• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جمهوري دولت په کورنیو چارو وزارت کې د پولیسو یو پخوانی افسر په نیویارک کې خواړه خرڅوي

۳۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۹:۲۸ GMT+۱

د جمهوري دولت د کورنیو چارو وزارت پخوانی افسر شکر الله روحاني د امریکا په نیویارک ښار کې په يوه کوچني موټر کې خواړه خرڅوي.

ښاغلي روحانې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته د خپلې کډوالې کیسه کړې او وایي، د جمهوري دولت په وخت کې په خپل وطن کې و، ښه ژوند یې درلود، ده او مېرمنې یې په دولت کې کار کاوه؛ خو اوس پردي هېواد کې په کډوالۍ کې سختې شپې سبا کوي.

روحاني وایي؛ په تېر جمهوري نظام کې په ننګرهار ولایت کې د اکاډمۍ استاد، تخار ولایت کې د قطعې قوماندان، د تخار د پاسپورټ مدیر، په وروستیو کې د ترهګرۍ پر ضد مدیریت کې یې دنده ترسره کړې او تر ټولو وروستۍ دنده یې کورنیو چارو وزارت کې د پولیسو ارشد استازی و.

روحانې وویل: «په کومه ورځ چې طالبانو کابل ونیوه، زه او د نورو ولایتونو استازي د کورنیو چارو وزارت دروازه کې و، غوښتل مو چې له وزیر سره غونډې ته ولاړ شو. حتا وزیر هم خبر نه و، چې نن د افغانستان د سقوط ورځ ده.»

روحاني زیاتوي: «له سقوط څخه یوه میاشت وروسته زه کور کې وم، طالبان زما کورته راغلل او زما کور یې تلاشي کړ. د دولت اسنادونه راسره وو؛ خو دوی له ځان سره وانه خیستل. خو زه یې کورنیو چارو وزارت ته وغوښتلم او هلته یې یو کانتینر کې واچولم. په کانتینر کې مې داسې افسران ولیدل چې زخمې وو او بې هوښه شوي وو، خو یو کس نه و چې درملنه یې وکړي.»

روحاني وایي، د طالبانو په لاس د افغانستان له سقوط وروسته، پاکستان ته ولاړ له هغه ځایه برازیل او له یو کال انتظار وروسته له خپلې مېرمنې، ماشومانو او یوه ورور سره په ډېرو سختو لار په ناقانونه توګه امریکا ته راغلل او لا یې د کډوالۍ دوسیه نه ده بشپړه شوې.

هغه د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریالې مسکا نیازۍ ته وویل، چې سره له دومره ستونزو لا یې هم ژوند ښه دی او یو کال کیږي چې په نیویارک ښار کې ژوند کوي.

ښاغلی روحاني دې ته په اشارې سره چې د طالبانو راتګ ته لږ هیله من و وویل: « ما فکر کاوه چې شاید د دوی په راتګ سره هېواد کې سوله راشي که زه د دولت برخه نه اوسم هم خیر دی؛ خو په اخر کې مو ولیدل چې طالبانو زما د ښه ملګرې قسیم خان په شان د کورنیو چارو وزارت نور افسران شهیدان کړل بس بیا هېواد مو پرېښود.»

څو ورځې مخکې د تېر حکومت یوشمېر سرتېرو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي وو، چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د شکنجو او کړاونو له امله او له افغانستانه د باندې د نا څرګند برخلیک له امله یې ژوند له سختیو سره مخامخ شوی دی.

د تېر حکومت سرتېري وايي، چې اوس یې هم ځیني ملګري د طالبانو په زندانونو کې بندیان دي.

په ورته وخت کې په ننګرهار کې د طالبانو تر واک لاندې له زندان څخه افغانستان انټرنشنل - پښتو ته یو شمېر زنداني د جمهوري نظام سرتېرو ویلي، چې په دغه زندان کې ۲۳۱ د پخواني جمهوري نظام سرتېري او استخباراتي کارکوونکي زندانیان دي؛ خو تر اوسه د طالبانو محکمې ته نه دي وړاندې شوي.

یو شمېر نظامیان وايي، د طالبانو اوسنیو کړنو ته په کتو خپل هېواد ته د تګ هیڅ تکل نه لري.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي او د تېر حکومت لوړ پوړو چارواکو په ځلونو ویلي دي، چې د طالبانو په زندانونو کې د تېر حکومت نظامیان شکنجه کېږي.

خو طالبانو تل دا ډول ادعاوې رد کړې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د شارژدافير باور لیک منلی

۳۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۸:۲۴ GMT+۱

د قزاقستان بهرنيو چارو وزارت نن چهارشنبه په یوې اعلامیې کې ويلي، چې د طالبانو د شارژدافير محمد الرحمان رحماني باور لیک يې منلی دی.

اعلامیې زیاته کړې، چې په استانه کې د افغانستان د ډېپلوماتیک ماموريت مشر يې د دواړو هېوادو د اړيکو د پراخولو په موخه د شارژدافير په توګه منلی دی.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت د مرستیال علي بيک باکايف د طالب د ډېپلوماتانو سره د ليدنې خبر هم ورکړی.

100%

اعلامیه د قزاقستان د بهرنيو چارو د مرستیال وزير په حواله وايي، چې دا اقدام يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو، اقتصادي او بشري مرستو د دوام په موخه تر سره کړی.

علي بيک باکايف هيله ښودلې، چې دغه هڅه به د افغانستان د خلکو د وضعت ښه کېدو، په سیمه کې د سولې او امنيت ټينګښت تر څنګ اقتصادي او ټولنيز ثبات ته لاره هواره کړي.

د یادوني وړ ده، چې نن متحده عربي اماراتو هم ويلي وو، چې د دوی د وزارت د پروټوکول مرستیال سیف عبدالله الشامسي د «افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفیر» بدرالدین مولانا باورلیک منلی دی.

متحده عربي اماراتو د طالبانو نوم نه دی اخیستی؛ خو لیکلي یې دي، چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفیر باورلیک یې منلی.

طالبان خپل حکومت د افغانستان اسلامي امارت بولي.

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې لیکلي، چې د دغه وزارت مرستیال د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو د پراخولو په موخه د طالبانو سفیر منلی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه متحده عربي اماراتو ته د سفیر په کچه د خپل ډیپلوماتیک استازي د معرفي کولو په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر اوسه د سیمې ډېرو هېوادونو د سفیرانو په کچه د طالبانو سیاسي استازي نه دي منلي او اکثره دغو هېوادونو په کاري کچه د دغې ډلې ډیپلوماټیک استازي منلي دي.

په تېرو میاشتو کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر او په وروستیو ورځو کې د طالبانو رییس الوزرا متحده عربي اماراتو ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د حکومت له مشر سره کتلي او خبرې یې ورسره کړې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې «د افغانستان له بیارغونې سره مرسته، د ترافیکو مدیریت ډیجیټل کول، د بندیانو خلاصون او د سیمې امنیت او ثبات» د غونډې موضوعات وو.

د امربالمعروف نوی توشیح شوی قانون: د فتنې له وېرې د ښځې ټول بدن او مخ پټول اړین

۳۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۷:۳۵ GMT+۱

د طالبانو د عدلیې وزارت خبر ورکړی، چې د دې ډلې مشر ملا هبت الله اخوندزاده د « امربالمعروف او نهې عن المنکر قانون» توشیح کړ. په دې قانون کې ویل شوي، چې «د فتنې له وېرې د ښځې ټول بدن او مخ پټول» اړین دي. د سړو جامې د طالبانو د دې قانون بله برخه ده.

د طالبانو د عدلیې وزارت ویلي، چې دغه قانون په رسمي جریده کې په یوه سریزه، څلور فصلونو او ۳۵ مادو سره خپور شوی دی.

د دې قانون له مخې؛ د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت مکلف دی، چې «د اسلامي شريعت او حنفي فقهې له مخې په نېکۍ امر او له بديو منع وکړي.»

د طالبانو د عدلیې وزارت د څرګندونو له مخې؛ د ملا هبت الله په توشيح شوي قانون کې امربالمعروف وزارت د نارینه او ښځو د جامو په اړه « د امربالمعروف او نهې عن المنکر» د عملي کولو اړوند مکلف کړی دی.

په قانون کې راغلي: «دا د طالبانو له دندو څخه دي، چې د امارت د دفترونو خلک او کارکوونکي مکلف کړي، چې اسلامي عباداتو ته غاړه کېږدي، د رسنیو مسوولین باید د شریعت له مخې مواد خپاره کړي، په منځپانګه کې د مسلمانانو سپکاوی و نه کړي او داسې مواد خپاره کړي، چې د روح لرونکي عکسونه پکې نه وي.»

د دغه قانون له مخې؛ د موسیقۍ خپرول، له محرم او حجاب پرته د ښځو تګ او په موټرو کې د نارینه او د ښځو يوځای کول منع دي.

د امربالمعروف وزارت چارواکي هم مکلف شوي، چې د ږیرې خريلو او کمول مخه ونیسي.

د دې قانون له مخې؛ که څوک د محتسبانو امر ونه مني هغه به «له یو ساعت څخه تر درېیو ورځو پورې زنداني او د محتسبانو له لوري به ټاکل شوې سزا» ورکول شي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت د سې شنبې په ورځ (د زمري ۳۰ مه) ويلي وو، چې په تېر کال کې یې تر ۱۳ زره ډېر کسان د «غیر اخلاقي کړنو» په تور نیولي دي.

دغه وزارت ويلي، په دې موده کې يې له ۲۸۰ ډېر امنيتي ځواکونه د ږيرې نه لرلو له امله له دندو ګوښه کړي دي.

د کابل - جلال اباد لار د غره د ښویېدنې له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده

۳۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۷:۱۲ GMT+۱

سیمه ییزې سرچینې وايي، چې د کابل - جلال اباد لار په تنګي سیمه کې د څو ځایه غره ښویېدنې له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې او شدید باران لا هم روان دی.

د سمیع ګل په نوم د ټولنیزو شبکو یوه کارونکي د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې نېږدې ماښام مهال یاده لاره تړل شوې ده.

نوموړي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې په سلګونه موټر د دواړو خواو څخه بند پاتې دي او باران لا هم روان دی.

همداراز د ننګرهار اوسېدونکی ډاکتر نجیب الله رحیمي چې دا مهال کابل ته پر لار دی، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې څو ځایه غر ښویېدلې او سلګونه موټر پر سړک بند پاتې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې تر دا مهال د لارې د خلاصون لپاره کوم اقدامات نه دي شوي.

د یادونې وړ ده، چې د کابل - جلال اباد لویه لار وخت ناوخت د شدیدو بارونونو پر مهال د غره د ښویېدنې له امله تړل کیږي.

د لغمان لپاره د طالبانو امنیه قوماندانۍ هم رسنیو ته د لارې بندښت تایید کړی.

د ایران په اصفهان کې د دېوال د نړېدو له امله دوه افغان کارګران مړه شول

۳۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۶:۱۹ GMT+۱

د ایران د اصفهان د کاشان ښاروالۍ چارواکو د چهارشنبې په ورځ وویل، چې دوه افغان کارګران د دېوال د نړېدو له امله مړه شوي دي.

د راپورونو له مخې؛ د څلور مترو په ژوروالي کېندنه د دېوال د نړېدو لامل شوې ده.

د کاشان د ښاروالۍ د اور وژنې او خوندیتوب څانګې ویاند روح الله فدايي ایسنا خبري اژانس ته وویل: «د اور وژنې ۱۳ کارکوونکي د پېښې ځای ته استول شوي، چې د لټون په عملیاتو کې یې کارګران له خاور اېستلي دي.»

هغه ویلي، چې د ژغورنې ټیم له هڅو سره - سره افغان کارګر ژوندي پاتې نه شول.

ایراني رسنیو د کارګرانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.

په ایران کې افغان کډوال کارګران په ډېرو سختو کارونو بوخت دي؛ خو د روغتیایي بیمې په څېر له ډېرو حقونو بې برخې دي.

حنیف اتمر: طالبان دې د بېنېټ پر سفر بندیز لرې کړې، دا یوه ډېره ناسمه پرېکړه ده

۳۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۶:۱۴ GMT+۱

د افغانستان د جمهوري دولت د بهرنیو چارو پخوانی وزیر وایي، چې د هېواد اوسنيو واکمنانو يوه ډېره ناسمه او خطرناکه پرېکړه کړې او د ښاغلي بېنېټ پر سفر بندیز دې ژر تر ژره لرې شي.

هغه زیاتوي، چې دا پرېکړه کولی شي افغانستان کې د تلپاتې سولې په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړو ته تاوان ورسوي.

حنیف اتمر وایي، چې افغانستان ته د بېنېټ په سفر بندیز د افغانانو د بشري حقونو د وضعیت د ښه والي په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په اړه ټولې هېلې نا هیلې کړي او د سترې اندېښنې لامل ګرځي.

ښاغلي اتمر د چهارشنبې په ورځ (د وږي لومړۍ) پر اېکس پاڼې لیکلي: «د ښاغلي ریچارډ بېنېټ ماموریت نړۍوال ملاتړ او مشروعیت لري او له دغه ماموریت سره همکاري د افغانستان د نړۍوالو مسوولیتونو یوه برخه ده، چې باید په هر سیاسي وضعیت او د هر حاکم نظام تر حاکمیت لاندې ورته درناوی وشي.»

ښاغلی اتمر زیاتوي، دا پرېکړه کولې شي افغانستان کې د تلپاتې سولې په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړې، په دوحه کې روان سیاسي بهیر او له افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې بشردوستانه مرستو ته چې د افغانستان د خلکو مطلق اکثریت د خپل بقا لپاره ورته اړتیا لري، زیان ورسوي.

اتمر دا نامسوولانه کړنه بللې او د دغې کړنې سمدستي لغوه کولو غوښتنه یې کړې.

طالبانو په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنېټ په راپور نیوکه کړې او ویلې یې دي، چې بېنېټ افغانستان ته د ننوتلو حق نه لري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي: «ښاغلی بېنېټ افغانستان ته له ننوتلو منع شوی دی. هغه ته د افغانستان پر ضد د پروپاګند دنده سپارل شوې وه. هغه داسې څوک نه دی چې موږ پرې باور وکړو.»

اتمر وایي، چې د هېواد اوسنيو واکمنانو يوه ډېره ناسمه او خطرناکه پرېکړه کړې او خبرداری یې ورکړی، چې د هېواد سیاسي او مدني جریانونه به په دې قضیه کې چوپه خوله پاتې نه شي.