• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

محسن داوړ: د طالبانو پر ضد له مبارزې پرته د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه نه کیږي

۱۰ وږی ۱۴۰۳ - ۳۱ اګست ۲۰۲۴، ۰۶:۴۲ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ وږی ۱۴۰۳ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۱:۲۲ GMT+۱

د ملي جمهوري ګوند مشر محسن داوړ وايي، هر هغه څوک چې د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي، لومړی ګام دې د طالبانو پر ضد پورته کړي. هغه وايي، د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه باید لومړی د طالبانو پر ضد وشي.

د پاکستان د پارلمان پخوانی غړی او د ملي جمهوري ګوند مشر محسن داوړ تېر ماښام جمعه د (وږي نهمه) په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د طالبان پر ضد له مبارزې کولو پرته د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه نه کیږي، او په وینا یې هر څوک چې د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي نو لومړی ګام دې د طالبانو پر ضد پورته کړي.

ښاغلي داوړ، هغو قامپرستو پښتنو ته په اشارې سره ویلي، چې د ده په خبره غواړي یو ډول طالبان ومني او د هغوی په وړاندې یې په خپل پخواني دریځ کې نرم والی راوستی، هغه وايي: «که چیرته څوک د اسټيبلشمنټ استاذو او د جبر اله کارو یعنې طالبانو ته قانوني حثیت ورکولو لپاره بهانې جوړوي او لارې لټوي نو بيا د اسټيبلشمنت پرضد د دوی بیانیې بې بنیاده او دروغجنې دي.»

محسن داوړ وايي، داسې چارې او تګلارې د پښتنو د حقونو مبارزه نه بلکې د هغوی د مبارزې په نوم د هغوی پر حقونو معامله کول دي.

هغه وړاندې وايي، کومو قامپرستو پښتنو چې خپل زړونه په طالبانو پورې تړلي او د هغوی په اړه يې خپل دریځ نرم کړی، هغوی په ناسم پوهاوي کې روان دي، «دوی په دې باور دي چې د طالبانو له واکه به ګټه واخلي، خو هغوی ته پکار ده چې د افغانستان له تجربې یې زده کړي.»

که څه هم محسن داوړ په څرګنده د چا نوم نه دی اخیستی، خو په دې وروستیو کې د ملي جمهوري ګوند د پلویانو او د پښتنو قامپرست مشر محمودخان اڅکزي د پلویانو تر منځ په خواله رسنیو کې ناندرۍ روانې دي.

محسن داوړ په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي، چې «د طالبانو منل له ولس او قام سره د غدارۍ په معنا ده.»

ترویج لرونکی

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟

۲

د طالبانو د مخابراتو وزیر ویلي د ډیجیټلي سکټور د پراختیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي

۳

عبدالباري جهاني: تاریخ او کتابونه وايي چې ملایان ګنهکاره او د زوال عاملین دي

۴

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۵

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

•
•
•

نور کیسې

د ایران په یزد کې ۳۱ سوداګریز مرکزونه د 'ناقانونه کډوالو د ګمارلو' له امله تړل شوي

۱۰ وږی ۱۴۰۳ - ۳۱ اګست ۲۰۲۴، ۰۵:۴۸ GMT+۱

په ایران کې د یزد روغتیایي مرکز د مسلکي او چاپیریال روغتیا څانګې مشر وویل، چې د خوراکي توکو د چمتو کولو او وېشلو مرکزونو په ګډون ۳۱ سوداګریزې اتحادیې د «ناقانونه کډوالو د ګمارلو» له امله وتړل شوې. تر دې مخکې ایران په سوداګریزو ځایونو کې د افغانانو پر ګومارلو بندیز لګولی و.

رسول تمدن وویل، چې د پولیسو په همکارۍ یې د ۱۰۰ شکمنو ځایونو ګډې پلټنې ترسره کړې دي.

د ایرنا خبری اژانس د راپور له مخې د یزد د روغتیا مرکز د کار او چاپېریال د روغتیا څانګې مشر وویل پر دغو سوداګریزو اتحادیو د مهر لګول د ایران د قضايي چارواکو په حکم ترسره شول.

رسول تمدن په یزد کې سوداګریزو اتحادیو ته لارښوونه وکړه چې د «بې اسنادو» بهرنیو کډوالو د ګمارلو څخه ډډه وکړي چې مرکزونه یې ونه تړل شي.

په ایران کې هغه کسان چې له قانوني اسنادو پرته دغه هېواد ته ننوځي د «ناقانونه بهرنيو وګړو» په نوم یادیږي.

ډېری دغه کسان افغان کډوال دي چې د ایران بېلابېلو ولایتونو ته د کار لپاره ځي.

ورته مهال د ایران په یو شمېر ولایتونو کې د خوراکي توکو د تولید، وېش او خرڅلاو لپاره د سوداګرو په اتحادیو کې د افغانانو کار منعه شوی دی.

د امریکا لامبو لوبډلې افغان لوبغاړي د پاریس په پارالمپیک سیالیو کې د سپینو زرو مدال وګاټه

۱۰ وږی ۱۴۰۳ - ۳۱ اګست ۲۰۲۴، ۰۴:۳۸ GMT+۱

عباس کریمي افغان لوبغاړی دی، چې دا مهال د امریکا د لامبو وهني لوبډلې غړی دی. نوموړي د جمعې په ورځ د پاریس په پارالمپیک سیالیو کې د لامبو وهلو په سیالۍ کې د سپینو زرو مډال وګاټه.

نوموړي په دوه دقیقو او ۱۸ ثانیو کې وخت کې ټاکلي هدف ته د دویم کس په توګه ځان ورساوه او د یادې سیالۍ د دویم مقام په ګټلو سره یې د سپینو زرو مډال خپل کړ.

په دغې سیالۍ کې لومړۍ مقام چینايي لوبغاړي خپل کړ.

ښاغلي کریمي د امریکا لوبډلې د لوبغاړي په توګه د سیالیو په لومړي پړاو کې استرالیا، مکسیکو، برازیل او اسپانیې سره لوبه وړکړه او په لومړي پړاو کې یې لومړی مقام خپل کړ.

خو په وروستۍ سيالۍ کې د چين لوبډله چې د توکيو د اولمپيک لوبو ريکارډ يې مات کړی و، يو ځل بيا بريالی شو او نوی نړۍوال ريکارډ یې جوړ کړ.

عباس کریمي به د سپټمبر په پنځمه د ۵۰ متره ازادي سیالۍ او د سپټمبر په شپږمه د پاریس په پارالمپیک کې د ۵۰ متره بټر فلای لامبو وهلو په سیالیو کې برخه واخلي.

په غزه کې د اوربند په اړه د دوو پخوانیو اسراییلي او فلسطیني چارواکو پلان

۹ وږی ۱۴۰۳ - ۳۰ اګست ۲۰۲۴، ۲۰:۲۱ GMT+۱

د اسراييل پخواني لومړي وزير ايهود اولمرت او د فلسطيني ادارې د بهرنيو چارو پخواني وزير ناصر القدوه د جمعې په ورځ (د وږي نهمه) په يوې ګډه اعلاميه کې د غزې په تړانګه کې د روانې شخړې د پای ته رسولو او د خپلواک فلسطیني دولت د جوړولو پلان وړاندې کړ.

دغو دواړو چارواکو موافقه کړې، چې د اسراییل او فلسطینیانو ترمنځ د سولې د رامنځ ته کولو، په غزه کې د شخړو د پای ته رسولو، د حماس له خوا د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو او په پای کې د «دوه دولتونو، دوه ملتونو» پلان د پرمخ وړلو لپاره په ګډه کار وکړي.
د دغو دوو کسانو ګډ پلان د یوې ځمکنۍ حل لارې په چوکاټ کې دی چې اولمرت د خپل واک پر مهال د اسراییل د لومړي وزیر په توګه وړاندیز کړی و.
د اسراییل اوسني لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په وار وار د یو خپلواک فلسطیني دولت له جوړېدو سره خپل مخالفت څرګند کړی دی.
د سلوانيا پارلمان د جوزا په ۱۵مه نېټه د رايو په اکثريت سره د فلسطين خپلواکه دولت په رسميت وپېژنده او څه موده وړاندې اسپانيا، ناروې او ايرلنډ هم د فلسطين دولت په رسميت وپېژنده.
د اولمرت او قدوه پلان د ۱۹۷۶ کال د سرحدونو معیارونه ټاکي، خو په عین حال کې په ختیځ بیت المقدس کې د اسراییلي میشت ځایونو او د یهودانو د استوګنې سیمې په پام کې نیسي.
د دغه پلان له مخې به د فلسطین پلازمینه د ختیځ بیت المقدس په عربو سیمو کې موقعیت ولري. د بیت المقدس د زاړه ښار اداره به د فلسطین او اسراییل په ګډون د پنځو هېوادونو تر څارنې لاندې وي.
د ملګرو ملتونو عمومي شورا د ثور په میاشت کې په مجمع کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب په اړه مثبته رایه ورکړه.
د اسراییل، امریکا، چک جمهوریت، هنګري او ارجنټاین په ګډون ۹ هېوادونو د دغه پرېکړه لیک پر وړاندې منفي رایه ورکړه.
د اولمرت او قدرا په ګډه اعلامیه کې راغلي، چې د غزې تړانګه او د اردن سیند د لویدیځې غاړې خلک باید د ۲۴ نه تر ۳۵ میاشتو پورې د انتخاباتو د ترسره کیدو لپاره ځانونه چمتو کړي.
اولمرت او قدوه په خپلې اعلامیه کې، د غزې د بیا رغولو لپاره د «بډایه هېوادونو په جدي ګډون» د یوې غونډې غوښتنه هم کړې.
اولمرت له ۲۰۰۶ تر ۲۰۰۹ پورې د اسراییل لومړی وزیر او قدوه له ۲۰۰۵ تر ۲۰۰۶ پورې د فلسطیني ادارې د بهرنیو چارو وزیر و.

د اسراییل پخوانی لومړی وزیر ایهود اولمرت
100%
د اسراییل پخوانی لومړی وزیر ایهود اولمرت


اوکرایني چارواکي: په سومي سیمه کې د روسیې په برید کې دوه تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي

۹ وږی ۱۴۰۳ - ۳۰ اګست ۲۰۲۴، ۱۶:۱۵ GMT+۱

اوکرایني چارواکو د جمعې په ورځ (د وږي نهمه) وویل، چې روسیې د اوکراین په شمالي ښار سومي کې پر یوې فاریکې برید کړی. د چارواکو په وینا، برید کې دوه ښځې وژل شوي او لږ تر لږه ۱۱ نور کسان ټپیان دي او فابریکه هم ویجاړه شوې ده.

د اوکراین د لوی څارنوال دفتر وویل، چې دغه فابریکې د ماشومانو لپاره د خواړو، جوسونو او کورنیو محصولاتو بسته بندۍ کوله.

سیمه ییزو څارنوالانو په ټیلیګرام ټولنیزې شبکې خپور کړي پیغام کې وویل، چې په برید کې ټپي شوی یو کس وروسته په روغتون کې مړ شوی، او د یو بل قرباني جسد له خاورو راوېستل شوی دی. د برید له امله په دغه فابریکه کې اورلګیدنه رامنځ شوې ده.

100%

چارواکو د سیمې له اوسیدونکو غوښتي، چې د کور دننه پاتې شي او د هوا د ککړتیا له امله د کورونو کړکۍ بندې وساتي.

شمالي سومي سیمه د روسیې له کرسک سیمې سره ګډه پوله لري چیرې چې اوکراین د اګست له شپږمې راهیسې د پولې په اوږدو کې لویې روسي سیمې نیولي دي.

د اوکراین سرحدي سیمې د روسیې له پرله پسې بریدونو سره مخ دي، او کییف ویلي چې پر کرسک سیمه یې ځکه عملیات کړي چې خپلې سرحدي سیمې خوندي کړي.‌

د سیمې والي فیلیپ پرونین وویل، چې د بې پیلوټه الوتکې په یو بل برید کې صنعتي تاسیسات په نښه شوي خو کون تاوان یې نه دی اړولی.

د اوکراین هوايي ځواک ویلي، چې د شپې له خوا یې په پنځو سیمو کې د روسیې له ۱۸بې پیلوټه الوتکو څخه ۱۲ نسکورې کړي او اا چې څلور بې پیلوټه الوتکې د اوکراین په خاوره کې غورځیدلي دي.

د اوکراین هوايي ځواک زیاته کړه، چې روسیې د برید پر مهال د اسکندر-ایم توغندی هم کارولی دی خو په دې اړه یې نور جزییات نه دي وړاندې کړي.

روسیې په قصدي توګه د ملکي وګړو په نښه کول په کراتو رد کړي، خو په ۲۰۲۲ کال کې د دغه هیواد د یرغل له پیل راهیسې روسیې پوځیانو په زرګونه کسان د جګړې پر مهال وژلي او ټپیان کړي دي.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر: هیچا ته هم د دولت پرضد د وسلې پورته کولو اجازه نه ور کوو

۹ وږی ۱۴۰۳ - ۳۰ اګست ۲۰۲۴، ۱۳:۱۰ GMT+۱

د پاکستان کورنیو چارو وزیر د دغه هېواد له ټولو سیاسي ګوندونو وغوښتل، چې د هغو کسانو په مقابل کې ور سره یو موټی اوسي چې د دولت حاکمیت ننګوي. محسن نقوي زیاتوي، «څوک چې د دولت حاکمیت مني اندېښنې به یې ځوا ب شي، خو هیچا ته به دولت یا ریاست پرضد د ټوپک پورته کولو اجازه ور نه کړل شي.»

ښاغلي نقوي دا خبرې په اسلام اباد کې د پاکستان په مشرانو جرګه کې وکړې.

نوموړي په دې غونډه کې د سناتورانو د پوښتنو په ځوابولو سره بلوچستان ته د خپل وروستي سفر معلومات هم شریک کړل.

محسن نقوي له لومړي وزیر شهباز شریف سره پرون بلوچستان ته سفر درلود او هلته یې د دې صوبې د حکومت له مختلفو لورو سره پر امنیتي ستونزو خبرې وکړې.

د نقوي په خبره، ښاغلي شریف په پرونۍ غونده کې د بلوچستان د ترهګرۍ ضد ادارې ته د پنځه میلیارده روپیو او د ځايي خلکو د ستونزو اواري لپاره صوبايي سیمو ته اته میلیارده روپۍ ځانګړې کړې.

شهباز شریف پرون په کوټه کې له ځايي چارواکو سره په خبرو کې دا هم وویل، چې له وسلوالو سره خبرې نه کوي.

بلوڅ ازادیپال پوځ د اګسټ پر ۲۶ د بلوچستان په مختلفو سیمو کې پر پوځي او ولسي هدفونو بریدونه وکړل چې له امله یې تر ۷۳ کسان ووژل شول.

د پاکستان پوځ پوځ هغه مهال ویل چې د دې بریدونو په ځواب کې یې ۲۱ وسلوال وژلي او په مقابل کې یې د څلورو امنیتي سرتېرو په ګډون ۱۴ پوځیان وژل شوي دي.

د پوځ د عامه اړیکو اداره نن وايي، په دغه صوبه کې یې د استخباراتي مالوماتو له مخې عملیات پیل کړي، چې تر اوسه یې پکې په دریو بریدونو کې کې پنځه وسلوال وژلي او درې یې ټپي کړي دي.

بلوڅ بېلتونپال اسلام اباد په طبیعي زېرمو لکه سرو، سپینو او مسو د بډایه بلوچستان په لوټولو تورنوي او د دې صوبې د خپلواکۍ اخیستلو لپاره د چین د سترو پروژو د پلیتوب مخه نیسي.

د پاکستان لومړی وزیر هم وايي، دا بریدونه د پاکستان او چین د ګډو پروژو د مخنیوي لپاره دي، چې ارزښت یې ۶۵ میلیارد ډالرو ته رسېږي.

دا پروژې د چین د ولسمشر شي جن پینګ د لار او کمربند پروژې برخه دي.

بېجینګ بلوچستان کې دغه بریدونه غندلي او د وسلوالو پرضد یې د پاکستان د قوي ملاتړ خبره کړې ده.