عمران خان: د پاکستان د اساسي قانون د اصلاح کولو یوازینۍ موخه ما په زندان کې ساتل دي

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان وایي، چې د پاکستان د اساسي قانون د اصلاح کولو یوازینۍ موخه په زندان کې د نوموړي ساتل دي.

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان وایي، چې د پاکستان د اساسي قانون د اصلاح کولو یوازینۍ موخه په زندان کې د نوموړي ساتل دي.
عمران خان په اډیاله زندان کې له خبریالانو سره په غیر رسمي خبرو کې ویلي، چې د پاکستان حکومت غواړي محکمه اساسي قانون تعدیل کړي، ځکه دوی له سترې محکمې ډارېږي.
نوموړي ویلي؛ د پاکستان په اساسي قانون کې تعدیل به د هېواد راتلونکی له تباهۍ سره مخ کړي، ځکه د نوموړي په خبره د اساسي قانون اصلاح یوازې په دې معنا ده، چې دی په زندان کې وساتل شي.
ښاغلي خان ویلي: «د پاکستان حکومت پرېکړه کړې، چې د پاکستان قضایه قوه تباه کړي او په دې سره په تېرو ټاکنو کې پر خپلو درغلیو پرده اچوي.»
عمران خان زیاته کړې، چې د اوسني حکومت وېره دا ده، چې که بیا ځلي ټاکنې ترسره شي هر څه به برعکس وي او تحریک انصاب به یې په کلکه مخالفت وکړي.
همدارنګه نوموړي ویلي دي، چې د تېرو څو ورځو پر مهال د حکومتي پلاوي لاس وهنې، اړیکي او هڅي له ناکامۍ سره مخ شوي او په اساسي قانون کې بدلون تر نامعلوم وخته ځنډېدلی دی.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف هم تېره شپه ومنله، چې مولانا فضل الرحمن په اساسي قانون کې د بدلون لپاره ملاتړ ونه کړ.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې؛ نن دوشنبه د پاکستان په پارلمان کې په اساسي قانون کې د بدلون په موخه ناسته شوې، خو په دې اړه هېڅ پرمختګ نه دی شوی.
د راپورونو له مخې؛ په اساسي قانون کې د بدلون په مخه د پاکستان د پارلمان او سنا مجلس ناستې تر نامعلومې مودې وځنډول شوې دي.

پاکستاني رسنۍ وايي، په دغه هیواد کې دا مهال د یوه خره بیه له زرو ډالرو لوړه شوې او دا مهال چین ته د پاکستان د خرو لېږدول زیات شوي. ويل کیږي، په چین کې د خرو له پوستکي څخه د درملو په جوړولو کې کار اخیستل کیږي او چین یې له پاکستانه پیري.
د رسنیو د راپورونو له مخې په دې سره چین کې د خرو غوښتنه زیاته شوې او په پاکستان کې د خرو بیه لوړه شوې ده.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د دغه هیواد په ستر ښار كراچۍ كې د یوه خره بیه درې لکو کلدارو ته پورته شوې چې هلته یې د خرو د ګاډیو چلوونکي اندېښمن کړي دي.
دغه رسنۍ وايي، په چین کې د درملو او د ښځو د ښکلا په کریمو کې د خرو له پوستکي ګټه اخیستل کیږي، چې په دې سره له پاکستانه چین ته د خرو سوداګري ډیره شوې ده.
د سرچينو د معلوماتو له مخې د کراچۍ په لياري سيمه کې د خرو په اوونیز بازار کې ځايي پيرودونکي ډير کم ليدل کيږي چې لامل يې د خرو د بیو لوړوالی دی.
د پلورونکو په خبره یې، په چین کې د خرو غوښتنه دا مهال په بې ساري ډول زیاته شوې، نو ځکه یې بیې لوړې شوې،
یو شمېر پاکستاني رسنیو د ۱۴۰۳ غبرگولي۲۲ ویلي و، چې د ۲۰۲۳ کال د سروې له مخې په پاکستان کې د یوه کال په لړ کې د خرو شمېر زیات شوی دی.
د هغې اقتصادي سروې له مخې، چې په دغه هېواد کې ترسره شوې، په یوه کال کې د خرو په شمېر کې یو لک زیاتوالی راغلی دی.
تر دې مخکې رویټرز په یوه څېړنیز راپور کې لیکلي وو، چې د خرو د پوستکي څخه اخېستل شوي کلاجن چې دودیز درمل ترې جوړیږي او په چین کې یې غوښتنهډېره شوې، په افریقا کې هم د خرو د لویې وژنې لامل شوی دی.
دغه څېړنیز راپور کې د چین د دولتي رسنیو په حواله لیکلي و، چې د خره د پوستکي د هر ۵۰۰ ګرامو بیه ۴۲۰ ډالرو ته رسېدلې ده.
کلاجن د یو پروټین نوم دی، چې د بېلابېلو موجوداتو غمبرو کې پېدا کیږي.
کلاجن د مخ او بدن د ښکلا او ځوان ساتلو اړینه سرچینه ده.
چین د خره د پوستکي کلاجن څخه یو ډول دودیز درمل جوړوي چې د 'ای جیایو' په نوم یادیږي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د کډوالو وزارت له قوله لیکلي، چې د یکشنبې په ورځ د (وږي۲۵مه) ۱۷۶ افغانې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه راستنې کړل شوې دي. دغه کورنۍ د کندهار، ننګرهار، هرات او نیمروز ولایتونو له لارې راستنې شوې دي.
له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو د اېستلو په دوام د یکشنبې په ورځ د (وږي ۲۵مه) ۲۰ کورنۍ د ننګرهار ولایت د تورخم، ۴۳ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک، ۷۸ کورنۍ د نیمروز ولایت د ورېښمو پله او ۳۵ کورنۍ د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې هېواد راستنې کړل شوې.
باختراژانس لیکلي، چې له تازه راستنو شویو یو شمېر کډوالو سره د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له لوري مرستې هم شوې او یو شمېر یې خپلو اصلي سیمو ته لېږدولي.
له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ په داسې حال کې دوام لري، چې لا هم هره ورځ لسګونه افغانان پر ناقانونه لارو دغو هېوادونه ته ور اوړي.
د راپورونو له مخې، د ایران حکومت په تېره یوه اوونۍ کې د ایران په سیستان او بلوچستان کې (۱۴۹۴) افغانان نیولي دي.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، دغو افغانانو په ایران کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لرل.
بل خوا ایرانیانو پر افغان کډوالو د وچې ډوډی پر پلور هم بندیز لګولی.

د افغان خبریالانو یو شمېر ملاتړو ادارو په اسلام اباد کې پر یوه افغان خبریال تر برید وروسته په درېیمو هېوادونو کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب په اړه اندېښنه ښودلې.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان او د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو اتحادیې له پاکستانه غوښتي چې یاده پېښه دې په جدي توګه وڅېړل شي.
د اریانا نیوز پر پخواني ویاند عبدالعزیز سخيزاده تېره شپه لس بجې د پاکستان (اي-۱۱) سیمه کې خپل کورته نږدې د ناڅرګندو کسانو له لوري برید شوی.
د افغانستان د ازادو ژونالیستانو د اتحاديې له لوري په خپره شوې ویډیو کې لیدل کیږي چې ښاغلی سخيزاده پر سر ټپي شوی دی.
په اسلام کې پر دغه افغان خبریال د برید په غبرګون د افغان خبریالانو یو شمېر ملاتړو ادارو هم سخت غبرګون ښودلی.
د افغانستان د خبریالانو ملاتړ سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په پاکستان کې د مېشتو افغان خبریالانو د وضیعت په اړه اندېښنه څرګنده کړې.
یاد سازمان د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې، چې د یادې پيښې عاملان ونیسي او قانوني چلند ورسره وکړي.
د یاد سازمان په خبرپاڼه کې لیکل شوي: «سازمان دا کړنه په کلکه غندي او د نړۍ په هره سیمه کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب لپاره جدي غوښتنه کوي. پر افغانستان واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته افغان خبریالان د رسنیز کار پرمهال له جدي ننګونو سره مخ وو/دي چې هغوی درېیمو هېوادونو ته د خپل ژوند د خوندیتوب په موخه تللي؛ خو له بده مرغه په دې وروستیو کې ان هلته یې هم ژوند خوندي نه دی چې دغه روان وضعیت پر هغوی ډېرې ناوړه اغېزې کړې دي.»
یاد سازمان له هغو سفارتونو څخه چې د افغان خبریالانو قضیې ورسره ثبت دي، د هغوی د قضیو په بهیر کې د چټکتیا غوښتنه هم کړې ده.
همدارنګه د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو اتحاديې پر خپلو رسمي ټولنیزو پاڼو لیکي، چې د یادې اتحاديي مشر حجت الله مجددي د پاکستان د خبریالانو له فدراسیون څخه غوښتي، چې عبدالعزیز سخيزاده او په اسلام اباد کې د خبریالانو اړوند ورته نورې قضیې هم وڅیړي.
دا لومړۍ ځل نه دی چې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې پر افغان خبریالانو بریدونه کیږي، څو میاشتې وړاندې د ازادۍ راډیو پر پخواني خبریال احمد هنایش باندي هم مرګونی برید شوی و چې هغه یې پر سر ټپي کړ او وروسته تر درملنې روغ شو.

د پاکستان بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې حنا رباني کهر، د طالبانو له حکومت سره د خیبرپښتونخوا د سر وزیر علي امین ګنډاپور د مخامخ خبرو کولو وړاندیز «احمقانه» بللی. علي امین ګنډاپور ويلي و، چې له افغان طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره کابل ته پلاوی استوي.
د جيو نيوز د جرګې په خپرونه کې حنا رباني کهر د علي امين ګنډاپور خبرو ته په اشارې ویلي، «هر هغه څوک چې فکر کوي دغه خبرې به بدلون راولي، هغه دې یو ځل د ټي ټي پي د بېرته راوستلو لپاره د تېرې هوکړې پایلې وګوري.»
هغې وويل چې افغان طالبان پوهيږي چې ټي ټي پي د پاکستان سره کرښه ده، خو د پاکستان ګاونډيو دې موضوع ته هيڅ ارزښت نه دى ورکړى، پاکستان د طالبانو حکومت ته د ټي ټي پي په هره بڼه وضاحت ورکړى.
د پاکستان بهرنیو چارو دغې پخوانۍ وزيرې د علي امين ګنډاپور هغه بيان چې دی غواړي له افغان طالبانو سره د ټي ټي پي په اړه مخامخ خبرې وکړي، «احمقانه» بللی او ويلي یې دي چې خبرې اترې د هرې ستونزې د حل لپاره مهمې دي خو په خبره یې چې دغه خبرې اترې باید مرکزي حکومت وکړي، نه ایالتي حکومت.
دوه ورځې وړاندې د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بهټو زرداري په ملنډو ويلي و، چې د خېبرپښتونخوا سر وزير علي امين ګنډاپور بايد «افغانستان ته لاړ شي او طالبان یې له ځان سره وساتي.»
بل خوا د خېبرپښتونخوا ایالتي وزیر ظاهر شاه تورو ویلي، چې مرکزي حکومت چې هر څه کوي، د خیبرپښتونخوا حکومت به له افغان طالبانو سره هرو مرو خبرې کوي.
د يادونې وړ ده، چې تېره اوونۍ د خيبرپښتونخوا سر وزير له افغان طالبانو سره د مخامخ خبرو اترو وړاندیز وکړ او ويې ويل، چې له افغانستان سره به پخپله خبرې کوي، او مرکزي حکومت دې خپلې تګلارې په کور کې وساتي، هغه زیاته کړې وه، له افغانستان سره د یوه ایالتي حکومت په توګه خبرې کوي، او د یوه پلاوي له لارې به په کابل کې دغو ټولو ستونزو ته حل لټوي.

له خیبرپښتونخوا باړې څخه ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د خیبر درې په باړه کې زرګونه سیمه وال راغونډ شوي او د امن په نوم لاریون کې یې ګډون کړی. ویل کیږي، دغو لاریونیو سپین بیرغونه چې د امن کلمه پرې لیکل شوې له ځان سره لیږدول.
د خیبرپښتونخوا خیبر درې له باړې څخه ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته نن یکشنبه د (وږي ۲۵مه) وويل چې زرګونو لاریون کوونکو د باړې بازار تړلی او هلته یې د امن په نوم لاریون کې ګډون کړی.
دغه لاریون کوونکي وايي، چې حکومت دې د دوی په سیمو کې د امن راوستلو مسوولیت په سم ډول پر ځای کړي.
له سیمې خبریالان وايي، چې پولیس هڅه کوي چې د لاریون د لا پراخېدو مخه ونیسي خو وايي، دغه لاریون ته نور خلک هم د ګډون لپاره ور روان دي.
پولیس وايي، لاریون د خلکو حق دی خو د تاوتریخوالي پر مهال به یې مخه ونیسي.
ازاد خبریال لال وزیر وايي، د امن په دغه لاریون کې د خيبر درې، شلمان، ميدان، لنډيکوتل، جمرود او داسې نورو سېمو اوسېدونکو ګډون کړی.
هغه وايي لاریون کوونکو ورته ویلي، چې د امن په دغه لاریون او احتجاج به د خلکو شمېر نور هم ډیر شي.
په دې وروستيو کې د خيبر ترڅنګ باجوړ، مومندو، کورمې، بنو، لکي مروت، ميران شاه، ټانک، انګور اډه او ځینو نورو سیمو کې د امن د راستلو لپاره لاریونونه او پرلتونه پیل شوي چې د ولسي خلکو ترڅنګ پوليسو هم د امن راستلو غوښتنې کړې دي.
په لکي مروت، بنو او باجوړ کې پولیسو د امن راوستلو لپاره کاري اعتصاب کړی وو او ويل یې چې پاکستانی پوځ دې د دوی له سیمو ووځي، خو وروسته د قومي مشرانو او پوځ ځينې چارواکو په منځګړیتوب پرته د پایلې له څرګندتیا پای ته ورسیدل.
د خیبرپښتونخوا په ډیرو سیمو کې دا مهال امنیت ورځ تر بلې خرابیږي او د سیمې خلک وايي، چې په هدفي وژنو، سړک غاړې بمي چاودنو او جګړو کې یې د کورنۍ غړي وژل کیږي او حکومت یې په وړاندې چوپه خوله دی.
