په پاکستان کې د سکرو ډبرو په کان کې ۵ افغان کان کیندونکي مړه شوي دي

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د بلوچستان ایالت په هرنای سیمه کې د سکرو ډبرو په یوه کان کې ۵ افغان کاریګر مړه شوي دي. د پاکستان روغتیايي چارواکي وایي، چې یاد شمېر کان کېندونکي لومړی د مټان زهري ګازو د تنفس له امله بې هوښه شوي او وروسته بیا مړه شوي دي.