• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مقاومت جبهه: تېره شپه مو په کابل او پروان کې درې طالبان وژلي او درې زخمیان دي

۲۰ وږی ۱۴۰۳ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۳۶ GMT+۱

د افغانستان د ملي مقاومت په نوم د طالبانو مخالفې وسله والې جبهې اعلان کړی، چې تېره شپه یې د کابل او پروان ولایتونو په مربوطاتو کې پر طالب وسله والو بریدونه کړي، چې په پایله کې یې درې طالبان وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.

دغې جبهې لیکلي، چې بریدونه یې تېره شپه (د وږي ۱۹مه) ترسره کړي دي.

دغه جبهه زیاتوي، چې د کابل ښار په پنځلسمه امنيتي حوزه کې د "دفاع وزارت د لوژستيک ملاتړ د مرکزي ادارې" مخې کې برید کې یې طالبانو يو قوماندان ټپي کړې او دوه ساتونکي يې ووژل دي.

دغه جبهه وایي، دا برید یې د شپې ۸:۵۰ دقیقې د طالبانو پر ګزمې ترسره کړی دی.

د افغانستان د مقاومت جبهه وایي، چې بل برید یې د پروان ولایت د جبل السراج ښار اړوند د متک په سیمه کې د کابل-شمال پر لویه لاره پر طالب وسله والو ترسره کړی، چې دوه طالبان یې وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

دغه جبهه وایي چې بریدونو کې د دغې جبهې ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

له دې وړاندې هم یاد جبهې طالبانو ته په بېلابېلو پېښو کې د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده؛ خو طالبانو یې په اړه څه نه دي ویلي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه وایي، وروستیو سېلابونو په افغانستان کې تر ۲۰۰ ډېر کلي اغېزمن کړي دي

۲۰ وږی ۱۴۰۳ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۳۳ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وویل، چې د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې ۲۴۵ کلي د بارانونو او سیلابونو له امله اغیزمن شوي دي.

اوچا زياته کړې، چې د هېواد په شمال او شمال ختيځ کې د جولای په مياشت کې د سېلابونو له امله ٥٨ تنه مړه او ٣٨٠ تنه نور ټپيان شوي دي.

اوچا د سې شنبې په ورځ (د وږي ۲۰مه) په یوه راپور کې ویلي، چې د جولای په میاشت کې اورښتونو په بدخشان، بغلان، کونړ، لغمان، ننګرهار او نورستان ولایتونو کې شاوخوا دوه زره افغان کورنۍ زیانمنې کړې دي.

د دغه سازمان د راپور له مخې؛ د جولای له ۱۵مې تر ۱۶مې نېټې بارانونو او سېلابونو د بدخشان په ۲۹ کلیو کې شخصي ملکیتونه، ملکي زیربناوې، د برېښنا او روغتیايي اسانتیاوو او کرنیزو ځمکو ته زیان رسولی دی.

د دغه راپور له مخې؛ په دغو پېښو کې د ټولو ولایتونو په منځ کې تر ټولو زیات زیان ننګرهار ولایت ته رسېدلی او د کډوالو په کمپ کې ۵۵۰ خیمې په بشپړه توګه ویجاړې شوې دي.

اوچا وايي، چې یوازې په مې میاشت کې د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله څه باندې ۱۱ زره کورنۍ زیانمنې شوې دي.

د دغه سازمان په باور، په افغانستان کې ځینې طبیعي پېښې د اقلیم له بدلون سره تړاو لري، خو د اوبو د مدیریت کمزوری سیستم، پخوانۍ روغتیايي زېربناوې او زړې ودانۍ د دې لامل شوي چې خلک له دې پېښو زیات زیانمن شي.

د تاجکستان د ملي امنیت مشر په کابل کې له طالبانو سره کتلي دي

۲۰ وږی ۱۴۰۳ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۴۶ GMT+۱

د تاجکستان د ملي امنیت د کمېټې مشر سید مومن یتیموف کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د طالبانو له استخباراتي چارواکو سره کتلي دي. ډېپلوماتیکې سرچینې وايي، دغه تاجکستاني چارواکي په تېر اګست کې کابل ته سفر کړی او له طالب چارواکو سره یې د تاجکستان د اړیکو د ټینګولو په اړه خبرې کړې دي.

ډېپلوماتیکو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې مومن یتیموف د تاجکستان د استخباراتو لوړپوړی چارواکی دی، چې د ولسمشر امام علي رحمان په امر کابل ته تللی دی.

دوشنبه ته له ستنیدو وروسته، هغه خپل سفر له «محتوا» څخه ډک وباله.

وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، یو شمېر پخوانیو پوځیانو او د طالبانو سیاسي مخالفانو په تاجکستان کې پناه واخیسته.

دا مهال د افغانستان د ملي مقاومت جبهې یو شمېر مشران په تاجکستان کې مېشت دي.

تاجکستاني چارواکو په تېرو درېیو کلونو کې په وار - وار پر طالبانو نیوکې کړې دي.

د تاجکستان ولسمشر وايي، طالبان له خپلو ژمنو سره - سره په افغانستان کې د یوه جامع حکومت د جوړېدو مخالف دي.

امام علي رحمان په ۱۴۰۱ کال کې وویل، چې طالبان په افغانستان کې د مختلفو توکمونو په وړاندې د تبعیضي یرغل سياست مخ ته وړي.

امام علي رحمان همداراز خبرداری ورکړی، چې افغانستان په ځانګړې توګه شمالي ولایتونه د نړۍوالې ترهګرۍ په ځاله بدل شوي دي.

د تاجکستان د کورنیو چارو وزیر هم ویلي، چې طالبانو د «ترهګرو ډلو» څه باندې درې زره غړو ته افغان پاسپورټونه ورکړي دي.

په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیت له زیاتېدو سره طالب چارواکو د تاجکستان په ګډون د افغانستان ګاونډي هېوادونه د داعش په ملاتړ تورن کړل.

د طالبانو مشر: بې عدالتي نظام له منځه وړي

۲۰ وږی ۱۴۰۳ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۱۷ GMT+۱

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده په بلخ کې د دې ډلې ولايتي مسولينو ته د يوې غونډې پر مهال په خبرو کې ويلي، چې «شخصي اړيکې، واسطې او بې عدالتي نظام له منځه وړي.» هبت الله اخوندزاده په دغو خبرو کې زیاته کړې چې: «اختلافاتو علني شکل غوره کړی او مهمه ده، چې اوس پای ته ورسیږي.»

د طالبانو مشر له څو ورځو راهیسې د شمالي، شمال لوېديځو او شمال ختيځو ولايتونو سفر لري.

نوموړي پرون په بلخ کې د دې ډلې له ځايي چارواکو سره لیدلي او وینا یې ورته کړې ده.

د طالبانو د مشر هبت الله د وينا یوه برخه، چې په ټولنیزو رسنیو کې نشر شوې د بلخ ولایتي مسولينو ته په خطاب کې وايي « که اسلامي نطام په عدالت باندې ولاړ و، د عدالت فيصلې يې کولې بیا به تر قيامته پوري پاته وي.»

هبت الله په خپلو خبرو کې د اندېښنې په ډول زياتوي، چې که قدرتمن او واسطه لرونکی محکمه نه شي ظلم او وحشت دی.

هغه وایي: « که ظلم راغی، وحشت راغی او سپارښتونه راغلل. قدرتمن سړی نه محکمه کېده، واسطه لرونکي خلک مخ ته وو يوازي غریب محکمه کېده او غریبان بې واسطې خلګ پاته وو، نو عدالت پاته شو بیا دا نظام نه پاتيږي.»

د طالبانو مشر ويلي، دا د خدای غوښتنه ده، چې «اسلامي نظام» به اول پر ځای او بيا پر نورو پلی کوي.

نوموړي زياتوي، چې د طالبانو په بريا سره د ادارو مشران عالمان دي او ټول يې باید اطاعت وکړي.

ملا هبت الله د اختلافاتو شتون مني او وايي، چې دغه اختلافات په عامه توګه رامنځته کېږي.

هغه ويلي: «مشران باید هوښیارې پریکړې وکړي. اختلافات اوس هم شته، اختلافونه عام شوي، ښه ده چې پای ته ورسېږي، ځکه دا چارې ملت د جهالت لوري ته بيايي.»

طالبانو ارګ په يوې خبرپاڼه کې ویلي، چې ملاهبت الله د دغو سفرونو په لړ کې بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ، سمنګان، ‏بغلان، کندز، تخار او بدخشان ولایتونو ته تللی دی.
دا لومړی ځل دی، چې د طالبانو مشر په یوه نسبتا اوږد سفر د افغانستان شمالي ولایتونو ته ځي.

تر اوسه په دې سفر کې د چا عکس نه دی خپور شوی.

څه موده مخکې طالبانو ته نږدې کسانو د هبت الله د ځانګړو ساتونکو د موټرو د کاروان انځورونه خپاره کړې وو، چې یو ولایت ته د سفر په حال کې اخيستل شوي وو.

طالبان: تېره میاشت مو څه باندې ۱۰۳ میلیون ډالره صادرات درلودل

۲۰ وږی ۱۴۰۳ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۳۹ GMT+۱

د طالبانو د احصايي او معلوماتو اداره وایي، په تېره زمري میاشت کې يې بېلا بيلو هېوادونو ته ۱۰۳،۳ میليون ډالره صادرات کړي دي. د دغې ادارې د معلوماتو له مخي، د زمري میاشتې د صادراتو ارزښت تر چنګاښ میاشتې ۹،۸ ميليون ډالره زيات دی.

د طالبانو احصایي او معلوماتو ادارې د سې شنبې په ورځ ويلي، چې د وارداتو ټول ارزښت يې ۱۰۱۱.۱ ميليون ډالرو ته رسيږي.

د دوی په خبره، چې په چنګاښ مياشت کې يې د وارداتو ارزښت ۹۴۷،۵ ميليون ډالرو و، چې د زمري مياشت کې په وارداتو کې ۶۳،۶ ميليون ډالره ارزښت زياتوالی راغلی.

د طالبانو احصايي او معلوماتو اداره زياتوي، چې دغه موده کې يې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته کړي او زيات واردات یې بیا له ایرن، چین او پاکستان درلودل.

د طالبانو د اطلاعاتو کلتور وزیر د فرهنګونو د یووالي غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته لاړ

۲۰ وږی ۱۴۰۳ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۳۷ GMT+۱

د طالبانو اطلاعاتو کلتور وزارت په يوې اعلاميه کې ویلي، چي د دوی وزير خیرالله خيرخواه د فرهنګونو د یوالي غونډه کې د ګډون لپاره روسيې ته لاړ. د فرهنګونو د یوالي غونډه د روسيې په کوربتوب د سسپټمبر له ۱۱ تر ۱۴ مې په سنت پيترزبورګ په ښار کې تر سره کيږي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سې شنبې په ورځ ويلي، چې خيرالله خيرخوا د روسيې په رسمي بلنه دغې غونډي ته تللی دی.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته مسکو له طالبانو سره نژدې اړيکې پاللي؛ خو دغه ډله یې لا تر اوسه هم په رسميت نه ده پېژندلې.

روسيې افغان طالبانو ته په بېلابيلو ناستو، غونډو او لیدنو کې بلنې ورکړې دي.

تر دې وړاندي د طالبانو د پوهني وزير حبیب الله اغا، د لوړو زدکړو وزير ندامحمد نديم په روسيه کې د پوهنې په نړيواله څلور ورځنۍ غونده او د طالبانو د کار او ټولنيزو چارو وزير عبدالمنان عمري بیا په اقتصادي غونډه کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته تللي وو.

روسيه د نورو هېوادونو په ګډون د افغانستان په اړه د يو شمېر غونډو کوربتوب هم مخ ته وړي.

طالب مشرانو هم په خبلو خبرو کې ويلي، چې له روسيې سره ښې اړيکې غواړي.