طالب چارواکی په چین کې: په افغانستان کې کومه ترهګره ډله نه شته

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري په چین کې وویل، چې په افغانستان کې هیڅ کومه ترهګره ډله نه شته، چې ددې هېواد امنیت وګواښي. دا په داسې حال کې ده، چې داعش ډلې تېره ورځ د دایکنډي - غور پر لویه لار ۱۴ هزاره ملکي وګړي په ډزو وژلي او ۶ نور یې ټپيان کړي دي.