• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د نویو څېړنو پایلې: د ټلیفون کارول د مغزو د سرطان لامل نه کېږي

۱۵ وږی ۱۴۰۳ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۴، ۲۱:۱۰ GMT+۱

د ټليفون د راډيويي څپو د اغېز په اړه د ۲۸کلنې څېړنې پايلې ښيي چې د موبايل ټليفون د استعمال او د مغزو د سرطان یا د خلکو پر روغتيا د منفي اغېزو تر منځ هېڅ تړاو نشته.

دغه نوې څېړنه چې د روغتیا نړۍوال سازمان په ملاتړ د «انوایرونمنت انټرنشنل » مجله کې خپره شوې، د ۱۹۹۴ او ۲۰۲۲کلونو ترمنځ د نړۍ په ۲۲هېوادونو کې تر ۵زرو ډېرې مطالعې څېړلي دي.

د اسټرالیا د وړانګو د ساتنې او اټومي خوندیتوب ادارې، د دې څیړنې د مسؤل په توګه، له ذکر شویو مطالعاتو څخه د لږ اعتبار نمونو په لرې کولو سره، ۶۳ موارد یې د څیړنې د مرجع په توګه ټاکلي دي.

د دې څیړنې د سرپرست پروفیسور کن کارپیدیس په وینا، د ګرځنده ټلیفون تشعشعاتو او د دماغ سرطان یا حتی د سر او غاړې سرطان ترمنځ هېڅ اړیکه نشته.

همدا راز، د دې څیړنې تکمیلې پایلې دا څرګندوي، چې د ګرځنده ټلیفون اوږدمهاله کارونه (لس کاله یا ډېر) او یا د ورځې په اوږدو کې د ګرځنده ټلیفون استعمال له سرطان سره هېڅ اړیکه نه لري.

د دې څېړنو لیکوالانو ویلي، چې پر روغتیا د ټلیفون د استعمال د اغیزو په اړه دا په تاریخ کې تر ټولو «جامع څیړنه» ده.

دغه څیړنه د مرکزي عصبي سیسټم (د مغز، د مغز او نخاع پردې، د هیپوفیز غدې او غوږ په شمول) او د بزاقي غدو او مغزي تومورونو، پورې اړوند سرطانونو باندې تمرکز کوي.

د ملګرو ملتونو د نړۍوالې روغتیا سازمان، د ګرځنده ټلیفون راډیو فریکونسیانې په ۲۰۱۱ کال کې د مغزي سرطانونو د احتمالي لامل په توګه طبقه بندي کړې وې.

خو اوس ساینسپوهان په دې برخه کې، پخوانۍ څېړنې جانبداره بللې او پایلې یې ناسمې ګڼي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د ناټو عمومي منشي وايي، د روسیې پر خاوره د اوکراین برید ګڼې لاسته راوړنې لرلې

۱۵ وږی ۱۴۰۳ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۲۲ GMT+۱

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې اوکراین د روسیې سره د کورسک په سرحدي سیمه برید کې ستر بریالیتوب ترلاسه کړی دی. هغه وویل، چې هلته د اوکرایني ځواکونو د پرمختګ راتلونکی ناڅرګند دی.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي، چې اوکراین له ځانه د دفاع حق لري او کولای شي د روسیې په خاوره کې پر پوځي اهدافو د اوږد واټن ویشتونکي توغندي وکاروي.

رویټرز د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې متحده ایالات له اوکراین سره یوې موافقې ته نږدې شوي چې کییف ته د اوږد واټن ویشتونکي توغندي واستوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، چې امریکا د مسکو سره کرښه د ټوکې په توګه نیولې ده.

ستولتنبرګ وویل؛ د اوکراین پر خاوره د روسیې د برید په ترڅ کې د لویدیځو وسلو د کارولو محدودیتونه نرم شوي او د ناټو غړي هېوادونه له دې پرېکړې خوښ دي.

د ناټو عمومي منشي وویل: "یوازې اوکراینیان کولی شي هغه ستونزمن انتخابونه وکړي چې اړتیا ورته وي، په شمول د خپلو ځواکونو ځای پرځای کول او په دې شرایطو کې کوم ډول جګړه مناسبه ده."

د اوکراین په ختیځ کې روسي ځواکونه ورو - ورو پرمختګ کوي.

اوکرایني ځواکونو د روسیې په کورسک سیمه کې یو شمېر سیمې تر خپل کنټرول لاندې راوستي دي.

داسې ښکاري؛ اوکراین پلان لري چې د مسکو سره په راتلونکو خبرو کې د روسیې د اشغال شوې برخې څخه د معاملې وسایلو په توګه کار واخلي.

د جرمني د شپیګل ورځپاڼي په وینا؛ د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي به د جمعې په ورځ د رامشټین ګروپ په غونډه کې ګډون وکړي، چې اوکراین ته وسلې ورکوي.

هغه به د لا زیاتو وسلو، په ځانګړې توګه د لرې واټن ویشتونکو توغندیو د زیاتولو غوښتنه وکړي. زېلینسکي په لویدیځو هېوادونو غږ کړی، چې د روسیې د هوايي بریدونو پر وړاندې مبارزه کې له اوکراین سره مرسته وکړي او د روسیې په خاوره کې د لویدیځو وسلو په کارولو بندیزونه لرې کړي.

ځینې لویدیځ هېوادونه اندېښنه لري، چې د روسیې په خاوره کې د دې وسلو د کارولو لپاره د شرایطو لرې کول ممکن د ناټو غړي د مسکو سره جګړې ته اړ کړي.

ایراني پولیسو په تبرېز کې ۲۱ کډوال نیولي دي

۱۵ وږی ۱۴۰۳ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۱۵ GMT+۱

د ختیځ اذربایجان د پولیسو مرستیال علي اکبریان اذر رسنیو ته ویلي، چې په تبریز کې ۲۱ تنه «بې اسناده اتباع» نیول شوي دي. دغه ایراني چارواکي ویلي، چې دغه کسان ځکه نیول شوي، چې د اوسېدو اسناد یې نه درلودل.

علي اکبریان اذر د پنجشنبې په ورځ ایراني رسنیو ته وویل، چې نیول شوي کسان د دوسیې له ثبتولو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته پیژندل شوي دي.

دغه ایراني چارواکي د هېواد له اتباعو هم وغوښتل، د هغو کارونو په اړه چې کډوال په ځانګړې توګه افغانان پکې ګمارل کیږي په اړه یې پولیسو ته خبر ورکړي.

ایراني چارواکي په عمومي ډول د افغان کډوالو لپاره د «بې اسناده اتباعو» اصطلاح کاروي.

تر دې مخکې د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۱۵مه) وویل، چې په دغه هېواد کې د افغانانو د تنظیم لپاره به هر اړخیز پلان ډېر ژر ترتیب او عملي شي. مومني وويل: "دغه بشپړ پلان به د يو مناسب پروګرام او سيمه ييزو او ګاونډيو ملحوظاتو په پام کې نيولو سره پلي شي."

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته ډېری افغانان ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران ته کډه شوي دي.

د دغو مهاجرینو یوه برخه د پخواني حکومت کارکوونکي او سرتېري دي، چې د طالبانو له وېرې ایران ته تښتیدلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران حکومت په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو د نیولو او شړلو لړۍ چټکه کړې او د اوسېدو له اسنادو پرته افغانان افغانستان ته ستنوي.

د طالبانو د کډوالو وزارت د معلوماتو له مخې؛ هره ورځ لسګونه کورنۍ د ایران له پولې افغانستان ته ستنیږي.

سرچینې وایي، د ترکیي بې پیلوټه الوتکې د عراق په کرُدستان کې درې تنه وژلي دي

۱۵ وږی ۱۴۰۳ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۴۳ GMT+۱

امنیتي او طبي سرچینې وایي، د پنجشنبې په ورځ د عراق په نیمه خودمختاره شمالي کُردستان سیمه کې پر یوه موټر د ترکیې د بې پیلوټه الوتکې برید له امله درې کسان ووژل شول.

د رویټرز د راپور له مخکې سرچینې زیاتوي، چې برید د سلیمانیا په سیمه کې شوی او د قربانیانو هویت لا نه دی په ډاګه شوی.

ترکیه په منظمه توګه د عراق په شمال کې د کرُدستان د کارګرانو د ګوند (پي کی کی) وسله وال په نښه کوي، چې په عراق کې په لسګونو پوستې هم لري.

پي کی کی ګوند په ۱۹۸۴ کې د انقرې پر وړاندې بغاوت پیل کړ.

د دغه ګوند موخه د یو خپلواک کرُد دولت رامنځته کول دي.

د غزې په سویلي سیمو کې فلسطیني ماشومان د جګړې له دوام سربیره د پولیو واکسین ترلاسه کوي

۱۵ وږی ۱۴۰۳ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۱۵ GMT+۱

فلسطینیان د پنجشنبې په ورځ د غزې تړانګې په سویل کې په طبي مرکزونو کې د دې لپاره راټول شوي وو، ترڅو خپل ماشومان د پولیو ناروغۍ په وړاندې واکسین کړي. د پولیو واکسین په دویم پړاو کمپاین کې تر اوسه ۱۸۷ زره ماشومان واکسین شوي دي.

د ملګرو ملتونو د فلسطیني کډوالو ادارې وویل، د حماس او اسراییل تر منځ په جګړه کې د محدودو وقفو له موافقې وروسته دا کمپاین خورا بریالی خو پیچلی پر مخ روان دی.

خو جګړې لا هم په سیمه کر روانې دي. د غزې روغتیایی چارواکو د اسراییل په هوایی بریدونو کې د څو تنو د وژل کیدو راپور ورکړی او ویلې یې دي، چې د غزې په مرکزي روغتون هم برید شوی.

رویټرز خبري اژانس لیکلي، چې د پوليو د کمپاين د برياليتوب سربیره، په جګړه کې د دايمي اوربند د خوندي کولو، د يرغمل شويو بنديانو د خلاصون او د اسراييل له خوا په زندانونو کې د بندي فلسطينيانو د راستنېدو لپاره ډيپلوماټيکې هڅې ناکامې شوې دي.

د پولیو واکسین د پنجشنبې په ورځ، د غزې په سویل کې په رفح او خان ​​یونس کې پیل شو، دواړه سیمې جګړې ځپلې دي.

روغتیايي چارواکي په پام کې لري په غزه کې ۶۴۰ زره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین وکړي. د پولیو ضد واکسین هغه وخت پیل شو کله چې یو یو کلن ماشوم کې د فلج نښې ولیدل شوې.

دا په ۲۵ کلونو کې په غزه کې د پولیو لومړۍ پیژندل شوېې پیښه وه.

د امریکا د جورجیا ایالت په یوه ښوونځي کې د ډزو له امله ۴ تنه وژل شوي دي

۱۵ وږی ۱۴۰۳ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۳:۳۶ GMT+۱

د امریکا د جورجیا ایالت په یوه ښوونځي کې د ډزو له امله ۴ تنه وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي. په وژل شویو کسانو کې دوه زده‌کوونکي او دوه ښوونکي شامل دي.

د امریکايي رسنیو په وینا، له ډزو وروسته یو مشکوک کس په ښوونځي کې نیول شوی دی.
د راپورونو له مخې، نیول شوی کس ۱۴ کلن زده‌کوونکی دی.
له روغتونه هم سرچینې وايي، چې د ډزو له امله څو تنه ټپیان روغتون ته وړل شوي دي.
د غه برید په اپالچي ښوونځي کې شوی دی.
له برید وروسته دغه ښوونځی د پولیسو له‌خوا تړل شوی او سیمه هم کلابنده شوې ده.
چارواکي وايي، له ډزو وروسته د ګډوډۍ له امله هم ځیني کسان ټپيان شوي دي.

د دغې پېښې ټول ټپیان په چورلکو کې روغتون ته وړل شوي دي.

امریکا کې وخت ناوخته دغه ډول بریدونو کېږي، چې په تېر کې هم په ځینو ښوونځيو او پوهنتونونه کې د ډزو بریدونه شوي وو.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د دغې پېښې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې.