د طالبانو ټرافیکو لوی ریاست وايي، تېرو شپږو میاشتو ټرافیکي پېښو کې ۱۲ سوه کسان مړه شوي

‏د طالبانو د ټرافیکو ریاست کابل کې سیمه ییزو رسنیو ته ويلي، چې د روان لمریز کال په تېرو شپږو میاشتو کې ۱۲ سوه کسان مړه او تر څلورو زرو ډیر ټپیان شوي دي. ویل کیږي، د موټرو د ټکر دغه پېښې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې شوې دي.