ګڼ افغانان وایي، په افغانستان کې د انټرنېټ بیه لوړه، خو څرنګوالی یې ډېر ټیټ دی

په افغانستان کې ګڼ خلک د انټرنېټ له ټیټ کیفیته شکایت کوي او وايي، چې دلته د شته انټرنېټ څرنګوالی د ګاونډیو هېوادونو سره د پرتلې وړ نه دی.

په افغانستان کې ګڼ خلک د انټرنېټ له ټیټ کیفیته شکایت کوي او وايي، چې دلته د شته انټرنېټ څرنګوالی د ګاونډیو هېوادونو سره د پرتلې وړ نه دی.
د کابل ښار اوسېدونکی عتیق الله وايي، په افغانستان کې د وروستیو بدلونونو له امله یې د کورنۍ ګڼ غړي نورو هېوادونو ته کډوال شوي، هغه چې هر کله وغواړي له هغوی سره ټیلیفوني خبرې وکړي، د انټرنېټ د ټیټ کیفیت له امله نه بریالی کېږي.
رومل هغه بل افغان دی چې وایي:« هره میاشت د زرو افغانیو انټرنېټ فعالوم؛ خو هیڅ ګټه ترېنه نه شم اخیستی.»
نوموړي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې څه موده وړاندې پاکستان ته تللی و هلته د انټرنېټ بیې ډېرې ارزانه او کیفیت یې هم لوړ و؛ خو دلته مخابراتي شرکتونه یوازې له خلکو پیسې شکوي او خدمتونه سم نه شي وړاندې کولای.
د ننګرهار ولایت اوسېدونکی عابد الله عاجز وایي: «زه هره میاشت ۱۰ جي بي انټرنېټ فعاله کوم؛ خو د ټیټ کیفیت له امله یې ترینه ګټه نه شم اخیستلای. موږ په دې اړه زیات شکایتونه هم کړي؛ خو ځای یې نه دی نیولی.»
که څه هم چې د طالبانو تر واک لاندې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) د خلکو د دغې ستونزې د هواري په اړه له افغانستان انټرنشنل سره له خبرو کولو ډډه وکړه؛ خو د یادې ادارې ویاند جلال الدین شمس تر دې وړاندې نورو سیمهییزو رسنیو ته منلې وه، چې په افغانستان کې د انټرنېټي خدمتونو کیفیت ډېر ټیټ دی؛ خو ژمنه یې کړې وه، چې په دې برخه کې به خپلې هلې ځلې جاري وساتي او د انټرنېټ بیې به راټیټې کړي.
د اترا ادارې ویلي، چې پخوا د یو جي بي انټرنېټ بیه له ۲۰۰ څخه تر ۳۰۰ افغانیو وه؛ خو اوس دوی د یو جي بي انټرنېټ بیه ۱۱۰ افغانیو ته راښکته کړې ده.
دغه ستونزه د پلازمېنې کابل تر څنګ په نورو ولایتونو کې هم خورا ډېره ده او په لرو پرتو ولسوالیو، کلیو او بانډو کې خو خلک له سره انټرنېټ نه لري او له دې امله له ستونزو سره مخامخ دي.

جلاوطنه افغان خبریالان وايي، چې طالبانو د «امر بالمعروف و نهې عن المنکر» قانون په توشیح کولو سره د بیان د ازادۍ پر تابوت وروستی میخ ټکولی دی.
دغه سازمان وايي، چې په افغانستان کې د بیان ازادي، چې یو وخت د نړۍ له ویاړونو څخه وه، د دغه قانون له توشیح کولو سره «له مینځه تللې ده.»
په جلاوطنۍ کې مېشتو افغان خبریالانو، چې تر ډېره په اروپا او شمالي امریکا کې فعاله دي د جمعې په ورځ (د وږې ۳مه)، د طالبانو د «امر بالمعروف و نهې عن المنکر» قانون د تصویب په غبرګون کې وویل، چې دا قانون نه یوازې هېواد کې بشري ټولنه محدودوي بلکې دا د بیان ازادۍ ته د طالبانو وروستی ګوزار څرګندوي.
دغه سازمان د یاد قانون پر تصویب د نیوکې ترڅنګ ویلي، چې د دغه قانون په دویم فصل کې ۱۷مه ماده د طالبانو چارواکو ته اجازه ورکوي چې د ټولو ویډیويي رسنیو د فعالیت مخه ونیسي.
په جلاوطنۍ کې افغان خبریالانو زیاته کړه، چې د طالبانو دغه قانون «د معلوماتو او مطبوعاتو په اړه د محتسبانو مسولیتونو» برخه کې محتسبانو ته لارښوونه کوي چې رسنۍ دې د «معروفات» پلي کولو ته اړ کړي. دې سازمان ټینګار وکړ، چې دا قانون رسنۍ محدودوي چې هغه مواد خپاره کړي چې د «ژوندیو» عکسونه پکې نه وي.
د خبریالانو د ملاتړ دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې په دې قانون کې د "معروفاتو پلي کولو» مادې د محتسبانو لاسونه خلاص کړي چې د تصویري رسنیو دروازې وتړي.
تر دې مخکې د طالبانو د عدلیې وزارت د چهارشنبې په ورځ (د زمري۳۱مه) وویل، چې د دې ډلې مشر ملا هبت الله اخندزاده د « امر بالمعروف و نهې عن المنکر قانون» توشیح کړی دی. د عدلیې وزارت زیاته کړه، چې دغه قانون په څلورو فصلونو او ۳۵مادو کې توشیح شوی او په رسمي جریده کې خپور شوی او د تطبیق وړ دی.
د طالبانو د ډلې د مشر له خوا د امر بالمعروف قانون توشیح د بشري حقونو د سازمانونو، د ښځو د حقونو د خوځښتونو او د رسنیو د فعالانو له خوا ډېر غبرګونونه راپارولي دي. د ښځو د حقونو یو شمېر خوځښتونو له ملګرو ملتونو غوښتي چې د طالبانو له خوا د دغه قانون د تطبیق مخه ونیسي.
جلاوطنۍ کې د افغانستان د خبریالانو سازمان د دغه قانون د غندلو پرمهال له ملګرو ملتونو او بشري حقونو ته له ژمنو هېوادونو وغوښتل چې د یاد قانون د پلي کېدو د مخنیوي لپاره له طالبانو سره هر ډول راکړه ورکړه ودروي.
همدا راز، دغه سازمان له ټولو بهرنیو او نړۍوالو رسنیو چې د افغانستان په اړه خبرونه خپروي وغوښتل، چې د طالبانو له خوا د دغه قانون تر تعلیق پورې دې د طالبانو په اړه ثبت شوي خبرونه نه خپروي.

د افغانستان د بشري حقونو د کمېسیون پخوانی مشره وايي، چې د طالبانو د امربالمعروف او نهې المنکر نوی قانون د دې ډلې د «ناروغ ذهنیت» ښکارندويي کوي. شهرزاد اکبر وايي، چې خلک له لوږې، د برېښنا او درملو له نشتوالي مري، خو طالبان د حجاب او ږيرې پسې دي.
اغلې اکبر چې دا مهال د رواداري د بشري حقونو د سازمان مشره ده، د جمعې په ورځ - د وږي په دویمه - یې پر اېکس ټولنیزه شبکه خپور کړي پیغام کې لیکلي، چې د طالبانو د مشر له خوا نوی نافذ شوی قانون باندې ښځې اعتراض کوي او د هغوي انساني کرامت ته یې سپکاوی بولي.
د طالبانو د عدلیې وزارت د چهارشنبې په ورځ - د زمري په ۳۱ مه - اعلان وکړ، چې د دې ډلې مشر ملا هبت الله اخندزاده «د امر بالمعروف او نهې المنکر قانون» تصویب کړی.
د طالبان عدلیې وزارت زیاته کړه، چې دغه قانون په څلورو فصلونو او ۳۵ مادو کې تصویب شوی او په رسمي جریده کې خپور شوی چې اوس د تطبیق وړ دی.
د طالبانو نوی قانون د ښځو مخ، بدن او غږ د "عورت" په توګه بللي او د "غیر محرم" په مخ کې یې ښکاره کول جرم بللی دی. دا قانون په ګرځنده ټلیفونونو، کمپیوټرونو او نورو وسایلو کې د ژوندیو مخلوقاتو عکسونه او ویډیوګانې هم منع کړي دي.
د طالبانو دغه قانون په ټولنیزو شبکو کې ګڼ غبرګونونه راپارولي دي. د دغو شبکو ډیری ښځینه کاروونکو په دې قانون نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې طالبانو د دې قانون په تصویب سره په افغانستان کې د "ښځو ضد او جنسیتي توپیر" سیاست عملي کوي.

د تېر حکومت د ملي اردو ځواکونو قومندان احمد شاه نژدې خپلوانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل ، طالبانو تېره چارشنبه احمد شاه د جلال اباد ښار اوومه حوزه کې نیولی دی. له ایران څخه افغانستان ته د ستنېدو پرمهال طالبانو دغه پخواني قومندان ته د بښنې کارت هم ورکړی و.
د تېر حکومت د ملي اردو ځواکونو قومندان جګړن احمد شاه خپلوانو نن د جمعې په ورځ افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې نونوړی طالبانو د جلال اباد ښار د اوومې حوزې جنګل باغ سیمه کې نیولی دی.
دوی زیاتوی د تېر جمهوریت د پرځېدو وروسته احمد شاه ایران ته کډوال شو خو د څه مودې تېرولو وروسته له افغان شخصیتونو سره د طالبانو د ارتباط کمېسیون له لارې بېرته افغانستان ستون شوی و.
د احمد شاه کورنۍ له افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره د طالبانو د کمېسون لخوا ورکړل شوی کارت کاپي هم شریکه کړه.


د کارت په بو برخه کې لیکل شوي دي « ددې کارت لرونکی شخصیت د طالبانو سیاسي کمېسون لخوا هېواد ته راستون شوی دی، د اسلامي امارت د عمومي عفوې له مخې دغه کس د پخواني ملکي او نظامي دندو له مله هېڅ اداره ددې کس د نیولو حق نه لري»
د نیول شوي افسر کورنۍ وايی چې اوس د طالبانو دغه کمېسون د دوی شمېرو ته ځواب نه ورکوي.
د نیول شوي پخواني قومندان احمد شاه کورنۍ وايي چې د نیول کېدو وروسته یې په ننګرهار کې د طالبانو امنیتي ادارو ته ورغلي خو هغوي یې له نیولو انکار کوي.
کورنۍ یې وايي:« یو ځل دوه اوونۍ وړاندې طالبانو پر کور چاپه ووهله خو احمد شاه کور کې نه و نو بیا دوه ورځې وروسته یې ونیو، مونږ پوهیږو چې طالبانو وړی دی بل چاسره نظامي موټر نه وي.»
احمد شاه چې اصلي د لغمان اوسېدونکی دی خو تېر حکومت کې په ننګرهار کې د ملي اردو د څلورمې لوا د پنځم کنډک قومندان په توګه یې دنده ترسره کړې ده.
په دې وروستو اوونیو کې د تېر حکومت د پخوانیو مامورینو او نظامیانو د نیولو او وژلو راپورونه زیات شوي دي.
دوه ورځې وړاندې په ننګرهار کې د طالبانو تر واک لاندې له زندان څخه افغانستان انټرنشنل - پښتو ته یو شمېر زنداني د جمهوري نظام سرتېرو ویلي، چې په دغه زندان کې ۲۳۱ د پخواني جمهوري نظام سرتېري او استخباراتي کارکوونکي زندانیان دي؛ خو تر اوسه د طالبانو محکمې ته نه دي وړاندې شوي.
که څه هم د طالبانو واکمنېدو په درشل کې ملا هبت الله خپلو مخالفانو ته ټولبښنه وکړه، خو بیا هم وخت نا وخت د پخواني نظام کارمنان په تېره نظامیان په مرموز ډول وژل کېږي او یا هم د دې ډلې په زندانونو کې شکنجه او ځینې وخت وژل کېږي.

د امریکا د پرینسټن پوهنتون اړوند «ورلډ پالیټیکس» مجلې راپور ورکړی، چې په بریتانیا کې د افغانستان یو کیلو هیروینو بیه له ۱۵ زره ډالرو ۳۰ زره ډالرو ته لوړه شوې ده. دا مجله زیاتوي، چې اوس مهال په افغانستان کې په زیاته اندازه اپین زیرمه شوي دي.
د طالبانو له خوا د کوکنارو د کښت له منع کولو سره، په افغانستان کې یې سوداګري او قاچاق دوام لري او مخدره مواد د اروپا بازارونو ته لېږدول کېږي.
د نشه یي توکو په برخه کې دوه لوړپوړي څیړونکي فیلیپ بري او ډیویډ مانسفیلد په (World Politics Review) ویب پاڼه کې په یوه مقاله کې لیکلي، چې په افغانستان کې د نشه یي توکو سترې زیرمې او د هغوی د سوداګرۍ او قاچاق دوام د اروپا بازارونه ګرم ساتلي دي. اوس هم د هیروینو کمښت سره نه دي مخ شوي.
په لندن کې د کینګ کالج استاد بیري او د مخدره موادو د چارو لوړپوړي څیړونکي ډیویډ مانسفیلد په یوه مقاله کې چې د دوشنبې په ورځ په ورلډ پولیټیکس ریویو ویب پاڼه کې خپره شوه ټینګار وکړ، چې کافي شواهد نشته چې طالبانو د مخدره موادو د سوداګرۍ او قاچاق مخه نیولې وي.
دغو څېړونکو ویلي، چې په افغانستان کې دننه د مخدره موادو پېر او پلور روان دی.
د دې څېړنې له مخې، د طالبانو له خوا د نشه يي توکو د کښت او تولید له منع کېدو سره، د نشه يي توکو بیه نږدې ۵۰ سلنه راټیټه شوې، چې دا یې په افغانستان کې د لویو زېرمو شتون په ګوته کوي.
د مخدره توکو لوړ پوړو څیړونکو لیکلي: "اصلي دلیل دا دی چې تر اوسه اروپا د هیروینو د کمښت سره نه ده مخ شوې، لاهم په افغانستان کې د تریاکو لویه برخه ذخېره شوې ده."
دوی زیاته کړه: "د سپوږمکۍ د عکسونو په کارولو سره څېړنو په څرګنده ښودلې، چې د افغانستان د جنوب لوېدیځ په سیمو کې کروندګرو ښايي تر ۲۰۲۲ کال مخکې شاوخوا ۱۶ زره ۵۰۰ مټریک ټنه تریاک ذخیره کړي وي."
دمقالې پر اساس چې دوه کاله وړاندې د طالبانو له خوا د نشه يي توکو له کښت، تولید او قاچاق د اوږدمهاله عوایدو د ترلاسه کولو له امله ډېری کتونکي د دغه بندیز پر صداقت او عملي کېدو شک لري.
په مقاله کې راغلي چې دوه کاله وروسته نوي شواهد ښيي، چې د پرله پسې دوهم کال لپاره د طالبانو له خوا پر نشه يي توکو بندیز د کوکنارو په کښت کې د بې ساري کمښت لامل شوی دی.
د مقالې پر اساس، له همدې امله ډیری کارپوهانو په دې اندېښنه ښودلې چې په اروپا کې د هيرويينو کمښت ښايي د دې تشې د ډکولو لپاره د ډېر قوي مصنوعي نشه يي توکو د راتګ لامل شي.
په متحده ایالاتو او کاناډا کې، مصنوعي مخدره توکي وژونکي دي او پر یو لوی بحران بدل شوی دی.
دغو دوو لوړ پوړو څیړونکو وویل: "تر اوسه پورې د اروپا په بازارونو کې د افغانستان هیروینو پام وړ کموالی نه دی راغلی او ښايي دا کار یو څه وخت ونیسي." په همدې حال کې، د افغانستان د هیروینو اکمالاتو د نږدې څارنې سربیره، اروپایي حکومتونه هڅه کوي، چې د مصنوعي مخدره توکو پر وړاندې هم مقابله وکړي.
د لسیزو راهیسې افغانستان د نړۍ په کچه د تریاکو ستر تولیدوونکی هېواد و او تقریباً د ټولو هیروینو مصرف بازار اروپا و.
په دې مقاله کې ويل شوي، چې د طالبانو له خوا د نشه يي توکو له منع کېدو وروسته په ۲۰۲۲ کال کې د کوکنارو کښت له ۲۱۹ زره ۷۴۴ هکتارو څخه په ۲۰۲۳ کال کې ۳۱ زره ۸۸ هکتارو ته راټيټ شوی دی.
په مقاله کې راغلي، د ۲۰۲۴ کال تر جولای پورې د افغانستان د ۱۴ ولایتونو نقشه چې په ۲۰۲۲ کال کې په کې ۹۲ سلنه کوکنار کرل کېدل، ښيي چې سږ کال د دغه کښت کچه تر ۴ زره هکتاره ته رسېدلې ده.
د مقالې لیکوال ویلي، چې په بدخشان کې د کوکنارو د کښت د مخنیوي لپاره د طالبانو هڅې ناکامې شوې دي.
لیکوالانو اروپا ته د افغانستان د مخدره موادو د قاچاق په اړه دوه سناریوګانې وړاندې کړې دي: «لومړۍ سناریو دا ده چې طالبان د کوکنارو پر کښت بندیز وساتي او په تدریجي ډول د مخدره موادو پر سوداګرۍ ډیر کنټرول راولي چې په نتیجه کې په زېرمو کې کمښت راځي. دا کولی شي اروپا ته د هیروینو لېږد خورا کم کړي."
فیلیپ بیري او ډیویډ منسفیلډ لیکلي: "دوهمه او ډیر احتمالي سناریو دا ده، چې طالبان به په راتلونکو کلونو کې د کوکنارو د کښت مخنیوی کې له سختو ستونزو سره مخ شي."
په مقاله کې راغلي، د کوکنارو د کښت له مخنيوي څخه د ډېرو ځمکو خاوندانو ګټه پورته کړې او له ځمکې پرته کروندګرو سخت اقتصادي زيانونه ولیدل.
لیکوال وړاندوینه کړې چې که دا بندیز دوام وکړي او د بزګرانو غوښتنو ته پام ونه شي، د طالبانو د مشر لارښوونې به عملي نه شي او سیاسي بې ثباتي به زیاته شي او د طالبانو پلان به ناکام شي.
د طالبانو مشر د ۲۰۲۲ کال په اپریل میاشت کې اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د ټولو نشه یي توکو کښت، تولید، قاچاق، تجارت او مصرف منع دی. د دوحې په دریمه ناسته کې طالبانو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د نشه یي توکو د بدیل کښت په برخه کې له دې ډلې سره همکاري وکړي.

د قزاقستان د ملي امنیت کمېټې ویلي، چې د روسیې د استخباراتي ادارو په مرسته یې په افغانستان کې تولید شوي ۵۰ کیلو ګرامه نشهیي توکي نیولي دي.
دغې کمېټې ویلي چې نیول شوي نشه يي توکي چرس دي چې په «تور بازار» کې یې بیه شاوخوا ۵۰۰ زره امریکايي ډالرو ته رسیږي.
د قزاقشتان د ملي امنیت کمېټې د جمعې په ورځ د (وږي دویمه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د روسیې او د دغه هېواد استخباراتي څانګې توانیدلي چې له افغانستانه د نشه يي توکو د قاچاقو مخه ونیسي.
د خبرپاڼې له مخې، د روان کال په اګست میاشت کې د روسیې او قزاقستان په ګډو عملیاتو کې د نشهيي توکو د قاچاقو د نړۍوالې ډلې دوه تنه غړي یې هغه مهال د روسیې سره په پوله ونیول چې نشهيي توکي یې لېږدول.
د قزاقستان د ملي امنیت کمېټه وايي، چې له نیول شویو کسانو څخه پوښتنې ګروېږنې روانې دي.
له هغه مهاله چې طالبان واک ته رسېدلي، له افغانستانه نورو هېوادونو ته د نشهيي توکو د قاچاقو بار موټرې نیول شوې دي.
د افغانستان ګاونډي هېوادونه په تېره بیا د منځنۍ اسیا هېوادونه له افغانستانه خپلو هېوادونو ته د نشهیي توکو د قاچاقو په اړه اندېښمن دي.
