• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امو نهنګانو پايلوبه کې بند امیر ته په ماتې ورکولو د شپږېزې لیګ اتلولي خپله کړه

۳ وږی ۱۴۰۳ - ۲۴ اګست ۲۰۲۴، ۱۳:۱۳ GMT+۱

د شپږیزې کرېکټ لیګ نهم پړاو سیالیو اتلولD د عظمت الله عمرزي په لوبډلمشرۍ امونهنګان لوبډلې خپله کړه. امو نهنګان لوبډلې په پايلوبه کې بندامير ښامارانو ته د ۷ ويکټو په توپير ماتې ورکړه.

د شپږیزې کرېکټ لیګ نهم پړاو سیالیو په پايلوبه کې د بندامير ښامارانو لوبډلشمر حشمت الله شهيدي د لوبې پچه وګټله او لومړۍ يې د امو په وړاندي د توپوهنې پرېکړه وکړه.

بندامير ښامارانو په ۲۰ اورنو کې د يوه لوبغاړي په سوځېدو ۱۷۹ مندې هدف وټاکه.

د بندامير لوبډلمشر حشمت الله شهيدي په ۵۳ توپونو ۷۸ او پيليز لوبغاړي صديق اتل په ۵۷ توپونو ۷۵ منډې جوړې کړي.

امونهنګانو لوبډلې د خپلو دريو لوبغاړو په سوځېدو په ۱۸.۵ اور کې دغه هدف پوره کړ.

د امو نهنګان په لوبډله کې زبيد اکبري په ۱۴ توپونو تېزي ۴۰ منډې جوړې کړې.

د شاهد کمال او محمد اسحاق ګډې او ناسوځيدلې ملګرتیا لوبډله تر بريا ورسوله.

کمال په ۳۸ توپونو ۵۹ او اسحاق بيا په ۴۳ توپونو ۴۷ منډې جوړې کړې.

د ډېرو منډو او ویکټو لوبغاړي

د شپږیزې کرېکټ لیګ نهم پړاو سیاليو کې د بندامير لوبډلې توپوهونکي صديق اتل تر ټولو ډېري ۴۲۲ د امو لوبډلې لوبغاړي زبيد اکبري ۳۳۶ او د بندامير لوبغاړي حشمت الله شهيدي ۳۱۸ منډي جوړې کړې دي.

په دې سيالیو کې الله محمد غضنفر ۱۸، امير حمزه ۱۴ او فضل الحق فاروقي ۱۲ تر ټولو ډېر لوبغاړي سوځولي دي.

د شپږیزې نهم پړاو کرېکټ سیالۍ د اګسټ مياشتي په ۱۲ مه په کابل کې د پنځو لوبډلو ترمنځ پيل شوې او نن د امو نهنګانو په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

طالبان: په افغانستان کې د نشه يي توکو زېرمې بشپړې له منځه وړل شوې

۳ وږی ۱۴۰۳ - ۲۴ اګست ۲۰۲۴، ۱۲:۳۰ GMT+۱

د طالبانو مرستیال ویاند د يوې امريکايي مجلې د راپور په غبرګون کې ويلي، چې د دوی واکمنېدو سره افغانستان کې د نشه یي توکو زېرمې بشپړې له منځه وړل شوې دي. خو له دې سره حمدالله فطرت د سیمې او نړۍ له هېوادونو غوښتي، چې د نشه یي توکو د قاچاق په مخنيوي کې ور سره ګډ کار او همکاري وکړي.

د امریکا د پرینسټن پوهنتون اړوند «ورلډ پالیټیکس» مجلې راپور ورکړی، چې په بریتانیا کې د افغانستان یو کیلو هیروینو بیه له ۱۵ زره ډالرو ۳۰ زره ډالرو ته لوړه شوې او په افغانستان کې په زیاته اندازه اپین زیرمه شوي دي.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت د شبنې په ورځ د دې مجلې د راپور په غبرګون کې ويلي، چې په تېرو دوو کلونو کې يې د نشه يي توکو د کر، کښت او قاچاق په وړاندې مبارزه کړې او د نشه يي توکو د تولید او پروسیس شاوخوا ۱۵ سوه زېرمې يې له منځه وړې دي.

له دې سره ښاغلي فطرت د نشه يي توکو قاچاق يوه نړيواله ننګونه بللې ده.

د طالبانو مشر د ۲۰۲۲ کال په اپریل میاشت کې اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د ټولو نشه یي توکو کښت، تولید، قاچاق، تجارت او مصرف منع دی.

خو له دې سره وخت ناوخت د افغانستان پر ګاونډیانو سربېره نړیوالې ادارې هم د افغانستان له نشه يي توکو اندېښنه لري او په تړاو یې راپورونه خپروي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تېرې میاشتې د راپور له مخې، د طالبانو له خوا د کوکنارو پر کښت پر بندیز سربېره، افغانستان لا هم د تریاکو پراخې زېرمې لري، چې د مخدره توکو د قاچاقي شبکو د اړتیاو ود پوره کولو لپاره کارېدی شي.

تازه د نشه یي توکو په برخه کې دوه لوړپوړي څیړونکي فیلیپ بري او ډیویډ مانسفیلد د امریکا د پرینسټن پوهنتون اړوند «ورلډ پالیټیکس» مجلې په (World Politics Review) ویب پاڼه کې د افغانستان د نشه یی توکو په هکله په یوه مقاله خپره کړې ده.

دوی په دغه مقاله کې لیکلي، چې په افغانستان کې د نشه یي توکو سترې زیرمې او د هغوی د سوداګرۍ او قاچاق دوام د اروپا بازارونه ګرم ساتلي دي او اوس هم د هیروینو کمښت سره نه دي مخ شوي.

په مقاله کې راغلي، د کوکنارو د کښت له مخنيوي څخه د ډېرو ځمکو خاوندانو ګټه پورته کړې او له ځمکې پرته کروندګرو سخت اقتصادي زيانونه ليدلي.

لیکوال وړاندوینه کړې چې که دا بندیز دوام وکړي او د بزګرانو غوښتنو ته پام ونه شي، د طالبانو د مشر لارښوونې به عملي نه شي، سیاسي بې ثباتي به زیاته او د طالبانو پلان به ناکام شي.

سرچینې: طالبانو د خوست په ځايي رسنیو کې له ۶ ټولګي پورته پر انلاین زدکړو بندیز ولګاوه

۳ وږی ۱۴۰۳ - ۲۴ اګست ۲۰۲۴، ۱۱:۳۷ GMT+۱

په خوست کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، طالبانو له شپږم ټولګي پورته پر هغو انلاین زدکړو بندیز لګولی، چې له ځايي راډیوګانو او تلوېزونونو خپرېږي. سرچینې وايي، د طالبانو د خوست پوهنې چارواکو د رسنیو مدیرانو ته ویلي، دا بندیز د دې ډلې د پوهنې وزارت په لارښونه لګوي.

د طالبانو واکمنېدو سره له شپږ ټولګي پورته د نجونو زدکړې بندې دي، خو له هغه راهیسې د خوست په ګډون په مختلفو ولایتونو کې ځايي راډیوګانې او تلوېزونونه ورته زدکړې خپروي چې په انلاین زدکړو مشهورې دي.

دا رسنۍ په ټاکلې موده کې له زدکوونکو ازموینه هم اخلي.

خو د سرچینو په خبره، د طالبانو د خوست د پوهنې ریاست مسوولانو ځايي رسنیو ته خبر ورکړی، چې د طالبانو د پوهنې وزارت له شپږمه پورته ټولګیو پر دغو زدکړو هم بندیز لګولی.

سرچینې زیاتوي تېره پنجشنبه د طالبانو د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولانو هم د ځايي رسنیو مدیرانو ته په یوه ناسته کې ویلي، چې په دې اړه د طالبانو د پوهنې وزارت دوی مکتوب لېږلی دی.

په دغه مکتوب کې د طالبانو له خپلو ځايي چارواکو غوښتنه کړې، چې په دغه ولایت کې له شپږم پورته ټولګیو د رادیويي زدکړو د کورسونو مخه ونیسئ.

د باخبره سرچینو په وینا نن د شنبې په ورځ هم د خوست امربالمعروف ریاست محتسبین ددې ولایت پر ځايي راډیوګانو ګرځېدلي او خبرداری ورکړی، چې له شپږمه ټولګیو پورته مضامین تدریس نه کړي.

د خوست ځايي رسنیو ځینو مسوولینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې په دغه ولایت کې د طالبانو ځايي چارواکو ورته ویلي، چې دا پرېکړه له کابله شوې ده او دوی پر وړاندې څه نشی کولی.

په افغانستان کې د طالبانو لخوا پر نجونو له شپږمه پورته زده کړو بندیز لګولو وروسته په په خوست کې ځینو ځايي خصوصي ټلویزیونونو او راډیوګانو په انلاین ډول له شپږمه پورته ټولګیو د زده کړو کورسونه پیل کړي دي، چې زیات اوریدونکي پیدا کړي دي.

طالبان په دغه نوي بندیز سره د نجونو د زدکړو د وروستۍ هیلې پر ختمولو سربېره د رسنیو د عاید یوه مهمه سرچینه هم وچوي، ځکه د دې ډلې واکمنېدو سره رسنیو ډېری اعلانونه او مختلفو برخو کې پروژې له لاسه ور کړې دي.

په خوست کې د یوې ځايي رسنۍ مسوول وویل « اوس مهال راډیوګانې اعلانات نه لري، اوس یوازې د انلاین زدکړو کورسونو کې عاید شته، پر زدکوونکو یو کتاب ۲۵۰ افغانۍ پلورو، چې دا د عاید یوه سرچینه ده او زدکوونکي هم ورنه زیاته ګټه اخلي»

تر اوسه د رسنیو او خبریالانو دفاع ټولنو د طالبانو ددغې پرېکړې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

له دې وړاندې د طالبانو د خوست امنیه قومندانۍ په یو رسمي مکتوب کې لیکلي و، چې په خوست کې رسنیو ته د ښځو او نجونو له لوري ټیلیفوني اړيکه منع ده.

دا مهال په خوست کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې پر ملي راډيو او تلويزيون سربېره ١٥ خصوصي راډيوګانې او درې خصوصي تلويزيونونه فعاليت کوي.

طالبان: له خوست نړیوال هوايي ډګر د سعودي ریاض او جدې او د اماراتو ابوظبۍ ته الوتنې پیلیږي

۳ وږی ۱۴۰۳ - ۲۴ اګست ۲۰۲۴، ۱۰:۵۹ GMT+۱

د خوست نړیوال هوايي ډګر لپاره طالب مسوولانو وايي، په نږدې ورځو کې به له دغه هوايي ډګر نه د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض او د دغه هېواد بل ښار جدې ته الوتنې پیل شي. دوی وايي، په ورته وخت به له دغه هوايي ډګر د متحده عربي اماراتو له دوبۍ وروسته ابوظبۍ ته هم الوتنې پیل شي.

باختر اژانس د طالبانو له قوله وايي، کام اير هوايي شرکت اوسمهال د خوست له نړیوال هوايي ډګر په اوونۍ کې دوه ځلې د متحده عربي اماراتو دوبۍ ښار ته الوتنې کوي‌.

دغه هوايي شرکت د تېر جون په دویمه له خوست دوبۍ ته الوتنې پیل کړې.

طالبان وايی، د سعودي ریاض او جدې او همدارنګه ابوظبۍ ته راتلونکې الوتنې به د کام ایر خصوصي هوايي شرکت لخوا پیل شي.

تر اوسه کام ایر هوايي شرکت په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د طالبانو واکمنېدو سره تر نږدې دوو کلونو پورې ډېری بهرنیو شرکتونو افغانستان ته الوتنې نه کولې.

خو د متحده عربي اماراتو هوايي شرکت تېر کال افغانستان ته خپلې الوتنې بیا پیل کړې وې.

د تېر میلادي کال وروستیو کې فلای دوبۍ او بیا د روان میلادي کال د جنورۍ لومړیو کې ایر عربیه هم افغانستان ته الوتنې پیل کړې.

د دوبۍ اړوند اتحاد هوايي شرکت هم د روان کال په اپریل میاشت کې د افغانستان له کام ایر شرکت سره د همکارۍ اعلان وکړ.

د اتحاد هوايي شرکت د اعلان له مخې؛ د دې شرکت پېرودونکي کولای شي له ټولې نړۍ څخه کابل او له هغه ځایه د ابوظبۍ په هوايي ډګر کې له کام ایر سره د افغانستان نورو ښارونو ته الوتنه وکړي.

پاکستانۍ لوبغاړې ایمان خان د رزمي هنرونو اسیايي جام کې د سرو زرو مډال وګاټه

۳ وږی ۱۴۰۳ - ۲۴ اګست ۲۰۲۴، ۱۰:۵۱ GMT+۱

د پاکستان د ازادوسیاليو لوبغاړې ایمان خان د رزمي هنرونو اسيايي جام کې پرون د سرو زرو مډال وګاټه. ایمان خان د پنجاب مرکز لاهور کې د دې سیالیو په پايلوبه کې قزاقستانۍ سيالې ته په ماتې ورکولو دغه قهرماني په خپل نوم کړه.

د پاکستان راډيو د شنبې په ورځ په خپل خبر کې ويلي، چې اتلې لوبغاړې د ښځو په برخه کې په ۵۶ اعشاريه ۷ کيلوګرامه لوړ وزن کې دغه اتلولي خپله کړې ده.

ایمان خان د سيالۍ تر ګټلو وروسته ويلي، چې د دې بريا لپاره یې درې کلونه هڅې کړې.

دا وایي، غواړي په ورته نورو سياليو کې پاکستان ته زياتي برياوي راوړي.

تر ایمان خان مخکې يوې بلې پاکستانۍ لوبغاړې بنو بټ هم په ورته کټګورۍ کې د سرو زرو مډال ګټلی.

د رزمي هنرونو د ښځو اسيایي جام په سياليو کې تاجکستان او قزاقستان د اوو سرو زرو ۷ـ۷ مډالونو په لرلو سره تر ټولو مخکې دي.

بحرین لوبډلې د سرو زرو درې، پاکستان او قرغزستان بیا د سرو زرو دوه – دوه مډالونه وګټل.

پاکستان په دغو سيالیو کې څلور د سپینو زرو مډالونه هم ګټلي دي.

ګڼ افغانان وایي، په افغانستان کې د انټرنېټ بیه لوړه، خو څرنګوالی یې ډېر ټیټ دی

۳ وږی ۱۴۰۳ - ۲۴ اګست ۲۰۲۴، ۰۶:۰۵ GMT+۱

په افغانستان کې ګڼ خلک د انټرنېټ له ټیټ کیفیته شکایت کوي او وايي، چې دلته د شته انټرنېټ څرنګوالی د ګاونډیو هېوادونو سره د پرتلې وړ نه دی.

د کابل ښار اوسېدونکی عتیق الله وايي، په افغانستان کې د وروستیو بدلونونو له امله یې د کورنۍ ګڼ غړي نورو هېوادونو ته کډوال شوي، هغه چې هر کله وغواړي له هغوی سره ټیلیفوني خبرې وکړي، د انټرنېټ د ټیټ کیفیت له امله نه بریالی کېږي.
رومل هغه بل افغان دی چې وایي:« هره میاشت د زرو افغانیو انټرنېټ فعالوم؛ خو هیڅ ګټه ترېنه نه شم اخیستی.»

نوموړي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې څه موده وړاندې پاکستان ته تللی و هلته د انټرنېټ بیې ډېرې ارزانه او کیفیت یې هم لوړ و؛ خو دلته مخابراتي شرکتونه یوازې له خلکو پیسې شکوي او خدمتونه سم نه شي وړاندې کولای.

د ننګرهار ولایت اوسېدونکی عابد الله عاجز وایي: «زه هره میاشت ۱۰ جي بي انټرنېټ فعاله کوم؛ خو د ټیټ کیفیت له امله یې ترینه ګټه نه شم اخیستلای. موږ په دې اړه زیات شکایتونه هم کړي؛ خو ځای یې نه دی نیولی.»
که څه هم چې د طالبانو تر واک لاندې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) د خلکو د دغې ستونزې د هواري په اړه له افغانستان انټرنشنل سره له خبرو کولو ډډه وکړه؛ خو د یادې ادارې ویاند جلال الدین شمس تر دې وړاندې نورو سیمه‌ییزو رسنیو ته منلې وه، چې په افغانستان کې د انټرنېټي خدمتونو کیفیت ډېر ټیټ دی؛ خو ژمنه یې کړې وه، چې په دې برخه کې به خپلې هلې ځلې جاري وساتي او د انټرنېټ بیې به راټیټې کړي.

د اترا ادارې ویلي، چې پخوا د یو جي بي انټرنېټ بیه له ۲۰۰ څخه تر ۳۰۰ افغانیو وه؛ خو اوس دوی د یو جي بي انټرنېټ بیه ۱۱۰ افغانیو ته راښکته کړې ده.
دغه ستونزه د پلازمېنې کابل تر څنګ په نورو ولایتونو کې هم خورا ډېره ده او په لرو پرتو ولسوالیو، کلیو او بانډو کې خو خلک له سره انټرنېټ نه لري او له دې امله له ستونزو سره مخامخ دي.