
د بنګله دیش په مرکزي، ختیځ او سوېل ختیځ سیمو کې سېلابونو ۲۳ کسان وژلي او له ۵.۷ میلیونو ډېر یې اغېزمن کړي دي. د دغه هېواد په ۱۱ ولسوالیو کې شاوخوا ۱.۲۴ میلیونه کورنۍ په خپلو کورنو کې بندې پاتې دي.
دغه سیمې د پرله پسې بارانونو او د سیندونو د اوبو د ډېرېدو له امله د هېواد له نورو برخو څخه جلا شوي دي.
لکه څنګه چې د سېلاب اوبه په تدریجي ډول کمیږي، زیانمن شوي کسان په چټکۍ سره خوراکي توکو، پاکو اوبو، درملو او وچو جامو ته اړتیا لري.
وضعیت په ځانګړې توګه په لېرې پرتو سیمو کې چې د ولسوالۍ مرکزونو ته نږدې نه دي خورا سخت دی.
د بنګله دېش اوسیدونکي اکرام الحق د اګسټ په ۲۱ د خپل یو کلیوال له خوا اړیکه تر لاسه کړه او ورته یې وویل، چې د سېلاب اوبو د بنګله دیش په سویل ختیځ فیني ولسوالۍ کې د هغه پلرنی کور ډوب کړی دی.

هغه وايي، چې په پلرني کلي کې یې یو پوړیز کورونه د اوبو لاندې شوي او خلک د خوړو له کمښت او له ناروغیو سره لاس او ګریوان دي.
د نړۍوال بانک د یو راپور له مخې؛ بنګله دېش د نړۍ یو له خورا اقلیمي زیان منونکو هېوادونو څخه دی او شاوخوا ۳.۵ میلیونه کسان د کلنیو بارانونو او سېلابونو له امله له خطر سره مخامخ دي.

د بېړنیو حالاتو د مدیریت ادارې ویلي، چې په نایجریا کې د څو اونیو سیلابونو په پایله کې لږ تر لږه ۱۷۹ کسان وژل شوي او لسګونه زره نور بې ځایه شوي دي.
دغې ادارې زیاته کړه، تر ټولو زیات زیانمنې سیمې په شمال لویدیځ کې پراته اووه ایالتونه دي، چې د سېلابونو له امله په کې ۸۹ کسان مړه شوي او له ۲۵۰۰۰ هېکټار څخه زیاتې کرنیزې ځمکې ویجاړې شوي دي.
ولسمشر بولا تینوبو د چهارشنبه په ورځ په یوه خپره شوې اعلامیه کې وویل، چې هغه "په ټول هېواد کې د سېلابونو ویجاړیو په ژوره توګه غمجن کړی دی."
وروستیو سېلابونو په دغه هېواد کې د خوراکي توکو ته د لاسرسۍ په برخه کې اندېښنې راپورته کړي دی، ځکه چې نایجریا له انفلاسیون سره لاس او ګریوان ده او د خوړو توکو بیې ډېرې پورته شوي دي.
درنو بارانونو د کرنې په برخه کې ستونزې نورې هم زیاتې کړي دي او په شمال ختیځ کې د وسله والو د پرله پسې بریدونو له امله کروندګر د خپلو کروندو پرېښودو ته اړ شوي دي.
د تلفاتو شمېر د تېر کال په پرتله په چټکۍ سره په لوړېدو دی.
په ۲۰۲۲ کال کې نایجیریا له یوې لسیزې څخه په ډېر وخت کې تر ټولو بد سېلاب تجربه کړی او له ۶۰۰ څخه ډیر کسان د سېلابوونو له امله مړه شوي وو.
په همدې کال کې ۱.۴ میلیونه کسان بې ځایه شوي او ۴۴۰ سوه زره هېکټاره کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې وه.
د اټومي انرژۍ نړۍوالې ادارې ته د اوکراین ماموریت ویلي، چې د دوشنبې په ورځ د روسیې د بې پېلوټه الوتکې او توغندي برید اوکراین دې ته اړ کړ، چې د اټومي انرژۍ څو واحدونه د برېښنا له شبکې څخه بهر کړي، چې د اټومي انرژۍ تاسیساتو ته خطر پېښوي.
اوکرایني چارواکو ویلي، چې روسیې د دوشنبې په ورځ د انرژۍ پر تاسیساتو په برید کې تر ۲۰۰ ډېر توغندي او ډرون کارولي دي.
د دغه ماموریت په لیک کې راغلي: "د روسیې فدراسیون په قصدي توګه د اوکراین د انرژۍ تاسیساتو په نښه کولو ته دوام ورکوي او په پام کې لري، چې د دې هېواد د اټومي برېښنا د کارخانو چارې ګډوډې کړي، هغه تاسیسات چې د اوکراین ډېری برېښنا چمتو کوي."
لیک کاږي: "د روسیې بریدونه په اوکراین کې د اټومي تاسیساتو باثباته عملیاتو او د ملیونونو خلکو خوندیتوب ته د پام وړ خطر دی."
روسیه د مارچ په میاشت کې د اوکراین د برېښنا شبکې باندې خپل بریدونه ګړندي کړي او کییف ویلي، چې روسیه هڅه کوي چې د ژمي دمخه د بریښنا تاسیسات خورا ضعیفه کړي.
د اټومي انرژۍ نړۍوالې ادارې لپاره د اوکراین ماموریت وویل، چې د دوشنبې د برید موخه د برېښنا تاسیساتو عملیات فلج کول وو.
د ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي د دفتر رییس اندري یرماک په ټېلیګرام خپور کړي پیغام کې وویل: "دا د پوتین د رژیم له خوا قصدي پرېکړه ده چې نړۍ د اټومي ناورین سره ګواښي."
اوکراین دا نه دي ویلي، چې روسیې په مستقیم ډول په اټومي بټیو باندې برید کړی دی؛ خو د برېښنا د لیږد او توزیع سیسټمونو باندې برید د بریښنا د شبکې چلونکي دې ته اړ کړي، چې د اټومي برېښنا په بټیو کې تولید کم کړي یا اټومي واحدونه وتړي.
د اسراییل پوځ د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې د دوی سرتېرو پنځه فلسطیني وسله وال چې د لویدیځې غاړې په طولکرم ښار کې په یو جومات کې پټ شوي وو وژلي دي.
دغه عملیات چې د رویټرز خبري اژانس د یو عیني شاهد له قوله تر اوسه پای ته نه دي رسېدلي. د چهارشنبې په لومړیو ساعتونو کې په سلګونو اسراییلي پوځیانو د هلیکوپټرو، ډرون او زغره والو ګاډو په ملاتړ د اردن دره کې د طولکرم، جنین او سیمو په څنډو کې بریدونه پیل کړل.
رویټرز د عینو شاهدانو په وینا لیکلي، چې د غزې او لویدیځې غاړې په فلسطیني سیمو کې د دوو مهمو مخابراتي شرکتونو څخه د یو فعالیت هم درېدلی دی.
د فلسطین روغتیايي چارواکو ویلي، چې د چهارشنبې په عملیاتو کې لږ تر لږه ۱۲ فلسطینیان وژل شوي دي.
اسراییلي سرتېري پر سړکونو او د جینین اصلي روغتون مخې ته امبولانسونه تلاشي کړي او د خلکو لاسرسی یې ورته بند کړی، چې د جنګیالیو د انتقال مخه ونیسي.
اسراييل وايي، چې په طولکرم جومات کې د وژل شويو پنځو وسله والو له ډلې يو يې محمد جابر و، چې په "ابو شجاع" مشهور و او د نور شمس د کډوالو کمپ ته څېرمه د جنګياليو د يوې شبکې مشر و.
د اسلامي جهاد د وسله والې ډلې څانګې په طولکرم کې وویل: "زموږ د مشر د وژنې د غبرګون د یوې برخې په توګه زموږ جنګیالي وتوانېدل چې د ابو عبیده جومات شاته اسراییلي ځواکونه په نښه کړي".
د اورپکو ډلې ادعا کړې، چې په اسراییلي سرتېرو باندې "مستقیم برید" په دغو ځواکونو له یوې چاودنې وروسته شوی.
د بښنې نړۍوال سازمان په یوه اعلامیه کې په لویدیځه غاړه کې د جګړې د پراخېدو کچه خطرناکه بللې او ویلي یې دي، چې اسراییل د نیواکګر ځواک په توګه مکلفیت لري چې د فلسطینیانو، د هغوی د کورونو او روغتیايي مرکزونو ساتنه وکړي.
په لويديځه غاړه کې له اسرایيلي ځواکونو سره نښتې وروسته له هغې زياتې شوې چې شاوخوا يوولس مياشتې مخکې په اسراییل د حماس له برید وروسته پر غزې د اسراییل پراخ ځمکني او هوايي بریدونه پیل شول.
تر اوسه په دغه بریدونو کې ۴۰ زره ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.
عرب سمندرګي ته څېرمه د پاکستان او هند ساحلي سیمو کې سخت باران په ښارونو کې د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی او بې ځایه کېدو ته یې اړ کړي دی. پاکستان کې چارواکي وايي، د جمعې په ورځ به دغه سیمه کې سخت توپان هم ولګېږي، ځکه یې له کبګیرو غوښتي چې تر شنبې سمندر ته لاړ نه شي.
د سخت ورښت له امله د پاکستان په بندري او اقتصادي ښار کې برېښنا نشته.
پاکستاني چارواکي د سیند صوبې دوو سیمو کې د سخت سېلاب را وتلو اټکل کوي.
د هند ګجرات ښار کې زرګونه خلک بې ځایه شوي، چې د ورښت اړوند پېښو کې دا اونۍ ۲۸ کسان مړه شوي دي.
د موسمي باران له امله په دغه سیمه کې برېښنا هم نشته چې د خلکو ستونزې ور سره لا زیاتې شوې دي.
تر دې مخکې د اقلیمي بدلون له امله ورښت د هند او پاکستان ځینې نورې سیمې هم وځپلې، چې له امله یې لسګونه کسان مړه شول.
د زاهدان د سوداګرۍ خونې د پلاوي غړي د تهران او اسلام اباد تر منځ اقتصادي اړیکو ته په اشارې سره ویلي، په پاکستان د ایران د تېلو او برېښنا د پلورلو پیسې بندې شوې دي. د دغه هیات غړي لعل محمد بلوچ زهي هم له ایرانه د فولادو د وارداتو په اړه د پاکستان د سختۍ د دوام خبر ورکړی.
د زاهدان د سوداګرۍ خونې د پلاوي غړي امان الله کهرازهي د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۷مه) له ایلنا خبري اژانس سره په مرکه کې د اسلام اباد او تهران ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې د ننګونو لامل په «پاکستان کې د امریکا ځواکمن حضور» وباله او ویې ویل، چې امریکا د ایران په ختیځ ګاونډ کې پوځي لګښت ورکوي.
د هغه په وينا؛ له همدې امله «پاکستان نه دى توانېدلى، چې له ایران څخه د برېښنا او تېلو پېسې تسویه کړي» او دغه پيسې يې بندې شوې دي.
د ایران او پاکستان د ګډې خونې د مدیره هیات غړي هم د چهارشنبې په ورځ ایلنا خبري اژانس ته وویل، چې پاکستان د خپل د فولادو د صنعت د ملاتړ لپاره له ایران څخه د فولادو پر وارداتو درانه مالیات وضع کړي دي.
بلوچ زهي وويل، له بلې خوا اسلامي جمهوريت له ايران څخه پاکستان ته د اوسپنې پر صادراتو درانه ماليات وضع کړي دي، ترڅو له ایران څخه د دغو محصولو د اېستلو مخه ونیسي.
د هغه په وينا، له دغو خنډونو سره سره اوس ايراني قیر او سیمان په اسانۍ پاکستان ته صادرېږي.
د روان کال د زمري په نیمایي کې د اسلامي جمهوریت ګمرکونو اعلان وکړ، چې د پاکستان له خوا د ایراني توکو د منلو په اړه د نویو بندیزونو لګولو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري کمه شوې ده.