• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو ویاند په ایران کې له افغان کډوالو وغوښتل، چې افغانستان ته راستانه شي

۲۱ وږی ۱۴۰۳ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۳:۴۲ GMT+۱

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د یوې ایرانۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې له افغان کډوالو غوښتنه وکړه، چې افغانستان ته دې ستانه شي. هغه دا رنګه له ایراني حکومته هم وغوشتل، چې د افغان کډوالو حقونو ته دې پاملرنه وکړي او د نوموړي په وینا، «زور زیاتې ښې پایلې نه لري.»


په دې وروستیو کې د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني له افغان کډوالو غوښتي و، چې «خپل هېواد ته دې ستانه شي او د خپل هېواد په ابادولو کې دې ونډه واخلي.»
مومني په یوې ټلویزیوني خپرونه کې ویلي و:« ایران د دومره زیاتې کډوالۍ وس نه لري.»
مجاهد دغو څرګندونو ته د سې شنبې په ورځ د ایران د سازنده‌ګۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، چې «له زوره کار اخیستنه ښې پایلې نه لري.»
د افغانستان د پخواني حکومت تر ړنګېدو وروسته سلګونه زره افغانان ګاونډیو هېوادونو ایران او باکستان ته کډه شول.

په تېرو درېیو کالو کې دغو دواړو هېوادونو ګڼ شمېر کدوال له خپلو هېوادونو په زوره واېستل.

د ایران نوي حکومت پتېیلې، چې پوله وتړي او افغان کډوال وباسي.

د لویدیځوالو رخه او کینه

مجاهد په دغې مرکه کې د طالبانو د رژیم د نه په رسمیت پېژندلو په اړه د هغو هېوادونو یادونه وکړه، چې افغانستان یې اشغال کړی و.

هغه وايي، دوی له موږ سره کینه پالي او له هغوی سره د اړیکو ټینګول وخت ته اړتیا لري.
نوموړي د مېرمنو د تعلیم په اړه وویل، چې دیني متنونه بیا کتنې ته اړتیا لري او د نجونو د زده‌کړو ځای او د هغوی د لېږد رالېږد مسله تر بحث او څېړنې لاندې ده.
مجاهد د ایران د حقابې په اړه وویل، چې طالبان د دغې حقابې مراعتولو ته ژمن دي؛ خو د وچکالۍ پر مهال ایران هم باید شرایط په پام کې ونیسي.

هغه وویل، سږنی کال د بارانونو د ورېدو له امله د ایران حقابه په بشپړ ډول ورکړل شوې ده.
تر دې وړاندې د ایران د پارلمان یو غړي فداحسین مالکي ویلي و، چې طالبان د سېلابي اوبو او حقابې تر منځ تېروتنه کوي.


د ګوندونو زیاتوالی د کړکېچونو زېږنده دی

مجاهد د پراخ بنسټه حکومت په اړه وویل:«اسلامي امارت یو پراخ بنسټه حکومت دی.»
د هغه په وینا، په حکومت کې د ګوندونو ګډون د پخوانیو کړکېچونو لامل و او دا چاره نوره ناشونې ده.
په داسې حال کې چې لویدیځوال د بشري حقونو په مراعتوو ټینګار کوي، روسیې او ایران له طالبانو غوښتي چې له پښتنو پرته نورو قومونو ته دې هم په حکومت کې ونډه ورکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو هغه ادعا رد کړه چې وايي، د نورو قومونو استازي هم د دوی په حکومت کې ونډه لري.

د داعش ګواښونه

مجاهد وايي، چې داعش په افغانستان کې منظم مرکز نه لري او نه شي کولای خپلو لیکو ته کسان جذب کړي.

هغه د امنیت شورا هغه ادعا رد کړه، چې القاعده او داعش په افغانستان کې فعالیتونه کوي.
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې په دې وروستیو کې ویلي و، چې اقاعده په افغانستان کې خپلې نوې اډې جوړوي او طالبان له هغوی سره د کورونو، وسلو، مېرمنو او مالي ملاتړ په برخو کې مرسته کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

پاکستاني رسنۍ:پر ډېورنډ کرښه له پاکستاني ځواکونو سره په تازه نښته کې ۱۶ طالبان وژل شوي دي

۲۰ وږی ۱۴۰۳ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۰۱ GMT+۱

اېکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د سرچینو له قوله ویلي، چې د خوست په ځاځي میدان کې د پاکستاني ځواکونو سره په نښته کې ۱۶ طالبان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان شوي دي. د دغه خبر له مخې؛ په دغو نښتو کې د طالبانو دوه ټانکونه هم له منځه تللي دي.

دغې رسنۍ خبر ورکړی، چې پاکستاني ځواکونو د افغان پولې په اوږدو کې د دغه هېواد پر پوځي پوستو د طالبانو له بريد وروسته غبرګون ښودلی او په پايله کې د دواړو لورو ترمنځ سخته جګړه پیل شوه.

د دغه رپوټ له مخې؛ د طالبانو او د پاکستان د فوځ تر منځ نښتې د وږي مياشتي د ۱۷مې نېټې له سهار څخه بیا تر وږي د ۱۹مې نېټې تر ماښامه دوام وکړ.

ایکسپرېس ټریبیون لیکي، چې دا ډزې د افغانستان له پلوسین سیمې څخه پرته له کوم ځانګړي دلیل څخه پیل شوې دي.

طالب چارواکو تر اوسه د خپلو ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې جیونیوز او د پاکستان دولتي راډیو د خپلو سرچینو په حواله ادعا کړې وه، چې په دغو نښتو کې د طالبانو دوه قوماندانان هم وژل شوي دي.

د شام سیمه ییزو سرچینو د شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې په تېره اوونۍ کې د دویم ځل لپاره د دواړو لورو د ځواکونو تر منځ پر ډېورنډ کرښه نښته شوې او په دې نښته کې له سپکو او درنو وسلو کار اخیستل شوی دی.

طالبانو د کابل - غزني لويې لارې د دويمې برخې د کار د پيل خبر ورکړ

۲۰ وږی ۱۴۰۳ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۴۱ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال مطبوعاتي دفتر وايي، چې ملا برادر د کابل - غزني لويې لارې د دويمې برخې د جوړولو د کار پرانيسته وکړه. طالبان وايي، د دې لویې لارې لومړی او دویم فاز ۱۱۱ کیلومتره اوږدوالی لري او کابل د میدان وردګو له سیداباد ولسوالۍ سره نښلوي.

د طالبانو د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر د سې شنبې په ورځ (د وږي ۲۰ مه) ويلي، چې دغه پروژه د دې ډلې د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر او یو شمېر نورو چارواکو له خوا پرانیستل شوه.

عبدالغني برادر ویلي، چې دا لویه لار نه یوازې دا چې کابل - غزني، کندهار او نور جنوبي ولایتونه سره نښلوي، بلکې له ایران، پاکستان او د سیمې له نورو هېوادونو سره د افغانستان پر سوداګرۍ هم مثبت اغېز کولای شي.

عبدالغني برادر د دغې لويې لارې د پرانستلو په مراسمو کې په ټرانسپورتي برخه کې پانګونه د دغې ډلې له اساسي پلانونو څخه وبلله او ويې ويل، چې د کابل - غزني د لويې لارې د جوړولو پروژه به د ترانسپورټ په برخه کې د دغې ډلې د ژمنو په چوکاټ کې جوړه شي.

دغه طالب چارواکى وايي، د کابل - غزني دويمه لويه لاره د هېواد د مرکز او سوېل ترمنځ يو اړين پل دى، چې په بشپړېدو سره به يې سوداګريزې چارې اسانه او د مالونو د لېږد - رالېږد وخت او لګښت به کم شي.

د طالبانو اقتصادي مرستیال له خلکو وغوښتل، چې د دې پروژې په کار کې له دوی سره همکاري وکړي.

مقاومت جبهه: تېره شپه مو په کابل او پروان کې درې طالبان وژلي او درې زخمیان دي

۲۰ وږی ۱۴۰۳ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۳۶ GMT+۱

د افغانستان د ملي مقاومت په نوم د طالبانو مخالفې وسله والې جبهې اعلان کړی، چې تېره شپه یې د کابل او پروان ولایتونو په مربوطاتو کې پر طالب وسله والو بریدونه کړي، چې په پایله کې یې درې طالبان وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.

دغې جبهې لیکلي، چې بریدونه یې تېره شپه (د وږي ۱۹مه) ترسره کړي دي.

دغه جبهه زیاتوي، چې د کابل ښار په پنځلسمه امنيتي حوزه کې د "دفاع وزارت د لوژستيک ملاتړ د مرکزي ادارې" مخې کې برید کې یې طالبانو يو قوماندان ټپي کړې او دوه ساتونکي يې ووژل دي.

دغه جبهه وایي، دا برید یې د شپې ۸:۵۰ دقیقې د طالبانو پر ګزمې ترسره کړی دی.

د افغانستان د مقاومت جبهه وایي، چې بل برید یې د پروان ولایت د جبل السراج ښار اړوند د متک په سیمه کې د کابل-شمال پر لویه لاره پر طالب وسله والو ترسره کړی، چې دوه طالبان یې وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

دغه جبهه وایي چې بریدونو کې د دغې جبهې ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

له دې وړاندې هم یاد جبهې طالبانو ته په بېلابېلو پېښو کې د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده؛ خو طالبانو یې په اړه څه نه دي ویلي.

ملګري ملتونه وایي، وروستیو سېلابونو په افغانستان کې تر ۲۰۰ ډېر کلي اغېزمن کړي دي

۲۰ وږی ۱۴۰۳ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۳۳ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وویل، چې د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې ۲۴۵ کلي د بارانونو او سیلابونو له امله اغیزمن شوي دي.

اوچا زياته کړې، چې د هېواد په شمال او شمال ختيځ کې د جولای په مياشت کې د سېلابونو له امله ٥٨ تنه مړه او ٣٨٠ تنه نور ټپيان شوي دي.

اوچا د سې شنبې په ورځ (د وږي ۲۰مه) په یوه راپور کې ویلي، چې د جولای په میاشت کې اورښتونو په بدخشان، بغلان، کونړ، لغمان، ننګرهار او نورستان ولایتونو کې شاوخوا دوه زره افغان کورنۍ زیانمنې کړې دي.

د دغه سازمان د راپور له مخې؛ د جولای له ۱۵مې تر ۱۶مې نېټې بارانونو او سېلابونو د بدخشان په ۲۹ کلیو کې شخصي ملکیتونه، ملکي زیربناوې، د برېښنا او روغتیايي اسانتیاوو او کرنیزو ځمکو ته زیان رسولی دی.

د دغه راپور له مخې؛ په دغو پېښو کې د ټولو ولایتونو په منځ کې تر ټولو زیات زیان ننګرهار ولایت ته رسېدلی او د کډوالو په کمپ کې ۵۵۰ خیمې په بشپړه توګه ویجاړې شوې دي.

اوچا وايي، چې یوازې په مې میاشت کې د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله څه باندې ۱۱ زره کورنۍ زیانمنې شوې دي.

د دغه سازمان په باور، په افغانستان کې ځینې طبیعي پېښې د اقلیم له بدلون سره تړاو لري، خو د اوبو د مدیریت کمزوری سیستم، پخوانۍ روغتیايي زېربناوې او زړې ودانۍ د دې لامل شوي چې خلک له دې پېښو زیات زیانمن شي.

د تاجکستان د ملي امنیت مشر په کابل کې له طالبانو سره کتلي دي

۲۰ وږی ۱۴۰۳ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۴۶ GMT+۱

د تاجکستان د ملي امنیت د کمېټې مشر سید مومن یتیموف کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د طالبانو له استخباراتي چارواکو سره کتلي دي. ډېپلوماتیکې سرچینې وايي، دغه تاجکستاني چارواکي په تېر اګست کې کابل ته سفر کړی او له طالب چارواکو سره یې د تاجکستان د اړیکو د ټینګولو په اړه خبرې کړې دي.

ډېپلوماتیکو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې مومن یتیموف د تاجکستان د استخباراتو لوړپوړی چارواکی دی، چې د ولسمشر امام علي رحمان په امر کابل ته تللی دی.

دوشنبه ته له ستنیدو وروسته، هغه خپل سفر له «محتوا» څخه ډک وباله.

وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، یو شمېر پخوانیو پوځیانو او د طالبانو سیاسي مخالفانو په تاجکستان کې پناه واخیسته.

دا مهال د افغانستان د ملي مقاومت جبهې یو شمېر مشران په تاجکستان کې مېشت دي.

تاجکستاني چارواکو په تېرو درېیو کلونو کې په وار - وار پر طالبانو نیوکې کړې دي.

د تاجکستان ولسمشر وايي، طالبان له خپلو ژمنو سره - سره په افغانستان کې د یوه جامع حکومت د جوړېدو مخالف دي.

امام علي رحمان په ۱۴۰۱ کال کې وویل، چې طالبان په افغانستان کې د مختلفو توکمونو په وړاندې د تبعیضي یرغل سياست مخ ته وړي.

امام علي رحمان همداراز خبرداری ورکړی، چې افغانستان په ځانګړې توګه شمالي ولایتونه د نړۍوالې ترهګرۍ په ځاله بدل شوي دي.

د تاجکستان د کورنیو چارو وزیر هم ویلي، چې طالبانو د «ترهګرو ډلو» څه باندې درې زره غړو ته افغان پاسپورټونه ورکړي دي.

په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیت له زیاتېدو سره طالب چارواکو د تاجکستان په ګډون د افغانستان ګاونډي هېوادونه د داعش په ملاتړ تورن کړل.