د خوړو نړۍوال پروګرام: له یو میلیون زیاتې میندې او ماشومان به له مرستو بې برخې شي

د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، چې له یو میلیون زیاتې میندې او ماشومان به د بودجې د کموالي له امله د تغذیې له مرستو بې برخې شي. دغه سازمان د دوشنبې په ورځ د (وږي پنځمه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې د مرستو کمېدو تر ټولو لوړه بیه یوازې ښځې پرې کوي.