• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ریچارډ بېنېټ د نړۍ پر هېوادونو غږ کړی، چې د طالبانو د ځواب ورکولو لپاره اقدام وکړي

۱۹ وږی ۱۴۰۳ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۲۳ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۷مه غونډه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي وویل، چې طالبان د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په تر پښو لاندې کولو سره د ۱۹۹۰ لسیزې ناوړه شرایطو ته ستانه شوي دي.

ریچارډ بېنېټ د دغې شورا له غړو او د سیمې له هېوادونو وغوښتل، چې د طالبانو د ځواب ورکولو لپاره اقدام وکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا خپله ۵۷مه غونډه د سویس په جنیوا کې د افغانستان په ګډون د یو شمېر هېوادونو د بشري حقونو د وضعیت د ارزونې په موخه جوړه کړه.

د دغه سازمان د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د یوه راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل، چې د طالبانو د ډلې ژبه او کړنې یو شان شوې دي او دغه ډله هېڅ ډول متضاد فکر او چلند نه زغمي.

ښاغلي بېنېټ ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د ټولو اتباعو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو، قومي، ژبني او مذهبي اقلیتونو لپاره خورا محدود دی.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر د طالبانو په اړه د نوي قانون جوړېدو ته په اشارې سره ټینګار وکړ، چې د طالبانو د ډلې کړنې به په ټولنه او راتلونکي نسلونو اغیز وکړي.

هغه وویل: «په افغانستان کې قومي، مذهبي او ژبني اقلیتونه د تاوتریخوالي له یوې نوې څپې سره مخامخ دي. دوی نه شي کولی له خپل هویت څخه ګټه واخلي یا خپل هویت څرګند کړي.»

ریچارډ بېنېټ د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ماشومانو او لویانو د وضعیت، د فزیکي مجازاتو د تطبیق او د خبریالانو پر وړاندې د ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

ښاغلي بېنېټ په افغانستان کې له اوسنیو حالاتو سره سم پر ځواب ورکونې ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د مجازاتو او حساب ورکونې نشتوالي طالبان زړور کړي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

اروپايي ټولنه: د امربالمعروف قانون پر ښځو یو بل ګوزار دی، موږ یې نه شو زغملی

۱۹ وږی ۱۴۰۳ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۱۳ GMT+۱

اروپايي ټولنې د دوشنبې په ورځ وویل، چې د طالبانو د امربالمعروف نوی قانون د افغان ښځو او نجونو حقونو ته یو بل «جدي ګوزار» دی او اروپايي ټولنه یې نه شي زغملی. دغه اتحادیې ویلي، چې دغه قانون د افغانانو پر ژوند سخت بندیزونه تاییدوي او پراخوي.

اروپايي اتحادیې د دوشنبې په ورځ په یوه اعلاميه کې وویل: «موږ به د بشري حقونو او ډېموکراتیکو اصولو تر پښو لاندې کولو پر وړاندې محتاط واوسو، په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې چې استبدادي رژیمونه دا نړۍوال ارزښتونه ګواښي.»

په افغانستان کې د بشري حقونو د خرابو شرایطو او پر افغان ښځو او نجونو د سختو بندیزونو لګولو ته په پام اروپايي ټولنې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي د ماموریت د غځولو غوښتنه کړې ده.

د اتحادیې په اعلاميه کې راغلي: «له همدې امله موږ په دې مجلس کې په افغانستان کې د ځانګړي راپور ورکوونکي د ماموریت د غځولو لپاره د یوه پرېکړه لیک وړاندیز کوو.»

اتحادیه وايي، په افغانستان کې د طالبانو له خوا رامنځته شوي شرایط، په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو پر زده کړو او کار سخت بندیزونه، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا «بشپړې پاملرنې» ته اړتیا لري.

په ۱۴۰۰ لمزیز کال کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره دغې ډلې په افغانستان کې پر مېرمنو کلک بندیزونه لګولي، چې دغې چارې د نړۍوالو او کورنیو بنسټونو غبرګونونه راپارولي دي.

د ننګرهار طالبان: په تېرو ۶ میاشتو کې د جلال اباد په روغتون کې ۷۰۰ ماشومان مړه شوي دي

۱۹ وږی ۱۴۰۳ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۴۸ GMT+۱

په ننګرهار کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست بي بي سي ته ویلي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې د جلال اباد په روغتون کې ۷۰۰ ماشومان چې په ورځ کې یې شمېر له درېیو ډېر دی مري. خوارځواکي او ځینې د مخنیوي وړ ناروغۍ د ماشومانو د مړینې د زیاتوالي اصلي لاملونه بلل شوي دي.

د دغه راپور له مخې؛ په افغانستان کې شاوخوا ۳،۲ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي.

په راپور کې راغلي، چې که د جلال اباد روغتون د نړۍوال بانک او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق نورې مرستې تر لاسه کړې نه وی، د تلفاتو شمېر به تر دې هم زیات و.

د ۲۰۲۱ کال تر اګست میاشتې پورې د نړۍوالې ټولنې مرستې چې د افغانستان پخواني حکومت ته ورکړل شوې وې د افغانستان نږدې ټول روغتیايي مرکزونه تر پوښښ لاندې راولي.

کله چې طالبان واک ته ورسېدل، د طالبانو د بنديزونو له امله دغه مرستې بندې شوې او دا کار د افغانستان د روغتيايي سيستم د سقوط لامل شو.

په ورته وخت کې مرستندویه ادارو ګام پورته کړ او هغه څه یې چمتو کړل چې وضعیت ته د لنډمهاله بیړني غبرګون په توګه بیان شوي.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت بي بي سي ته وویل: «موږ ته د بې وزلۍ او خوارځواکۍ ستونزه په میراث پاتې ده، چې د طبیعي پېښو لکه سېلابونو او د اقلیم د بدلون له امله لا پسې خرابه شوې ده. نړۍواله ټولنه باید بشري مرستې زیاتې کړي او دا باید له سیاسي او داخلي مسالو سره ونه تړل شي.»

د بي بي سي په راپور کې ویل شوي؛ له هرو پنځو ماشومانو څخه چې روغتون ته اړتیا لري یوازې یو ماشوم یې د جلال اباد په روغتون کې تر لاسه کوي.

د جلال اباد روغتون د پنځو نږدې ولایتونو اوسېدونکو ته چې نفوس یې د طالبانو له خوا شاوخوا پنځه میلیونه تنه اټکل شوی خدمات وړاندې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال تر پایه له پاکستان څخه په زوره ایستل شوي څه باندې ۷۰۰ زره افغان کډوال په ننګرهار ولایت کې مېشت شوي او دې کار د جلال اباد پر مرکزي روغتون فشارونه زیات کړي دي.

د ماشومانو لنډ قد

د بي بي سي له خوا د دوشنبې په ورځ په يوه نشر شوي راپور کې «خطرناکو احصایوي شواهدو» ته اشاره شوې: په افغانستان کې له پنځو کلونو څخه د کم عمر ۴۵ سلنه ماشومان له هغو څخه چې باید وي، قد يې لنډ دي.

په دې راپور کې د دوه کلنې روبینا په اړه یادونه شوې، چې لا هم د خپل کم قد له امله نه شي کولای ودریږي.

یونیسف وايي، چې کوچني قد لرونکي کولی شي سخت، نه بدلیدونکي فزیکي او ادراکي زیانونه رامنځته کړي، چې اغیزې یې د ټول عمر دوام کولی شي او حتا په راتلونکی نسل اغیزه کوي.

د امریکا د استازو جرګې جمهوري غوښتونکو په یو راپور بایډن د افغانستان په مساله کې ملامت کړ

۱۹ وږی ۱۴۰۳ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۰۰ GMT+۱

د امریکا استازو جرګې جمهوري غوښتونکو د یکشنبې په ورځ له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په اړه د دوی د څېړنو په اړه یو راپور خپور کړ، چې د ولسمشر بایډن اداره یې تورنه کړې چې د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړه یې په بحراني توګه پای ته رسولې.

په دغه رپوټ کې د افغانستان په موضوع د ټرمپ رول چې طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړی و،‌ ضعیف ښودل شوی دی.

د اسوشییتید پرس خبري اژانس د راپور له مخې؛ د افغانستان جګړې ته دغه ګوندي بیا کتنه د ۲۰۲۰ کال په فېبروري کې د طالبانو سره د ټرمپ د سولې تړون له لاسلیک کېدو وروسته په افغانستان کې رامنځته شویو پوځي او ملکي ناکامي انځور کړې.‌

دغه تړون طالبان ته اجازه ورکړه، چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وړاندې پر ټول افغانستان خپل واک ټینګ کړي او د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې کابل ونیسي.

په ګډه وډه توګه له افغانستانه د امریکا وتل د دې سبب شو، ډېر شمېر امریکایان، د امریکا افغان متحدین، فعالې مېرمنې او نور هغه کسان په افغانستان کې پاتې شي، چې د طالبانو له خوا یې ژوند ته خطر متوجې و.

د افغانستان د جګړې په اړه د امریکا د استازو جرګې پخوانیو څېړنو او تحلیلونو د تېرو څلورو ولسمشرانو په ادارو کې پرلپسې سیسټماټیکو ناکامیو ته اشاره کړې او دې پایلې ته رسیدلي چې بایډن او ټرمپ تر ټولو ډېر ملامت دی.

د ټیکساس جمهوري غوښتونکي سناتور مایکل مک‌کال چې د جرګې د بهرنیو چارو د کمېټې د رییس په توګه یې د څېړنو مشري کوله وویل، چې د بایډن ادارې "د افغانستان د حکومت د کېدونکې سقوط په برخه کې د پلان جوړولو لپاره اړین معلومات او فرصت درلود. موږ کولای شول چې په خوندي توګه د متحده ایالاتو پرسونل، امریکایي وګړي، د امریکا د دایمې استوګنې د کارتونو لرونکي او زموږ زړور افغان متحدین وباسو؛ خو داسې ونه شول."

هغه په یوه اعلامیه کې وویل: "د بایډن ادارې په هر ګام کې د خلکو د امنیت پر ځای سیاست غوره کړ."

سره له دې چې ویل کیږي؛ د امریکا د استازو جرګې جمهوري غوښتونکي غړي د افغانستان له موضوع د ډیموکراتانو په وړاندې سیاسي ګټه پورته کوي ځکه یې دغه راپور له ولسمشرۍ ټاکنو وړاندې خپور کړی؛ خو مک‌کال دا موضوع رد کړې او ویلي یې دي، چې جمهوري غوښتونکې د افغانستان په موضوع کې د ټرمپ تېروتنې له پامه نه غورځوي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې شارون یانګ وویل، چې د جمهوري غوښتونکو راپور د "د ځینو حقایقو، ناسمو معلوماتو او پخوانیو تعصبونو" پر بنسټ جوړ شوی دی.

یانګ په یوه اعلامیه کې وویل: "د هغه ناوړه تړون له امله چې پخواني ولسمشر ټرمپ له طالبانو سره لاسلیک کړ او وعده یې وکړه، چې امریکايي ځواکونه به د ۲۰۲۱ کال تر می میاشتې پورې له افغانستانه وباسي، ولسمشر بایډن مجبور و، چې یا د پیاوړو شویو طالبانو پر وړاندې د متحده ایالاتو جګړې ته دوام ورکړي او یا خپل ځواکونه وباسي. "

د استازو جرګې ډېموکراتانو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دوی د جمهوري غوښتونکو همکارانو راپور په جوړولو کې د ټرمپ د رول په اړه حقایق له پامه غورځول شوي دي.

د استازو جرګې د بهرنیو چارو په کمېټه کې د جمهوري غوښتونکو له خوا د ۱۸ میاشتو په موده کې د افغانستان په موضوع څېړنې شوې دي.

د طالبانو د پوهنې وزیر له تعلیمي مرکزونو څخه د «حنفي فقهې خلاف کتابونو» راټولولو امر کړی

۱۹ وږی ۱۴۰۳ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۲۳ GMT+۱

د طالبانو د پوهنې وزیر حبیب الله اغا د کابل او نورو ولایتونو د پوهنې رییسانو ته امر کړی، چې د ټولو تعلیمي مرکزونو کتابتونونه وڅاري. دغه طالب چارواکي ټینګار کړی؛ هغه کتابونه چې له حنفي فقهې خلاف دي باید راټول شي.

د طالبانو د پوهنې وزارت د دوشنبې په ورځ (د وږي ۱۹ مه) په یوه خبرپاڼه کې ويلي، چې حبیب الله اغا دغه امر د ویډیويي خبرو له لارې د بېلابېلو ولایتونو د پوهنې رییسانو ته کړی.

د دغې ډلې په خبرپاڼه کې راغلي: «هغه کتابونه، چې د اهل سنتو او جماعت او حنفي فقهې له نظريو سره په ټکر کې وي راټول او راپور يې مرکز ته ولېږل شي.»

همدا ډول په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ډېر ژر به د بېلابېلو ولایتونو د تعلیمي مرکزونو د کتابتونونو د څارنې چارې پیل شي.

طالبانو په وار - وار ادعا کړې، چې په افغانستان کې ټولو مذهبونو ته درناوی لري؛ خو منتقدین په دې باور دي، چې د دې ډلې ایډیالوژي د ټولو هغو کسانو پر ضد ده، چې د طالبانو په فکر باور نه لري.

تر دې وړاندې هم دیني عالمانو او یو شمېر شیعه ګانو پر طالبانو تور لګولی، چې د شیعه ګانو حقوق تر پښو لاندې کوي.

د بشري حقونو او پرمختګ لپاره د اسیا فورم تېر کال د زمري په میاشت کې په یوه بیان کې لیکلي وو، چې طالبانو د شیعه ګانو پر مذهبي ازادۍ او عقایدو بندیز لګولی دی.

د طالبانو په نظام کې د جعفري مذهب په رسميت پېژندل، د شیعه زده کوونکو لپاره په پوهنتونونو او ښوونځیو کې د جعفري فقهې تدریس او په دولتي ادارو کې د شیعه ګانو معنوي ګډون له طالبانو څخه د شیعه علماو شورا اساسي غوښتنې دي.

د افغانستان د شیعه علماو د شورا مرستیال محمد اکبري د تېر کال په کب میاشت کې ویلي وو، چې د شیعه ټولنې غوښتنې یې په لیکلي او لفظي ډول د طالبانو له چارواکو سره شریکې کړې؛ خو هغوی ځواب نه دی ویلی.

سرچينې: په خوست کې پر ډيورنډ کرښه بیا د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې پيل شوې دي

۱۹ وږی ۱۴۰۳ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۳۸ GMT+۱

له خوست څخه سيمه ييزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې نن له غرمې وروسته ددې ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ یو ځل بیا نښتې پيل شوې دي. د دې جګړو له کبله د ځاځي میدان ولسوالۍ ډېر شمېر اوسېدونکو خپلې مېنې پرېښي دي.

دغه نښتې له تېرو پنځو ورځو راهیسې په وقفه یي ډول د دواړو لوريو ترمنځ روانې ددي.

له خوست څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وويل، چې دغه نښتې نن شاوخوا يوه بجه د یاد ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ پر ډېورنډ کرښه شوې دي.

سرچينې همداراز زیاتوي، دغه نښتې تر هغه وروسته پیل شوې چې افغان طالبانو په خپله خاوره کې تاسيسات جوړول، چې پاکستاني سرحدي ځواکونو پرې برید وکړ.

د سرچینې د معلوماتو له مخي، جګړه په وقفه یي ډول روانې دي او دواړه لوري له سپکو او درنو وسلو څخه کار اخلي.

سرچينه وايي، چې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې؛ خو لا يې کره شمېره روښانه نه ده.

د پښتونخوا غاړې کورمه کې هم سرچینو پر ډیورنډ کرښه نښته تاييدوي او وايي، چې دواړې غاړې درنې وسلې کاروي.

د کورمې سرچينه وايي، چې په سيمه کې د پاکستان هوايي ځواک هم شته او پرله پسې په سيمه کې الوتني کوي.

له خوست څخه سرچينو ويلي، چې له تېرو څو ورځو جګړو له امله ځایي خلکو خپل کورونه پرېښي او په یو بد وضعیت کې له سيمې وتلي دي.

هېڅ يوه لوري د جګړې او تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي.

تر دې وړاندې افغانستان انټرنشنل پښتو ته ځینو حکومتي سرچینو ويلي و، چې له پاکستاني ځواکونو سره د تېرو ورځو په نښتو کې اته طالبان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د خوست له لوري د طالبانو په توغول شوي هاوان مرمۍ د یوه پاکستاني افسر په ګډون پنځه کسان هغه مهال ټپیان شول، چې په کورمه ایجنسۍ کې په یوه امنیتي پوسته ولګېده.

خو پاکستاني پوځ په دې اړه څه نه دي ويلي.

د پاکستان رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله بیا افغان طالبان تورن کړي، چې «په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو ملاتړ کوي او په څرګنده د پېژندل شویو نړۍوالو پولو څخه سرغړونه کوي.»

خو طالبان او د افغانستان تېرو حکومتونو د پاکستان او افغانستان تر منځ د ډیورنډ فرضي کرښه بیا هېڅکله د یوې منل شوې پولې په توګه نه ده منلې.