د پاکستان او بنګلدېش لوبډلو ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه سبا پيليږي

د پاکستان کرېکټ بورډ ويلي، چې سبا به په راولپنډۍ لوبغالي کې د پاکستان او بنګلدېش لوبډلو ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه وشي. د پاکستان کرېکټ بورډ د همدې سياليو لپاره ۱۷ کسيزه لوبډله هم اعلان کړې.

د پاکستان کرېکټ بورډ ويلي، چې سبا به په راولپنډۍ لوبغالي کې د پاکستان او بنګلدېش لوبډلو ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه وشي. د پاکستان کرېکټ بورډ د همدې سياليو لپاره ۱۷ کسيزه لوبډله هم اعلان کړې.
د پاکستان کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې د همدې ټېسټ لوبلړۍ دوهمه سيالې به د اګسټ مياشتې په ۳۰ مه وشي.
د پاکستان کرېکټ بورډ د شان مسعود په لوبډلمشرۍ او د سعود شکيل په مرستيالۍ دغه سياليو ته لوبډله اعلان کړې.
په دې لوبډله کې عامر جمال، عبدالله شفیق، ابرار احمد، بابر اعظم، کامران غلام، خرم شهزاد، میر حمزه، محمد علي، محمد حریره، محمد رضوان، نسیم شاه، سيام ایوب، سلمان علي اغا، سرفراز احمد او شاهین شاه افریدي شامل دي.
پاکستان کرېکټ بورډ ويلي، چې لوبډلې يې په راولپنډۍ کې تمرينونه کړې او بنګلدېش لوبډله هم اسلام اباد ته رسېدلې او تمرينونه يې تر سره کړي دي.


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد پر اېکس د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي اصف دراني وروستیو څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی دی.
د اصف دراني څرګندونو ته د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت هم تېره ورځ غبرګون ښودلی و.
حافظ ضیا احمد د پاکستان د ځانګړي استازي اصف دراني د څرګندونو په غبرګون کې لیکلي:« دراني چې د کومو ستونزو او خطرونو نسبت افغانستان ته کړی په حقیقت کې د دې هر څه احتمال له پاکستانه لیدل کېږي.»
اصف دراني خبرداری ورکړی و، چې ښايي له افغانستانه د سپټمبر ۱۱مې په څېر بل برید هم ترسره شي.
خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال یې په غبرګون کې لیکلي:« افغانستان اوس يو امن او باثباته هېواد دی ،چې د بهرنیو هیوادونو د پورونو او مرستو پر ځای، د خپلو سرچينو په کارولو سره د اقتصادي ځانبسياينې لپاره هلې ځلې کوي.»
اصف دراني ویلي، چې د داعش ډله په افغانستان کې خپلې سیمې پراخوي او په مسکو، تهران او پاکستان کې د داعش له لوري ترسره شوي بریدونه ښيي، چې دغه ډله په نورو ځایونو کې هم ورته بریدونه کولای شي.
د داعش په اړه د دراني څرګندونو ته په غبرګون کې ضیا احمد وايي:« د افغانستان حکومت توانېدلی، چې داعش بلوا ګره ډله په بشپړ ډول وځپي؛ که د ډيورنډ کرښې پورې غاړه د داعش پټنځايونه له منځه يوړل شي، د دغې ډلې ګواښ په بشپړ ډول له منځه تللی شي.»
همدارنګه نوموړی وايي، ټيټيپي د پاکستان کورنۍ مسله ده او کورنۍ حل لارې غواړي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و، چې ښايي په افغانستان کې د داعش د ټولو غړو شمېر شاوخوا د ۱۰۰ او ۲۰۰ کسانو په شاوخوا کې وي.
له دې سره، د ترهګرۍ پر ضد د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ولادیمیر ورونکوف بیا امنیت شورا ته ویلي و، چې په تېرو شپږو میاشتو کې «د داعش خراسان ډلې مالي او لوژیستیکي ځواکمنتیا» ډېره شوې او دغې ډلې په خپلو لیکو کې د نویو ځواکونو د جذبولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان په اډیاله زندان کې له خبریالانو سره به خبرو کې ویلي، چې پوځ به د ای اېس ای پخوانی مشر فیض حمید د هغه په خلاف ګواهۍ ورکولو ته مجبور کړي او له دې لارې به دی نظامي محکمې ته ولېږدوي.
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان چې دا مهال په اډیاله زندان کې د څو قضیو له امله زنداني دی وايي، چې هغه د پوځ د پخواني مشر جنرال قمر جاوید باجوه پوره ملاتړ کړی و؛ خو باجوه یې تر شاه تخریب کاوه.
نوموړی زیاتوي، چې جنرال باجوه له نواز شریف سره پټه معامله وکړه او جنرال فیض حمید یې له دندې لرې کړ.
عمران خان زیاتوي، چې د پاکستان پوځ اوس په دې پوهېږي چې د هغه په اړه ټولې جوړې شوې قضیې مخ په ختمېدو دي او دوی غواړي چې یوه نوې قضیه ورته ایجاد کړي او دی پوځي محکمې ته معرفي کړي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان چې د حکومت له نسکورېدو وروسته له ګڼو قضیو سره مخ دی زیاتوي، چې پوځ یې پر وړاندې دسیسې جوړوي.
د پاکستان د ای اېس ای پخوانی مشر او د عمران خان ملګری جنرال فیض حمید څو اونۍ وړاندې د پاکستان د پوځ له خوا نیول شوی دی.

د شپږېزه کرېکټ لیګ نهم پړاو سیالیو په ۱۴مه لوبه کې د راشد خان په لوبډلمشرۍ سپين غر پړانګانو د بست ساتونکو ته د ۱۹۳ منډې هدف وټاکه. د سپين غر پړانګانو په لوبډله کې حسن عيسی خېل ۶۳ او سمېع الله شينواري ۴۹ منډې جوړې کړې دي.
د شپږېزه کرېکټ لیګ د ۱۴ مې لوبې پچه د راشد خان په لوبډلمشرۍ سپین غر پړانګانو لوبډلې وګټله او لومړی يې د بست ساتوونکو په وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
سپین غر لوبډلې په شلو اورونو کې د خپلو ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۹۳ مندو هدف وټاکه.
د بست ساتونکي لوبډلې په توپ اچونه کې نصير خان معروف خېل دوه لوبغاړي وسوځول.
اوس د رحمت شاه په لوبډلمشرۍ بست ساتونکي د دغه هدف د پوره کولو لپاره هڅه کوي.

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې د تېر حکومت قومندان برات خان باختر د تېرې یکشنې په ورځ د بلوچستان ایالت په مرکز کویټه کې ترور شو. وژل شوی پخوانی قومندان برات خان د کویټې ښار په لورلايي سیمه کې د سبزيو هټۍ پرانیستې وه او خپل عادي ژوند یې کاوه.
د قومندان برات خان نږدې سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې نوموړي په کویټه کې د سبزیو یوه هټۍ کې د دوو مخ پټو کسانو له خوا په ډزو ووژل شو.
سرچینو همداراز وویل؛ تر پېښې مخکې په وازي خوا ولسوالۍ کې د طالبانو مخکینی جنګي قومندان چې اسراییل نومیږي او اوسمهال د پکتیکا ولایت په لېوا کې دنده ترسره کوي، څو ځلې نوموړي ته زنګونه وهلي و او نوموړی یې پر مرګ ګواښه.
د سرچینو په خبره، قومندان برات خان اته کاله د پکتیکا ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د قومندان په توګه دنده ترسره کړې ده.
یاد قومندان د جمهوریت له سقوط وروسته ایران ته ولاړ، خو هلته هم د طالبانو تر تعقیب لاندې و او د ایران حکومت هم له طالبانو سره همکاري کوله چې قومندان برات خان مجبوره شو له دغه هېواد څخه کراچۍ ښار ته ولاړ شي.
سرچینې همداراز زیاته کړه، چې قومندان برات په کراچۍ کې هم ارامه پرېنښودل شو او له بېلابېلو شمېرو ورته زنګونه او مسجونه کېدل، چې بیا د کویټي لورلايي سیمې ته ولاړ.
دغه سرچینه وایي، چې قومندان برات د خپلې کورنۍ وروستی نارینه و، چې ترور شو او تر هغه مخکې د کورنۍ نولس نور غړي یې هم چې ډېریو یې د جمهوریت پر مهال نظامي دندې درلودې، د طالبانو له خوا وژل شوي و.
د دغې سرچینې په وینا، د قومندان برات مړی یې تېره ورځ د کویټې په لورلایي سیمې کې خاورو ته سپارلی.
ویل کیږي، چې یاد قومندان نه اته کونډې او اتلس یتیمان پاتې دي، چې اوس د نوموړي په وژل کېدو سره بې برخلیکه دي.
قومندان برات له خپلو څو ملګرو سره کویټه کې اوسېده او اوسمهال د نوموړي د ملګرو ژوند هم له سختو امنیتي ګواښونو سره مخ دی.
د ویلو ده، چې جنرال سمیع سادات هم په خپل اېکس کې د یاد قومندان د وژل کېدل په غبرګون کې ویلي، چې د دغه وژل شوي افغان پوځي غچ به اخلي.
ښاغلي سادات دغه راز د پاکستان له حکومت هم غوښتي، چې د پخوانیو افغان پوځیانو خوندیتوب ته پام وکړي.
که څه هم د طالبانو واکمنېدو په درشل کې ملا هبت الله خپلو مخالفانو ته ټولبښنه وکړه، خو بیا هم وخت نا وخت د پخواني نظام کارمنان په تېره نظامیان په مرموز ډول وژل کېږي او یا هم د دې ډلې په زندانونو کې شکنجه او ځینې وخت وژل کېږي.
په دې هکله د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو مختلفو ادارو رپوټونه خپاره کړي، خو طالبان یې ردوي.

د شپږیزې لیګ په ۱۳مه لوبه کې امو نهنګانو لوبډلې د مس عینک لوبډلې ته په ۲۵ منډو ماتې ورکړه. دا په روان لیګ کې د مس عینک لومړۍ ماتې او د امو نهنګانو درېیم بری دی.
د نننۍ لوبې پچه د مس عینک لوبډلې ګټلي وه او د توپ اچونې پرېکړه یې کړي وه.
د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د امو نهنګانو توپ په زړه پوري لوبه نندارې ته وړاندې کړه.
د دغې لوبډلې توپ وهونکو، شاهدالله کمال ۴۹، زبید اکبري ۴۹، عبدالماک ۳۲ او محمد اسحاق د ۱۹ منډو په مټ د پنځو لوبغاړو په زیان سره سیالې لوبدلې ته د ۱۹۱ منډو هدف ورکړ.
بلخوا بیا د مس عینک لوبډلې توپ اچونکو ضیا الرحمن اکبر دوه، محمد نبي، عبدالرحمن او یما عرب یوه یوه ویکېټه تر لاسه کړه.
خو د لوبې په دویمه پاڼۍ کې د ابراهیم ځدراڼ د ۵۲ او وفي الله تره خیل د ۴۱ منډو جوړیدو سره بیا د امو نهنګانو توپ اچونکو سیالې لوبډلې ته د ورکړل شوي ۱۹۱ منډو هدف څخه په ښه توګه دفاع وکړه.
د امو نهنګانو لپاره په توپ اچونه کې عظمت عمرزي درې، فضل الحق فاروقي، شاهدالله کمال او قیس احمد یوه یوه ویکېټه واخیستله.
په روان لیګ کې مس عینک لوبډلې دا پنځمه لوبه وه چې ترسره یې کړه او په لومړي ځل یې ماتې وخوړله.
بل خوا امو نهنګانو لوبډلې نن شپږمه لوبه ترسره کړه، چې درې لوبې یې ګټلې او درې یې بایللې دي.
د نن لوبې غوره لوبغاړي جایزه د امو نهنګانو لوبډلې الراونډر لوبغاړی شاهد الله کمال ته ورکړل شوه.
کمال په توپ وهنه کې په ۲۳ توپونو ۴۹ منډې جوړې کړې او په توپ اچونه کې یې یوه ویکېټه ترلاسه کړه.