شنونکي: طالبان پردي پاله او د افغاني ارزښتونو سره په تضاد او ټکر کې روزل شوې ډله ده

یو شمېر شنونکي په دایکنډي کې د هزاره توکمو د وژنې په تړاو د طالبانو پر ځنډني غبرګون او د پېښې قربانیانو ته د شهیدانو پر ځای د وژل شویو د ټکي کارول یو توپیري چلن بولي او پر دغې ډلې نیوکې کوي.