اتمر او نبیل ویلي، د شاه امان الله د قربانیو د ستاینې تر څنګ باید زده کړو ته کار وشي

د پخواني جمهوري نظام د بهرنیو چارو وروستي وزیر حنیف اتمر ویلي، چې د غازي امان الله خان د بې شمېره قربانیو ستاینه باید وشي. بل خوا د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل ویلي، چې طالبانو د علم ډیوه مړه کړې؛ خو د امان‌الله خان په لاس روښانه شوې د تعلیم ډیوه باید بله وساتل شي.