• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امربالمعروف محتسبان د کندهار په څلور لارو کې ځوانانو ته د ږیرې پرېښودلو سپارښتنې کوي

۱۸ وږی ۱۴۰۳ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۴۸ GMT+۱

په کندهار کې د طالبانو د امربالمعروف محتسبانو خلکو ته خبرداری ورکړی، چې ږيرې پرېږدي او وېښتان کم کړي، که نه نو له سزا سره به مخ شي. د امر بالمعروف د نوي قانون تر توشیح وروسته دغه ډله په ولایتونو کې د قانون د پلي کولو لپاره سختو ګامونو اخيستلو مخه کړې ده.

له کندهار څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ويلي، چې له تېرې جمعې ورځې څخه د امربالمعروف محتسبان پر يو شمېر څلولارو ځوانان را ګرځوي او د ږيري پرېښېدو او وېښتانو کمېدو سپارښتني ورته کوي.

سرچينه وايي، چې د طالبانو امربالمعروف کارکوونکي په دومداره توګه نه وي؛ خو کله - کله د څلور لارو پر سر د نور طالبانو سره د تالاشۍ پر ځايونو ولاړ وي.

د نور احمد په نوم يو ځوان چې تېره جمعه له عينو مېنې څخه کور ته تلی او د کندهار ښار د لسمې حوزې اړوند په دوراهي کې د امربالمعروف محتسبانو راګرځولی وايي: « تقريبا لس دقيقې يې درولی وم او طالبانو نصیحت راته کاوه، چې ږيره پرېږدم، زما نوم یې هم ولیکه او راته يي وویل؛ که بل ځل مو په داسې حالت کې وليدې، چې ږيره دې نه وه، بیا به ګيله نه کوې.»

طالبانو په مېله ځايونو او تګ راتګ پر مهال په موټرونو کې د موسيقي اورېدل هم بند کړي دي.

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده په وروستیو کې د امر بالمعروف نوی قانون توشیح کړ.

د دې قانون د ۲۴ مې صفحې په ۱۱مه او ۱۲مه ماده کې خلکو ته هغه شرطونه وړاندې شوي، چې بايد ترې ډډه وکړي.

د دې مادې په اوله او دویمه فقره کې راغلي: «په داسې منکر بوختېدل، چې نه کول يې شرعاً واجب وي.۲: د داسې نېک عمل پرېښول، چې کول يې شرعاً واجب وي.»

د امربالمعروف د نوي قانون د ۷۳مې صفحې په ۲۴ مه ماده کې همدې کسانو ته چې «منکر» عمل تر سره کوي هم سزاوې ټاکلې دي.

په دې قانون کې ليکل شوي: « خلکو ته لومړۍ توصيه کول، د الله د عذابه وېرول، په قهرجنو الفاظو تهديد، له یو ساعت څخه تر ۳ ورځو د بند سزا او د محتسبو له لوري سزا ورکول شامل دي.»

په کندهار کې ډېری کسان پر طالبانو نيوکې کوي، چې کړنې يې بیا د دغه ډلې د لومړۍ دروې د ۹۰يمي لسیزې سخت دريځو ته اوښتي او په زور پر خلکو طالبي قانون پلی کوي.

د شنبې په ورځ د امربالمعروف وزير خالد حنيفي په میدان وردګ ولایت کې يوې غونډې ته ويلي، چې د «شريعت» عملي کول يې سره کرښه ده او له خلکو يې غوښتي، چې په ټولنه کې قانون ته غاړه کېږدي.

خالد حنفي د امربالمعروف د نوي قانون او د خپل مشر هبت الله اخوندزاده د فرمانونو د پلي کولو لپاره ان ولایتونو ته سفرونه پیل کړي دي.

د طالبانو د امربالمعروف په قانون کې د ښځو او نجونو ترڅنګ پر رسنيو او نورو ټولنیزو مواردو پراخ محدودیتونه هم لګول شوي او ان په کې د ښځو غږ عورت بلل شوی دی.

دغه قانون بیا له پراخو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوی او غندل شوی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

کرزی: مسعود یو وطندوسته افغان و او تل یې د هېواد د ازادۍ لپاره مبارزه کوله

۱۸ وږی ۱۴۰۳ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۳۱ GMT+۱

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د پخواني جهادي قومندان احمد شاه مسعود د ۲۳ تلین په مناسبت ویلي، چې مسعود د خپلې مبارزې او د خلکو د بسیج کولو له امله په یوه مخکښ جهادي شخصیت بدل شوی و. کرزي په اېکس کې لیکلي: «مسعود یو وطندوسته افغان و او تل یې د هېواد د ازادۍ لپاره مبارزه کوله.»

له دې سره، د ملي پخلاینې شورا مخکینی مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم په همدې مناسبت وایي، چې احمد شاه مسعود د سیاسي او نظامي کړنو ترڅنګ د یوه ثابت قدمه، اعتدال پلوي، له تعصب، کرکې، تاوتریخوالي او کینې څخه د پاک شخص په توګه ثبت شوی دی.
د نوموړي په وینا، مسعود د افغانستان له قومي او مذهبي تنوع او خلکو څخه ژوره پوهه درلوده او تل یې هڅه کوله، چې د افغانستان خلک د ملي‌ او ولسي‌ ګټو په محور سره را ټول کړي.
د یادولو وړ ده، چې د وږي اتلسمه د پخواني جهادي قومندان احمد شاه مسعود له ۲۳ تلین سره برابره ده.

100%


د اسلامي جمعیت ګوند د یوې څانګې مشر او د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر صلاح الدین رباني وایي، چې د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو سره اړتیا ده، چې د احمد شاه مسعود له اعمال او افکارو الهام واخیستل شي.
یاد ګوند د رباني له قوله د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي : «نن چې افغانستان بیا ځلې له ناورینونو، کړاوونو او د افراطیت له هجوم سره مخ دی، د نورو وختونو په پرتله اړتیا ده، چې د احمد شاه مسعود له اعمال او افکارو څخه الهام واخیستل شي.»
د نوموړي په وینا، د احمد شاه مسعود او د هېواد د نورو (شهیدانو) د ارمانونو د پوره کولو یوازینۍ لار اتفاق او اتحاد دی، چې د افغانستان خلک له همدې لارې کولی شي خپلو حقونو، سولې او ارامۍ ته ورسېږي.
د افغانستان د مقاومت جبهې مشر او پخوانی جهادی قومندان احمد شاه مسعود ۲۳ کاله مخکې د وږي په اتلسمه د تخار ولایت په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د یوه ځانمرګي برید په پایله کې ووژل شو.
دا برید چې په افغانستان کې لومړنی ځانمرګی برید بلل کیږي، د هغو دوو عربو بریدګرو له خوا چې ځان یې خبریالان معرفي کړي و، تر سره شو.
احمد شاه مسعود د دوست محمد خان زوی، د ١٣٣٢ کال د وږي په ۱۱ مه د پنجشېر ولایت په جنګلک سیمه کې زېږېدلی دی او لومړنۍ زده کړې یې په پنجشیر کې پیل کړې.
مسعود تر هغه وروسته په جهادي شخصیت بدل شو، چې د شوروي ځواکونو پر ضد یې جهاد پیل کړ.
د جمهوریت په رامنځته کېدو سره پخواني حکومت نوموړي ته د اتل نوم ورکړ او د وږي په اتلسمه به په ټول هېواد کې عمومي رخصتي وه.

سرچینې: یو طالب قوماندان په تخار کې ورزشي لوبغالی غصب کړی دی

۱۸ وږی ۱۴۰۳ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۴۷ GMT+۱

د تخار سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې د طالبانو د «ليزري قطعې» قومندان عبدالبصیر فیضاني په خواجه بهاالدین ولسوالۍ کې یو ورزشي لوبغالی غصب کړی دی. د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه طالب قوماندان د ښاروالۍ اړوند ځمکه د فوټسال ميدان جوړ کړى او لوبغاړو ته يې په کرايه ورکوي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو قومندان اوس ورزشکارانو ته د یو ساعت لوبې لپاره د فوټسال لوبغالی په ۷۰۰ افغانیو کرایه کوي او د ورځې شاوخوا ۱۵ زره افغانۍ ګټي.

100%

د خواجه بهاءالدين ولسوالۍ يو شمېر لوبغاړي وايي، چې له لسو کلونو راهيسې په دې لوبغالي کې تمرين کوي او د فوټسال یاد لوبغالی له تېرو دوو اونيو راهيسې فعال شوى او د ورزش لپاره يې د طالبانو قوماندان ته پيسې ورکوي.

لوبغاړي وايي، وروسته له هغه چې د فوټسال لوبغالی فعال شو، د لوبغالي شاوخوا ته د لوبې کولو اجازه نه نشته.

سرچینې دا هم ویلي، چې عبدالبصیر فیضاني د فوټسال لوبغالي شاوخوا کې دیوال جوړوي.

تر دې وړاندې هم په تخار کې د طالب چارواکو له لوري د دولتي ځمکو د غصب راپورونه ورکړل شوي دي.

خوست کې د طالبانو مرستیال والي د دې ډلې ځواکونو ته امر کړی چې «هر ډول تیري ته ځواب ورکړي»

۱۸ وږی ۱۴۰۳ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۱۰ GMT+۱

په خوست کې د طالبانو مرستیال والي محبوب شاه قانت د دغې ډلې سرحدي ځواکونو ته امر کړی چې «پر افغان خاوره هر ډول تیري ته ځواب ورکړي.» د طالبانو رسنیو دغه څرګندونې په خوست کې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو تر منځ له جګړې یوه ورځ وروسته خپرې کړې.

د طالبانو تر ولکې لاندې ځينو رسنيو د (وږي په ١٨مه) خبر ورکړى، چې د خوست ولايت لپاره د طالبانو د والي مرستيال محبوب شاه قانت د خوست ولايت په ځاځي ميدان ولسوالۍ کې له قومي مشرانو او د طالبانو سرحدي ځواکونو سره په لیدنه کې ويلي، چې هیچا ته اجازه ورنه کړئ چې پر افغانستان تیری وکړي.

د طالبانو دغه سیمه ییز چارواکی په داسې حال کې پر افغان خاورې د تیري کوونکو د ځپلو امر ورکړی، چې د شنبې په ورځ د پاکستاني پوله ساتو ځواکونه او طالبانو تر منځ نښته بیا رامنځته شوه.

د سیمې د اوسېدونکو په وینا، دواړو لورو له درنو وسلو کار اخیستی او د پاکستان له لوري یو شمېر مرمۍ په افغانستان کې د خلکو پر کورونو هم لګېدلې دي.

په افغانستان کې د دغو مرمیو د احتمالي زیانونو په اړه لا هم معلومات نه شته.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ ځینو پاکستاني رسنیو راپور ورکړ، چې د طالبانو له لوري یوه هاوان مرمۍ په کورمه کې د پاکستاني ځواکونو پر پوسته لګیدلې چې له امله یې د یوه پاکستاني افسر په ګډون پنځه کسان ټپیان شوي دي.

په راپور کې ویل شوي، چې یاده مرمۍ د افغانستان له خوست ولایت څخه توغول شوې وه.

د ایران د پارلمان غړی وايي چې بهرني وګړي باید په ایران کې د پاتې کیدو لپاره ضمانت کیږدي

۱۸ وږی ۱۴۰۳ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۹:۰۸ GMT+۱

د ايران پارلمان د کمیسیون مشر وايي، دغه کمیسیون د یوې مصوبې له لارې ايران ته د بهرنيو وګړو له ننوتلو وروسته پر هغوی ضمانت حتمي کوي. محمد صالح جوکار وويل، چې د دغه فرمان له مخې به له هغو بهرنيانو څخه چې په ايران کې د پاتې کېدو اراده لري، د ضمانت په ډول پيسې اخيستل کېږي.

هغه څرګنده کړه: «دغه ضمانت به په ایران کې د پاتې کیدو له پای ته رسیدو وروسته د بهرنیو وګړود پر وخت وتلو تضمین کوي چې اندازه به یې د کورنیو چارو وزارت لخوا ټاکل کیږي.»

د هغه په ​​وينا، دغه ضمانت به له ايران څخه د وتلو پر مهال بېرته هغه کس ته ورکړل کیږي.

ایرنا خبری اژانس د شنبې په ورځ د محمد صالح جوکار په حواله راپور ورکړ چې د ایران د پارلمان د کمیسیون په غونډه کې د بهرنیو وګړو د تنظیمولو په موضوع خبرې وشوې.

افغانان په ایران کې د کډوالو تر ټولو زیات شمېر جوړوي.

محمد صالح جوکار زياته کړه: «د مجلس د کمیسیون د پريکړه ليک له مخې د بهرنيو وګړو د معلوماتو د ثبتولو تصميم ونيول شو.»

هغه همداشان وویل چې د ایران د کورنیو چارو په وزارت کې به د رهبرۍ شورا تر عنوان لاندې یوه شورا جوړه کړي، چې د بهرنیو وګړو په موضوع پورې اړوند د ۲۱ ادارو استازي به په کې غړیتوب ولري.

د هغه په ​​وينا، دغه شورا به د بهرنيو وګړوپه چارو کې د پاليسۍ جوړولو مسووله وي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت وايي، په ایران کې شاوخوا پنځه میلیونه افغان کډوال مېشت دي.

د مسعود پزشکیان د حکومت په راتلو سره په ایران کې د افغان کډوالو لپاره شرایط لاپسې سخت شول.

د طالبانو امربالمعروف وزارت: د لمانځه پر مهال د کار بندول «الهي امر دی»

۱۸ وږی ۱۴۰۳ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۸:۱۹ GMT+۱

د طالبانو امربالمعروف وزارت ویلي، چې د یاد وزارت محتسبانو په نیمروز کې خلکو ته ویلي، چې د لمانځه پر مهال خپل کارونه بند کړي. د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت محتسبانو په نیمروز کې خلکو ته ویلي، چې د لمانځه پرمهال د کار بندول «الهي امر دی.»

د دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې د شنبې په ورځ خپره شوې لیکلي، چې د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر محتسبان د نیمروز ولایت جوماتونو ته ورغلي.

د یاد وزارت محستبانو د نیمروز ولایت اوسیدونکو ته ویلي، چې د لمانځه پر وخت باید جومات ته ولاړ شي او خپل ځانونه باید له «اسلامي شریعت» سره سم جوړ کړي.

دغه وزارت ویلي، چې د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر قانون پلی کول د دوی مهم او بنسټیز هدف دی.

د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر پر قانون په کور دننه او بهر کې په پراخه کچه نیوکې شوې دي.

د دغو غبرګونو په دوام په یوه غبرګون کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو شمېر غړو هېوادونو په یوه ګډه خبرپاڼه کې د طالبانو د امربالمعروف د نوي قانون پر پلي کولو اندېښنې ښودلې او د هغه د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.