• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ۲۰۲۵کال چمپینز ټرافي؛ د هند کرېکټ بورډ وايي، چې د ګډون په اړه یې تراوسه پرېکړه نه ده شوې

۲۶ زمری ۱۴۰۳ - ۱۶ اګست ۲۰۲۴، ۰۶:۴۲ GMT+۱

د هند کرېکټ بورډ مشر جې شاه وايي، چې په دغو سیالیو کې د ګډون په اړه یې تراوسه پرېکړه نه ده شوې. هغه د ټایمز اف اېنډیا رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، هرکله یې چې په دې اړه دریځ روښانه شو؛ نو پرېکړه به له رسنیو سره شریکه کړي.

د ای سي سي د ۲۰۲۵کال چمپینز ټرافي چې د نوي کال په لومړیو میاشتو کې د پاکستان په کوربه‌توب پیلېږي، هند د یو لړ امنیتي اندېښنو له کبله په دغو سیالیو کې د ګډون لپاره پرېکړه نه ده کړې.

دغه سیالۍ د فبروري په ۱۹مه پیلېږي او د مارچ میاشتې تر ۹مې نېټې پورې به دوام وکړي.

په دغو سیالیو کې به د افغانستان، پاکستان، هند، انګلنډ، سوېلي افریقا، نیوزیلنډ، بنګله دېش او اسټرالیا لوبډلې برخه واخلي.
په تېر ۲۰۲۳ اسیا کپ سیالیو کې چې په پاکستان کې ترسره شوې، هغه مهال هم د هند لوبډلې په پاکستان کې په دغو سیالیو کې ګډون رد کړی و او پر ځای یې د هند ټولې لوبې په سریلانکا کې ترسره شوې.
له هند پرته، ټولې اته لوبډلې چې په چمپینز ټرافي کې برخه اخلي، لا دمخه په پاکستان کې لوبېدلې دي.
له بل پلوه د پاکستان کرېکټ بورډ وایي، چې هند پاکستان ته د نه راتلو کوم قوي دلیل نه لري.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

شپږیزه لیګ؛ مس عينک اتلانو د ۷ ويکټو په توپير د سپين غر پړانګانو لوبډلې ته ماتې ورکړه

۲۴ زمری ۱۴۰۳ - ۱۴ اګست ۲۰۲۴، ۲۱:۰۷ GMT+۱

د شپږېزې لیګ په شپږمه سیالۍ کې د ابراهيم ځدران په لوبډلمشرۍ مس عينک اتلانو د ۷ ويکټو په توپير د سپين غر پړانګانو لوبډلې ته ماتې ورکړه. د مس عينک اتلانو لوبډلمشر ابراهيم ځدران ځوان لوبغاړي وفي الله تره خېل ته د ښه توپوهنې له کبله خپل بېټ هم ډالۍ کړ.

د لوبې پچه د سپين غر پړاګانو لوبډلې وګټله او لومړۍ يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د افغانستان کرېکټ بورد وایي، سپين غر لوبډلې په ۱۹.۲ اور کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره مس عينک اتلانو لوبډلې ته ۱۰۶ منډې هدف وټاکه.

د مس عينک اتلانو په لوبډله کې ضياء الرحمان اکبر او وحيدالله ځدران دوه - دوه لوبغاړي وسوځول.

د مس عينک اتلانو لوبډلې په ۱۲،۳ اور کې د خپلو درېيو لوبغاړو په سوځېدو دغه هدف پوره کړ او لوبه یې د ۷ ويکټو په توپير وګټله.

دا په همدې سياليو کې د مس عينک اتلانو دويمه بريا ده، چې تر لاسه کوي يې.

د شپږیزې لیګ کرېکټ سیالۍ په کابل کې د پنځو لوبډلو ترمنځ پيل شوي دي.

شپږیزه لیګ؛ بندامير ښامارانو د پنځو ويکټو په توپير امو نهنګانو ته ماته ورکړه

۲۳ زمری ۱۴۰۳ - ۱۳ اګست ۲۰۲۴، ۱۸:۲۷ GMT+۱

د شپږېزي لیګ په څلورمه سیالۍ کې د حشمت الله شهيدي په لوبډلمشرۍ بندامير ښامارانو د پنځو ويکټو په توپير امو نهنګانو لوبډلې ته ماته ورکړه. د شپږيزې لیګ په دې سياليو کې بندامير ښامارانو دا دويمه پر له پسې بريا او د امو دويمه ماته ده.

د لوبې پچه د د شرف الدين اشرف په لوبډلمشرۍ امو نهنګانو وګټله او لومړۍ يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د افغانستان کرېکټ بورد وایي، امونهنګانو لوبډلې په ۲۰ اوره کې د خپلو ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره بندامير لوبډلې ته د ۱۴۸ منډو هدف وټاکه.

د امونهنګانو په لوبډله کې زبيد اکبري ۵۸، عبدالمالک ۲۵ او لوبډلمشر شرف الدين اشرف ۲۴ منډې وکړې.

د بندامير لوبډلې په توپ اچوونکو کې الله محمد غضنفر، ننګيال خروټي، امير حمزه، حشمت الله شهيدي او افتاب علم یوه یوه ویکټه واخیسته.

د بندامير ښارمانو لوبغاړو دغه هدف په ۱۹.۲ اور کې د خپلو پنځو ویکټو په ترلاسه ورکولو پوره کړ.

د شپږیزې لیګ کرېکټ سیالۍ له یوه کال ځنډ وروسته د تېري دوشنبې په ورځ په کابل کې پيل شو. په دغه لیګ کې پنځه لوبډلې لوبیږي.

شپږیزه لیګ؛ بند امیر ښامارانو د ۱۹منډو په توپیر سپین غر پړانګانو ته ماتې ورکړه

۲۲ زمری ۱۴۰۳ - ۱۲ اګست ۲۰۲۴، ۰۹:۵۲ GMT+۱

د نهم پړاو شپږیزې لیګ په لومړی لوبه کې د حشمت شهیدي په لوبډلمشرۍ بند امیر لوبډلې سپین غر پړانګانو ته د ۱۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه. په نننۍ لوبه کې د بند امیر لپاره په توپ وهنه کې صدیق اتل ۶۹ منډې جوړې او په توپ اچونه کې الله محمد غضنفر او امیرحمزه درې درې ویکېټې واخیستې.

د شپږیزې لیګ د لومړی سیالۍ پچه د سپین غر پړانګانو لوبډلې وګټله او بند امیر ښارمارانو لوبدلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

د بند امیر ښارمارانو لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د شپږو ویکېټو په سوځېدو سره د سپین غر پړانګانو لوبډلې ته د ۱۶۸ منډو هدف ورکړ.

د بند امیر ښارمارانو لپاره صدیق اتل ۶۹، کریم جنت ۳۴، ننګیال خروټي ۲۱ او اصف موسی زي۱۷ منډې جوړې کړې.

خو په توپ اچونه کې بیا د سپین غر پړانګانو لپاره ظاهر خان درې، عصمت عالم او سمیع الله شینواري یوه یوه ویکېټه واخیسته.

د لوبې په دویمه پاڼۍ کې د پړانګانو لوبډلې د ۲۰ اورونو په لوبولو سره ۱۴۸ منډې جوړې کړې او نهه ویکېټې یې له لاسه ورکړې او ونه توانېدل چې د بند امیر لوبډلې له لوري ورکړل شوی هدف پوره کړي.

د سپین غر پړانګانو لپاره د توپ وهنې په برخه کې بهیرشاه محبوب ۳۸، حسن عیسی خیل ۲۴ سمیع شینواري ۲۱ او اکرام علیخیل ۲۰ منډې جوړې کړې.

خو د توپ اچونې په برخه کې بیا د بند امیر ښامارانو لپاره الله محمد غضنفر او امیر حمزه درې درې، ننګیال خروټي دوه او افتاب عالم یوه ویکېټه واخیسته.

نن د افغانستان پر وخت د ورځې دوه بجې دویمه لوبه د امو او مس عینک لوبډلو تر منځ ترسره کیږي.

شپږیزه کرېکټ لیګ؛سپین غر پړانګانو پچه وګټله او د بندامیر ښارمارانو په وړاندې توپ اچونه کوي

۲۲ زمری ۱۴۰۳ - ۱۲ اګست ۲۰۲۴، ۰۶:۵۷ GMT+۱

د افغانستان د کورني کرېکټ ستر لیګ نهم پړاو شپږیزه لیګ د سپین غر پړانګانو او بند امیر ښامارانو په لوبه پیل شو. نن به دوه لوبې کیږي، چې دویمه لوبه کې امو او مس عینک یو د بل په وړاندې لوبیږي.

د سپین غر پړانګانو لوبډلې مشري سمیع الله شینواری او د بند امیر ښامارانو لوبډلې مشري حشمت الله شهیدي کوي.

له یو کلن ځنډ وروسته نن دوشنبه د کابل په نړۍوال کرېکټ لوبغالي کې د شپږیزې لیګ لوبې پیل شوې.

افغان کرېکټ بورډ وايي، د لوبې پچه سپین غر پړانګانو وګټله او د بند امیر ښامارانو په وړاندې توپ اچونه کوي.

د کرېکټ بورډ له لوري د سپین غر پړانګانو لپاره راشد خان لوبډلمشر اعلان شوی و، خو ښاغلی خان د لندن په سل توپه لیګ کې له بوخت دی او د اوس لپاره د سپین غر لوبډلې مشري سمیع الله شنیواریکوي.

د بند امیر ښاماران لوبډلې مشري بیا حشمت الله شهیدي کوي.

خو د راشد خان، رحمن الله ګربز، فضل الحق فاروقي، محمد نبي، عظمت الله عمرزی او حضرت الله ځاځي په ګډون د ملي لوبډلې لوبغاړي چې د شپږیزې لیګ د پنځو لوبډلو په نوملړ کې شامل شوي وو، تر اوسه پورې هېواد ته نه دې راستانه شوي.

دغه لوبغاړي د لند په سل توپه لیګ او د کاناډا په لیګ کې په لوبو بوخت دي.

نیوزلېنډ له افغانستان سره د یوازینۍ ټېسټ لوبې لپاره نوملړ اعلان کړ

۲۲ زمری ۱۴۰۳ - ۱۲ اګست ۲۰۲۴، ۰۶:۳۰ GMT+۱

د افغانستان په کوربه‌توب له نیوزلېنډ سره یوازینۍ ټېسټ لوبه په راتلونکي سیپټمبر میاشت کې د هند په نویډا ایالت کې ترسره کیږي. افغانستان لا تر اوسه پورې د یادې لوبې لپاره لوبډله نه ده اعلان کړې.

نیوزلېنډ لوبډلې له افغانستان سره د یوازینۍ ټېسټ لوبې لپاره د ټېم‌ساوټي په لوبډلمشرۍ ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

د نیوزلېنډ کرېکټ بورډ ویلي، چې له افغانستان سره په دغې ټېسټ لوبه کې به د ټېم‌ساوتي په لوبدلمشرۍ، ټوم بلونډول، مایکل براسویل، ډیون کانوای، میټ هینري، ټوم لاتهم، ډاریل مایکل، ویل اروکسز، اعجاز پټیل، ګیلن پلیفس، راچین راویندرا، مایکل سینټینر، بینسیرز، کین ویلمسن او ویل یانګ ولوبیږي.

د افغانستان په کوربه توب له نیوزلېند سره یوازینۍ ټېسټ لوبه د راتلونکي سیپټمبر میاشتې په نهمه نېټه پیلیږي.

خو افغانستان تردې مهاله د نیوزلېنډ سره د یادې ټېسټ لوبې لپاره نوملړ نه دی اعلان کړی.