• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بلوچستان له پېښې وروسته چین له پاکستان سره په امنیتي برخه کې همکاري پراخوي

۶ وږی ۱۴۰۳ - ۲۷ اګست ۲۰۲۴، ۱۹:۱۸ GMT+۱

د چين بهرنيو چارو وزارت په پاکستان کې وسله وال بريدونه غندلي او د دغه هېواد سره یې په امنيتي برخه کې د همکارۍ د پراخوالۍ خبر ورکړ. د چين بهرنيو چارو وزارت ویاند لین جیان په یوه خبري کنفرانس کې ويلي: « چين د ترهګرۍ پر وړاندې عملياتو کې د پاکستان ملاتړ کوي.»

د چين د بهرنیو چارو وزارت د ویاند لين جیان ویلي، چې دغه هېواد چمتو دی، څو له پاکستان سره د وسله والو پر وړاندې امنيتي همکاري زياته او په ګډه په سیمه کې د سولې او امنيت ساتنه وکړي.

جيان په پاکستان کې په وسله الو بریدونو کې د وژل شويو کسانو په اړه خواشني هم ښودلې ده.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند په يوه خبري کنفرانس کې د پاکستان وروستيو بريدونو ته په اشارې ويلي: « موږ به د ترهګرۍ پر وړاندې عملیاتو په پرمختګ، د ټولنیز یووالي، ثبات ساتلو او د خلکو په ساتنه کې د پاکستان کلک ملاتړ ته دوام ورکړو.»

د پاکستاني رسنيو د معلوماتو له مخې؛ د پاکستان بلوچستان ایالت په يو شمېر سیمو کې د وسله والو بريدونو پرمهال تر ۳۷ زيات کسان وژل شوی.

پاکستاني رسنیو د وسله والو پر وړاندې عملياتو کې د ۲۱ وسله والو او ۱۴ پولیسو د وژل کېدو خبر هم ورکړی.

د پاکستان امنیتي چارواکو پرون وویل، چې په دغو بریدونو کې تر شپېتو ډېر کسان وژل شوي؛ خو رویټرز په تازه راپور کې وايي، چې ۷۳ کسان وژل شوي دي.

د دې بریدونو مسوولیت بلوڅ ازادیپال پوځ منلی دی.

دا بریدونه د بلوڅانو د سیاسي مشر نواب محمد اکبر بګټي له ۱۸ تلین سره سم شوي دي.

نوموړی په ۲۰۰۶ کال کې د پاکستاني پوځ په عملیاتو کې ووژل شو.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

پاکستان د ۲۰۲۴ کال د ښځو شل اوره نړيوال جام ته لوبډله اعلان کړه

۶ وږی ۱۴۰۳ - ۲۷ اګست ۲۰۲۴، ۱۱:۰۷ GMT+۱

د پاکستان کرېکټ بورډ د ۲۰۲۴ کال د ښځو شل اوره نړيوال جام لپاره د فاطمه ثنا په لوبډلمشرۍ ۱۵ کسيزه لوبډله اعلان کړه. د ۲۰۲۴ کال د ښځو شل اوره نړيوال جام به په متحده عربي اماراتو کې د اکټوبر په درېمه پيل او تر ۲۰ مې به دوام وکړي.

د پاکستان کرېکټ بورډ د دغو سياليو لپاره په ۱۵ کسيزه لوبډله کې فاطمه ثنا «لوبډلمشره» عاليه رياض، ډيانا بيګ، ګل فيروزه، ارم جاويد، منیبه علي «ويکټ ساتونکې»، ناصره سندو، ندا ډار، عميمه سهيل، صدف شمس، سدرا امين، سیده عروب شاه، تسميا رباب او توبا حسن غوره کړې دي.

د کرېکټ نړيوالي شورا ویلي دا سیالۍ ۱۷ ورځې دوام کوي، چې پایلوبه به د اکتوبر په شلمه نېټه وشي.

د دوی د معلوماتو له مخې، ټولې لوبډلې په دوه ګروپونو وېشل شوې دي.

د ښځينه لوبډلو تر منځ د شل اوره جام تېرې سیالۍ د ۲۰۲۳ کال فبرورۍ میاشت کې شوې وې او هغه مهال ېې کوربتوب سویلي افریقا کړی و.

اسټرالیا د دغه نړیوال جام د ګټلو ویاړ لري او سږ کال به له خپلې اتلولۍ دفاع کوي.

چین د پاکستان بلوچستان کې وروستی برید وغانده چې پکې ۷۳ کسان وژل شوي

۶ وږی ۱۴۰۳ - ۲۷ اګست ۲۰۲۴، ۱۰:۴۲ GMT+۱

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، د پاکستان په بلوچستان صوبه کې وروستی برید سخت غندي او «د ترهګرۍ ضد جګړه کې به د اسلام اباد قوي ملاتړ وکړي.» په طبیعي زېرمو بډایه بلوجستان کې دا په تېرو کلونو کې تر ټولو مرګونی برید دی چې ۷۳ کسان پکې وژل شوي دي.

چین په دغه صوبه کې اقتصادي پروژې پلې کوي.

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي، دا بریدونه هم د دې پروژو د مخنیوي لپاره شوي دي.

ښاغلي شریف کابینې ته په وینا کې دا هم وویل، چې له «ترهګرو» سره به نرمښت ونه کړي.

هغه یو ځل بیا تور ولګاوه چې وسلوال په افغانستان کې د دې صوبې پرضد هم فعالیت کوي.

پاکستاني چارواکي له ورته بریدونو وروسته ګوته هند او افغانستان ته نیستي، خو مقابل لوري تل دا تورونه ردوي.

بلوڅ بېلتونپالو پرون د بلوچستان د موساخېل او بولان په ګډون تر لسو ډېرو ضلعو کې د پوليسو پر مرکزونو، د اورګاډي پر لیکو او د لویو لارو پر ګاډو بریدونه وکړل.

د پاکستان امنیتي چارواکو پرون وویل، چې په دغو بریدونو کې تر شپېتو ډېر کسان وژل شوي، خو رویټرز په تازه راپور کې وايي، چې ۷۳ کسان وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ ویلي، د وسلوالو له بریدونو وروسته په نښتو کې ۱۴ امنیتي ځواکونه او ۲۱ وسله وال وژل شوي دي.

په وژل شویو کې لس د پوځ سرتېري او څلور د نورو امنیتي ادارو کسان دي.

د دې بریدونو مسوولیت بلوڅ ازادیپال پوځ منلی دی.

دا بریدونه د بلوڅانو د سیاسي مشر نواب محمد اکبر بګټي له ۱۸ تلین سره سم شوي دي.

نوموړی پر ۲۰۰۶ کال د پوځ په عملیاتو کې ووژل شو.

سرچینې: د شمالي وزیرستان په رزمک کې یوې چاودنې درې تنه وژلي او ۱۶ ټپیان شوي

۵ وږی ۱۴۰۳ - ۲۶ اګست ۲۰۲۴، ۱۰:۰۳ GMT+۱

له شمالي وزیرستان څخه سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته وويل، چې دغه چاودنه نن له غرمې مخکې د رزمک په بازار کې پر یوه موټر شوې چې د لومړنیو معلوماتو له مخې درې تنه په کې وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

سرچینې زیاتوي چې ټپیان نږدې روغتیايي مرکز ته لیږدول شوي او د یو شمېر ټپیانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.

تر اوسه پورې د چاودنې ډول نه دی څرګند خو ځینې سرچینې ځانمرګی برید بولي.

دغو سرچینو نن دوشنبه د (وږي پنځمه) افغانستان انټرنشنل پښتو ته ويلي، چې چاودنه په سیمه کې پر هغو پخوانیو طالبانو شوې چې د پاکستان حکومت ته تسلیم شوي وو، او په سیمه کې د ( ښو طالبانو یا سرېنډر طالبانو) په نوم یادیږي.

ويل کیږي، دغه ډله د پخواني تسلیم شوي قوماندان اسحاق په نامه له ټي ټي پي څخه ځانته شوې وه او نن پرې دغه برید شوی.

سرچینې وايي، په برید کې په نښه شوي طالبان له بریده روغ وتلي خو شاوخوا ولسي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د برید مسوولیت لا کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

ځايي پولیس پېښه مني خو په دې اړه نور جزیات نه ورکوي.

د پاکستان حکومت له لوري د عزم استحکام په نامه د عملیاتو تر اعلان وروسته په لوی وزیرستان کې امنیتي حالات ورځ تر بلې ترینګلي کیږي. او د وسله والو له لوري د سیمې خلکو ته ویل کیږي چې خپل کورونه پرېږدي او له سیمې کډه شي.

پاکستاني رسنۍ: بلوچستان کې ۲۳ کسان له موټرونو ښکته کړل شوي او وژل شوي

۵ وږی ۱۴۰۳ - ۲۶ اګست ۲۰۲۴، ۰۶:۲۸ GMT+۱

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، تېره شپه د بلوچستان ایالت په موسی‌خیلو سیمه کې وسله والو کسانو ۲۳ کسان له موټرونو ښکته کړي او په ډزو یې وژلي دي. د راپورنو له مخې د بلوچستان ـ سند ایالتونو تر منځ لاره په ډیرو سیمو کې د تګ راتګ پر مخ تړل شوی وه.

د پاکستان جیونیوز د بلوچستان د موسی‌خیلو د سیمي د پولیسو د مشر ایوب خان اڅکزي له قوله راپور ورکړی، چې تېره شپه وسله والو په یاده سیمه کې ۲۳ سورلۍ له موټرونو راښکته کړې او په ډزو یې وژلي دي.

اڅکزي ویلي، چې وسله والو کسانو د دوو ایالتونو لویه لاره تړلې وه او خلک یې له موټرونو راښکته کول او په نښه شوي کسان یې په ډزو وژل.

100%

نوموړی زیاتوي، چې وسله والو کسانو ۱۰ موټرونه هم سوځولي دي.

په بلوچستان کې ځايي رسنیو خبرونه خپاره کړي، چې له تېرې شپې راهیسې، په کوټه، ګوادر، قلات، مستونګ، لسبېله، سبۍ او تربت کې د پاکستان پر پوځیانو بریدونه شوي دي.

د ځايي سرچینو په حواله، چې د کوټې ـ کراچې لویه لاره او د بلوچستان ایالت یو شمیر نورې لارې هم د بلوڅ وسله والو له لوري بندې شوې وې.

په ورته مهال د لارې د تړل کېدو ځینې ویډیوګانې هم خپرې شوې چې لیدل کیږي یو شمیر نظامي موټرونه هم سوځول شوي او خال خال ډزې اوریدل کیږي.

په ځينو ويډيوګانو او انځورونو کې د لویې لارې ویجاړ شوي پلونه هم ښکاري چې ویل کیږي وسله والو په بمونو الوځولي دي.

د راپورنو له مخې تېره شپه د دغو وسله والو له لوري د ډبرو سکرو په بار ۱۷ موټرونه هم سوځول شوي دي.

بل خوا بلوڅ وسله والو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په بلوچستان کې پر پاکستاني ځواکونو د ځینو بریدونو مسوولیت منلی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې بلوڅ وسله والو په بلوچستان ایالت کې د (هیروف) په نوم عملیات پیل کړي او د تیرې شپې په عملیاتو کې یې پاکستاني ځواکونو ته د مرګ ژوبلي اړولو ادعا هم کړې ده.

سرچینې: وزیرستان کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې دوه پاکستاني عسکر وژل شوي

۵ وږی ۱۴۰۳ - ۲۶ اګست ۲۰۲۴، ۰۶:۰۶ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې تېره ورځ شمالي وزیرستان نورک سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنې د پاکستان دوه امنيتي عسکر وژلي او اته نور ټپیان دي. ويل کیږي د ټپیانو له ډلې د درېیو عسکرو روغتیایي حالت نازک دی.

د دغه برید مسوولیت د حافظ ګل بهادر ډلې په غاړه اخیستی.

ځینو پاکستاني رسنیو هم خبر ورکړی چې د شمالي وزیرستان نورک سیمه کې له لرې څخه د کنټرولېدونکي سړک غاړې ماین د پاکستاني پوځ یو موټر په نښه کړې چې له امله یې دوه امنیتي عسکر وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

رسنیو ویلي، د پاکستاني امنيتي ځواکونو يو کاروان له ميرانشاه څخه بنو ته روان و، چې د نورک په سيمه کې پرې دا ماین چاودلی.

پاکستاني پوځ په رسمي ډول په دې اړه بیان نه دی خپور کړی.