• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان د ۲۰۲۴ کال د ښځو شل اوره نړيوال جام ته لوبډله اعلان کړه

۶ وږی ۱۴۰۳ - ۲۷ اګست ۲۰۲۴، ۱۱:۰۷ GMT+۱تازه شوی: ۶ وږی ۱۴۰۳ - ۲۷ اګست ۲۰۲۴، ۱۲:۰۸ GMT+۱

د پاکستان کرېکټ بورډ د ۲۰۲۴ کال د ښځو شل اوره نړيوال جام لپاره د فاطمه ثنا په لوبډلمشرۍ ۱۵ کسيزه لوبډله اعلان کړه. د ۲۰۲۴ کال د ښځو شل اوره نړيوال جام به په متحده عربي اماراتو کې د اکټوبر په درېمه پيل او تر ۲۰ مې به دوام وکړي.

د پاکستان کرېکټ بورډ د دغو سياليو لپاره په ۱۵ کسيزه لوبډله کې فاطمه ثنا «لوبډلمشره» عاليه رياض، ډيانا بيګ، ګل فيروزه، ارم جاويد، منیبه علي «ويکټ ساتونکې»، ناصره سندو، ندا ډار، عميمه سهيل، صدف شمس، سدرا امين، سیده عروب شاه، تسميا رباب او توبا حسن غوره کړې دي.

د کرېکټ نړيوالي شورا ویلي دا سیالۍ ۱۷ ورځې دوام کوي، چې پایلوبه به د اکتوبر په شلمه نېټه وشي.

د دوی د معلوماتو له مخې، ټولې لوبډلې په دوه ګروپونو وېشل شوې دي.

د ښځينه لوبډلو تر منځ د شل اوره جام تېرې سیالۍ د ۲۰۲۳ کال فبرورۍ میاشت کې شوې وې او هغه مهال ېې کوربتوب سویلي افریقا کړی و.

اسټرالیا د دغه نړیوال جام د ګټلو ویاړ لري او سږ کال به له خپلې اتلولۍ دفاع کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

چین د پاکستان بلوچستان کې وروستی برید وغانده چې پکې ۷۳ کسان وژل شوي

۶ وږی ۱۴۰۳ - ۲۷ اګست ۲۰۲۴، ۱۰:۴۲ GMT+۱

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، د پاکستان په بلوچستان صوبه کې وروستی برید سخت غندي او «د ترهګرۍ ضد جګړه کې به د اسلام اباد قوي ملاتړ وکړي.» په طبیعي زېرمو بډایه بلوجستان کې دا په تېرو کلونو کې تر ټولو مرګونی برید دی چې ۷۳ کسان پکې وژل شوي دي.

چین په دغه صوبه کې اقتصادي پروژې پلې کوي.

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي، دا بریدونه هم د دې پروژو د مخنیوي لپاره شوي دي.

ښاغلي شریف کابینې ته په وینا کې دا هم وویل، چې له «ترهګرو» سره به نرمښت ونه کړي.

هغه یو ځل بیا تور ولګاوه چې وسلوال په افغانستان کې د دې صوبې پرضد هم فعالیت کوي.

پاکستاني چارواکي له ورته بریدونو وروسته ګوته هند او افغانستان ته نیستي، خو مقابل لوري تل دا تورونه ردوي.

بلوڅ بېلتونپالو پرون د بلوچستان د موساخېل او بولان په ګډون تر لسو ډېرو ضلعو کې د پوليسو پر مرکزونو، د اورګاډي پر لیکو او د لویو لارو پر ګاډو بریدونه وکړل.

د پاکستان امنیتي چارواکو پرون وویل، چې په دغو بریدونو کې تر شپېتو ډېر کسان وژل شوي، خو رویټرز په تازه راپور کې وايي، چې ۷۳ کسان وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ ویلي، د وسلوالو له بریدونو وروسته په نښتو کې ۱۴ امنیتي ځواکونه او ۲۱ وسله وال وژل شوي دي.

په وژل شویو کې لس د پوځ سرتېري او څلور د نورو امنیتي ادارو کسان دي.

د دې بریدونو مسوولیت بلوڅ ازادیپال پوځ منلی دی.

دا بریدونه د بلوڅانو د سیاسي مشر نواب محمد اکبر بګټي له ۱۸ تلین سره سم شوي دي.

نوموړی پر ۲۰۰۶ کال د پوځ په عملیاتو کې ووژل شو.

کرېکټ بورډ د نيوزيلنډ پر وړاندې د ټېسټ لوبې د تمريناتي کمپ لپاره د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ

۵ وږی ۱۴۰۳ - ۲۶ اګست ۲۰۲۴، ۱۸:۱۲ GMT+۱

افغانستان کرېکټ بورډ د نيوزيلنډ پر وړاندې د يوازينۍ ټېسټ لوبې د تمريناتي کمپ لپاره د افغان لوبغاړو ۲۰ کسيز نوملړ اعلان کړ. افغان لوبډله به د حشمت الله شاهدي په لوبډلمشرۍ د اګسټ په ۲۸مه نېټه هندستان ته سفر وکړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د دوشنبې په ورځ په يوې اعلاميه کې ويلي، چې د نيوزيلنډ لوبډلې سره د ټېسټ لوبې لپاره به د افغان لوبغاړو دغه تمريناتې کمپ د اګسټ په ۲۹ مه نېټه د هند په ګرېټرنويډا کرېکټ لوبغالي کې پيل شي.

د بورډ په خبره، چې د دوی د غوراوي کمېټه به د تمريناتو پرمهال د نيوزيلنډ سره د ټېسټ لوبې لپاره ۱۵ افغان لوبغاړي غوره کړي.

کرېکټ بورډ په دې تمريناتي کمپ کې حشمت الله شهيدي (لوبډلمشر) ابراهيم ځدراڼ، رياض حسن، عبدالمالک، رحمت شاه، بهيرشاه محبوب، اکرام علي خېل (ويکټ ساتونکی)، شاهدالله کمال، ګلبدين نايب، افسر ځاځی (ويکټ ساتونکی)، عظمت الله عمرزی، ضیاء الرحمان اکبر، شمس الرحمان، قيس احمد، ظاهرخان، نجات مسعود، فريد احمد ملک، نويد ځدراڼ، خلیل احمد او یما عرب ټاکلي دي.

د کرېکټ بورډ مشر ميرويس اشرف هم د نيوزيلنډ پر وړاندي د يوازينۍ ټېسټ لوبې لپاره د افغان غوره لوبډلې د ټاکلو هيله ښودلې.

ښاغلی اشرف وايي: «په کورني کرېکټ کې مو ځينې ځوان او پياوړي لوبغاړي پېدا کړل، چې له نېکه مرغه اوس د ټېسټ په نوملړ کې هم ځای ورکړل شوی دی.»

د افغانستان او نيوزيلنډ دغه يوازينۍ ټېسټ لوبه به د هند په ګريټرنويډا لوبغالي کې د راتلونکې سپټمبر مياشتي په ۹ مه نېټه پيل د همدې مياشتي تر ۱۳ مې نېټې به دوام وکړي.

سویس: د امربالمعروف قانون د افغانستان نیمايي وګړي له حقونو بې برخې کوي

۵ وږی ۱۴۰۳ - ۲۶ اګست ۲۰۲۴، ۱۰:۲۹ GMT+۱

د سویس د بهرنیو چارو وزارت وايي، د طالبانو د امر بالمعروف نوی توشیح شوی قانون د افغانستان نیمایي وګړي له خپلو بنسټیزو حقونو او ازادیو څخه د بې برخې کولو یو بل ګام دی.

دغه وزارت په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د بشري حقونو دفاع، په ځانګړې توګه د ښځو حقونه د سویس لپاره لومړیتوب دی.

طالبانو په دې وروستیو کې د « امر بالمعروف او نهي عن المنکر» نوی قانون توشیح کړ.

دغه قانون په پراخه کچه په ځانګړو او عامه برخو کې د ښځو، نجونو او نورو وګړو حقونه په نښه کړي دي.

د طالبانو د امر بالمعروف په نوي قانون کې د ښځو غږ ان د قران لوستلو پر مهال هم د ښځو «عورت» بللی دی.

د طالبانو د دغه نوي قانون توشیح کېدل په تېرو ورځو کې له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوي.

د ښځو د حقونو فعالانو دغه قانون په افغانستان کې د ښځو د ګوښه کولو او د «جنسیتي توپیر» د لا پیاوړي کولو لپاره د فشار دوام بللی دی.

سرچینې: د شمالي وزیرستان په رزمک کې یوې چاودنې درې تنه وژلي او ۱۶ ټپیان شوي

۵ وږی ۱۴۰۳ - ۲۶ اګست ۲۰۲۴، ۱۰:۰۳ GMT+۱

له شمالي وزیرستان څخه سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته وويل، چې دغه چاودنه نن له غرمې مخکې د رزمک په بازار کې پر یوه موټر شوې چې د لومړنیو معلوماتو له مخې درې تنه په کې وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

سرچینې زیاتوي چې ټپیان نږدې روغتیايي مرکز ته لیږدول شوي او د یو شمېر ټپیانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.

تر اوسه پورې د چاودنې ډول نه دی څرګند خو ځینې سرچینې ځانمرګی برید بولي.

دغو سرچینو نن دوشنبه د (وږي پنځمه) افغانستان انټرنشنل پښتو ته ويلي، چې چاودنه په سیمه کې پر هغو پخوانیو طالبانو شوې چې د پاکستان حکومت ته تسلیم شوي وو، او په سیمه کې د ( ښو طالبانو یا سرېنډر طالبانو) په نوم یادیږي.

ويل کیږي، دغه ډله د پخواني تسلیم شوي قوماندان اسحاق په نامه له ټي ټي پي څخه ځانته شوې وه او نن پرې دغه برید شوی.

سرچینې وايي، په برید کې په نښه شوي طالبان له بریده روغ وتلي خو شاوخوا ولسي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د برید مسوولیت لا کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

ځايي پولیس پېښه مني خو په دې اړه نور جزیات نه ورکوي.

د پاکستان حکومت له لوري د عزم استحکام په نامه د عملیاتو تر اعلان وروسته په لوی وزیرستان کې امنیتي حالات ورځ تر بلې ترینګلي کیږي. او د وسله والو له لوري د سیمې خلکو ته ویل کیږي چې خپل کورونه پرېږدي او له سیمې کډه شي.

ملګري ملتونه: د جاپان په مالي مرسته په کندهار کې ۲۰ تنو د قابله‌ګۍ زده‌کړې بشپړې کړې

۵ وږی ۱۴۰۳ - ۲۶ اګست ۲۰۲۴، ۰۹:۰۹ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ د دوشنبې په ورځ د (وږي پنځمه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په کندهار کې د قابله‌ګۍ په روزنیز پروګرام کې ۲۰ ښځو ته زده‌کړې ورکړل شوې. دغه سازمان وايي، دغو ښځو د جاپان په مالي مرسته د قابله‌ګۍ روزنه ترسره کړې ده.

خو یاد سازمان نه دي ویلي، چې دغه ښځې به د افغانستان په کومو سیمو او څه ډول شرایطو کې دندې ترسره کوي.

د ملګرو ملتونو دغه سازمان زیاتوي، چې په ټولییز ډول به په کندهار، زابل، روزګان او نیمروز ولایتونو کې له دې پروګرام څخه چې د جاپان په مالي مرسته ترسره کیږي ۲۴۰ ښځې ګټه پورته کړي.

له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو او پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ د طالبانو له بندیز وروسته اوس په یو شمېر ولایتونو کې نړۍوالو مرستندویه سازمانونو په کورونو کې د نجونو د زده‌کړو ټولګي پرانیستي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د روغتیا نړۍوال سازمان په افغانستان کې د ښځینه ډاکټرانو د کموالي په اړه اندېښنه ښودلې وه.