• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکايي څېړونکې وايي، د طالبانو د کار څېرې ناکامې شوې دي

۲۹ زمری ۱۴۰۳ - ۱۹ اګست ۲۰۲۴، ۰۶:۰۰ GMT+۱

د بروکینګز له څېړنیز انسټیټیوټ څخه وانډا فیلباب براون وايي، د طالبانو د کار څېرې د هبت الله د سختو تګلارو په نرمولو کې نه دي بریالۍ شوې او په شا شوې دي. نوموړې له امریکا وغوښتل چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه له طالبانو سره اړیکې په ټیټه کچه وساتي.

اغلې براون وايي چې هبت الله له سیالو څېرو لکه سراج الدین حقاني او ملا یعقوب سره د مقابلي په موخه خپل وفادار کسان د بېلابېلو ادارو د مرستیالانو په توګه په دندو ګمارلي دي.

هغې په یوه مقاله کې چې د اګسټ په ۱۴مه د بروکینګز انسټیټیوټ له خوا خپره شوه، یادونه وکړه چې په تېرو درېیو کلونو کې د طالبانو غیر پښتون قوماندانان له کاره لیرې شوي او یا په ټیټو پوستونو ګومارل شوي دي.

هغې وويل چې هبت الله د کندهار او هلمند د ځواکمنو قوماندانانو لکه ملا ذاکر په ملاتړ خپل ځواک څرګندوي.

د نوموړې په خبره ملا هبت الله په سوېل کې ډير واک او ځواک لري.

د کوکنارو د کښت د منع کولو پایلې

د دغې لوړپوړې څېړونکې په وینا، د هبت الله له خوا د کوکنارو د کښت منع کول دغه کښت ۹۵ سلنه کم کړی دی، خو دغه کار افغانان خورا بې وزله کړي دي.

لیکواله وايي، د کوکنارو پر کښت بندیز ۴۵۰ زره دندې له منځه وړې او د افغانستان اقتصاد ته یې لږ تر لږه ۱،۳ میلیارډه ډالره زیان اړولی دی.

په مقاله کې راغلي چې له دې پرېکړې څخه د ملا هبت الله د ډلې په ګډون طالب مشرانو ګټه پورته کړې، ځکه چې د دوی د هيروينو د زېرمو ارزښت ډېر لوړ شوی دی.

لیکواله په دې باور ده چې که طالبان ونه شي کولای دغه زیرمې وپلوري او یا یې د بندیزونو له لرې کولو پرته پای ته ورسوي، ښايي د هبت الله او د هغه د سوېلي ملاتړو ترمنځ درزونه رامنځته شي او دغه مخالفتونه د دې ډلې د تګلارو د بدلولو فرصت برابرولی شي.

له چین څخه زړه ماتې

لیکواله په دې باور ده چې طالبان له چین څخه زړه ماتې شوي دي.

هغې لیکلي: «د چین او افغانستان ترمنځ د ټیټې کچې سوداګري مخ په زیاتیدو ده، او ښايي افغانستان په راتلونکي کې د چین د یو کمربند او یوې لارې په نوښتونو کې شامل شي. خو د افغانستان د جمهوري نظام په څېر طالبان هم د چین د پانګونې له نشتوالي څخه ناهیلي دي.»

هغې زیاته کړه: «د ۲۰۲۴ کال د جولای په میاشت کې د مس عینک کان د لسم ځل لپاره پرانستل شو، هغه کان چې چین یې له ۱۵ کلونو راهیسې د کان د استخراج جواز لري. خو په نږدې راتلونکي کې به هیڅ ریښتینې کان کیندنه ونه شي.»

نوموړې لیکوالې لیکلي چې طالبانو د اویغور ملېشو په اړه چین راضي کړی او د چین له پولې یې لرې کړي دي.

ازبکستان جنرال دوستم ته ویزه نه ده ورکړې

لیکواله له طالبانو سره د سیمې د هېوادونو د جوړجاړي د زیاتوالي او پر پخوانیو سیاسي او جهادي مشرانو د بندیزونو لګولو خبره کوي او وايي، چې سیمې، په واک کې د پخوانیو مشرانو د ونډې لپاره د فشارونو مخه نیولې ده.

نوموړې وايي، چې ازبکستان ان د افغانستان د ولسمشر پخواني مرستیال عبدالرشید دوستم ته هم د اوسیدو اجازه نه ورکوي.

دوستم، ډیری ملګري یې او پخواني سیاسي مشران اوس په ترکیه کې ژوند کوي.

تر دې مخکې ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې دوستم ته نږدې یو شمېر قوماندانان له ترکیې څخه ایستل شوي دي.

د ملا هبت الله په شاوخوا کې د ایران اغېز

لیکواله وايي چې ایران د طالبانو د مشر په شاوخوا کې تر ټولو زیات اغېز لري. هغه وايي چې ملا هبت الله سني ته د شیعه ایران پام‌وړ لاسرسی د حیرانتیا وړ دی.

خو هغې زیاته کړه چې د طالبانو په مشرۍ کې د ایران اغېز د دې لامل نه دی شوی چې طالبان د ایران د اوبو ګټې خوندي کړي، ځکه چې طالبان د ایران له اعتراضونو سره سره د افغانستان په سویل لوېدیځ کې د اوبو بندونو جوړولو ته دوام ورکړی دی.

د بروکینګز دغه لوړپوړې څیړونکې د طالبانو په اړه د امریکا د اوسنۍ تګلارې دفاع وکړه او ویې ویل، چې امریکا باید د طالبانو د کار له مشرانو سره چینلونه جوړ کړي او دوه اړخیز مثبت جوړجاړي وکړي.

د هغې په وينا، «که چېرې د طالبانو په دننه کې د واک انډول بدل شي، دا ډول پاليسي ښايي لږ تر لږه تر يوې کچې د طالبانو په چلند کې د اغېز زمينه برابره کړي»

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

حال وش: ایران د دوو افغانانو په ګډون پنځه تنه بندیان په دار وځړول

۲۹ زمری ۱۴۰۳ - ۱۹ اګست ۲۰۲۴، ۰۴:۵۲ GMT+۱

د حال وش په نامه د بشري حقونو سازمان د دوشنبې په ورځ ویلي، چې د ایران په یزد زندان کې ددوو افغانانو په ګډون پنځه تنه بندیان اعدام شوي دي. دغه اعدام شوي وګړي په بېلابېلو تورونو لکه د نشه‌يي توکو په قاچاق او قتلونو تورن شوي وو.

د دغه بنسټ د خبرپاڼې له مخې، د دغو بندیانو د اعدام حکم د شنبې په سهار د زمري په ۲۷مه ورکړل شوی و او نن دوشنبه د (زمري ۲۹مه) د یزد په زندان کې پلی شوی، چې دوه تنه یې افغانان او درې نور یې بلوڅان دي.

که څه هم چې حال وش د دواړو اعدام شویو افغانانو د هویت په اړه تر اوسه پورې څه نه دي ویلي؛ خو دا یې ویلي چې یو یې په قتل تورن و او د بل هغه په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

د ایران د بشري حقونو سازمان د زمري په ۱۴مه په یوه راپور کې ویلي و، چې د روان میلادي کال په تېرو اوو میاشتو کې د ایران په زندانونو کې ۳۰۰ تنه اعدام شوي چې ۲۰ تنه یې افغانان وو.

د هه‌نګاو په نامه د بشري حقونو سازمان د خپلو موندنو له مخې ویلي، چې په تېرو اوو میاشتو کې ۲۵ تنه افغانان د ایران په زندانونو کې په دار ځړول شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ ویلي، چې د روان کال له پیله تر اوسه پورې د ایران په زندانونو کې د راپور شویو اعدامونو شمېر ۳۴۵ کسانو ته رسېدلی دی.

ایران وايي، له افغانستان سره د پولې د تړلو ۳۳۰ کیلومتره پروژه به د سږ کال تر پایه بشپړه شي

۲۹ زمری ۱۴۰۳ - ۱۹ اګست ۲۰۲۴، ۰۳:۵۴ GMT+۱

د ایران د ځمکنیو ځواکونو یوه قوماندان ویلي چې له افغانستان سره د ختیځې پولې د تړلو ۳۳۰ کیلومتره پروژه به د روان کال تر پایه بشپړه شي. سیروس امان اللهي وویل چې د پولې د تړلو پروژه د ایران دننه د امنیت د ټینګښت لپاره ده.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د ایران د پوځ د شمال ختیځې اډې قوماندان ویلي چې دغه سرحدي پروژه له افغانستان سره په همغږۍ پلې کېږي.

هغه څرګنده کړه چې په خراسان رضوي، سوېلي خراسان او سیستان و بلوچستان کې به د پولې د تړلو چارې تر درېیو کلونو بشپړې شي.

د ایران د شمال ختیځو پولو د بندولو پلان د ۱۴۰۳ هجري ش کال د غوایي په میاشت کې پیل شو. ایران د دغه پلان د عملي کولو لپاره خپلو وسله والو ځواکونو ته درې میلیارډه ډالره ورکړي دي.

ایراني چارواکو ویلي چې دوی د کډوالو د ناقانونه ننوتلو، د ترهګرو او د مخدره توکو د قاچاقبرانو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره د دغه هیواد پولې تړلي.

د طالبانو په زندان کې د افغان-امریکايي ورور وايي چې حبیبي ژوندی دی خو هغه ته اندېښمن دی

۲۹ زمری ۱۴۰۳ - ۱۹ اګست ۲۰۲۴، ۰۳:۲۶ GMT+۱

د طالبانو په زندان کې د افغان الاصله امریکايي وګړي محمود شاه حبیبي ورور فاکس نیوز ته ویلي چې د خپل ورور حالت ته اندېښمن دی. احمدشاه حبیبي وویل، سپینه ماڼۍ، د بهرنیو چارو وزارت او یو شمېر سناتوران د «محمود کور ته د راوستلو لپاره ډېر کار کوي.»

محمودشاه حبیبي د ۲۰۲۲ کال د اګسټ په ۱۰ مه د «ای ار ایکس مخابراتي شرکت» له ۲۹ نورو کارکوونکو سره ونیول شو.

د مخکیني افغان حکومت د ملکي هوايي چلند د ادارې مشر حبیبي یوه ورځ وروسته له هغه ونیول شو چې د کابل په شیرپور کې د القاعده پخوانی مشر ووژل شو.

طالبانو دغه شرکت تورن کړی چې د ایمن الظواهري په نښه کولو کې یې د امریکا له حکومت سره مرسته کړې، خو دغې ډلې د حبیبي نیول کېدل نه دي منلي.

احمدشاه حبیبي له فاکس نیوز سره په مرکه کې دا خبره رد کړه چې ورور یې د الظواهري په برید کې لاس درلود او ویې ویل چې ورور یې طالبانو ځکه نیولی چې په تېر حکومت کې یې کار کړی او د امریکا تابعیت لري.

هغه وویل چې هغه په ​​افغانستان کې د سرچینو څخه معلومات لري چې محمود ژوندی دی، خو «د هغه د اوسني حالت په اړه ډاډه نه و.»

د محمود شاه حبیبي ورور زیاته کړه چې کورنۍ یې د هغه د خلاصون لپاره د بهرنیو چارو وزارت، سپینې ماڼۍ، د کلیفورنیا، نیوجرسي او ویرجینیا له سناتورانو او استازو سره کتلي دي.

د احمدشاه په وینا، د هغه ورېندارې د خپلې وړې لور د پالنې لپاره د طب ښوونځی پریښود.

هغه وويل: «یوازې محمود په زندان کې دى، خو زموږ ټوله کورنۍ هم د هغه په ​​څېر زنداني ده.»

تر دې مخکې د امریکا د څېړنو فدرالي ادارې ویلي و چې د هغه په ​​اړه معلومات نه لري، خو د واشنګټن د ایف‌بي‌ای د دفتر مرستیال ویلي چې د هغه کورنۍ ته د بېرته ستنولو لپاره ډېر کار کوي.

که څه هم طالبانو تر اوسه پورې د حبيبي نيول کېدل نه دي منلي، خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په دې وروستيو کې ويلي و، چې له امريکايي استازو سره يې د بنديانو د تبادلې په اړه خبرې کړې دي.

مجاهد ویلي چې امریکا باید د خپلو وګړو د خلاصون په اړه د دوی غوښتنې ومني چې په کې د ګوانتانامو له زندانه د طالب بندي مهاجر افغان خوشې کول هم شامل دي.

مولوي کبير: په سلو کلنو کې افغانانو جګړې ګټلي او سياست یې بايللی خو موږ دواړه وګټل

۲۸ زمری ۱۴۰۳ - ۱۸ اګست ۲۰۲۴، ۲۲:۴۳ GMT+۱

د طالبانو د رییس الوزرا سياسي مرستیال وايي، په تېرو سلو کلونو کې افغانانو د جګړې میدانونه ګټلي او سياست یې بايللی دی؛ خو «طالبانو» په دغو دواړو برخو کې برياوې خپلې کړې. مولوي کبير زياتوي، چې د تاریخ څخه زده کړه پکار ده او باید د «جګړې عوامل، بهرنۍ مداخلې او يرغلونه مشخص» کړو.

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو ۱۰۵ مې کلیزې نماځغونډه کې وويل: «موږ دا ځل د جګړې او سياست دواړه ډګرونه ګټلي، په شل کلن جهاد کې مو نظامي ډګر، سیاسي او اقتصادي خپلواکي تر لاسه کړې ده.»

هغه وايي، چې په تېرو سلو کلونو کې افغانان د خپلواکۍ په واقعي معنا نه دي پوه شوي او هېڅ واکمن د ستونزو پر اصلي حل کار نه دی کړی.

مولوي کبیر زیاتوي، چې دوی د راتلونکي لپاره په احتياط ګام اخلي او پر هغو عواملو تمرکز کوي، چې جګړه زېږوي او افغانستان د ناامنۍ پر لوري بیايي.

هغه په خپلو څرګندونو کې یو ځل بیا د نړۍ او سيمې له هېوادونو سره د اړيکو د جوړېدو غوښتنه کړې.

مولوي کبير د هېوادونو د نوم يادولو پرته د سېمې له هېوادونو وغوښتل، چې د پارونکو اقداماتو او څرګندونو ډډه وکړي تر څو امنيت، ثبات او د همکارۍ روحيه کمزورې نه کړي.

نوموړي د خبردارۍ په ډول وويل، چې په هر حالت کې د خاوري او خلکو دفاع مسووليت لري

هغه پر غزې د اسراييل بريدونه بیا وغندل او دا یې د نړۍ په سطحه یو لوی ظلم ياد کړ.

مولوی کبير زياته کړه «تر څو چې د غزې پر مسلمانانو د اسرايیل بريدونه دوام ولري، سیمه به امن نه شي.»

د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب هم په دې غونډه کې ويلي وو، په حکومت جوړولو او حکومتي چارو کې د بل چا فرمایش نه مني او نه هم د نورو په خوښه حکومت کوي.

فاکس نیوز: چین او روسیه په افغانستان کې د امریکا له امنیتي تېروتنې ګټه پورته کوي

۲۸ زمری ۱۴۰۳ - ۱۸ اګست ۲۰۲۴، ۱۷:۰۴ GMT+۱

فاکس نیوز په خپل یوه راپور کې لیکلي، چې له افغانستانه د وتلو په درشل کې د امریکا د اطلاعاتي ماتې، د امریکايي پوځیانو وژلو کېدو تر څنګ یوه داسې امنیتي خلا رامنځته کړه، چې د امریکا «دښمنان» لکه چین او روسیه یې اوس ګټه اخلي.

دې شبکې د یکشنبې په ورځ په یوه راپور کې لیکلي، چې متحده ایالات د ترهګرۍ پر وړاندې له خپلې اوږدې جګړې څخه فاصله اخیستې ده؛ ځکه چین او روسیې په سوېلي اسیا او منځني ختیځ کې په زیاتیدونکي توګه خپل نفوذ پراخ کړی دی.

مایکل روبین چې د امریکن انترپرایز انسټیټیوټ څیړونکی او په منځني ختیځ او سویلي اسیا کې د امنیتي مسالو کارپوه دی، فاکس نیوز ته وویل: "موږ نه پوهیږو کله موږ افغانستان شا کړو او یوازې غواړو دروازې وتړو او لاړ شو، موږ هلته یو خلا جوړوو. بل څوک راشي او دا تشه ډکه کړي.»

هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني؛ خو د چین او روسیې په ګډون د سیمې ځینې هېوادونه له دغې ډلې سره نږدې ډېپلوماتیکې اړیکې لري.

فاکس نیوز د چین تیر کال غوښتنې ته په اشارې سره چې طالبان باید له نړۍوالې ټولنې څخه ونه اېستل شي او همدارنګه د روسیې له خوا د ترهګرو ډلو له لېست څخه د طالبانو د اېستلو په اړه غور ته په اشارې سره وویل، چې بیجینګ او مسکو له سیمې څخه ستراتیژیک اهدافو د ترلاسه کولو لپاره کار اخلي.

په راپور کې ویل شوي، چې د غربي ایډیالوژۍ سره د طالبانو مخالفت د روسیې په ګټه دی، چې امریکا ضد احساسات راپاروي.

د راپور له مخې مسکو هم په دې لټه کې دی، چې د لوېدیځ د بندیزونو د مخنیوي لپاره له افغانستان او د سیمې له نورو هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.

له چین سره د طالبانو د اړیکو په اړه په دغه راپور کې دا هم راغلي، چې تېر کال طالبانو اعلان وکړ، چې دغه ډله د چین د یو کمربند او یوې لارې په پروژه کې د ګډون لپاره لېواله ده.

فاکس نیوز دا هم لیکلي چې بیجینګ په دې لټه کې دی، چې طالبانو ته بې پیلوټه الوتکې ورکړي چې په افغانستان کې د امریکا د "افق سرویلانس" ستراتیژۍ ته زیان ورسوي.

د راپور له مخې؛ پاکستان دا هم ښودلې چې ښايي له روسیې سره د لویدیځ د بندیزونو په مخنیوي کې مرسته وکړي.

په سیمه کې د امنیتي وضعیت د ارزونې په برخه کې د امریکا ماتې ریښې ته په اشارې سره د امریکا د انترپرایز د انسټیټیوټ څېړونکي وویل، چې افغانستان ته په جلا توګه کتل ناسم کار دی. ښاغلي روبین وویل: «موږ غواړو ونې وګورو نه ځنګل.