• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ايران په يزد ښار کې د پاکستاني زيارت کوونکو يو بس اوښتی او '۲۸ تنه په کې مړه دي'

۳۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۱ اګست ۲۰۲۴، ۰۵:۰۷ GMT+۱

د ایران د یزد د بیړنیو حالاتو ادارې ویلي چې په دغه ولایت کې د پاکستاني زیارت کوونکو یوه مساپر وړونکي بس له اوښتو وروسته اور اخیستی چې له امله ۲۸ تنه مړه او ۲۳ نور ټپیان شوي.

دغه مساپر وړونکی بس د سه شنبې په شپه د خوزستان د چذابې پولې ته پر لاره و چې له سړک وتلی او اوښتی.

ایراني رسنیو لیکلي چې په دغه بس کې ۵۳ سورلۍ ناستې وې.

د راپورونو له مخې، «د بریک سیسټم کې تخنیکي نیمګړتیا، له لارې سره د موټر چلوونکي نابلدي او د موټر خرابوالی» د پیښې لاملونه بلل شوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

د سپاه پاسداران ویاند وايي، د هنیه د وژنې په اړه د ایران ځواب ته انتظار ښايي اوږد شي

۳۰ زمری ۱۴۰۳ - ۲۰ اګست ۲۰۲۴، ۱۸:۰۹ GMT+۱

د ایران د سپاه پاسداران ویاند د سې شنبې په ورځ وویل، چې د اسراییل په وړاندې د ایران د غچ اخیستنې انتظار ممکن اوږد شي. په تهران کې د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه وژنې د تهران غوسه راپارولې ده. د ایران پوځي قوماندانانو ویلي، چې غچ اخیستنه "قطعې" ده.

علي محمد ناییني د اسراییل د برید پر وړاندې د ایران د ځواب د وخت په اړه وویل: "وخت زمونږ په ګټه دی او د دې ځواب لپاره د انتظار موده نوره هم اوږدیږي."

هغه زیاته کړه: "دښمن باید په مناسب وخت حسابي او دقیقو بریدونو ته انتظار وباسي."

د انقلابي ګارډ ویاند ټینګار وکړ، چې د ایران اسلامي جمهوریت مشران ټول شرطونه اندازه کوي او د اسلامي جمهوریت ځواب د پخوانیو عملیاتو تکرار نه شي.

اسماعیل هنیه د جولای په ۳۰مه هغه مهال په خپل هستوګنځي کې په یوه برید کې ووژل شو، چې د ایران د نوي ولسمشر مسعود بزشګیان د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره تهران کې و. اسراییل تر اوسه په رسمي ډول د دې وژنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی؛ خو ایران او حماس اسراییل د هغه د وژنې مسوول بولي.

د ایران امنیتي ځواکونو په تهران کې په جرمني پورې تړلی ګوېته فرهنګي مرکز دفتر وتاړه

۳۰ زمری ۱۴۰۳ - ۲۰ اګست ۲۰۲۴، ۱۶:۳۴ GMT+۱

د ایران رسنیو خبر ورکړی، چې د ایران د اسلامي جمهوریت امنیتي ځواکونو د سې شنبې په ورځ په تهران کې د جرمني په حکومت پورې تړلي د ګوېته فرهنګي مرکزونه وتړل. د ایران اسلامي جمهوریت قضایه قوې دغه مرکزونه "غیر قانوني" وبلل او د هغوی د تړلو امر یې وکړ.

د راپورونو له مخې؛ د سې شنبې په ورځ ایراني امنیتي کسانو د تهران په قلهک ښار کې د دیباجي کوڅه کې د جرمني ژبې د زده کړې د ګوېته انسټیټیوټ او د هغه تعلیمي ودانۍ ته ننوتل او دغه کمپلېکسونه یې وتړل.

د میزان خبري اژانس چې د ایران اسلامي جمهوریت له عدلیې ورازت سره تړاو لري، راپور ورکړی چې د جرمني په حکومت پورې تړلي د غیرقانوني مرکزونو دوه څانګې چې «د دغه هېواد له قوانینو څخه یې سرغړونې، بې شمېره غیر قانوني کړنې او پراخې مالي سرغړونې کړې وې د ایران اسلامي جمهوریت قضایه قوه حکم له مخې تړل شوې دي.»

قضايي څانګې هم په ایران کې د نورو جرمني اړوندو مرکزونو له خوا د سرغړونو د راپورونو د تر لاسه کولو خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې په دې اړه څېړنې روانې دي.

د ایران انټرنشنل راپور ورکړی، چې پولیسو د مرکز د تړلو لپاره له تاوتریخوالي څخه کار اخیستی او د پروفیسرانو، کارمندانو او د ژبو زده کونکو په ویډیو اخېستو سره پر هغوی برید کړی او هغه ځای کې وحشت رامنځته کړی.

نور نیوز په خپل ټیلیګرام چینل کی د ګوېته په انستیتوت پورې اړوند د مرکزونو د تړلو خبر ته په اشارې سره ولیکل: "دا په جرمنی کی د کلتوری او اسلامی مرکزونو د تړلو په وړاندی یو متقابل اقدام دی."

په یوه بیان کې راغلي چې د جرمني حکومت د چهارشنبې په سهار د هامبورګ اسلامي مرکز پر فعالیتونو بندیز ولګاوه.

دغه مرکز د « ایران اسلامي جمهوریت د ایډیالوژۍ د ترویج، د لبنان د حزب الله په ملاتړ او د جرمني د اساسي قانون پر خلاف په عمل کولو» تورن شوی دی.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت د هامبورګ له اسلامي مرکز څخه ترلاسه کړي اسناد ښيي، چې د دغه مرکز مشر محمدهادي مفتح خپل لارښوونې په مستقیم ډول د ایران اسلامي جمهوریت له رهبر علي خامنه یي څخه تر لاسه کړې دي.

ملګري ملتونه وايي په ۲۰۲۳ کال کې د وژل شویو مرستندویه کارمنانو شمېر ښايي ساری ونه لري

۳۰ زمری ۱۴۰۳ - ۲۰ اګست ۲۰۲۴، ۱۲:۰۱ GMT+۱

ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ وویل چې په ۲۰۲۳ کال کې يې په ټوله نړۍ کې ۲۸۰ مرستندویه کارکوونکي وژل شوي، چې ښايي ساری ونه لري. دغه سازمان ویلي، چې د دغو کسانو له نیمايي زیات د غزې د جګړې له پیلېدو وروسته وژل شوي او ښايي سږ کال د مرستندویه کارکوونکو لپاره نور هم وژونکی وي.

د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا د بشري مرستو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه راپور کې ویلي، چې تېر کال په ۳۳ هېوادونو کې ۲۸۰ مرستندویه کارکوونکي وژل شوي، خو وړم کال دغه شمېر ۱۱۸ و، چې د دې شمېر په پرتله دوه برابره زیات دي.

اوچا وویل، د روان کال تر اګست میاشتې ۱۷۲ مرستندویه کارکونکي وژل شوي وو او سږ کال «کیدای شي د لا زیاتې وژونکې پایلې په لور روان وي.»

د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، په تېرو يوولسو مياشتو کې د اسراييلو په هوايي بريدونو کې تر ۲۸۰ ډېر مرستندويه کارکوونکي چې ډېری يې فلسطينيان دي وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش په ايکس پانه کې لیکلي، د هغو مرستندویه کارکوونکو درناوی چې د ریکارډ په ترټولو خونړۍ کال کې وژل شوي کافي نه دي.

ګوترش وویل، «په سوډان او نورو ډېرو ځایونو کې پر مرستندویه کارکوونکو بریدونه کېږي، وژل کېږي، ټپي کېږي او تښتول کېږي. موږ د معافیت د پای ته رسولو غوښتنه کوو ترڅو مرتکبین د عدالت سره مخ شي.»

ملګرو ملتونو ته په یوه لیک کې له ۴۰۰ څخه زیاتو بشري مرستندويه سازمانونو ویلي: «هغه وحشیانه دښمنۍ چې موږ یې په نړۍ کې په ډیرو شخړو کې شاهدان یو، یو وحشتناک حقیقت په ډاګه کړ، موږ له سزا څخه د معافیت په عصر کې ژوند کوو.»

د اسراییل پوځ په غزه کې د شپږو نورو یرغمل کسانو د جسدونو د موندلو خبر ورکړ

۳۰ زمری ۱۴۰۳ - ۲۰ اګست ۲۰۲۴، ۱۱:۴۲ GMT+۱

د اسراییل پوځ نن وویل، چې د غزې جنوب کتهې یې په خان یونس کې د شپږو نورو یرغمل کسانو جسدونه موندلي دي. د پوځ په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د یاګف بوچشتاب، الکساندر دانسیګ، ابراهام موندر، یورام متزګر، ناداو پاپلول او هیم پري کورنیو ته په دې اړه خبر ورکړل شوی دی.

د اسراییل د لومړي وزیر دفتر په یوه بیان کې دا خبره تایید کړې ده.

د یرغمل کسانو د کورنیو ټولنې، چې د یرغمل شویو کورنیو استازیتوب کوي، د دې خبر هرکلی کړی، خو بیا یې پر اسراییل حکومت غږ کړی، چې د یرغملو د خلاصون په اړه له حماس سره یوې هوکړې ته ورسېږي.

دې ټولنې ویلي: "د پاتې ۱۰۹ یرغمل شویو سمدستي راستنېدل یوازې د یوې موافقې له لارې ممکن دي. "د اسراییل حکومت باید د منځګړتوب په مرسته د هغه تړون د وروستي کولو لپاره خپل ټول وس وکړي، چې اوس مهال پر میز دی."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په روانه اونۍ کې منځني ختیځ ته د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند او د یرغمل شویو کسانو د بېرته ستنېدو د موافقې د خوندي کولو هڅه کوي.

هغه ویلي دي چې اسراییل په غزه کې د اوربند وړاندیز منلی او هڅه کوي چې حماس هم هغه ومني.

په غزه کې جګړه د تېر کال د اکټوبر په اوومه وروسته له هغه پیل شوه، چې د حماس جنګیالیو د اسراییل پر جنوبي سیمو برید وکړ.

د اسراییل د شمېرو له مخې په دغه برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۵۰ کسان یرغمل شوي دي.

له هغه وخت راهیسې، اسراییل پوځ د فلسطین ځینې برخې ویجاړې کړې، نږدې ټول ۲.۳ میلیونه خلک یې له خپلو کورونو څخه اېستلي دي.

د فلسطیني روغتیايي چارواکو په وینا دا جګړه د لوږې او وژونکو ناروغیو لامل شوې او د اسراییل په بریدونو کې شاوخوا ۴۰ زره کسان وژل شوي دي.

د پاکستان او بنګلدېش لوبډلو ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه سبا پيليږي

۳۰ زمری ۱۴۰۳ - ۲۰ اګست ۲۰۲۴، ۱۰:۳۶ GMT+۱

د پاکستان کرېکټ بورډ ويلي، چې سبا به په راولپنډۍ لوبغالي کې د پاکستان او بنګلدېش لوبډلو ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه وشي. د پاکستان کرېکټ بورډ د همدې سياليو لپاره ۱۷ کسيزه لوبډله هم اعلان کړې.

د پاکستان کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې د همدې ټېسټ لوبلړۍ دوهمه سيالې به د اګسټ مياشتې په ۳۰ مه وشي.

د پاکستان کرېکټ بورډ د شان مسعود په لوبډلمشرۍ او د سعود شکيل په مرستيالۍ دغه سياليو ته لوبډله اعلان کړې.

په دې لوبډله کې عامر جمال، عبدالله شفیق، ابرار احمد، بابر اعظم، کامران غلام، خرم شهزاد، میر حمزه، محمد علي، محمد حریره، محمد رضوان، نسیم شاه، سيام ایوب، سلمان علي اغا، سرفراز احمد او شاهین شاه افریدي شامل دي.

پاکستان کرېکټ بورډ ويلي، چې لوبډلې يې په راولپنډۍ کې تمرينونه کړې او بنګلدېش لوبډله هم اسلام اباد ته رسېدلې او تمرينونه يې تر سره کړي دي.