• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د یو بې ګناه زنداني پښه ماته کړې او نوموړی له طالبانو د لیدلي زیان تاوان غواړي

۲۹ زمری ۱۴۰۳ - ۱۹ اګست ۲۰۲۴، ۱۴:۵۷ GMT+۱تازه شوی: ۳۰ زمری ۱۴۰۳ - ۲۰ اګست ۲۰۲۴، ۰۳:۰۲ GMT+۱

د حبيب الله په نوم يو افغان چې نهه مياشتي يې د طالب استخباراتو په زندان کې تر شکنجو لاندي ترې کړې او وروسته د دغه ډلې د محکمې له لورې بې ګناه ثابت شوی، د طالبانو څخه نوموړي ته د اوښتي زيان غرامت غواړي. نوموړي وایي، چې زخمي پښه يې تداوي غواړي، چې باید طالبان يې تاوان ورکړي.

د کابل د کارته پروان سیمې دغه اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې ويلي، چې ۱۶ مياشتي مخکې طالب استخباراتو د کابل په ښار کې د مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نهه مياشتې زنداني کړ.

100%

حبيب الله وايي، چې د طالبانو په زندان کې يې د وهلو او شکنجو په زور اقرار کړی او ۹ مياشتي وروسته د «طالبانو محکمې بې ګناه ثابت» کړی.

نوموړي په خپلو خبرو کې وويل: « د وهلو او شکنجو په زور يې اقرار راڅخه واخیست، چې د مقاومت جبهې مالي مسوول يې او څو ځله پنجشير ته هم تللی يې ۲۰ ميله وسله يې راباندي وتړله او دوسيه یې رسمي کړه، په وهلو کې يې چپه پښه څو ځايه را ماته کړه.»

حبيب الله زياتوي، چې ۷ میاشتي مخکې له زندانه خوشي شوی او طالب استخباراتو ورسره د درملنې ژمنه کړې.

100%

نوموړي خپل اسنادونه هم افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته لېږلي او زياتوي، چې پښه يې دوه ځله عمليات کړې؛ لا هم درملنه غواړي.

هغه وايي، چې طالبان اوس د درملنې همکاري نه ورسره کوي.

حبيب الله له طالبانو وغوښتل، چې د ټپي بدن د تداوۍ لپاره دې غرامت ورکړي.

نوموړي تر نيول کېدو وړاندي د کابل په ښار کې د ساختماني موادو کارخانه کې کار کاوه، د هغه په خبره، چې له هېڅ وسله والو کسانو او ډلو سره يې اړيکه نه درلوده.

ځينو نورو سرچينو هم افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وويل، چې د طالبانو د استخباراتو په زندانونو کې د داعش او مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور ډېر شمېر کسان زنداني دي، چې زيات مهال د دغه ډلې سختي شکنجې هم تېروي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

شپږېزه لیګ؛ سپين غر پړانګانو لوبډلې بست ساتونکو ته د ۱۹۳ منډو هدف وټاکه

۲۹ زمری ۱۴۰۳ - ۱۹ اګست ۲۰۲۴، ۱۲:۴۴ GMT+۱

د شپږېزه کرېکټ لیګ نهم پړاو سیالیو په ۱۴مه لوبه کې د راشد خان په لوبډلمشرۍ سپين غر پړانګانو د بست ساتونکو ته د ۱۹۳ منډې هدف وټاکه. د سپين غر پړانګانو په لوبډله کې حسن عيسی خېل ۶۳ او سمېع الله شينواري ۴۹ منډې جوړې کړې دي.

د شپږېزه کرېکټ لیګ د ۱۴ مې لوبې پچه د راشد خان په لوبډلمشرۍ سپین غر پړانګانو لوبډلې وګټله او لومړی يې د بست ساتوونکو په وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

سپین غر لوبډلې په شلو اورونو کې د خپلو ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۹۳ مندو هدف وټاکه.

د بست ساتونکي لوبډلې په توپ اچونه کې نصير خان معروف خېل دوه لوبغاړي وسوځول.

اوس د رحمت شاه په لوبډلمشرۍ بست ساتونکي د دغه هدف د پوره کولو لپاره هڅه کوي.

ځايي سرچینې: د تېر حکومت یو قومندان په بلوچستان ایالت کې ترور شو

۲۹ زمری ۱۴۰۳ - ۱۹ اګست ۲۰۲۴، ۱۲:۴۱ GMT+۱

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې د تېر حکومت قومندان برات خان باختر د تېرې یکشنې په ورځ د بلوچستان ایالت په مرکز کویټه کې ترور شو. وژل شوی پخوانی قومندان برات خان د کویټې ښار په لورلايي سیمه کې د سبزيو هټۍ پرانیستې وه او خپل عادي ژوند یې کاوه.

د قومندان برات خان نږدې سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې نوموړي په کویټه کې د سبزیو یوه هټۍ کې د دوو مخ پټو کسانو له خوا په ډزو ووژل شو.
سرچینو همداراز وویل؛ تر پېښې مخکې په وازي خوا ولسوالۍ کې د طالبانو مخکینی جنګي قومندان چې اسراییل نومیږي او اوسمهال د پکتیکا ولایت په لېوا کې دنده ترسره کوي، څو ځلې نوموړي ته زنګونه وهلي و او نوموړی یې پر مرګ ګواښه.
د سرچینو په خبره، قومندان برات خان اته کاله د پکتیکا ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د قومندان په توګه دنده ترسره کړې ده.
یاد قومندان د جمهوریت له سقوط وروسته ایران ته ولاړ، خو هلته هم د طالبانو تر تعقیب لاندې و او د ایران حکومت هم له طالبانو سره همکاري کوله چې قومندان برات خان مجبوره شو له دغه هېواد څخه کراچۍ ښار ته ولاړ شي.
سرچینې همداراز زیاته کړه، چې قومندان برات په کراچۍ کې هم ارامه پرېنښودل شو او له بېلابېلو شمېرو ورته زنګونه او مسجونه کېدل، چې بیا د کویټي لورلايي سیمې ته ولاړ.
دغه سرچینه وایي، چې قومندان برات د خپلې کورنۍ وروستی نارینه و، چې ترور شو او تر هغه مخکې د کورنۍ نولس نور غړي یې هم چې ډېریو یې د جمهوریت پر مهال نظامي دندې درلودې، د طالبانو له خوا وژل شوي و.

د دغې سرچینې په وینا، د قومندان برات مړی یې تېره ورځ د کویټې په لورلایي سیمې کې خاورو ته سپارلی.
ویل کیږي، چې یاد قومندان نه اته کونډې او اتلس یتیمان پاتې دي، چې اوس د نوموړي په وژل کېدو سره بې برخلیکه دي.
قومندان برات له خپلو څو ملګرو سره کویټه کې اوسېده او اوسمهال د نوموړي د ملګرو ژوند هم له سختو امنیتي ګواښونو سره مخ دی.
د ویلو ده، چې جنرال سمیع سادات هم په خپل اېکس کې د یاد قومندان د وژل کېدل په غبرګون کې ویلي، چې د دغه وژل شوي افغان پوځي غچ به اخلي.
ښاغلي سادات دغه راز د پاکستان له حکومت هم غوښتي، چې د پخوانیو افغان پوځیانو خوندیتوب ته پام وکړي.

که څه هم د طالبانو واکمنېدو په درشل کې ملا هبت الله خپلو مخالفانو ته ټولبښنه وکړه، خو بیا هم وخت نا وخت د پخواني نظام کارمنان په تېره نظامیان په مرموز ډول وژل کېږي او یا هم د دې ډلې په زندانونو کې شکنجه او ځینې وخت وژل کېږي.

په دې هکله د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو مختلفو ادارو رپوټونه خپاره کړي، خو طالبان یې ردوي.

شپږیزه لیګ؛ امو نهنګانو لوبډلې د ۲۵ منډو په توپير میس عینک ته ماتې ورکړه

۲۹ زمری ۱۴۰۳ - ۱۹ اګست ۲۰۲۴، ۱۰:۱۰ GMT+۱

د شپږیزې لیګ په ۱۳مه لوبه کې امو نهنګانو لوبډلې د مس عینک لوبډلې ته په ۲۵ منډو ماتې ورکړه. دا په روان لیګ کې د مس عینک لومړۍ ماتې او د امو نهنګانو درېیم بری دی.

د نننۍ لوبې پچه د مس عینک لوبډلې ګټلي وه او د توپ اچونې پرېکړه یې کړي وه.

د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د امو نهنګانو توپ په زړه پوري لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

د دغې لوبډلې توپ وهونکو، شاهدالله کمال ۴۹، زبید اکبري ۴۹، عبدالماک ۳۲ او محمد اسحاق د ۱۹ منډو په مټ د پنځو لوبغاړو په زیان سره سیالې لوبدلې ته د ۱۹۱ منډو هدف ورکړ.

بل‌خوا بیا د مس عینک لوبډلې توپ اچونکو ضیا الرحمن اکبر دوه، محمد نبي، عبدالرحمن او یما عرب یوه یوه ویکېټه تر لاسه کړه.

خو د لوبې په دویمه پاڼۍ کې د ابراهیم ځدراڼ د ۵۲‍ او وفي الله تره خیل د ۴۱ منډو جوړیدو سره بیا د امو نهنګانو توپ اچونکو سیالې لوبډلې ته د ورکړل شوي ۱۹۱ منډو هدف څخه په ښه توګه دفاع وکړه.

د امو نهنګانو لپاره په توپ اچونه کې عظمت عمرزي درې، فضل الحق فاروقي، شاهدالله کمال او قیس احمد یوه یوه ویکېټه واخیستله.

په روان لیګ کې مس عینک لوبډلې دا پنځمه لوبه وه چې ترسره یې کړه او په لومړي ځل یې ماتې وخوړله.

بل خوا امو نهنګانو لوبډلې نن شپږمه لوبه ترسره کړه، چې درې لوبې یې ګټلې او درې یې بایللې دي.

د نن لوبې غوره لوبغاړي جایزه د امو نهنګانو لوبډلې الراونډر لوبغاړی شاهد الله کمال ته ورکړل شوه.

کمال په توپ وهنه کې په ۲۳ توپونو ۴۹ منډې جوړې کړې او په توپ اچونه کې یې یوه ویکېټه ترلاسه کړه.

یوناما: افغانستان له کلونو راهیسې د بشرپاله مرستو رسوونکو لپاره له ګواښونو ډک هېواد دی

۲۹ زمری ۱۴۰۳ - ۱۹ اګست ۲۰۲۴، ۰۹:۲۶ GMT+۱

یوناما وايي، که څه هم له ۲۰۲۱ کال راهیسې په افغانستان کې شخړې پای ته رسېدلې دي، خو په بشرپالو چارو کې د افغان ښځو او نجونو ګډون کم کړل شوی دی. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال په دې اړه خواشیني ښودلې.

د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ د اګسټ ۱۹مه د بشپرپالنې نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې افغانستان له ډېر وخت راهیسې د بشرپاله مرسته رسوونکو لپاره له ګواښونو ډک هیواد دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال ایندریکا راټواټي وايي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې د بشرپاله فعالیتونو په برخه کې د افغان ښځو او نجونو ونډه کمه شوې ده.

نوموړی وايي: «دا د بریالیتوب په لاره کې ننګونې وړاندې کوي.»

ښاغلی انډریکا وايي؛ له بندیزونو او ننګونو سره سره په ټول هیواد کې د افغان مېرمنې او نارینه مرستندویه کارکونکي په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو رسولو په برخه کې د ملا تېر په توګه پاتې دي.

نوموړی زیاتوي: «په بشردوستانه کړنو کې د افغان ښځو او نارینه وو بشپړ ګډون خورا مهم دی ځکه چې موږ ښځو او نجونو ته په خوندي او دوامداره توګه ورسیږو»

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال وايي، د نړۍ مشران، اوس له بل هر وخت څخه ډیر اړتیا لري چې د بشردوستانه کارمنانو ساتنه تضمین کړي او د دوی کار وړ او ځواکمن کړي.

د نوموړي په خبره د بشردوستانه کارکوونکو او مرستو، په ځانګړې توګه له ښځینه مرستندویه کارکونکو پرته به د میلیونونو خلکو ژوند او هوساینه به له ګواښ سره مخامخ وي.

د یوناما د معلوماتو له مخې، ۲۰۲۳ کال د بشرپالنې د کارکوونکو لپاره خونړی او ۲۰۲۴ به ښايي تر هغه بدتر وي.

محمد خالد حنفي: «شریعت پلی کوو» او په دې برخه د هیچا فشار نه منو

۲۹ زمری ۱۴۰۳ - ۱۹ اګست ۲۰۲۴، ۰۸:۵۷ GMT+۱

د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اوریدو وزیر کندوز کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، چې د «شریعت پلي» کولو په برخه کې د هیچا فشار نه مني. محمد خالد حنفي، دا نه دي ویلي چې په دې برخه کې د چا له فشار لاندې دي.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون نن دوشنبه د (زمري ۲۹مه) په ایکس پاڼه لیکلي چې د دغې ډلې د امربالمعروف او شکایتونو اوریدو وزیر محمد خالد حنفي کندوز ولايت ته تللی او هلته یې له ديني عالمانو او قومي مخورو سره په غونډه کې ويلي، چې دغې ډلې «جهاد د اسلامي شریعت د پلي کیدا لپاره کړی او په دې برخه کې د بل چا فشار ته غاړه نه ږدي.»

ملي ټلویزیون د حنفي له قوله ویلي، چې د طالبانو حکومت ټول چارواکي یې اړویستي چې د خپل مشر هر ډول فرمانونه ومني او پلي یې کړي.

خو حنفي په خپلو خبرو کې دا نه ویلي، چې د اسلامي شریعت د پلي کولو په برخه کې چا او یا کوم هیواد پر فشار راوړی.

تېره ورځ د طالبانو د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب هم د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ګټلو د ۱۰۵مې کلیزې نماځغونډه کې پرته له دې چې د کوم هېواد نوم یاد کړي وویل، چې په «افغانستان کې نه چا فرمایش منو او نه هم د چا په فرمایش حکومت جوړول منو.»

واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته درې کاله کیږي، چې نړۍواله ټولنه او د سیمې هیوادونه له طالبانو غواړي چې په افغانستان کې دې ټولګډونه حکومت جوړ کړي او د وګړو ټول بشري حقونه دې په پام کې ونیسي، خو طالبان وايي، دوی د خپلې خوښې حکومت کوي او د نورو دا ډول څرګندونې په خپلو چارو کې لاسوهنه بولي.

طالبان هر وخت په ځانګړي ډول د کوم هیواد نوم نه اخلي او په خبرو کې یوازې په اشارو سره هغو هیوادونو او سازمانونو ته پیغام رسوي چې دوی ېې غوښتنې نه مني.