• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سویس: د امربالمعروف قانون د افغانستان نیمايي وګړي له حقونو بې برخې کوي

۵ وږی ۱۴۰۳ - ۲۶ اګست ۲۰۲۴، ۱۰:۲۹ GMT+۱

د سویس د بهرنیو چارو وزارت وايي، د طالبانو د امر بالمعروف نوی توشیح شوی قانون د افغانستان نیمایي وګړي له خپلو بنسټیزو حقونو او ازادیو څخه د بې برخې کولو یو بل ګام دی.

دغه وزارت په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د بشري حقونو دفاع، په ځانګړې توګه د ښځو حقونه د سویس لپاره لومړیتوب دی.

طالبانو په دې وروستیو کې د « امر بالمعروف او نهي عن المنکر» نوی قانون توشیح کړ.

دغه قانون په پراخه کچه په ځانګړو او عامه برخو کې د ښځو، نجونو او نورو وګړو حقونه په نښه کړي دي.

د طالبانو د امر بالمعروف په نوي قانون کې د ښځو غږ ان د قران لوستلو پر مهال هم د ښځو «عورت» بللی دی.

د طالبانو د دغه نوي قانون توشیح کېدل په تېرو ورځو کې له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوي.

د ښځو د حقونو فعالانو دغه قانون په افغانستان کې د ښځو د ګوښه کولو او د «جنسیتي توپیر» د لا پیاوړي کولو لپاره د فشار دوام بللی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو امربالمعروف وزیر وايي، نړۍوال دې د نوي قانون په اړه له نیوکو ډډه وکړي

۵ وږی ۱۴۰۳ - ۲۶ اګست ۲۰۲۴، ۰۹:۲۷ GMT+۱

د طالبانو امربالمعروف وزیر ویلي، د «امربالمعروف او نهي عن‌المنکر» قانون پلي کول د افغانانو غوښتنه ده او نړۍوال دې له بې ځايه نیوکو څخه ډډه وکړي. خالد حنفي دغه خبرې په سرپل کې د دغه ولایت له طالب چارواکو، دیني عالمانو او قومي مخورو سره په غونډه کې وکړې.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون نن دوشنبه د (وږي پنځمه) په ایکس پاڼه د خالد حنفي له قوله لیکلي چې د «امربالمعروف او نهي عن المنکر» قانون یې د «اسلامي شریعت» د بشپړ پلي کولو په موخه د طالبانو مشر ملا هبت‌الله توشیح کړی.

‏نوموړي زیاته کړې: «امربالمعروف او نهي عن‌المنکر الهي حکم دی او ټول یې په ترسره کولو مکلف یو.»

د طالبانو د «امربالمعروف او نهي عن‌ المنکر» وزیر محمد خالد حنفي تېره ورځ فاریاب کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ويلي، «هیڅوک حق نه لري چې د ناوړه دودونو له مخې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي.»

طالبانو په دې وروستیو کې پر ښځو نور بندیزونه هم ولګول.

خالد حنفي دا خبرې داسې مهال کوي چې د دغې ډلې مشر ملا هبت‌الله د «امربالمعروف او نهي عن‌ المنکر» د قانون په توشیح کولو سره پر افغانو ښځو بې شمېره نوي بندیزونه لګولي چې له کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوي.

طالبانو د چهارشنبې په ورځ د زمري په ۳۱مه وویل، چې د دغې ډلې مشر «د امربالمعروف او نهې منکر» قانون توشیح کړی دی.

طالبانو په دغه قانون کې د ښځو په وړاندې ډیر سخت بندیزونه لګولي چې د ښځو بشپړ بدن پټول په کې جبري ښودل شوي او دا یې هم په کې ویلي، چې «د ښځې غږ عورت دی.»

ملګري ملتونه: د جاپان په مالي مرسته په کندهار کې ۲۰ تنو د قابله‌ګۍ زده‌کړې بشپړې کړې

۵ وږی ۱۴۰۳ - ۲۶ اګست ۲۰۲۴، ۰۹:۰۹ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ د دوشنبې په ورځ د (وږي پنځمه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په کندهار کې د قابله‌ګۍ په روزنیز پروګرام کې ۲۰ ښځو ته زده‌کړې ورکړل شوې. دغه سازمان وايي، دغو ښځو د جاپان په مالي مرسته د قابله‌ګۍ روزنه ترسره کړې ده.

خو یاد سازمان نه دي ویلي، چې دغه ښځې به د افغانستان په کومو سیمو او څه ډول شرایطو کې دندې ترسره کوي.

د ملګرو ملتونو دغه سازمان زیاتوي، چې په ټولییز ډول به په کندهار، زابل، روزګان او نیمروز ولایتونو کې له دې پروګرام څخه چې د جاپان په مالي مرسته ترسره کیږي ۲۴۰ ښځې ګټه پورته کړي.

له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو او پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ د طالبانو له بندیز وروسته اوس په یو شمېر ولایتونو کې نړۍوالو مرستندویه سازمانونو په کورونو کې د نجونو د زده‌کړو ټولګي پرانیستي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د روغتیا نړۍوال سازمان په افغانستان کې د ښځینه ډاکټرانو د کموالي په اړه اندېښنه ښودلې وه.

طالبان: د افغانستان د فضا له لارې په ۲۴ ساعتونو کې ۲۶۵ تېرېدونکي الوتنې کیږي

۵ وږی ۱۴۰۳ - ۲۶ اګست ۲۰۲۴، ۰۸:۴۹ GMT+۱

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند ادارې چارواکي وايي، افغانستان کې ټول هوايي ډګرونه د کورنیو او نړۍوالو الوتنو لپاره چمتو دي او په ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان پر فضا ۲۶۵ تېرېدونکي الوتنې ترسره کیږي.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوايي چلند عملیاتي مرستیال فتح الله منصور وايي، وړاندې تر دې د افغانستان پر فضا په ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۱۱۰ الوتنې ترسره کېدې، خو اوس پرې ۲۶۵ الوتنې کیږي.

نوموړی وايي، له هرې الوتنې څخه د «حق العبور» په توګه ۷۰۰ امریکايي ډالر اخیستل کیږي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره سم د افغانستان فضا پوځي اعلان شوه او تر ډیرې مودې د افغانستان پر فضا الوتنې بندې شوې وې.

د دغه وزارت چارواکو د دوشنبې په ورځ د (وږي پنځمه) د خپلو کلنیو لاسته راوړونو په پروګرام کې وویل، چې دمګړۍ په افغانستان کې پنځه نړۍوال او ۲۷ کورني هوايي ډګرونه د هر ډول الوتنو لپاره چمتو دي.

همدارنګه د یاد وزارت د ځمکني ټرانسپورټ مرستیال عبدالسلام حیدري د افغانستان او پاکستان تر منځ د لنډمهاله تګ راتګ رامنځته کول له خپلو لاسته راوړنو ګڼي.

نوموړی وايي، د پاکستان له حکومت سره یې د باروړونکو لاریو د تګ راتګ په موخه داسې سند لاسلیک کړی چې پاکستاني لارۍ به افغانستان او د افغانستان لارۍ به پاکستان ته مالونه وړي راوړي.

نوموړی وايي، د پاکستان ۲۶۵۰ لاریو ته یې افغانستان ته د ورتګ اسناد ورکړي او ۵۱۰۰ د افغانستان لارۍ یې هم پاکستان ته ورپيژندلې چې پاکستان ته د ورتګ اجازه ورکړل شي.

نوموړی وايي، د دې سند له مخې چې قیمت یې سل امریکايي ډالر دی لارۍ چلونکی او کلینر یې د شپږو میاشتو لپاره پرته له ویزې د دواړو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ کولی شي.

نوموړی وايي، په تېر یوه کال کې یې ۱۸۵ ټرانسپورټي شرکتونو ته د فعالیت اجازه ورکړي ده.

همدارنګه زیاتوي، چې په ۳۰۰۰ مساپر او بار وړونکو موټرونو کې د خوندي لیږد رالیږد په موخه د (جي پي اېس) سیسټم فعاله کړی او دا بهیر روان دی.

د طالبانو ټرانسپورټ وزارت وايي، د راتلونکي کال لپاره پلان لري، چې د میعاري ترمینلونو، اډو، موټر چلونکو ته د برېښنايي کارټونو د ورکړې او ثبت او د کرايي د ټاکلو لپاره برېښنايي سیسټم جوړولو په برخه کې به ۲۸ پروژې عملي کړي.

طالبانو ویلي، د یوناما مشره کندهار ته ورغلې ده

۵ وږی ۱۴۰۳ - ۲۶ اګست ۲۰۲۴، ۰۷:۴۰ GMT+۱

د کندهار د والي دفتر د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا کندهار ته ورغلې ده. د خبرپاڼې له مخې، اغلې اوتونبایوا د دغه سفر پر مهال د کندهار له مرستیال والي سره لیدلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د کوکنارو د بدیل کښت په اړه د خبرو لپاره کندهار ته تللې ده.

اغلې اوتونبایوا د ملګرو ملتونو له خوا د کوکنارو د بدیل کښت په برخه کې د کندهار له کروندګرو سره د مرستې لپاره هم چمتووالی ښودلی.

روزا اوتونبایوا په کندهار کې د طالبانو له مرستیال والي محمد صادق انقلابي سره د کتنې پر مهال وویل، ملګرو ملتونو تېر کال د بېلابېلو ادارو له لارې په افغانستان کې له ۲۶ میلیونو خلکو سره بشري مرستې کړې دي.

په کندهار کې د طالبانو مرستيال والي هم پر ملګرو ملتونو غږ وکړ چې د نشه يي توکو د روږدو کسانو په درملنه او د کوکنارو بديل کښت په برخوکې مرستې وکړي.

محمد صادق انقلابي هم په افغانستان کې د «بشپړ امنیت» ادعا وکړه او له روزا اوتونبایوا یې وغوښتل چې سوداګر وهڅوي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

کندهار ته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې سفر څو ورځې وروسته له هغه کېږي چې د طالبانو مشر ملا هبت الله د «امربالمعروف او نهي عن المنکر» قانون توشیح کړ.

یوناما د دغه قانون په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره د شنبې په ورځ د وږي درېیمه وویل چې د خلکو د حقونو تروړل او په دوامداره وېره کې ساتل به د نړۍوالې ټولنې او طالبانو تر منځ اړیکې لا ستونزمنې کړي.

یوناما له طالبانو غوښتي چې د دغه قانون د ځینو مادو په اړه ورته وضاحت ورکړي.

د خوړو نړۍوال پروګرام: له یو میلیون زیاتې میندې او ماشومان به له مرستو بې برخې شي

۵ وږی ۱۴۰۳ - ۲۶ اګست ۲۰۲۴، ۰۷:۰۳ GMT+۱

د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، چې له یو میلیون زیاتې میندې او ماشومان به د بودجې د کموالي له امله د تغذیې له مرستو بې برخې شي. دغه سازمان د دوشنبې په ورځ د (وږي پنځمه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې د مرستو کمېدو تر ټولو لوړه بیه یوازې ښځې پرې کوي.

یاد سازمان زیاتوي، چې په افغانستان کې د مرستو کمېدو دروند پېټی یوازې د ښځو پر اوږو ایښی.

د دغه سازمان له لوري د خپرو شویو معلوماتو له مخې، څلور میلیونه میندې او ماشومان لا له وړاندې له خوارځواکۍ سره مخ دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام اندېښنه ښودلې چې له بیړنۍ بودجې پرته به په افغاسنان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو او میندو وضیعت نور هم په ځوړ شي.

دا په داسې حال کې د طالبانو د «امربالمعروف وزارت» د نوي قانون په اړه تېره ورځ د یوناما په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي و، چې د طالبانو له لوري پر ښځو دغه ډول بندیزونه به د افغانستان له خلکو سره پر نړۍوالو بشري مرستو هم اغېز وکړي.