د مقاومت جبهه: د طالبانو حاکمیت به د ګاونډیو او د سیمې د هېوادونو لپاره ستر ګواښ جوړ کړي

د افغانستان د مقاومت جبهه وایي، چې د طالبانو د حاکمیت دوام به د ګاونډیانو په ګډون د سیمې د هېوادونو لپاره ستر ګواښ وي. دغې جبهې ویلي؛ طالبانو د تکفیري مدرسو په جوړولو او په افغانستان کې ترهګرو ته په ځای ورکولو سره د هېواد راتلونکی او له ګاونډیو سره اړیکې له ستونزو سره مخ کړي دي.