اسلام ور وښیئ".

نوموړي د خپل حکومت پر چارواکو غږ کړی، چې د بیت المال ساتنه وکړئ او د افغانستان له خلکو څخه یې غوښتنه کړې، چې طالبانو ته دعا وکړي.

ملا هبت الله زیاته کړې ده: "دا واجب ده چې تاسو د وخت امام او امیر ته دعا وکړئ".

د طالبانو دغه مشر چې تر اوسه په عام محضر کې نه دی را ښکاره شوی له خلکو غوښتي، چې د فلسطین مسلمانانو ته هم دعا وکړي.

د طالبانو د مشر ملا هبت الله دغه نېږدې ۱۹ دقیقې وینا تر ډېره نصیحتي بڼه لرله، چې لویه برخه یې د طالبي حکومت چارواکو او یوازې څلور دقیقې یې د افغانستان له خلکو د دعا غوښتنه کړې ده.

دا لومړی ځل نه دی، چې د طالبانو مشر د خپل ډلې غړو ته د یووالي او اتحاد نصیحت کوي؛ بلکې له دې وړاندې یې هم په کراتو - کراتو د خپلې ډلې له غړو غوښتي، چې له نفاق څخه لاس واخلي او په خپل منځ کې سره یو شي.

جمهوري غوښتونکي: د اګسټ په ۱۵ مه یوازې نظام نه بلکې ټول افغانستان سقوط کړی

۲۴ زمری ۱۴۰۳ - ۱۴ اګست ۲۰۲۴، ۲۱:۱۶ GMT+۱

د افغانستان د جمهوري غوښتونکو خوځښت د اګسټ ۱۵مه د افغانستان لپاره یوه توره ورځ بللې او ویلي یې دي، چې په دې ورځ یو ځل بیا په افغانستان کې ولسواکي د ټوپک، نیابتي جګړو او معاملو په اساس له منځه لاړه.

دغه خوځښت په یوې اعلامیه کې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوه لیکلي: «نه یوازې دا چې په دغه ورځ په افغانستان کې یو نظام سقوط شو بلکې د یوې سیاسي جغرافیې په توګه ټول افغانستان سقوط شو، چې له امله یې نړۍواله پېژندنه له منځه لاړه، ولسواکي او د ملت د ارداې تمثیل جبري ونړول شول او افغانانو خپل لومړني حقونه له لاسه ورکړل.»

دغه خوځښت په خپلې اعلامیه کې زیاتوي، چې د طالبانو په راتګ سره د افغانستان بحران لا اوږد، کړکېچن او له جبري انزوا ډک شوی دی.

د افغانستان د جمهوري غوښتونکو خوځښت لیکلي: «طالبانو یو ځل بیا وښوده، چې دوی په خبرو باور نه لري او په افغانستان کې د ټوپک او زور له لارې حاکمیت کوي، چې دغه جبر د افغانستان ټول مادي او معنوي ارزښتونه سقوط او د یو مشروع نظام بدنه له منځه یوړه.»

د دغه خوځښت په باور، د زور له لارې واکمني اوږدمهالې نه وي او تل یې د هېواد بحران په یو بل کړکېچن ناورین بدل کړی دی.

دغه خوځښت زیاتوي، چې په افغانستان کې طالبانو دا مهال ۴۰ میلیونه افغانان په جبري ډول یرغمل کړي، له هغوی یې د کار او زده کړو حق اخیستی، د بیان ازادي یې محدوده کړې او د پخواني جمهوري دولت کارکوونکي یې زنداني کړي، شکنجه کړي او وژلي دي.

دغه خوځوښت د نړۍوالې ټولنې بې حسي هم د اندېښنې وړ بللې ده او وایي: «که چېرې نړۍواله ټولنه افغانستان ته پاملرنه ونه کړي، لرې نه ده، چې ټوله سیمه او نړۍ به د روان بحران پور پرې کړي.»

د افغانستان جمهوري غوښتونکي په دې باور دي؛ تر هغې چې په افغانستان کې د یوې ټولګډونه پروسې له لارې نظام، اساسي قانون او له نړۍ سره تعامل نه وي رامنځته شوی، د افغانستان روان کړکېچ به لا خشن او داخلي ګډوډي به دوام ولري.

شپږیزه لیګ؛ مس عينک اتلانو د ۷ ويکټو په توپير د سپين غر پړانګانو لوبډلې ته ماتې ورکړه

۲۴ زمری ۱۴۰۳ - ۱۴ اګست ۲۰۲۴، ۲۱:۰۷ GMT+۱

د شپږېزې لیګ په شپږمه سیالۍ کې د ابراهيم ځدران په لوبډلمشرۍ مس عينک اتلانو د ۷ ويکټو په توپير د سپين غر پړانګانو لوبډلې ته ماتې ورکړه. د مس عينک اتلانو لوبډلمشر ابراهيم ځدران ځوان لوبغاړي وفي الله تره خېل ته د ښه توپوهنې له کبله خپل بېټ هم ډالۍ کړ.

د لوبې پچه د سپين غر پړاګانو لوبډلې وګټله او لومړۍ يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د افغانستان کرېکټ بورد وایي، سپين غر لوبډلې په ۱۹.۲ اور کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره مس عينک اتلانو لوبډلې ته ۱۰۶ منډې هدف وټاکه.

د مس عينک اتلانو په لوبډله کې ضياء الرحمان اکبر او وحيدالله ځدران دوه - دوه لوبغاړي وسوځول.

د مس عينک اتلانو لوبډلې په ۱۲،۳ اور کې د خپلو درېيو لوبغاړو په سوځېدو دغه هدف پوره کړ او لوبه یې د ۷ ويکټو په توپير وګټله.

دا په همدې سياليو کې د مس عينک اتلانو دويمه بريا ده، چې تر لاسه کوي يې.

د شپږیزې لیګ کرېکټ سیالۍ په کابل کې د پنځو لوبډلو ترمنځ پيل شوي دي.

طالبانو د بامیان له هرې ولسوالۍ څخه ۵۰ تنه کابل ته د خپلې بریا د نمانځلو لپاره راوستي

۲۴ زمری ۱۴۰۳ - ۱۴ اګست ۲۰۲۴، ۲۰:۴۲ GMT+۱

سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د چهارشنبې په ورځ د باميان له هرې ولسوالۍ څخه ۵۰ کسان پر افغانستان د خپلې واکمنۍ د درېيمې کليزې د نمانځلو مراسمو راوستي. سرچينې زياته کړې، چې دغه کسان په باميان کې د دولتي ادارو کارکوونکي او د ښوونځيو ښوونکي دي.

هغه انځورونه، چې موږ ته رسېدلي طالبانو د باميان دولتي کارکوونکي او ښوونکي په یوه بس کې کابل ته بيايي.

طالبانو د زمري ۲۴ مه د کابل سقوط ورځ د خپل «برياليتوب» په نوم نومولې، چې طالبانو دغه ورځ د کابل په غازې لوبغالي، د بګرام په پوځي اډې او ټول هېواد کې ونمانځل.

په دې وروستیو کې طالب چارواکو په بېلابيلو ښارونو کې د دولتي ادارو کارکوونکو او استادانو ته امر کړی، چې واک ته د دغې ډلې د بېرته ستنېدو په درېیمه کلیزه کې ګډون وکړي.

په دایکندي کې طالب چارواکو هټیوالو ته امر کړی، چې د د دوی بیرغ ولګوي.

طالبانو د چهارشنبې په ورځ د ټانګونو او پوځي وسایطو سره يو ځای په ښارونو کې وګرځېدل.

د طالبانو مخالفينو واک ته د دې ډلې بیا ستنېدل یوه «توره ورځ» بللې او د دې ډلې پر ناسمو سیاستونو يې سختي نيوکې کړې دي.