ایراني چارواکی: له پروسږکال راهیسې مو ۵۰ زره افغان کډوال له البرز ولایته اېستي دي

د البرز والي مجتبی عبداللهي ویلي، چې له تېر کال راهیسې یې له دغه ولایته ۵۰ زره «نا قانونه» افغان کډوال اېستي دي. ښاغلی عبداللهي وايي، چې په البرز ولایت کې بهرني کډوال باید د قانون سره سم ژوند وکړي.