• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ملا هبت الله له فرمانه سرغړونه؛ امیر خان متقي د ښځو د پراختیا سازمان له مشرې سره کتلي

۹ وږی ۱۴۰۳ - ۳۰ اګست ۲۰۲۴، ۱۴:۱۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۰ وږی ۱۴۰۳ - ۳۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۲:۳۲ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په کامرون کې د اسلامي همکاریو د سازمان د غونډې په څنډه کې د ښځو د پراختیا د سازمان له اجرایوي مشرې افنان الشعيبي سره کتلي. په همدې حال کې د امربالمعروف د نوي قانون له مخې "غیر محرمو ښځو" سره کتل او خبرې کول جرم دی.

د اسلامي همکاريو سازمان د جمعې په ورځ - د وږي په نهمه - خبر ورکړ، چې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير اميرخان متفي د دغه سازمان د بهرنیو وزيرانو شورا د پنځوسمې غونډې په څنډه کې د افغانستان لپاره د دغه سازمان د سرمنشي له استازی طارق علی بخیت، د اسلامي فقهې د فرهنګي سکرتر ، قطب سانو او د ښځو د پراختیا سازمان اجرایوي مشرې افنان الشیبي سره لیدلي دي.

د اسلامي همکاریو سازمان ویلي، چې په دې غونډه کې د نجونو د تعلیم او په عامه ژوند کې د افغان ښځو د ونډې په اړه، د دغه سازمان د تصویب شو مسودو پر اساس خبرې شوي.

دا غونډه په داسې حال کې جوړه شوې، چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده له خوا د امر بالمعروف د نوي قانون په توشیح سره د ښځو غږ عورت بلل شوی او نا محرمو ښځو ته کتل او خبرې کول جرم بلل شوی دی. د دغه قانون له مخې د ښځو له خوا حتی د "قرآن کریم" په لوړ غږ تلاوت هم عورت بلل کیږي.

د اسلامي همکاریو سازمان خبر ورکړی، چې له امیر خان مقتي سره د دغه پلاوي په خبرو کې د «اسلام کې اعتدال»، زغم او د ښځو د ونډې په څېر مسایل مطرح شوي، خو دا یې نه ‎دي روښانه کړي، چې په دې بحثونو کې د امربالمعروف پر نوي قانون هم بحث شوی که نه؟

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د اسلامي همکاریو سازمان د متقي په حضور کې د افغانستان ملي بیرغ وځړاوه

۹ وږی ۱۴۰۳ - ۳۰ اګست ۲۰۲۴، ۱۳:۰۵ GMT+۱

د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د پنځوسمې غونډې په رسمي مراسمو کې د افغانستان ملي بیرغ وځړاوه او د طالبانو د حکومت سپین بیرغ ته یې اجازه ور نه کړه. په دې غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم ګډون کړی دی. دا غونډه پرون په کامرون جمهوریت کې پیل شوه.

د دې غونډې په خپرو شویو انځورونو کې د افغانستان ملي بیرغ د نورو هېوادونو د بیرغونو تر څنګ ځوړند دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ته اجازه ورنکړل شوه، چې د پنجشنبې په ورځ د اسلامي همکاریو د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې د پرانېستې په رسمي انځور کې ګډون وکړي.

د ۱۴۰۰ کال د زمري یا د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې کابل ته د طالبانو له راتګ درې کاله تېر شول، خو د اسلامي همکاریو د سازمان غړي هېوادونه طالبان په رسمیت نه پېژني.

عمران خان وايي افغان طالبان د ده په واکمنۍ کې د ټي ټي پي ځپلو ته چمتو وو

۹ وږی ۱۴۰۳ - ۳۰ اګست ۲۰۲۴، ۱۱:۴۱ GMT+۱

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان وايي، چې افغان طالبان د ده د واکمنۍ پر مهال د "ټي ټي پي" د ځپلو لپاره همکارۍ ته چمتو وو. عمران خان زیاتوي، چې حکومت یې له ډیورنډ کرښې پورې غاړه د ترهګرۍ په اړه له افغان طالبانو سره فعالې خبرې درلودې.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د خپلې واکمنۍ پر مهال "ترهګرو" ته د پټنځیو د ورکولو ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي، چې د افغانستان د حکومت له نسکورېدو او د طالبانو واکمنېدو سره، پاکستان له افغان طالبانو وغوښتل، چې د تحریک طالبانو پاکستان مرکزونه له منځه یوسي.

ده همداراز زیاته کړه، چې افغان طالبان د پاکستان له حکومت سره همکارۍ ته چمتو وو.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف مشر هم ومنله چې د ای اېس ای پخوانی مشر جنرال فیض حمید د ټي ټي پي د ځپلو لپاره له افغان طالبانو سره په تماس کې و.

د تحریک انصاف مشر ویلي، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ادعا کوي چې "ترهګر" له افغانستانه بهر فعالیت کوي، په دې معنا چې پر تحریک انصاف لګېدلي تورونه بې بنسټه دي. هغه د پاکستان پوځ په بلوچستان کې د وروستیو ناکراریو مسوول وباله.

عمران خان د خپلې واکمنۍ پر مهال د ټي ټي پي د له منځه وړلو لپاره له افغان طالبانو سره د همکارۍ خبره کوي،چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تېره اوونۍ له یوې پاکستاني رسنۍ سره په خبرو کې د پاکستاني حکومت او ټي ټي پي ترمنځ د خبرو منځګړیتوب ته د دغې ډلې د چمتووالي خبره کړې وه.

مجاهد ویلي، چې افغان طالبان کولای شي د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي ترمنځ د خبرو منځګړتوب کړي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي ترمنځ خبرې رد کړې او له افغان طالبانو یې غوښتي، چې د تحریک طالبان پاکستان غړي دغه هېواد ته وسپاري.

جرمني افغانستان ته د «مجرمو» افغانانو د ستنولو لړۍ پیل کړه

۹ وږی ۱۴۰۳ - ۳۰ اګست ۲۰۲۴، ۱۰:۴۰ GMT+۱

د شپېګل په نوم جرمن رسنیۍ وايي، دغه هېواد نن د ۲۸ «مجرمو» افغانانو اېستلو سره د هغو افغانانو د اېستلو لړۍ پیل کړه چې په دغه هېواد کې «جرمي سابقه» لري. دغه ورځپاڼه زیاتوي، دغه افغانان د جرمني‌له بېلابېلو ایالتونو په یوه پرواز کې له لایپزیګ هوايي ډکر کابل ته ستانه کړل شول.

شپیګل لیکلي، چې د جرمني حکومت د هر یوه «مجرم» کډوال ته ۱۰۰۰ یورو هم ورکړې دي.

دې ورځپاڼې لیکلي، چې د جرمني حکومت د قطر په منځګړیتوب له طالبانو سره په غیر مستقیم ډول د «مجرمو» افغان کډوالو پر اخراج خبرې کړې دي.

په دغه راپور کې راغلي، د جرمن حکومت له لېوالتیا سره د انالنا بربوک په مشرۍ د بهرنیو چارو وزارت د مجرمو افغانانو د اېستلو لپاره له طالبانو سره د هر ډول مخامخ خبرو مخالف و.

د دې راپور له مخې جرمني د مجرمو افغانانو د اېستلو لپاره د افغانستان د کاونډیو هېوادونو په ځانکړي ډول له ازبکستان سره په خبرو بوخت دی.

په جرمني کې د افغان او سوريايي کډوالو د اخراج په اړه بحث په دغه هېواد کې د افغان کډوالو له خوا تاوتریخوالي له څو پېښو وروسته زیات شوی دی.

د روان کال په غبرګولي میاشت کې په جرمني کې د یو افغان لخوا پر یوې غونډې برید وروسته په دغه هېواد کې د هغو افغانانو د اېستلو په اړه فشارونه زیات شول، چې په بېلابېلو جرمنو کې لاس لري.

سلیمان عطايي چې د افغانستان اوسېدونکی دی، د غبرګولي میاشتې په ۱۱مه نېټه د اسلام ضد یوې ښي اړخې ډلې پر یوه غونډه برید وکړ، چې یو پولیس افسر یې لومړی ټپي او بیا یې په روغتون کې ساه ورکړه.

تر دې مخکې د جرمني لومړي وزیر ویلي وو، چې د «مجرمو» افغانانو او سوريايي کډوال د اخراج لړۍ به ډير ژر پيل شي.

د افغانستان یو شمېر پخوانیو سیاستوالو د ذکیه خدادادي تاریخي بریا ستایلې

۹ وږی ۱۴۰۳ - ۳۰ اګست ۲۰۲۴، ۰۹:۵۹ GMT+۱

افغانې پاراتکواندوکارې ذکیه خدادادي چې د پنجشنبې په ورځ د پاریس په پارالمپیک سیالیو کې د برونزو مډال وګاټه، ډېریو افغانانو او پخوانیو چارواکو پرې خوښي وښوده. د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل ویلي، چې د ذکیه خدادي دغې بریا وښوده، چې له وطن سره مینه یې حد نه لري.

نوموړي په خپل اېکس کې طالبانو ته په اشارې سره لیکلي: «ان که مو نجونې له وطن څخه هم بې کوره کړې، خو د خپل وطن لپاره ویاړونه راوړي.»

ښاغلی نبیل زیاتوي، چې دغه مډال د مقاومت نښه ده او د یوې کډوالې په زړه کې د افغانستان پر وړاندې بې سارې مینه ښيي.

له دې سره، د افغانستان د جمهوري دولت د بهرنیو چارو پخواني وزیر حنیف اتمر هم د پاریس په پارالمپیک سیالیو کې د ذکیه خدادادي پر بریا خوښي ښودلې.

نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي: «د دې سترې بریا مبارکي د وطن زړورې لور او ټولو هېوادوالو وایم او په چارو کې ورته بریا غواړم.»

اخوا د اسلامي جمعيت ګوند یوه مشر عطا محمد نور هم د خدادادي د بریا په اړه لیکلي، «په داسې حال کې چې افغان ښځې د طالبانو له خوا له ټولو انساني حقوقو محرومې شوې دي د ذکیه خدادادي بریا ددې ښکارندویي کوي، چې افغانې ښځې د سیالیو په نړۍوالو ډګرونو کې د اتلولۍ او بریا وړتیا لري.»

نوموړي هم په خپل اېکس کې دا بریا ستره بریا وبلله او د هیواد د ټولو مېرمنو په ګډون یې د افغانستان خلکو ته مبارکي ورکړې.

ذکیه خدادادي د هېواد په تاریخ کې لومړنۍ افغانه لوبغاړې ده، چې د پارالمپیک په سیالیو کې یې مډال وګاټه.

تر هغې وړاندې هیڅ افغان لوبغاړي په پارالمپیک کې مډال نه دی ګټلی.

اغلې خدادادي د پنجشنبې په ورځ خپلو کیوبايي او ترکي سیالانو ته ماتې ورکړه او په وروستۍ سیالۍ کې د هغې مراکشي سیال د ټپي کېدو له امله له سیالۍ ووتله او ذکیه خدادادي د برونزو مډال ترلاسه کړ.

د سي ای اې مرستیال: له بېلابېلو لارو طالبانو سره په اړیکه کې یو

۹ وږی ۱۴۰۳ - ۳۰ اګست ۲۰۲۴، ۰۹:۳۷ GMT+۱

د امریکا د مرکزي استخباراتو سازمان مرستیال وایي، چې سي ای اې په تېرو درېیو کلونو کې له بېلابېلو لارو خپلې اړیکې له طالبانو سره ساتلې دي. ډیویډ کوهن همداراز ادعا وکړه؛ چې په ټوله نړۍ کې د «ترهګرو په مرکز د افغانستان د بدلېدو په اړه بوږنونکي وړاندوینې ناسمې وې.»

ښاغلي کوهن د چهارشنبې په ورځ (د وږي اوومه) د امریکا د مریلنډ په راکوېل کې د ملي امنیت په اړه وویل: «مونږ په دې موده کې له بېلاېبلو لارو له هغوی سره (طالبان) په اړیکه کې وو، ځکه دوی د القاعده او داعش ډلو پروړاندې ځینې مبارزې کړې دي.»

له افغانستانه د امریکا له وتلو سره سم د جمهوري غوښتونکو یو شمېر استازو او د جو بایډن د ادارې نیوکه کوونکو له افغانستان څخه د امریکا د وتلو پر څرنګوالي نیوکه وکړه.

د نیوکه کوونکو په باور، له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته دا هېواد د ترهګرو په ځانګړې توګه بیا د القاعدې په امن ځای بدل شوی دی.

د ان‌بي‌سي نیوز د راپور له مخې، د دې موضوع په غبرګون ډیویډ کوهن ویلي، چې له افغانستانه د امریکایانو د وتلو په اړه وړاندوینې ریښتیا نه شوې.

اخوا د ملګرو ملتونو د راپور له مخې بیا، د داعش خراسان څانګه په افغانستان او ترکیه کې تسهیلونکو شبکو پورې متکي ده، چې کولای شي عاملین له منځنۍ اسیا او افغانستان څخه اروپا ته «د بهرنیو عملیاتو لپاره» ولېږدوي.

د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې مرستیال ویلي دي، چې که څه هم واشنګټن په وروستیو کلونو کې د چین او روسیې پر وړاندې خپل ملي امنیت ته لومړیتوب ورکړی، خو له ترهګرۍ سره مبارزه لا هم یو داسې ماموریت ګڼل کیږي چې د امریکا استخباراتي ادارې نه شي کولی پکې ماته شي.

کوهن ویلي دي: «مونږ په دې تړاو د سرچینو لېږلو او پانګونې ته دوام ورکوو.»

ښاغلي کوهن د کابل په زړه کې د اېمن الظواهري وژل کېدل له ترهګرو سره د مبارزې په برخه کې لاسته راوړنه وبلله او زیاته یې کړه، چې داعش ډله اوس هم تر ټولو لوی ګواښ بلل کیږي.

نوموړي وویل، سي ای اې له طالبانو سره اړیکې ساتلي او د دې ډلې ژمنه یې تکرار کړه، چې افغانستان به پر بهرنیو اهدافو د ترهګریزو بریدونو په مرکز نه شي.

کوهن همداراز وویل، چې په افغانستان کې د ځمکنیو امریکایي ځواکونو له ګډون پرته د ترهګرو پیدا کول سخت کار دی.

ملګرو ملتونو مخکې داسې راپورونه خپاره کړي و، چې ځيني حکومتونه د داعش د خراسان څانګې په ګډون له افغانستان څخه د ترهګریزو ګواښونو په اړه اندېښمن دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، داعش ډلې مالي، لوژستیکي او د ځواکونو د جذبولو بهیر پیاوړی کړی او احتمال لري چې د دغه کال په پیل کې په روسیه او ایران کې د لویو بریدونو لپاره جنګیالي، بودیجه او روزنې یې برابرې کړې وي.