د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه: په افغانستان کې پاتې فعالې رسنۍ د بندېدو له ګواښ سره مخ دي

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه پر افغانستان د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ په مناسبت وایي، چې په افغانستان کې پاتې رسنۍ د طالبانو له خوا د بندېدو له ګواښ سره مخ دي. یاده کمېټه پر طالبانو غږ کوي: «په بې سارې توګه د افغانستان د رسنیو تخریب او په وحشیانه ډول د خبریالانو ځپل ودوروئ.»