• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په خوست کې د یوې ښځې په ګډون درې کسان په عام محضر کې په دورو ووهل

۸ وږی ۱۴۰۳ - ۲۹ اګست ۲۰۲۴، ۰۸:۵۵ GMT+۱

طالبانو د خوست ولایت په علیشېرو ولسوالۍ کې د یوې ښځې په ګډون درې کسان په عام محضر کې په دورو وهلي دي. د طالبانو تر واک لاندې ستره محکمه وایي، چې یادو کسانو ته له کوره د تېښتې او د ښځې د تښتولو په تور په عام محضر کې سزا ورکړل شوې.

د دغې ډلې د محکمې له خوا نن په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تورنه مېرمن پر يوه کال او شپږ مياشتو تنفيذي بند او ۳۵ دورو او دوه تنه نور هر یو په دوه او درېیو کلونو بند محکوم شوي دي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې ده، چې دغه حکم د سترې محکمې د مشرتابه له تایید وروسته پر تورنو کسانو پلی شوی دی.

که څه هم پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ څخه درې کاله تېریږي، خو یادې ډلې له تېرو دوو کلونو راهیسې لسګونه کسان په عام محضر کې په سزا رسولي دي.

د راپورونو له مخې، طالبانو یوازې په تېرو شپږو میاشتو کې د ښځو په ګډون شاوخوا ۲۰۰ کسان په عام محضر کې په دورو وهلي دي.

سره له دې چې د طالبانو دغه ډول سزاګانې له پراخو کورنیو او بهرنیو نیوکو سره هم مخ شوې دي، خو طالبان وایي، چې دوی پر تورنو کسانو شرعي حکمونه پلي کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

رینا امیري: له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو شرط د دوی د افراطي تګلارو پای ته رسول دي

۸ وږی ۱۴۰۳ - ۲۹ اګست ۲۰۲۴، ۰۸:۳۷ GMT+۱

د افغانستان د ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې وایي، چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو تګلارې جنسیتي ځورونو ته ورته دي. رینا امیري، له هېل ورځپانې سره په خبرو کې وویل، چې له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو شرط د دوی د افراطي سیاستونو پای ته رسول دي.

مېرمن امیري زیاتوي؛ د ښځو پر وړاندې د طالبانو تګلارې دا نظر پیاوړی کوي، چې طالبان هغه تګلارې مخته وړي چې د دې ډلې د لومړۍ واکمنۍ د پرځېدو لامل شوې.

رینا امیري وایي؛ امریکا د افغان نجونو د ملاتړ او د نړۍوالې ټولنې د منظم کولو په برخه کې له هرې شونې لارې کار اخلي، چې طالبانو ته خپل روښانه پیغام ورسوي.

نوموړې هېل امریکایي ورځپاڼې ته وویل، چې له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو شرط ددغې ډلې د افراطي تګلارو پایته رسول او په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت ښه کېدل دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو مشر په دې وروستیو کې د «امر بالمعروف او نهې عن المنکر» په نامه لاندې نوی قانون توشېح کړی دی.

دغې ډلې په دې قانون کې د ښځو د غږ د (عورت) بللو په ګډون د ښځو پر وړاندې بیا پراخ بندیزونه لګولي دي.

د طالبانو د امربالمعروف دغه قانون د کورنیو او بهرنیو فعالانو له پراخو نیوکو سره مخ شو.

طالبانو بیا په یوه سخت غبرګون سره ټینګار وکړ، چې د نړۍوالو غندل او نیوکې د امربالمعروف د دغه قانون په پلي کولو کې هېڅ کومه اغېزه نه لري.

د یادې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه نیوکې د شریعت پر وړاندې سپکاوی بللی او د طالبانو د امربالمعروف وزیر محمد خالد حنفي بیا نیوکه کوونکي بې حیثیته وبلل.

د قزاقستان پولیسو ځينې بې اسناده افغانان نیولي دي

۸ وږی ۱۴۰۳ - ۲۹ اګست ۲۰۲۴، ۰۸:۲۰ GMT+۱

د قزاقستان رسنیو ویلي، د دغه هیواد پولیسو په اوکتوبي ښار کې ۱۵ افغانان نیولي دي. د خپرو شويو راپورونو له مخې، له دغو افغانانو څخه ځینو يې پاسپورټونه نه لرل او د ځينو يې ويزې ختمې شوې وې.

د قزاقستان د کارلینتا خبري اژانس د راپور له مخې، دغه ټول کسان د دغه هیواد د کډوالو دفترونو ته وړل شوي چې د دوی هویت او تېره مخینه وګوري.

ویل کیږي چې په نیول شویو کسانو کې یو شمېر د قزاقستان په پلازمینه کې محصلان وو.

د دغو کسانو د برخلیک په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي.

د قزاقستان پولیسو په دغه هېواد کې د دوی پاتې کېدل ناقانونه ګڼلي او ورته مهال یې له خپلو وګړو غوښتي چې که د بهرنیو وګړو د ناقانونه اوسېدو په اړه معلومات ولري امنیتي ځواکونو ته دې خبر ورکړي.

د غبرګولي په میاشت کې د قزاقستان پولیسو پنځه هغه افغان کډوال چې غوښتل یې په ناقانونه توګه روسیې ته ننوځي، ونیول او بېرته یې افغانستان ته واستول.

د قزاقستان رسنۍ وايي، په دې وروستیو کې یو زیات شمېر کډوالو هڅه کړې چې د دغه هېواد له پولو تېر شي او د روسیې له لارې اروپايي هېوادونو ته ننوځي. په همدې موخه قزاقستان پر خپلو پولو د یوې نوې پوستې د جوړولو پرېکړه کړې ده.

قزاقستان خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې که دوی د نا رسمي لارو له لارې روسیې ته له کډوالو سره مرسته وکړي تر اوو کلونو پورې به یېپه بند محکوم کړي.

بدخشان ولایت د رېښتر په کچه ۵.۴ درجې زلزلې ولړزاوه

۸ وږی ۱۴۰۳ - ۲۹ اګست ۲۰۲۴، ۰۷:۴۹ GMT+۱

نن سهار پنجشنبه شاوخوا لس نیمې بجې د بدخشان ولایت مرکز او یو شمېر سیمې یوې زلزلې ولړزولې. د امریکا د ځمکپېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې د زلزلې شدت ۵.۴ درجې وو او مرکز یې د اشکاشم ولسوالۍ ښودل شوی.

تر اوسه پورې د دغې زلزلې د زیانونو په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي.

د زلزلې ټکانونه په کابل، ننګرهار او د افغانستان په یو شمېر نورو سیمو کې هم احساس شوي دي.

د بېلابیلو سیمو اوسیدونکي وايي، د زلزلې ټکانونو وېرولي دي.

ورته مهال د پاکستان په راولپېنډۍ، اسلام اباد، پېښور، سوات، شمالي وزیرستان او شاوخوا سیمو کې هم د زلزلې ټکانونه احساس شوي دي.

پاکستاني رسنیو ویلي، چې دغې د زلزلې شدت هم ۵.۴ درجې ښودل شوی.

طالبانو یو ځل بیا د خپلو ځانمرګو له کورنیو سره نغدي مرستې کړې دي

۸ وږی ۱۴۰۳ - ۲۹ اګست ۲۰۲۴، ۰۷:۳۴ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې د دغې ډلې د شهیدانو او معلولانو چارو وزیر په بغلان او سمنګان ولایتونو کې د خپلو ځانمرګو له کورنیو سره نغدي مرستې کړې دي. طالبان نړۍوالې بشري مرستې تل په خپلو خپلوانو ویشي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس نن پنجشنبه د (زمري اتمه) په ایکس پاڼه لیکلي چې د دغې ډلې د شهیدانو او معلولانو چارو وزیر ملا عبدالمجید اخوند بغلان او سمنګان ولایتونو ته د خپل سفر پر مهال په دغو ولایتونو کې د هغو ځانمرګو له کورنیو سره نغدي مرستې کړې چې هغوی په تیرو کلونو کې د افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو په وړاندې ځانمرګې بریدونه کړي وو.

طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې هغه نړۍوالې بشري مرستې تل په خپلو خپلوانو او د ځانمرګو په کورنیو وېشلې چې د افغانستان له بېوزله ولسونه سره د مرستې لپاره دغه هیواد ته استول شوې.

د روان کال په سر کې د طالبانو مشر ملا هبت الله د ځانمرګو د قطعې هر غړي ته لس لس زره افغانۍ د اختر د ډالۍ په توګه ورکړې وې.

ملا هبت الله د طالبانو د مالیې وزارت ته امر کړی و چې د (فدایانو قطعې) ۳۵۰۰ کسیزه ډلې هر غړي ته د اختر ډالۍ په نوم لس زره افغانۍ ورکړي.

واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته په افغانستان کې د دولتي ادارو ډیری کارکوونکي له دندو لرې شوي او د پاتې هغو میاشتني معاشونه راکم کړل شوي دي.

دوه میاشتې وړاندې طالبانو په ښوونځیو او نورو ادارو کې د ښځينه کارکوونکو میاشتني معاشونه ان تر پنځو زرو افغانیو راکم کړل. چې ډیریو هغو له دې امله خپلې دندې پرېښودې.

ملا برادر د ترمذ سوداګریز مرکز د پرانیستې په موخه ازبکستان ته ولاړ

۸ وږی ۱۴۰۳ - ۲۹ اګست ۲۰۲۴، ۰۶:۵۴ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت له لوري په خپره شوې خبرپانه کې ویل شوي، چې د افغان ـ ازبک ګډ سوداګریز مرکز په مراسیمو کې به د یو شمېر نورو اسیايي هېوادونو استازي هم ګډون وکړي.

د طالبانو د رسیاست الوزرا اقتصادي معاونیت د پنجشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ملا عبدالغني برادر په مشری یو لوړپوړی پلاوی د «ترمذ نړۍوال سوداګریز مرکز» د پرانیستې مراسیمو کې دګډون په موخه د ازبکستان هېواد ترمذ ښار ته ولاړ.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ترمذ نړۍوال سوداګریز مرکز به نن پنجشنبه د ملابرادر په ګډون د ازبکستان لومړي وزیر، د لوړمړي وزیر مرستیال او د قزاقستان او قرغزستان لوړپوړو چارو له لوري پرانیستل شي.

د افغانستان او ازبکستان تر منځ پر پوله د زادې سوداګریزې حوزې جوړیدو په اړه د افغانسان او ازبکستان څه باندې ۴۰ خصوصي او دولتي استازو ترمنځ د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ په لومړۍ نېټه په ترمذ ښار کې ناسته شوې وه.

د دواړو هېوادونو له لوري په دغې ناسته کې د افغان ـ ازبک ګډې سوداګرۍ لپاره په ترمذ ښار کې د سوداګریز مرکز د جوړیدو هوکړه لاسلیک کړه.