
د بښنې نړۍوال سازمان په دایکنډي کې د داعش له خوا د هزاره ولسي وګړو د وژلو په غبرګون کې ویلي، دغه برید د «هزاره ګانو پر ضد د قصدي او پلان شویو بریدونو پراخه منظمه بڼه ده.» د بښنې نړۍوال سازمان د سوېلي اسیا دفتر ویلي، چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې هزاره ګان په پلان شوي ډول په نښه شوي.
د بشري حقونو دغه سازمان د شنبې په ورځ پر هزاره ګانو د قصدي بریدونو د عاملانو د ژر تر ژره محاکمې غوښتنه وکړه.
دغه سازمان وايي، له ۲۰۱۵ کال راهیسې په افغانستان کې هزاره ګان په عبادت ځایونو، ښوونځيو، روغتونونو، سړکونه او نورو عامه ځایونه کې په نښه شوي دي.
د بښنې نړۍوال سازمان ټینګار کړی چې د دغه برید عاملان باید ژر تر ژره د عدالت منګولو ته وسپارل شي. دغه سازمان د هزاره ټولنې د نور زیان څخه د ساتنې لپاره د ګامونو پورته کېدو غوښتنه هم وکړه.
د دغه سازمان په خبرپاڼه کې راغلي چې په دايکنډي کې پر هزاره ولسي وګړو وروستی برید په افغانستان کې د سزا ورکړې د معافيت د دوام ښودنه کوي.
د بښنې نړۍوال سازمان پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې په افغانستان کې د نړۍوالو قوانینو له مخې له بشري حقونو او جرمونو د پراخې او سیستماټیکې سرغړونې د مخنیوي لپاره د یوه خپلواک نړۍوال میکانیزم د رامنځته کولو لپاره کار وکړي.
داعش خراسان د پنجشنبې په ورځ په دایکنډي کې ۱۴ هزاره ولسي وګړي په ډزو ووژل. دغه برید په نړۍواله کچه له پراخو غبرګونونو سره مخ شو.

په کراچۍ کې د طالبانو کونسلګري وايي، چې د ماشومان په ګډون یې د سند ایالت له بېلابېلو زندانونو ۴۴ افغان بندیان خوشې او افغانستان ته واستول. خوشي شوي افغان بندیان د تورخم له لارې افغانستان ته استول شوي.
په کراچۍ د طالبانو کونسل عبدالجبار تخاري وايي، تېره ورځ د ماشومان په ګډون ۴۴ افغان بندیان د سند ایالت له بېلاېلو زندانو څخه راخوشې او افغانستان ته واستول.
نوموړی وايي، د سند ایالت له زندانونو راخوشې شويو بندیانو په ډله کې ۲۱ تنه زدهکوونکي شامل دي.
په کراچۍ کې د طالبانو کونسلګرۍ د وږي ۱۵مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و، چې په سند ایالت کې د ۲۱ تنه افغان ماشومان چې د یوې دیني مدرسې زدهکوونکي دي په پاکستان کې د اوسیدونو د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله بندیان وو.
ښاغلی تخاري وايي، د سند ایالت په زندانونو له ۱۵ څخه تر شلو پورې نور افغانان هم بندیان دي او دوی هڅه کوي، چې هغوی هم راخوشې او خپل هېواد ته واستوي.
په کراچۍ کې د طالبانو کونسل د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کوي؛ هغه افغانان چې په پاکستان کې د اوسیدو قانوني اسنادو د نه لرلو له امله نیول کیږي، هغوی دې زندانونو ته نه استول کیږي.
د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر په افغانستان کې د توکمیز تبعیض له پامه غورځولو هڅې «خیانت» وبللې. رحمت الله نبیل په دايکنډي کې د ١٤ هزاره ګانو وژنې ته په اشارې سره وويل، چې هزاره ګان تل له پلان شوي توپیري چلند او بې عدالتۍ سره مخ شوي.
سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د غور او دایکنډي ولایتونو ترمنځ د قرودال په کلي کې د ناپېژاندو وسله والو په برید کې ۱۴ هزاره ولسي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د سیمې د خلکو په وینا قربانیان ټول هغه نارینه دي چې غور ولایت ته د اربعین زیارت کوونکو د هرکلي لپاره تللي وو.
داعش ډلې د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې د دغه برید مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې ۱۴ ملکي وګړي په کې وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
رحمت الله نبیل د شنبې په ورځ په دایکنډي کې پر هزاره ګانو د برید په تړاو په خپله ایکس پاڼه کې خبر خپور کړ او ویې ویل، چې «هزاره ګان د تاریخ په اوږدو کې د خپل قوم او مذهب له امله له پلان شوي تبعیض او پراخ ظلم سره مخ شوي دي.»
هغه د نورو توکمونو، په ځانګړې توګه د ازبکو او ترکمنانو پر وړاندې د توپیري چلند یادونه هم وکړه او ویې ویل «موږ باید پرېنږدو چې ریښتیا پټ شياو یا کم و زیات شي.»
د بشري حقونو د څار سازمان وړاندې ویلي وو، چې د طالبانو له واک ته رسېدو راهیسې داعش د هزاره ګانو پر ضد د لږ تر لږه ۱۷ بریدونو مسوولیت منلی، چې تر ۷۰۰ ډېر کسان یې وژلي او ټپیان کړي دي.
د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د هزاره ګانو هدفي وژنې د «هزاره نسل وژنې» د پیژندلو لپاره نړۍوالې هڅې ګړندۍ کړې دي.
تر دې مخکې د امریکا د مدافع وکیلانو ټولنې یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې له هېوادونو یې وغوښتل چې په افغانستان کې د «هزاره نسل وژنه» په رسمیت وپېژني.
د بشري حقونو د څار سازمان څېړونکي باري په خپله یوه مقاله کې لیکلي، چې طالبانو د تېر حکومت په څېر د هزاره ګانو او د ټولنې د نورو زیانمنونکو طبقو د ساتنې لپاره لازم ګامونه نه دي کړي.
ډيپلوماټ مجلې په خپلې يوې مقاله کې ليکلي، چې د نومبر په مياشت کې د امريکا د ولسمشرۍ ټاکنې ښايي له افغانستان سره د دغه هېواد د بشري مرستو د بندېدو یا کمېدو لامل شي.
د دې مجلې په وینا، د مرستو د بندیو یا کمیدو په حال کې به په افغانستان کې د بې وزلۍ کچه پراخه شي او د هېواد کمزوری اقتصاد به له سقوط سره مخ شي.
ډیپلوماټ مجلې د شنبې په ورځ (د وږي ۲۴مه) په یوې مقاله کې لیکلي: «د امریکا او نورو مرستندویه هېوادونو لومړیتوبونه ښايي افغانستان ته د بشري مرستو د دوام په برخه کې بدل شي.
ډیپلوماټ مجله وايي، له افغانستان سره د امریکا متحده ایالاتو په اونۍ کې شاوخوا ۴۰ میلیونو ډالره مرسته د افغانیو د ارزښت په ساتلو کې مثبته اغېزه لري او د میلیونونو اړمنو کسانو ملاتړ کوي.
د طالبانو اداره تر نړۍوالو بندیزونو لاندې ده او یوازې د ملګرو ملتونو له لارې افغانستان ته بشري مرستې د نغدو پیسو په بڼه لېږدول کېږي.
د ځینو راپورونو له مخې، طالبان د دغو مرستو په وېش کې لاسوهنه کوي او ترې ګټه اخلي.
د امریکا د استازو د جرګې غړي ټیم بورچت تر دې مخکې ویلي و، چې د بایډن اداره له افغانستانه د وتلو راهیسې هره اونۍ طالبانو ته نغدې پیسې استوي. د بورچټ ټیم ویلي، چې "ترهګر" پیسې په افغانیو بدلوي او ویشي یې او دا چې یوه اندازه پیسې حقاني شبکې ته ځي.
خو ملګرو ملتونو په پرله پسې ډول په وروستي یوه کال کې د مرستو د کمولو اعلان کړی دی.
افغانستان له پراخې بې وزلۍ او بېکارۍ سره مخ دی او مرستندویه سازمانونو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د یو بشري ناورین خبرداری ورکړی دی.
ډیپلوماټ مجلې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر (اوچا) وروستي راپور ته په اشارې سره لیکلي، چې سږ کال په افغانستان کې شاوخوا ۲۳،۷میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
د ډیپلوماټ مجلې په مقاله کې راغلي، چې د نومبر په میاشت کې د امریکا انتخابات ښايي له افغانستان سره د مرستو په اړه سیاسي نظر بدل کړي او په نتیجه کې به یې کابل ته د ډالرو لېږل بند شي.
په دې لیکنه کې طالبانو ته په افغانستان کې د اقتصادي بحران د مخنیوي لپاره ځینې حل لارې وړاندیز شوې دي.
ډیپلوماټ مجلې طالبانو ته وړاندیز کړی، چې په لومړي ګام کې دې په راتلونکي کال کې د نړۍوالو مرستو د احتمالي بندیدو له امله د اوښتو احتمالي زیانونو اټکل وکړي او د خلکو د ژوند د ښه کولو او د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره بدیلې لارې په ګوته کړي.
دغه مجله وايي، چې د لويو پراختيايي پروژو تر څنګ وړې پروژې هم کولاى شي په سيمه ييزه کچه کار پیدا کړي او ملي اقتصاد سره مرسته وکړي.
دغې مجلې د خصوصي سکټور پياوړتيا د افغانستان د اقتصادي بيارغونې لپاره دويمه مهمه ستراتيژي ګڼلې او زياته کړې يې ده، چې د پراختیا په حال کې یو فعال خصوصي سکټور
کولې شي د پانګونې، مصرف، د کار پيدا کولو او خالص صادراتو په برخه کې د پام وړ زياتوالى راولي.
دغې مجلې ویلي، پراختیايي بودجه مهمه ده او په دې بودجه کې باید د هېواد په کچه بېلابېلې پروژې او پروګرامونه شامل وي.
د پراختیایي بودیجې پیاوړتیا له یوې خوا د کار زمینه برابروي، د خلکو عاید زیاتوي او له بلې خوا به په راتلونکي کې د دولت لپاره ثابت عاید برابر کړي.
دې مجلې ټینګار کړی، چې له طبیعي منابعو او نورو عوایدو ټول عاید باید په ساختماني بودیجې ولګول شي.
ډیپلوماټ مجله د اوبو مدیریت د افغانستان د کرنې له اړخه یو مهم او مثبت ګام ګڼي او د لویو بندونو او زیرمو پر جوړولو هم ټینګار کوي.
د کرنې د پراختیا ترڅنګ د صنعت وده هم د ډیپلومات مجلې له خوا طالبانو ته وړاندیز شوې یوه بله حل لاره ده، چې د سوداګرۍ وضعیت به ښه کړي، د لوړ ارزښت لرونکي محصولات تولید او صادرات به زیات کړي.
د افغانستان په چارو کې د پاکستان پخواني استازي اصف دراني له دندې څخه له ګوښه کېدو وروسته په خپلې لومړنۍ مرکه کې وویل، چې افغانستان په سیمه کې په یوه ناسور زخم بدل شوی دی. نوموړي ټینګار وکړ، چې د افغانستان انزوا کولی شي د سپټمبر د ۱۱مې پېښې د تکرار احتمال زیات کړي.
اصف درانی تېره اونۍ له دندې ګوښه شو.
طالبان د حکومتولۍ له اصولو سره پردي دي
ښاغلي دراني له (Ambassadors' Lounge) رسنۍ سره په مرکه کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ سرحدي نښتو ته په اشارې سره وویل، چې طالبانو تراوسه د حکومتولۍ اصول په سمه توګه درک کړي نه دي.
نوموړي ویلي: «طالبان باید پوه شي چې اوسني شرایط له هغه وخت سره توپیر لري، چې دوی به د یوې وسله والې ډلې په توګه فعالیت کاوه او تښتېدل به. اوس د یو هېواد د ادارې مسوولیت پر غاړه لري.»
هغه همداراز يادونه وکړه، چې افغانستان د نورو ناورینونو لکه د اوکراين او غزې د جګړو له امله د خبرونو له سرټکو لرې شوی او له پامه غورځول شوى دى.
نوموړي خبرداری ورکړ، چې د افغانستان انزوا به په سیمه کې د یو ناسور زخم په توګه پاتې شي.
اصف دراني په افغانستان کې د داعش ډلې او د تحریک طالبان پاکستان په ګډون د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه وویل: «ښایي په سیمه کې به نور کسان ارامه او د یوه ناظر په توګه وي، خو مونږ له اور سره مخامخ یو.»
د افغانستان په چارو کې د پاکستان پخواني استازي دغه راز وویل، چې ښایي دا مسله یو شمېر کسانو ته د بشري حقونو موضوع وي، خو پاکستان هره ورځ د ترهګرو ډلو له ګواښونو سره لاس او ګرېوان دی.
دراني د افغانستان په اړه د سیمه ییزو همکاریو غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې د دوحې په ناسته کې په ښکاره توګه د هېوادونو په تګلارو کې توپیر وو.
د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو د تکرار په اړه خبرداری
اصف دراني خبرداری ورکړ، چې که افغانستان له پامه وغورځول شي ښایي د سپټمبر د ۱۱ مې بریدونه بیا ځلې تکرار شي.
نوموړي زیاته کړه: «که افغانستان منزوي شي، د داعش خراسان په څېر ترهګرې ډلې به هلته پیاوړې شي او دا هېواد به د ټولې نړۍ لپاره په ګواښ بدل شي.»
له طالبانو سره مخالفت
دراني له طالبانو سره د کورني مخالفتونو په اړه وویل، چې اوسمهال د طالبانو پر وړاندې هیڅ کوم جدي مخالفت نه شته، خو نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان څلویښت کلن تاریخ ته په کتو سره د دې تضمین نه شته چې دا وضعیت به تل دوام وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې اوسمهال د مقاومت او ازادۍ جبهې د طالبانو پروړاندې په چریکي جګړو اخته دي.
له دې سره، داعش ډله هم په پراخه کچه په افغانستان کې پیاوړې شوې ده.
د طالبانو لرغونی حاکمیت
اصف دراني د طالبانو د حکومتولۍ په څرنګوالي هم نیوکه وکړه او ویې پوښتل: «تاسو غواړئ څنګه حکومت وکړی؟ که وایئ چې د قران پر بنسټ حکومت کوو، خو دا به څنګه اجرا کړئ؟ څنګه له خلکو سره مشورې کوئ؟»
د نوموړي په خبره، د طالبانو حکومتولي تر ډېره قبیلوي بڼه لري، نه اسلامي.
د افغانستان په چارو کې د پاکستان پخواني استازي د ښځو د حقونو، زده کړو او کار په اړه وویل: «افغانستان د دې نړۍ یوه برخه ده او نه شي کولی چې د اسلامي قوانینو په پلي کولو سره نړۍوالې معاهدې له پامه وغورځوي.»
درانی وایي، چې هغه څه چې طالبان د دین په نامه کوي، نړۍ ته د اسلام بد انځور وړاندې کوي.
د منزوي رژیم له په رسمیت پېژندلو ډډه
دراني د طالبانو د هر ډول په رسمیت پېژندلو مسله رد کړه او ویې ویل: «مونږ په تېر کې له سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو سره طالبان په رسمیت وپېژندل، خو دغه اقدام ونشو کړای چې د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو مخه ونیسي.»
هغه ټینګار وکړ؛ هغه کسان چې په دې باور دي چې طالبان په رسمیت وپېژني، له ستونزو سره به مخ شي، ځکه د نوموړي په وینا «ټولې نړۍ تراوسه طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي او پاکستان به په دې اقدام سره یو منزوي حکومت په رسمیت پېژني.»
د نویمې لسیزې او د ننني طالبانو توپیر
دراني د نویمې لسیزي او اوسنیو طالبانو توپیر ته اشاره وکړه او ویې ویل: «د پرون طالبان منزوي و او له رسنیو سره یې اړیکې نه درلودې، خو د نن طالبان بیا له رسنیو سره اشنا دي او له هغوی او خلکو سره په اړیکه کې دي.»
له دې سره نوموړي ټینګار وکړ، چې د طالبانو سیاست او تګلارې بدلون نه دی کړی.
درانی د پاکستان پېژندل شوی او تجربه لرونکی ډیپلومات دی.
نوموړي تر دې وړاندې په ایران او متحده عربي اماراتو کې د پاکستان د سفیر او همداراز په کابل کې د دغه هېواد د سفیر د مرستیال په توګه دنده ترسره کړې ده.
ځېنو ناظرینو ویلي، چې د پاکستان پوځ په افغانستان کې د نوموړي له ماموریت څخه راضي نه و او په همدې دلیل له دندې ګوښه شو.
د حال وش په نامه د بشري حقونو سازمان ویلي، چې ایراني پولیسو په دغه هیواد کې لسګونه افغان کډوال او یو شمېر بلوچان نیولي، چې هلته د اوسیدو اسناد یې نه درلوده. سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې د ایران پوځي ځواکونو افغان کډوال یو کمپ ته لېږدولي دي.
د حال وش په نامه د بشري حقونو سازمان د شنبې په ورځ (د وږي ۲۴ مه) خبر ورکړ، چې د ایران پوليسو په ایرانشهر کې د ګزمې پر مهال لسګونه افغان کډوال او بلوچان د پېژندپاڼو د نه لرلو له امبله نيولي او کمپ ته يې ليږلي دي.
دغه سازمان ويلي، چې په تېرو دوو کلونو کې د افغان کډوالو د ایستلو سره سم د ایران د قانون پلي کوونکو ځواکونو لسګونه بلوچان هم د پېژندپاڼو د نه لرلو له امله له ایرانه ايستلي دي.
د حال وش په وینا، له ایرانه ایستل شوي یو شمېر بلوچان دا مهال په افغانستان کې دي او هڅه کوي بیا ایران ته ستانه شي.
حال وش سازمان په داسې حال کې د ایراني پولیسو له خوا د لسګونو افغان کډوالو د نیولو خبر ورکوي، چې ایراني چارواکو په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ګړندۍ کړې او د خپرو شویو راپورونو له مخې هره ورځ لسګونه افغانان له ایرانه ایستل کېږي.