• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو امربالمعروف وزیر وايي، نړۍوال دې د نوي قانون په اړه له نیوکو ډډه وکړي

۵ وږی ۱۴۰۳ - ۲۶ اګست ۲۰۲۴، ۰۹:۲۷ GMT+۱

د طالبانو امربالمعروف وزیر ویلي، د «امربالمعروف او نهي عن‌المنکر» قانون پلي کول د افغانانو غوښتنه ده او نړۍوال دې له بې ځايه نیوکو څخه ډډه وکړي. خالد حنفي دغه خبرې په سرپل کې د دغه ولایت له طالب چارواکو، دیني عالمانو او قومي مخورو سره په غونډه کې وکړې.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون نن دوشنبه د (وږي پنځمه) په ایکس پاڼه د خالد حنفي له قوله لیکلي چې د «امربالمعروف او نهي عن المنکر» قانون یې د «اسلامي شریعت» د بشپړ پلي کولو په موخه د طالبانو مشر ملا هبت‌الله توشیح کړی.

‏نوموړي زیاته کړې: «امربالمعروف او نهي عن‌المنکر الهي حکم دی او ټول یې په ترسره کولو مکلف یو.»

د طالبانو د «امربالمعروف او نهي عن‌ المنکر» وزیر محمد خالد حنفي تېره ورځ فاریاب کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ويلي، «هیڅوک حق نه لري چې د ناوړه دودونو له مخې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي.»

طالبانو په دې وروستیو کې پر ښځو نور بندیزونه هم ولګول.

خالد حنفي دا خبرې داسې مهال کوي چې د دغې ډلې مشر ملا هبت‌الله د «امربالمعروف او نهي عن‌ المنکر» د قانون په توشیح کولو سره پر افغانو ښځو بې شمېره نوي بندیزونه لګولي چې له کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوي.

طالبانو د چهارشنبې په ورځ د زمري په ۳۱مه وویل، چې د دغې ډلې مشر «د امربالمعروف او نهې منکر» قانون توشیح کړی دی.

طالبانو په دغه قانون کې د ښځو په وړاندې ډیر سخت بندیزونه لګولي چې د ښځو بشپړ بدن پټول په کې جبري ښودل شوي او دا یې هم په کې ویلي، چې «د ښځې غږ عورت دی.»

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: د جاپان په مالي مرسته په کندهار کې ۲۰ تنو د قابله‌ګۍ زده‌کړې بشپړې کړې

۵ وږی ۱۴۰۳ - ۲۶ اګست ۲۰۲۴، ۰۹:۰۹ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ د دوشنبې په ورځ د (وږي پنځمه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په کندهار کې د قابله‌ګۍ په روزنیز پروګرام کې ۲۰ ښځو ته زده‌کړې ورکړل شوې. دغه سازمان وايي، دغو ښځو د جاپان په مالي مرسته د قابله‌ګۍ روزنه ترسره کړې ده.

خو یاد سازمان نه دي ویلي، چې دغه ښځې به د افغانستان په کومو سیمو او څه ډول شرایطو کې دندې ترسره کوي.

د ملګرو ملتونو دغه سازمان زیاتوي، چې په ټولییز ډول به په کندهار، زابل، روزګان او نیمروز ولایتونو کې له دې پروګرام څخه چې د جاپان په مالي مرسته ترسره کیږي ۲۴۰ ښځې ګټه پورته کړي.

له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو او پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ د طالبانو له بندیز وروسته اوس په یو شمېر ولایتونو کې نړۍوالو مرستندویه سازمانونو په کورونو کې د نجونو د زده‌کړو ټولګي پرانیستي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د روغتیا نړۍوال سازمان په افغانستان کې د ښځینه ډاکټرانو د کموالي په اړه اندېښنه ښودلې وه.

طالبان: د افغانستان د فضا له لارې په ۲۴ ساعتونو کې ۲۶۵ تېرېدونکي الوتنې کیږي

۵ وږی ۱۴۰۳ - ۲۶ اګست ۲۰۲۴، ۰۸:۴۹ GMT+۱

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند ادارې چارواکي وايي، افغانستان کې ټول هوايي ډګرونه د کورنیو او نړۍوالو الوتنو لپاره چمتو دي او په ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان پر فضا ۲۶۵ تېرېدونکي الوتنې ترسره کیږي.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوايي چلند عملیاتي مرستیال فتح الله منصور وايي، وړاندې تر دې د افغانستان پر فضا په ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۱۱۰ الوتنې ترسره کېدې، خو اوس پرې ۲۶۵ الوتنې کیږي.

نوموړی وايي، له هرې الوتنې څخه د «حق العبور» په توګه ۷۰۰ امریکايي ډالر اخیستل کیږي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره سم د افغانستان فضا پوځي اعلان شوه او تر ډیرې مودې د افغانستان پر فضا الوتنې بندې شوې وې.

د دغه وزارت چارواکو د دوشنبې په ورځ د (وږي پنځمه) د خپلو کلنیو لاسته راوړونو په پروګرام کې وویل، چې دمګړۍ په افغانستان کې پنځه نړۍوال او ۲۷ کورني هوايي ډګرونه د هر ډول الوتنو لپاره چمتو دي.

همدارنګه د یاد وزارت د ځمکني ټرانسپورټ مرستیال عبدالسلام حیدري د افغانستان او پاکستان تر منځ د لنډمهاله تګ راتګ رامنځته کول له خپلو لاسته راوړنو ګڼي.

نوموړی وايي، د پاکستان له حکومت سره یې د باروړونکو لاریو د تګ راتګ په موخه داسې سند لاسلیک کړی چې پاکستاني لارۍ به افغانستان او د افغانستان لارۍ به پاکستان ته مالونه وړي راوړي.

نوموړی وايي، د پاکستان ۲۶۵۰ لاریو ته یې افغانستان ته د ورتګ اسناد ورکړي او ۵۱۰۰ د افغانستان لارۍ یې هم پاکستان ته ورپيژندلې چې پاکستان ته د ورتګ اجازه ورکړل شي.

نوموړی وايي، د دې سند له مخې چې قیمت یې سل امریکايي ډالر دی لارۍ چلونکی او کلینر یې د شپږو میاشتو لپاره پرته له ویزې د دواړو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ کولی شي.

نوموړی وايي، په تېر یوه کال کې یې ۱۸۵ ټرانسپورټي شرکتونو ته د فعالیت اجازه ورکړي ده.

همدارنګه زیاتوي، چې په ۳۰۰۰ مساپر او بار وړونکو موټرونو کې د خوندي لیږد رالیږد په موخه د (جي پي اېس) سیسټم فعاله کړی او دا بهیر روان دی.

د طالبانو ټرانسپورټ وزارت وايي، د راتلونکي کال لپاره پلان لري، چې د میعاري ترمینلونو، اډو، موټر چلونکو ته د برېښنايي کارټونو د ورکړې او ثبت او د کرايي د ټاکلو لپاره برېښنايي سیسټم جوړولو په برخه کې به ۲۸ پروژې عملي کړي.

طالبانو ویلي، د یوناما مشره کندهار ته ورغلې ده

۵ وږی ۱۴۰۳ - ۲۶ اګست ۲۰۲۴، ۰۷:۴۰ GMT+۱

د کندهار د والي دفتر د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا کندهار ته ورغلې ده. د خبرپاڼې له مخې، اغلې اوتونبایوا د دغه سفر پر مهال د کندهار له مرستیال والي سره لیدلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د کوکنارو د بدیل کښت په اړه د خبرو لپاره کندهار ته تللې ده.

اغلې اوتونبایوا د ملګرو ملتونو له خوا د کوکنارو د بدیل کښت په برخه کې د کندهار له کروندګرو سره د مرستې لپاره هم چمتووالی ښودلی.

روزا اوتونبایوا په کندهار کې د طالبانو له مرستیال والي محمد صادق انقلابي سره د کتنې پر مهال وویل، ملګرو ملتونو تېر کال د بېلابېلو ادارو له لارې په افغانستان کې له ۲۶ میلیونو خلکو سره بشري مرستې کړې دي.

په کندهار کې د طالبانو مرستيال والي هم پر ملګرو ملتونو غږ وکړ چې د نشه يي توکو د روږدو کسانو په درملنه او د کوکنارو بديل کښت په برخوکې مرستې وکړي.

محمد صادق انقلابي هم په افغانستان کې د «بشپړ امنیت» ادعا وکړه او له روزا اوتونبایوا یې وغوښتل چې سوداګر وهڅوي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

کندهار ته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې سفر څو ورځې وروسته له هغه کېږي چې د طالبانو مشر ملا هبت الله د «امربالمعروف او نهي عن المنکر» قانون توشیح کړ.

یوناما د دغه قانون په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره د شنبې په ورځ د وږي درېیمه وویل چې د خلکو د حقونو تروړل او په دوامداره وېره کې ساتل به د نړۍوالې ټولنې او طالبانو تر منځ اړیکې لا ستونزمنې کړي.

یوناما له طالبانو غوښتي چې د دغه قانون د ځینو مادو په اړه ورته وضاحت ورکړي.

د خوړو نړۍوال پروګرام: له یو میلیون زیاتې میندې او ماشومان به له مرستو بې برخې شي

۵ وږی ۱۴۰۳ - ۲۶ اګست ۲۰۲۴، ۰۷:۰۳ GMT+۱

د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، چې له یو میلیون زیاتې میندې او ماشومان به د بودجې د کموالي له امله د تغذیې له مرستو بې برخې شي. دغه سازمان د دوشنبې په ورځ د (وږي پنځمه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې د مرستو کمېدو تر ټولو لوړه بیه یوازې ښځې پرې کوي.

یاد سازمان زیاتوي، چې په افغانستان کې د مرستو کمېدو دروند پېټی یوازې د ښځو پر اوږو ایښی.

د دغه سازمان له لوري د خپرو شویو معلوماتو له مخې، څلور میلیونه میندې او ماشومان لا له وړاندې له خوارځواکۍ سره مخ دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام اندېښنه ښودلې چې له بیړنۍ بودجې پرته به په افغاسنان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو او میندو وضیعت نور هم په ځوړ شي.

دا په داسې حال کې د طالبانو د «امربالمعروف وزارت» د نوي قانون په اړه تېره ورځ د یوناما په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي و، چې د طالبانو له لوري پر ښځو دغه ډول بندیزونه به د افغانستان له خلکو سره پر نړۍوالو بشري مرستو هم اغېز وکړي.

ایراني چارواکي وايي، د خوراکي توکو په تولید او وېش کې د کډوالو ګومارل بند دي

۵ وږی ۱۴۰۳ - ۲۶ اګست ۲۰۲۴، ۰۵:۱۷ GMT+۱

د ایران د کاشان ښار د سوداګرو د اتحادیې مشر ویلي، «د خوراکي توکو تولید، وېش او خرڅلاو سوداګریزي اتحاديي» حق نه لري چې د «جواز لرونکي او نه لرونکي» کډوال وګوماري. همدارنګه مهدي باقي، ټینګار کړی چې هیڅوک باید کډوالو ته کورونه په کرایه ور نه کړي.

په ایران کې ډیری اوسېدونکي کډوال افغانان دي.

دغه بندیز پر هغو کډوالو باندې پلی کیږي چې د اوسېدو اسناد لري او یا یې نه لري.

د ایران د عصر خبري ویبپاڼې د یکشنبې په ورځ د کاشاني د چارواکو له قوله ویلي، په رستورانتونو، د په تالارونو په ښه راغلاست، د خوراکي توکو پلورنځیو، پخلنځي، کباب پخولو، لبنیاتو پلورنځیو، د خوراکي توکو پلورنځي او د اومو خوراکي توکو وېش په پلورنځیو کې د کډوالو ګومارل بند دي او که کوم کډوال کارګر وموندل شي له دغه کار ځایونو او کډوالو سره به قانوني چلند وشي.

د ایران د کاشان د صنفونو د خونې مشر وویل: «د کورونو ورکړې او لارښوونې دفترونه او د سوداګرۍ اتحادیې دې خبرې وي چې د بې اسنادو او ناپیژندل شويو کسانو لپاره د کور کرایې لپاره د هر ډول قراردادونو له ترسره کولو څخه ډډه وکړي او د ټولو (قانوني او ناقانونه وګړو) لپاره د هټیو د کرایې قراردادونه دې پای ته ورسوي.»

نوموړي ګواښ وکړ چې د کډوالو او کارګرانو سره د کارګمارونکي په وړاندې به د دوی د سوداګرۍ اتحادیې د ورځني کاربندیز او جریمې سره د دوی په اړه قضیه ثبت کړي او قضايي ادارو ته به یې ور وپيژني.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د ایران حکومت د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده.

د ایران په بیلابیلو ښارونو کې د افغان کډوالو پر وړاندې تاوتریخوالی هم رامنځته شوی دی.

نیوکه کوونکي وايي، په ایران کې په ناامنیو او اقتصادي ستونزو کې د کډوالو د رول په اړه د ایراني چارواکو څرګندونې د تاوتریخوالي لامل شوې دي.