• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په کندهار کې د ډرون کېمرې پر کارولو بنديز ولګاوه

۵ وږی ۱۴۰۳ - ۲۶ اګست ۲۰۲۴، ۱۲:۰۳ GMT+۱

په کندهار کې د طالبانو امنیه قومندانۍ خلکو ته خبردارۍ ورکړی، چې د ډرون کېمرې کارولو، انځور او ويډيو اخېستو څخه ډډه وکړي. ځينو سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ويلي، چې طالبانو د امنيتي اندېښنو له کبله دغه بنديز لګولی.

په کندهار ولایت کې د طالبانو امنيه قومندانۍ د دوشنبې په ورځ (د وږي ۵ مه) نېټه په يوې خبرتيا کې ویلي، چې په ډرون کېمرې سره د هر ډول انځور او ويډيو اخېستل منع دي.

طالبانو خلکو ته خبردارۍ ورکړی، چې د دې خبرتيا له خپرېدو وروسته چې هر هغه کس «د ډرون کېمره استعمال کړي له قانوني چلند سره به مخ شي.»

په کندهار کې ډرون کېمرې تر ډېره د کورنیو او بهرنیو سېلانيانو له خوا کارول کیږي.

دغه سېلانیان د کندهار له مېله ځايونو، ښکلو او تاريخي سېمو څخه ويډيوګانې او انځورونه اخلي او بیا یې په ټولنيزو رسنيو کې خپروي.

په کندهار کې د طالبانو امنيه قومندانۍ په رسمي ډول د ډرون کېمرې پر انځور اخېستو د بنديز لامل نه دی روښانه کړی.

ځينو سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ويلي، چې طالبانو دغه بنديز د امنيتي پېښو د مخنيوي لپاره کړی.

سرچينه زياتوي: «طالبان ويره لري، چې هسي نه د همدې ډرون کېمرې په ذريعه د امنيتي تاسیساتو او د طالب د مشرانو له کورونو او مېلمستونو څخه ويډيو وا نه خېستل شي.»

څه موده مخکې په کندهار کې پر رسنيو د نورو بنديزونو سره سره پر ويډيو اخېستو هم بنديز لګول شوی و.

د طالبانو د کندهار والي ملا شيرین په یوه مکتوب کې د دولتي ادارو مسولينو ته ويلي، چې د خپلو رسمي او نارسمي ناستو انځورونه او ویډیوګانې دې نه اخلي.

په کندهار کې پر انځور او ويډيو د طالبانو د والي ملا شيرين د بنديز سره سم ولایت مقام په خبرپاڼو کې د خپلو ناستو انځورونه هم بند کړي او يوازي په ليکلې بڼه خپل خبرونه شريکوي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په خپله لومړنۍ پنځه کلنه واکمنۍ کې هم پر انځور اخېستو بندیز لګولی و او دغه کار یې له اسلام سره په ټکر کې بللی و.

دغې ډلې په دویم ځل واک ته تر رسېدو وړاندې په دوحه کې د مذاکراتو پر مهال ژمنه کړې وه، چې دوی له پخوا بدل شوي او دا ځل به یې چارې او بندیزونه د پخوا په څېر نه وي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

سویس: د امربالمعروف قانون د افغانستان نیمايي وګړي له حقونو بې برخې کوي

۵ وږی ۱۴۰۳ - ۲۶ اګست ۲۰۲۴، ۱۰:۲۹ GMT+۱

د سویس د بهرنیو چارو وزارت وايي، د طالبانو د امر بالمعروف نوی توشیح شوی قانون د افغانستان نیمایي وګړي له خپلو بنسټیزو حقونو او ازادیو څخه د بې برخې کولو یو بل ګام دی.

دغه وزارت په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د بشري حقونو دفاع، په ځانګړې توګه د ښځو حقونه د سویس لپاره لومړیتوب دی.

طالبانو په دې وروستیو کې د « امر بالمعروف او نهي عن المنکر» نوی قانون توشیح کړ.

دغه قانون په پراخه کچه په ځانګړو او عامه برخو کې د ښځو، نجونو او نورو وګړو حقونه په نښه کړي دي.

د طالبانو د امر بالمعروف په نوي قانون کې د ښځو غږ ان د قران لوستلو پر مهال هم د ښځو «عورت» بللی دی.

د طالبانو د دغه نوي قانون توشیح کېدل په تېرو ورځو کې له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوي.

د ښځو د حقونو فعالانو دغه قانون په افغانستان کې د ښځو د ګوښه کولو او د «جنسیتي توپیر» د لا پیاوړي کولو لپاره د فشار دوام بللی دی.

د طالبانو امربالمعروف وزیر وايي، نړۍوال دې د نوي قانون په اړه له نیوکو ډډه وکړي

۵ وږی ۱۴۰۳ - ۲۶ اګست ۲۰۲۴، ۰۹:۲۷ GMT+۱

د طالبانو امربالمعروف وزیر ویلي، د «امربالمعروف او نهي عن‌المنکر» قانون پلي کول د افغانانو غوښتنه ده او نړۍوال دې له بې ځايه نیوکو څخه ډډه وکړي. خالد حنفي دغه خبرې په سرپل کې د دغه ولایت له طالب چارواکو، دیني عالمانو او قومي مخورو سره په غونډه کې وکړې.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون نن دوشنبه د (وږي پنځمه) په ایکس پاڼه د خالد حنفي له قوله لیکلي چې د «امربالمعروف او نهي عن المنکر» قانون یې د «اسلامي شریعت» د بشپړ پلي کولو په موخه د طالبانو مشر ملا هبت‌الله توشیح کړی.

‏نوموړي زیاته کړې: «امربالمعروف او نهي عن‌المنکر الهي حکم دی او ټول یې په ترسره کولو مکلف یو.»

د طالبانو د «امربالمعروف او نهي عن‌ المنکر» وزیر محمد خالد حنفي تېره ورځ فاریاب کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ويلي، «هیڅوک حق نه لري چې د ناوړه دودونو له مخې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي.»

طالبانو په دې وروستیو کې پر ښځو نور بندیزونه هم ولګول.

خالد حنفي دا خبرې داسې مهال کوي چې د دغې ډلې مشر ملا هبت‌الله د «امربالمعروف او نهي عن‌ المنکر» د قانون په توشیح کولو سره پر افغانو ښځو بې شمېره نوي بندیزونه لګولي چې له کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوي.

طالبانو د چهارشنبې په ورځ د زمري په ۳۱مه وویل، چې د دغې ډلې مشر «د امربالمعروف او نهې منکر» قانون توشیح کړی دی.

طالبانو په دغه قانون کې د ښځو په وړاندې ډیر سخت بندیزونه لګولي چې د ښځو بشپړ بدن پټول په کې جبري ښودل شوي او دا یې هم په کې ویلي، چې «د ښځې غږ عورت دی.»

ملګري ملتونه: د جاپان په مالي مرسته په کندهار کې ۲۰ تنو د قابله‌ګۍ زده‌کړې بشپړې کړې

۵ وږی ۱۴۰۳ - ۲۶ اګست ۲۰۲۴، ۰۹:۰۹ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ د دوشنبې په ورځ د (وږي پنځمه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په کندهار کې د قابله‌ګۍ په روزنیز پروګرام کې ۲۰ ښځو ته زده‌کړې ورکړل شوې. دغه سازمان وايي، دغو ښځو د جاپان په مالي مرسته د قابله‌ګۍ روزنه ترسره کړې ده.

خو یاد سازمان نه دي ویلي، چې دغه ښځې به د افغانستان په کومو سیمو او څه ډول شرایطو کې دندې ترسره کوي.

د ملګرو ملتونو دغه سازمان زیاتوي، چې په ټولییز ډول به په کندهار، زابل، روزګان او نیمروز ولایتونو کې له دې پروګرام څخه چې د جاپان په مالي مرسته ترسره کیږي ۲۴۰ ښځې ګټه پورته کړي.

له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو او پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ د طالبانو له بندیز وروسته اوس په یو شمېر ولایتونو کې نړۍوالو مرستندویه سازمانونو په کورونو کې د نجونو د زده‌کړو ټولګي پرانیستي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د روغتیا نړۍوال سازمان په افغانستان کې د ښځینه ډاکټرانو د کموالي په اړه اندېښنه ښودلې وه.

طالبان: د افغانستان د فضا له لارې په ۲۴ ساعتونو کې ۲۶۵ تېرېدونکي الوتنې کیږي

۵ وږی ۱۴۰۳ - ۲۶ اګست ۲۰۲۴، ۰۸:۴۹ GMT+۱

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند ادارې چارواکي وايي، افغانستان کې ټول هوايي ډګرونه د کورنیو او نړۍوالو الوتنو لپاره چمتو دي او په ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان پر فضا ۲۶۵ تېرېدونکي الوتنې ترسره کیږي.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوايي چلند عملیاتي مرستیال فتح الله منصور وايي، وړاندې تر دې د افغانستان پر فضا په ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۱۱۰ الوتنې ترسره کېدې، خو اوس پرې ۲۶۵ الوتنې کیږي.

نوموړی وايي، له هرې الوتنې څخه د «حق العبور» په توګه ۷۰۰ امریکايي ډالر اخیستل کیږي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره سم د افغانستان فضا پوځي اعلان شوه او تر ډیرې مودې د افغانستان پر فضا الوتنې بندې شوې وې.

د دغه وزارت چارواکو د دوشنبې په ورځ د (وږي پنځمه) د خپلو کلنیو لاسته راوړونو په پروګرام کې وویل، چې دمګړۍ په افغانستان کې پنځه نړۍوال او ۲۷ کورني هوايي ډګرونه د هر ډول الوتنو لپاره چمتو دي.

همدارنګه د یاد وزارت د ځمکني ټرانسپورټ مرستیال عبدالسلام حیدري د افغانستان او پاکستان تر منځ د لنډمهاله تګ راتګ رامنځته کول له خپلو لاسته راوړنو ګڼي.

نوموړی وايي، د پاکستان له حکومت سره یې د باروړونکو لاریو د تګ راتګ په موخه داسې سند لاسلیک کړی چې پاکستاني لارۍ به افغانستان او د افغانستان لارۍ به پاکستان ته مالونه وړي راوړي.

نوموړی وايي، د پاکستان ۲۶۵۰ لاریو ته یې افغانستان ته د ورتګ اسناد ورکړي او ۵۱۰۰ د افغانستان لارۍ یې هم پاکستان ته ورپيژندلې چې پاکستان ته د ورتګ اجازه ورکړل شي.

نوموړی وايي، د دې سند له مخې چې قیمت یې سل امریکايي ډالر دی لارۍ چلونکی او کلینر یې د شپږو میاشتو لپاره پرته له ویزې د دواړو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ کولی شي.

نوموړی وايي، په تېر یوه کال کې یې ۱۸۵ ټرانسپورټي شرکتونو ته د فعالیت اجازه ورکړي ده.

همدارنګه زیاتوي، چې په ۳۰۰۰ مساپر او بار وړونکو موټرونو کې د خوندي لیږد رالیږد په موخه د (جي پي اېس) سیسټم فعاله کړی او دا بهیر روان دی.

د طالبانو ټرانسپورټ وزارت وايي، د راتلونکي کال لپاره پلان لري، چې د میعاري ترمینلونو، اډو، موټر چلونکو ته د برېښنايي کارټونو د ورکړې او ثبت او د کرايي د ټاکلو لپاره برېښنايي سیسټم جوړولو په برخه کې به ۲۸ پروژې عملي کړي.

طالبانو ویلي، د یوناما مشره کندهار ته ورغلې ده

۵ وږی ۱۴۰۳ - ۲۶ اګست ۲۰۲۴، ۰۷:۴۰ GMT+۱

د کندهار د والي دفتر د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا کندهار ته ورغلې ده. د خبرپاڼې له مخې، اغلې اوتونبایوا د دغه سفر پر مهال د کندهار له مرستیال والي سره لیدلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د کوکنارو د بدیل کښت په اړه د خبرو لپاره کندهار ته تللې ده.

اغلې اوتونبایوا د ملګرو ملتونو له خوا د کوکنارو د بدیل کښت په برخه کې د کندهار له کروندګرو سره د مرستې لپاره هم چمتووالی ښودلی.

روزا اوتونبایوا په کندهار کې د طالبانو له مرستیال والي محمد صادق انقلابي سره د کتنې پر مهال وویل، ملګرو ملتونو تېر کال د بېلابېلو ادارو له لارې په افغانستان کې له ۲۶ میلیونو خلکو سره بشري مرستې کړې دي.

په کندهار کې د طالبانو مرستيال والي هم پر ملګرو ملتونو غږ وکړ چې د نشه يي توکو د روږدو کسانو په درملنه او د کوکنارو بديل کښت په برخوکې مرستې وکړي.

محمد صادق انقلابي هم په افغانستان کې د «بشپړ امنیت» ادعا وکړه او له روزا اوتونبایوا یې وغوښتل چې سوداګر وهڅوي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

کندهار ته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې سفر څو ورځې وروسته له هغه کېږي چې د طالبانو مشر ملا هبت الله د «امربالمعروف او نهي عن المنکر» قانون توشیح کړ.

یوناما د دغه قانون په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره د شنبې په ورځ د وږي درېیمه وویل چې د خلکو د حقونو تروړل او په دوامداره وېره کې ساتل به د نړۍوالې ټولنې او طالبانو تر منځ اړیکې لا ستونزمنې کړي.

یوناما له طالبانو غوښتي چې د دغه قانون د ځینو مادو په اړه ورته وضاحت ورکړي.